نيل ډيګراس ټايسن

نيل ډيګراس ټايسن (د اکتوبر په ۵، ۱۹۵۸ کې زېږېدلی) يو امريکایی ستوري پېژندونکی، فزیک پوه، د سیارې ساینس پوه، ليکوال او عالم ؤ. ټايسن په هارورډ پوهنتون، د ټګزاس په اسټن پوهنتون او د کولمبيا په پوهنتون کې زده کړې کړې وې. له ۱۹۹۱ تر ۱۹۹۴ ز کلونو  پورې هغه د برنسټون په پوهنتون کې  له دوکتورا پورته  زده کړو کې مرستيال څېړونکی و، هغه د  کارکوونکي ساينس پوه په توګه د هايډن افلاک نما سره او له پرينسټون پوهنځي سره د ميلمه څېړونکي ساينس پوه او ښوونکي په توګه وټاکل شو. په ۱۹۹۶ ز کال کې د افلاک نما ( Hayden Planetarium  )مشر وټاکل شو او د بيا رغاونې ۲۱۰ ميليون ډالري هغې پروژې څارنه يې کوله چې په ۲۰۰۰ ز کال کې بشپړه شوه. له ۱۹۹۶ ز کال راهيسې، هغه د نيويارک د ځمکې او فضا لپاره د روز په مرکز کې د هيډن د افلاک نما ( Hayden Planetarium) مشر و. دغه مرکز د امريکا د طبيعي تاريخ د موزیم یوه  برخه ده، چېرته چې ټايسون په ۱۹۹۷ ز کال کې د فلک پېژندنې اداره رامنځ ته کړه او له ۲۰۰۳ ز کال راهيسې  په دې اداره کې د مرستيال څېړونکي په توګه کار کوي.

نيل ډيګراس ټايسن (د اکتوبر په ۵، ۱۹۵۸ کې زېږېدلی)

له ۱۹۹۵ څخه تر ۲۰۰۵ ز کال پورې ټايسن د طبيعي تاريخ مجلې لپاره د «کاينات» په کالم کې مقالې لېکلې، کومې لېکنې چې له هغې وروسته په کتابونو «د تور سوري په واسطه مرګ» ۲۰۰۷ ز کال او «د خلکو لپاره په بېړه فلک پېژندنه» ۲۰۱۷ز کال کې خپرې شوې. په همدې موده کې هغه د سټار ډيټ په نوم مجلې لپاره مياشتنۍ مقالې لېکلې، چې د کايناتو په اړه پوښتنو ته يې ځوابونه ويل، دغه مقالې يې د ميرلين په مستعار نوم خپرولې. د همدې مقالو ځينې توکي بيا د هغه په کتابونو هر يو د «مرلين د کايناتو سفر» ۱۹۹۸ ز کال او «د سيارو څخه لېدنه» ۱۹۹۸ ز کال کې راڅرګندې شوې. ټايسن په ۲۰۰۱ ز کال کې د هوا تشيال صنعت د راتلونکي په اړه او په ۲۰۰۴ ز کال کې په «سپوږمۍ، مريخ او د هغې تر شا» دولتي کميسيونونو کې خدمت وکړ. هغه ته په همدې کال کې د ناسا د غوره عمومي خدمتونو نښان ورکړل شو. له ۲۰۰۶ تر ۲۰۱۱ ز کال پورې، هغه په پي بي ايس تلويزيون د «اين.او.وي.ای ساينس همدا اوس» په نوم د يو پروګرام کوربه ؤ. له ۲۰۰۹ ز کال څخه ټايسن د «ستورو خبرې» په نوم د يو غږيز اوونيز پروګرام کوربه توب کاوه. په ۲۰۱۵ ز کال کې له نيشنل جيوګرافيک چينل څخه يوه لړۍ هم خپره شوې وه چې هغې ته يې د ستورو خبرې نوم ورکړی و. په ۲۰۱۴ ز کال کې هغه د يو تلويزيوني  پروګرام کوربه ؤ، د دې پروګرام نوم (Cosmos: A Spacetime Odyssey)، دغه پروګرام د کايناتو په اړه د کارل سيګان د ۱۹۸۰ ز کال د لړۍ پر ځای خپرېدلو چې د کارل سيګان د خپرونو نوم (A Personal Voyage) و. په ۲۰۱۵ ز کال کې د متحده ايالاتو د ساينس ملي اکاډمۍ ټايسن ته د عمومي ښېګڼې نښان ورکړچې دغه نښان د ساينس د عجايبو په اړه د عامو خلکو د لېوالتيا په پيدا کولو کې د هغه فوق العاده نقش له امله هغه ته ورکړل شو.  [۱][۲]

