«نوې نړۍ» د ځمکې د لوېدیځې نیمې کُرې، په ځانګړې توګه د امریکا لپاره یوه اصطلاح ده. دې اصطلاح د شپاړسمې پېړۍ په لومړیو کې، د اروپا د کشف په وخت کې، وروسته له دې چې ایټالیایي څېړونکی امیریګو ویسپوچی دې نتیجې ته ورسېد چې امریکا د یوې نوې لویې وچې استازیتوب کوي، شهرت ترلاسه کړ او وروسته یې خپلې موندنې په یوې رساله کې چې هغه یې د Mundus Novus په نامه یاد کړ، خپرې کړې. دې احساس د اروپا د کلاسیکو جغرافیه پوهانو د جغرافیایي ساحې لید پراخ کړ، چې دوی به فکر کاوه، چې نړۍ له افریقا، اروپا او آسیا نه جوړه شوې، چې اوس په ټولیزه توګه د زړې نړۍ یا افرو یوریشیا په نامه یادېږي. امریکا د نړۍ څلورمه برخه هم بلل کیږي.[۱][۲][۳]

کارول سمول

د «زړې نړۍ» پر وړاندې د «نوې نړۍ» اصطلاح، په تاریخي شرایطو کې او د دې موخې لپاره چې د نړۍ د لویو جغرافیایي سیمو ترمنځ توپیر وشي او د نباتاتو او ژویو د ډولونو ډلبندي چې په همغه وخت کې رامنځته شوې وي، معنا لري.

د «نوې نړۍ» اصطلاح، د لومړي ځل لپاره د ۱۶مې پېړۍ په پیل کې د کریسټف کولمب د سفرونو او له امریکا وروسته د اروپایي استعمار په وخت کې وکارول شوه. دا اصطلاح لاهم په عام ډول، کله چې د دې پېښو په تاریخي اړخونو بحث کېږي، کارول کېږي.

په بیولوژیکي برخه کې کولای شو، ډولونه په زړې نړۍ کې په (پالارټیک، افروټروپک) او د نوې نړۍ په شته ډولونو، لکه: (نارکټیک، نیوټروپک) ووېشو. بیولوژیکي ټیکونومیسټان ډېری وختونه، د «نوې نړۍ» لېبل، د هغو ډولونو ګروپونو سره نښلوي چې په ځانګړي ډول په امریکا کې موندل کېږي، چې د هغوی توپیر د «زړې نړۍ» (اروپا، افریقا او آسیا) له سیالانو سره یې وشي.[۴]

د اصطلاح اصل سمول

د فلورنټاین سپړونکی، امریګو ویسپوچي چې په خپل ۱۵۰۳ لیک کې د امریکا لپاره د «نوې نړۍ» (Mundus Novus) اصطلاح رامنځته کړې وه، دې کار ده ته ډېر اعتبار ورکړ، که څه هم، تر ده مخکې هم دې ته ورته اصطلاحات رامنځته شوي او کارول شوي وو.

مخکینۍ کارېدنه سمول

د وینیټنین څېړونکی الویز کاداموسټو د «un altro mundo» («بلې نړۍ») اصطلاح، د افریقا فرعي صحرا لپاره کارولې، چې هغه یې په ​​​​۱۴۵۵ او ۱۴۵۶ ز کې د پرتګاليانو له خوا سپړلې وه. دا یوازې ادبي وده وه، د نړۍ د نوې «څلورمې برخې» وړاندیز نه و. کاداموسټو خبر و چې، د افریقا فرعي صحرا د افریقا لویه برخه وه.[۵]

په ایټالیا کې زېږېدلي هسپانوي تاریخ لیکونکي پیټر مارټیر دی انګیرا، د کریسټف کولمب پرادعا چې دی ختیځې آسیا («هند») ته رسېدلی و، شک درلود او په پایله کې یې دوی ته د اشارې لپاره بدیل نومونه راوړي. د کولمب له لومړي سفر نه له راستنیدو نه یوازې څو اوونۍ وروسته، ماریټیر لیکونه ولیکل، چې د کولمب کشف شوې ځمکې ته د «لویدیځ انټي پوډز» («antipodibus occiduis»، ۱۴ د مې ۱۴۹۳ خط ولیکه)، او د«ځمکې نوې نیمې کُرې» («novo terrarum hemisphaerio »، ۱۳ سپټمبر ۱۴۹۳ز) په توګه یې ورته اشاره وکړه او په یوه لیک کې چې نېټه یې ۱ نومبر ۱۴۹۳ ز ده، کولمب یې د «نوې نړۍ موندونکي» («Colonus ille novi orbis repertor ») په توګه یاد کړ. یو کال وروسته (۲۰ اکتوبر ۱۴۹۴ز)، پیټر مارټیر بیا د نوې کُرې حیرانتیا («Novo Orbe») او «لوېدیځې نیمې کُرې» («ab occidente hemisphero ») ته اشاره وکړه.[۶][۷][۸][۹][۱۰]

