عدالت په پراخه معنا هغه اصل دی چې وايي خلک هغه څه ترلاسه کوي چې مستحق یې دي، دا تشرېح کوي چې هغه څه دي چې پر «مستحق‌والي» د بېلابېلو برخو اغېز غورځوي چې د اخلاقي روغتیا، عقلانیت، قانون، دین، عدل او انصاف په ګډون ډېر لیدلوري لري. دولت کله ناکله د محکمو په ترسره کولو او د خپلو احکامو په اجرا کولو سره هڅه کوي چې عدالت ډېر کړي.

د عدالت پلي کول په هر فرهنګ کې توپیر لري. د عدالت لومړنۍ تیوریانې د لرغوني یونان فیلسوف افلاطون په خپل «جمهوریت» نومي اثر او ارسطو په «نیکوماخوس اخلاقو» کې وړاندې کړې دي. د تاریخ په اوږدو کې بېلابېلې تیورۍ رامنځته شوې دي، د الهي حکم د نظریې پلویانو ویلي چې عدالت د خدای له لوري دی. په ۱۶۰۰مه لسیزه کې فیلسوف «جان لاک» وویل چې عدالت له طبیعي قانون څخه ترلاسه کېږي. د ټولنیز تړون تیوري وايي چې عدالت د ټولو له متقابل توافق څخه را پیدا کېږي. په ۱۸۰۰مه لسیزه کې ګټه‌پالو فیلسفونانو لکه «جان سټوارټ میل» وویل چې عدالت د ډېرو خلکو لپاره د غوره پایلو پر بنسټ ولاړ دی. د توزیعي عدالت تیوري وايي چې څه باید ووېشل شي، د چا تر منځ ووېشل شي او مناسب وېش څه شی دی؟ مساوات غوښتونکو ویلي دي چې عدالت یوازې د مساواتو په همغږۍ کې موجود دی. جان راولز د ټولنیز تړون تیوري کارولې ده تر څو ووايي چې عدالت او په ځانګړې توګه د وېش عدالت، د انصاف یوه بڼه ده. رابرټ نوزیک او نورو وویل چې د ملکیت حقونه، د وېشل شوي عدالت او طبیعي قانون په چوکاټ کې د اقتصادي سیستم ټوله شتمني حد اکثر ته رسوي. د انتقامي عدالت تیوري وايي چې د عدالت د تامین لپاره باید ظالم ته سزا ورکړل شي. له یو بل سره نږدې ترمیمي عدالت (چې ځینې وخت «جبراني عدالت» هم بلل کېږي) د عدالت لپاره یوه تګلاره ده چې د قربانیانو او مجرمینو پر اړتیاوو تمرکز کوي.

ارمونيسمول

اپلاتون په خپل اثر «جمهوریت» کې د داسې عدالت په اړه د استدلال لپاره سقراط کاروي چې دواړه هم عادل کس او هم عادل دولت په کې شاملېږي. عدالت د شخص یا ښار د متخاصمو برخو تر منځ مناسبه او همغږې اړیکه ده. له همدې امله د اپلاتون د عدالت په تعریف کې وايي چې عدالت د هغه څه لرل او اجرا کول دي چې د هغه کس خپل وي. عادل سړی هغه دی چې خپله ټوله هڅه کوي او د هغه څه دقیق مساوي حساب ورکوي چې ترلاسه کړي یې دي. دا دواړه هم په انفرادي کچه او هم په نړیواله کچه پلي کېږي. د انسان روح درې برخې لري - عقل، روح او هیله. په ورته ډول، یو ښار درې برخې لري - سقراط د خپلې خبرې د روښانه کولو لپاره د ارابو مثال کاروي: ګاډی یا ارابه د یوه کُل په ډول کار کوي، ځکه چې د دوو اسونو ځواک د ارابو له‌خوا کارول کېږي. د ځیرکۍ مینه‌وال - فیلسوفان، په یوه معنا کې - باید حکومت وکړي، ځکه چې یوازې دوی پوهېږي چې څه شی ښه دي. که څوک ناروغ وي، د بزګر پر ځای ډاکټر ته ځي، ځکه چې ډاکتر د روغتیا په برخه کې ماهر دی. همدا ډول ‎ د خپل ښار په اړه د خیر په موضوع کې باید پر ماهر باور وشي، نه پر هغه سیاستوال چې هڅه کوي خلکو ته هغه څه ورکړي چې هغوی غواړي، خو هغه څه نه ورکوي چې هغوی ته ګټه لري. سقراط د دې ټکي د روښانه کولو لپاره د بېړۍ مثال کارولی دی: ظالم ښار په خلاص سمندر کې د کښتۍ په څېر دی چې د ځواکمن مګر مست کپتان (عام خلک) له‌خوا چلول کېږي، د بې باوره مشاورینو یوه ډله (سیاستوال) چې هڅه کوي تر څو کپتان تر خپلې اغېزې لاندې راولي او په دې ډول هغه دوی ته واک ورکړي. د سقراط په اند یوازنۍ لار چې کښتۍ به خپل منزل ته ورسېږي، دا ده چې کښتۍ چلوونکی مسؤولیت پر غاړه واخلي.[۱]

د توزیعي عدالت نظریهسمول

د عدالت د وېش نظریه باید درېیو پوښتنو ته ځواب ووایي:

  1. کوم توکي باید ووېشل شي؟ ایا شتمني، ځواک، عزت، فرصتونه یا د دې شیانو ترکیب دی؟
  2. د کومو پاړکو تر منځ باید ووېشل شي؟ د انسانانو (مړو، ژونديو، راتلونکو)، شعوري مخلوقاتو، د یوې واحدې ټولنې د غړو که د ملتونو تر منځ؟
  3. مناسب وېش څه شی دی؟ مساوي، د وړتیا له مخې، د ټولنیز موقعیت له مخې، د اړتیا له مخې، د ملکیت د حقونو او د نه تېري پر اساس؟

د توزیعي عدالت تیورېستان عموماً دې پوښتنو ته ځواب نه ورکوي چې څوک د مطلوبې توزېع د اجرا حق لري، په داسې حال کې چې د ملکیت د حقونو تیورېستان وايي چې هېڅ "مطلوب وېش" نشته، بلکې وېش باید په ساده ډول د هر هغه وېش پر بنسټ وي چې د قانوني تعاملاتو یا معاملو پایله وي (یعنې هغه راکړې ورکړې چې غیر قانوني نه وي). دا برخه د وېشل شوي عدالت ځینې پراخې تیورۍ او د دې پوښتنو د ځوابونو لپاره د دوی هڅې بیانوي.

سرچينېسمول

  1. Plato, Republic trans. Robin Waterfield (Oxford: Oxford University Press, 1984).