د ژوند لومړي کلونه سمول

ټايسن په مينهاتن کې زېږېدلی و، د کورنۍ له درې اولادونو دویم ؤ، کورنۍ يې په برونکس کې اوسېده. د هغه افريقايي توکمه امريکايي پلار سيريل ډيګراس ټايسن ۱۹۲۷-۲۰۱۶ ز کال کې يو ټولنپوه و د نيويارک د ښار د ښاروال جان ليندسي د بشري سرچينو کميسار او د ځوانانو د هارلم نامحدودو فرصتونو لومړی مدير ؤ. د هغه مور سانچيتا ماريا ټايسن په ۱۹۲۸ ز کال کې زېږېدلې د متحده ايالاتو د روغتيا، پوهنې وزارت کې د پوستکي متخصصه وه. نوموړې اصلاً د پورتریکا توکمې وه. ټايسن دوې خویندې او ورور استيون جوزف، ټايسن او لين انتيباس ټايسن لرل. د ټايسن منځنی نوم ډيګراس د هغه د پلرنۍ نيا له نوم څخه اخستل شوی، د هغه نيا التيما ډي ګراس د انګلستان د هند لوېدیځ ټاپوګانو په نيويس کې زېږېدلې وه. [۳][۴][۵][۶][۷]

ټايسن د برانکس په کسل هيل ښارګوټي او وروسته د ديورډيل په سيمه کې رالوی شو. له وړکتون  تر ليسې پورې هغه د برانکس په دولتي ښوونځيو کې زده کړې وکړې چې دغه ښوونځي دا دي: PS 36 Unionport, PS 81 Robert J. Christen, the Riverdale Kingsbridge Academy (MS 141), and The Bronx High School of Science. چېرته چې هغه د غېږنیونې د لوبډلې مشر و، د فزيکي علومو د مجلې مدير و او په ۱۹۷۶ ز کال کې فارغ شو.  د هايډن افلاک نما د يوې صحنې له لېدلو وروسته په نهه کلنۍ کې له ستورپېژندنې سره د هغه لېوالتيا پيدا شوه. ټايسن د هغه وخت يادونه کوي چې وايي «هغه انځور ډېر پياوړی و او زه دومره قاطع وم چې ما په دې موضوع کې بل غوراوی نه درلود، په حقيقت کې کايناتو زه راوبللم». د ليسې پر مهال، ټايسن د ستورپېژندنې هغو علمي دورو کې حاضر و چې د هايډن د فلک نما له خوا وړاندې شوې وې، چې هغه دې دورې ته د خپل ژوند «تر ټولو زيات جوړوونکی پړاو» وايي. ټايسن د هغه وخت د فلک نما مدير درېيم مارک چارټراند خپل لومړۍ فکري بیلګه بولي، ټايسن د مارک د تدريس له طريقې چې له خوش طبعۍ سره ګډه وه اغېزمن شو څو نړۍ په هغه ډول نورو ته ورسوي چې څه ډول هغه دا کار وکړ. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

ټايسن د خپلې ځوانۍ په کلونو کې په ډېر ځور ستورپېژندنه ولوسته او په پینځلس کلنۍ کې په همدې موضوع د درسونو ورکولو له امله د ستورپېژندونکو په منځ کې یې زيات شهرت تر لاسه کړ. ستورپېژندونکی کارل سيګان چې د کارنل په پوهنتون کې د پوهنځي د علمي پلاوي غړی و هڅه یې وکړه چې ټايسن په کارنل پوهنتون کې لیسانس واخلي. د هغه په کتاب «اسمان محدود نه دی» کې ټايسن ليکي:[۱۳]

زما له عريضې څخه له کايناتو سره لېوالتيا څڅېده. د داخلې دفتر بې له دې چې ماته خبر راکړي، زما غوښتنلیک یې کارل سيګان ته استولې و چې په څو اوونيو کې ما شخصي ليک تر لاسه کړ... [۱۴]

ټايسن د کايناتو په اړه د خپل پروګرام (Cosmos: A Spacetime Odyssey) په لومړۍ لړۍ کې د دې شيبې بيا يادونه وکړه. نوموړي د يو مشهور ستور پېژندونکي اړوند د ۱۹۷۵ ز کال جنتري يې را واخیستله او هغه ورځ يې پیدا کړه چې سيګان يو اولس کلن ته بلنه ورکړې وه څو يوه ورځ په ايتاکا کې تېره کړي. سيګان هغه ته وړانديز کړی و که چېرې  د هغه د لېږد موټر بېرته برانکس ته رانه شي نو هغه ته به شپه هم ورکړي. ټايسن وويل «زه مخکې پوهېدم چې غواړم ساينس پوه شم. خو په هغه ماسپښين، ما له کارل څخه زده کړل چې زه څه غواړم چې بايد شم».[۱۵][۱۶]