د هسپانیا کاتولیکو پاچایانو ته د کولمب په ۱۴۹۹ لیک کې، چې د خپل درېیم سفر د پایلو په اړه راپور ورکوي، هغه دا واضح کوي چې، څنګه د سویلي امریکا د اورینوکو ډیلټا لویې اوبه د پاریا خلیج ته په چټکۍ سره روانې دي چې دا ددې معنا لري چې یوه پخوانۍ ناڅرګنده لویه وچه، باید د هغې تر شا پرته وي. کولمب وړاندیز کوي چې، د سویلي امریکا وچه ځمکه «څلورمه» لویه وچه نه ده، بلکې د بائبلیکي دودونو ځمکنی جنت دی، هغه ځمکه چې ویل کیږي، د مسیحیت له خوا پېژندل شوې وي (خو موندل شوې نه وي).[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

نوې نړۍ سمول

د «نوې نړۍ» اصطلاح (Mundus Novus)، د امریګو ویسپوچي له خوا د هغه ملګري او پخواني مرستندوی لورینزو دي پییر فرانسیسکو دی میډیسي ته په ۱۵۰۳ ز لیک کې چې په پسرلي کې لیکل شوی و، رامنځته شوې او په ۱۵۰۳-۰۴ کې په لاتینيکې ترMundus Novus  عنوان لاندې خپره شوې. د ویسپوچي په لیک کې د فرضیې د چاپ په باب څرګند بیان شته دی، چې  په لویدیځ کې د اروپایی سمندري ځواکونو له خوا کشف شوې ځمکې، لکه څنګه چې کولمب ادعا کړې وه، د آسیا څنډې نه وې، بلکې  دا یوه بشپړه بېله لویه وچه او یوه «نوې نړۍ» وه.[۱۵]

د Mundus Novus د راپور له مخې، ویسپوچي په ۱۷ اګست ۱۵۰۱  ز کې، کله چې  برازیل ته ورسېد، پوه شو چې هغه په ​​یوې «نوې نړۍ» کې دی او د هغه ځای طبیعت او خلک یې د هغه څه سره پرتله کړل، څه چې پرتګالي سیلانیانو د آسیا په اړه ورته ویلي وو. په حقیقت کې، د دوو بېلابېلو سفرونو تر منځ یوه مشهوره ناڅاپی لیدنه، د «Bezeguiche» (د ډاکار خلیج، سینیګال) د اوبو په تمځای کې رامنځ ته شوې وه. [۱۶][۱۷][۱۸]

منل سمول

د ویسپوچي د «نوې نړۍ» لېبل، یواځې د سویلي امریکا براعظم ځمکې باندې پلي کېږي. په هغه وخت کې، د شمالي امریکا ډېری براعظمونه لا کشف شوي نه وو او د ویسپوچي څرګندونو دا احتمال له منځه نه و وړی، چې د کریسټف کولمب له خوا د انټیلیز ټاپوګانو کشف، چې ښایي لا هم د آسیا ختیځې څنډې وي، ځکه چې کولمب تر مړینې ۱۵۰۶ز وخته پورې همدا ټینګار کاوه. په ۱۵۰۴ز کې د لیونارډو دا ونسي له خوا رامنځته شوې کُره، له شمالي او مرکزي امریکا پرته نوې نړۍ انځوروي.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

د بېړیو چلوونکو غونډه ،چې د junta de navegantes په نامه یادېږي د هسپانیوي پاچایانو له خوا په ۱۵۰۵ ز کې په تورو کې رامنځته شوه او په ۱۵۰۸ ز کې په بورګوس کې یې دوام وکړ، ترڅو د هند په اړه ټول معلومات په سمه توګه ترتیب کړي، د هغه څه په باب، چې کشف شوې موافقې ته ورسېږي او د هسپانیوي څېړنو موخې وټاکي.

امیریګو ویسپوچي په دواړو کنفرانسونو کې برخه اخیستې وه او داسې ښکارېده چې پر دوی باندې یې پراخ اغېز درلود - په بورګوس کې، هغه د لومړي پیلوټ ښاروال په توګه وټاکل شو، د هسپانیا د بېړیو چلوونې مشر وټاکل شو. که څه هم د تورو برګوس کنفرانسونو مقالې ورکې دي، خو دا نژدې یقیني ده چې ویسپوچي خپله وروستۍ د «نوې نړۍ» مقاله ،هلته خپلو ملګرو ته په ښکاره الفاظو بیان کړه.

ددې غونډو په اوږدو کې، هسپانیوي چارواکو په پای کې دا ومنل چې، انټیلیس او د مرکزي امریکا پېژندل شوې برخه، لکه څنګه چې دوی تمه درلوده، د هند نه وه. (که څه هم چې کولمب لا ټینګار کاوه چې ده). هغوی د هسپانیوي څېړونکو لپاره نوې موخې وټاکلې چې: د امریکا له لارې د سمندر له لارې یا د تنګي لارې موندل، چې دا اسیا ته د تلو لپاره مناسبه لاره وه. په انګلیسي کارونې کې، د نوې نړۍ اصطلاح ستونزمنه وه او یو څه وروسته منل شوې ده.[۲۳][۲۴]

د کارتوګرافیک استازیتوب سمول

په داسې حال کې چې له ویسپوچي وروسته، په عمومي توګه ومنل شو، چې د کولمب کشف آسیا نه، بلکې «نوې نړۍ» وه، خو د دوو لویو وچو تر منځ جغرافیایي اړیکه لاهم روښانه نه وه. دا چې د آسیا او امریکا ترمنځ باید یو لوی سمندر شتون ولري، د ختیځې آسیا د سواحلو په اوږدو کې د پراخو او پرله پسې بحرونو د پیژندل شوي شتون په معنا و. د ځمکې د اندازې په پام کې نیولو سره، لکه څنګه چې د Eratosthenes  له خوا محاسبه شوې، دا د آسیا او نویو کشف شویو ځمکو ترمنځ یوه لویه تشه رامنځته شوې وه.[۲۵]

سرچینې سمول

  1. "America." The Oxford Companion to the English Language (کينډۍ:ISBN). McArthur, Tom, ed., 1992. New York: Oxford University Press, p. 33: "[16c: from the feminine of Americus, the Latinized first name of the explorer Amerigo Vespucci (1454–1512). The name America first appeared on a map in 1507 by the German cartographer Martin Waldseemüller, referring to the area now called Brazil]. Since the 16c, a name of the western hemisphere, often in the plural Americas and more or less synonymous with the New World. Since the 18c, a name of the United States of America. The second sense is now primary in English: ... However, the term is open to uncertainties: ..."
  2. Mundus Novus: Letter to Lorenzo Pietro Di Medici, by Amerigo Vespucci; translation by George Tyler Northrup, Princeton University Press; 1916.
  3. M.H.Davidson (1997) Columbus Then and Now, a life re-examined. Norman: University of Oklahoma Press, p. 417)
  4. "Real Differences: New World vs Old World Wine". Wine Folly. 21 August 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Cadamosto Navigationi, c. 1470, as reprinted in Giovanni Ramusio (1554: p. 106). See also M. Zamora Reading Columbus, (1993: p. 121)
  6. E.G. Bourne Spain in America, 1450–580 New York: Harper (1904: p. 30)
  7. Peter Martyr, Opus Epistolarum (Letter 130 p. 72)
  8. Peter Martyr, Opus Epistolarum, Letter 133, p. 73
  9. Peter Martyr Opus Epistolarum, Letter 156 p. 88
  10. Peter Martyr, Opus Epistolarum (Letter 138, p. 76)
  11. "if the river mentioned does not proceed from the terrestrial paradise, it comes from an immense tract of land situated in the south, of which no knowledge has been hitherto obtained." (Columbus 1499 letter on the third voyage, as reproduced in R.H. Major, Select Letters of Christopher Columbus, 1870: p. 147)
  12. J.Z. Smith, Relating Religion, Chicago (2004: pp. 266–67)
  13. Columbus 1500 letter to the nurse (in Major, 1870: p. 154)
  14. Columbus's 1500 letter to the nurse(Major, 1870: p. 170)
  15. M.H.Davidson (1997) Columbus Then and Now, a life re-examined. Norman: University of Oklahoma Press, p. 417)
  16. The letter says 17 August 1501, although translators variously rendered it also as 7 August 1501, 10 August 1501, or 1 August 1501. Canovai, Stanislao (1832). Viaggi di Amerigo Vespucci. د کتاب پاڼې 158. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Bonari, Bruno (July 2013). Amerigo Vespucci. د کتاب پاڼې 222. د کتاب نړيواله کره شمېره 9788890695681. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. This preliminary letter from Bezeguiche was not published, but remained in manuscript form. It is reproduced in F.A. de Varnhagen (de Varnhagen, Francisco Adolfo (1865). Amerígo Vespucci, son caractère, ses écrits ... sa vie et ses navigations ... د کتاب پاڼي 78–82 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)).
  18. English translation of Mundus Novus as found in Markham (Vespucci, Amerigo (1894). The Letters of Amerigo Vespucci and Other Documents Illustrative of His Career. تُرجم بواسطة Markham, Clements. د کتاب پاڼي 42–52 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة))
  19. F.A. Ober Amerigo Vespucci New York: Harper (1907: pp. 239, 244)
  20. S.E. Morison The European Discovery of America, v.2: The southern voyages, 1492–1616.(1974: pp. 265–66).
  21. Missinne, Stefaan (Fall 2013). "A Newly Discovered Early Sixteenth-Century Globe Engraved on an Ostrich Egg: The Earliest Surviving Globe Showing the New World". The Portolan, journal of the Washington Map Society (87): p. 8–24.
  22. For an account of Vespucci at Toro and Burgos, see Navarette Colección de los viages y descubrimientos que hicieron por mar los españoles desde fines del siglo XV(1829: v.iii, pp. 320–23)
  23. C.O. Sauer The Early Spanish Main. Cambridge (1966: pp. 166–67)
  24. Sobecki, Sebastian (2015-11-12). New World Discovery. Oxford University Press. doi:10.1093/oxfordhb/9780199935338.013.141. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-993533-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. J.H. Parry, The Discovery of the Sea (1974: p. 227)