ټايسن په هاروارډ کې زده کړې غوره کړې، د خپل تخصص لپاره يې فزيک وټاکلو او په کورير هاوس کې اوسېدلو. هغه د غړيتوب په لومړي کال کې د خدمتګارانو ډلې غړی و، بيا غېږنیونې ته راوګرځېد او په وروستي کال کې ليکوال شو. هغه د جاز، باليټ، افريقايي کرابيين او لاتين بالروم په څېر نڅا کې هم فعال و.  [۱۷]

په ۱۹۸۰ ز کال کې ټايسن له هارورډ کالج څخه د فزیک په څانګه کې د لیسانس سند ترلاسه کړ او بيا يې په اسټن کې د ټکزاس له پوهنتون څخه د فراغت سند ترلاسه کړ، بیا یې په ۱۹۸۳ ز کال کې په ستور پېژندنه کې د ماسترۍ سند تر لاسه کړ. د هغه په وينا هغه په څېړنيز مرکز کې دومره وخت نه دی تېر کړی څومره چې یې بايد  تېر کړی وای. پروفيسرانو هغه وهڅولو چې د بديلو دندو په اړه فکر وکړي او د هغه د دوکتورا مقالې لپاره ټاکل شوې کمېټه منحل شوه، په دې توګه د تګزاس په پوهنتون کې د دوکتورا د دوام هڅې پای ته ورسېدې.[۱۸][۱۹]

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. "Cosmos – A Spacetime Odyssey". Fox. د اصلي آرشيف څخه پر May 10, 2020 باندې. د لاسرسي‌نېټه October 25, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Neil deGrasse Tyson to Receive Public Welfare Medal – Academy's Most Prestigious Award". National Academy of Sciences. February 26, 2015. د اصلي آرشيف څخه پر March 1, 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه December 4, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. The Science Foundation (January 1, 2011). "Neil deGrasse Tyson – Called by the Universe". YouTube. د لاسرسي‌نېټه February 9, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په December 30, 2016 باندې). Cyril D. Tyson Dies at 89; Fought Poverty in a Turbulent Era.
  5. Whitaker, C. (August 2000). "Super Stargazer". Ebony. Vol. 55 no. 10. د کتاب پاڼې 60. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Bried, Erin. "Sunchita Tyson". How to Rock Your Baby and other timeless tips for modern moms. Hyperion. د اصلي آرشيف څخه پر March 20, 2014 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 2, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Farmer, Vernon L.; Shepherd-Wynn, Evelyn (2012). Voices of Historical and Contemporary Black American Pioneers. New York City: ABC-CLIO. د کتاب پاڼې 304. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780313392245. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Larry King Now: Neil deGrasse Tyson on Climate Change, the Afterlife, and Elon Musk. Ora.tv. Retrieved June 25, 2015.
  9. SiriusXM (March 6, 2014). "Opie & Anthony: Neil deGrasse Tyson Neil deGrasse Tyson ft. Rich Vos & Bob Kelly". YouTube. د لاسرسي‌نېټه March 6, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Farmer او Shepherd-Wynn 2012، ص. 309.
  11. Farmer او Shepherd-Wynn 2012، ص. 300.
  12. Farmer او Shepherd-Wynn 2012، ص. 319.
  13. "Dr. Neil deGrasse Tyson – The Prodigy Astronomer". Parlemagazine.com. February 15, 2013. د اصلي آرشيف څخه پر December 16, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 27, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Tyson, Neil deGrasse (2004). The Sky Is Not the Limit: Adventures of an Urban Astrophysicist. Amherst, New York: Prometheus Books. د کتاب پاڼې 43. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1591021889. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. کينډۍ:Cite episode
  16. (په March 3, 2014 باندې). A Successor to Sagan Reboots 'Cosmos'.
  17. "Black News and News Makers in History: Dr. Neil deGrasse Tyson". The Pasadena/San Gabriel Valley Journal. Pasadena, California: Digital First Media. September 28, 2010. د اصلي آرشيف څخه پر December 13, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه October 9, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  18. Cahalan, Rose (February 28, 2012). "Star Power". The Alcalde. د لاسرسي‌نېټه March 1, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. (په February 28, 2012 باندې). Star Power. The Alcalde.