نوی ښاریتوب

نوی ښاریتوب د ښاري ډیزاین یو خوځښت دی چې د پلي تګ وړ داسې محلونو په رامنځته کولو سره له چاپېریالي اړخه غوره عادتونه ترویجوي چې د کار او کور بېلابېل ډولونه رانغاړي. دا خوځښت په متحدو ایالتونو کې د ۱۹۸۰یمې لسیزې په لومړیو کې راڅرګند شو او په تدریجي توګه یې د املاکو پر پراختیا، ښاري پلان جوړونه او د ښاروالۍ د ځمکې کارولو د ستراتیژیو پر ګڼو اړخونو اغېزې وښندلې. نوی ښاریتوب هڅه کوي چې د ښاري پراخوالي او له دویمې نړیوالې جګړې وروسته ښاري پراختیا سره تړلې ستونزې حل کړي.[۱]

نوی ښاريتوب په کلکه د ښاري ډیزاین د هغو کړنچارو تر اغېزې لاندې دی چې تر دویمې نړیوالې جګړې په وړاندې پېر کې د موټرو د رامنځته کېدو تر وخته پام وړ برجسته وې. دا خوځښت لس بنسټیز اصول لري چې د دودیز ګاونډ یا محلې پراختیا او لېږد یا ټرانزیټ محوره پراختیا یې د بېلګې په توګه یادولی شو. ټولې دا ایډیاوې بېرته دوو مفکورو ته ورګرځېدای شي چې د ټولنې حس رامنځته کول او د ایکولوژیکي یا ژواک چاپېریالي کړنو او چلندونو پراختیا دي.[۲][۳]

د نوي ښاریتوب تنظیموونکې اداره د نوي ښاريتوب کانګرس دی چې په ۱۹۹۳ کال کې تاسیس شوی دی. بنسټیز متن یا لیکلي اصول یې د نوي ښاريتوب منشور دی چې پیل یې په لاندې ټکو سره شوی دی:

موږ د لاندې اصولو د ملاتړ لپاره د عامه پالیسۍ او پرمختیایي کړنو د بیا تنظیم ملاتړ کوو: محلې او ګاونډونه باید د کارېدنې او نفوس له پلوه متنوع وي؛ ټولنې باید د پیاده تګ او ټرانزیټ او همدارنګه د موټر لپاره ډیزاین شي؛ ښارونو او ښارګوټو ته باید له فزیکي پلوه د تعریف شویو او په نړیواله کچه د لاسرسي وړ عامه ځایونو او ټولنیزو بنسټونو په مرسته بڼه ورکړل شي؛ ښاري ځایونه باید د معمارۍ او منظرو د ډیزاین په مرسته داسې تنظیم شي چې د سیمه‌ییز یا ځایي تاریخ، اقلیم، ژواک چاپېریال او ودانیزو چلندونو ښودنه وکړي. [۴]

نوي ښارمېشتي د پرانیستې فضا، له شرایطو سره د مناسبې معمارۍ او پلان جوړونې، کافي زېربناوو رامنځته کولو لکه د سپورت اسانتیاوې، کتابتونونه او ټولنیز مرکزونه او د کار او کور د متوازن انکشاف لپاره د سیمه‌ییز پلان ملاتړ کوي. دوی باور لري چې د دوی تګلارې کولی شي پر بایسکلونو د تګ راتګ، پیاده تګ، یا په رېل ګاډي کې د تګ لپاره د خلکو د هڅولو له لارې ټرافیکي ګڼه ګوڼه راکمه کړي. دوی دا هیله هم لري چې دا ډول ترتیبات به د ارزانه کورونو عرضه زیاته کړي او د ښارګوټو بې رویې پراخوالی به راکم کړي. د نوي ښاریتوب منشور د تاریخي ساتنې، خوندي سړکونو، زرغونو ودانیو او د براونفیلډ یا شاړو ځمکو د بیا پراختیا په څېر مسائل هم رانغاړي. د هوښيار ښاریتوب لس اصول همدا راز د نویو ښاري تګلارو لپاره هم ځینې لارښوونې بیانوي.[۵]

د معمارۍ له اړخه نوې ښاري پراختیاوې که څه هم تل داسې نه وي خو بیا هم ډېری وختونه له نویو کلاسیکو، پوسټ ماډرن، یا ځایي سټایلونو سره مل وي. د دغه خوځښت اصول د تکاملي معمارۍ په ډګر کې منعکس شوي دي.

مخینه

سمول

د شلمې پېړۍ تر نیمایي پورې ښارونه په عمومي ډول د پیاده تګ وړ او مختلطې کارېدنې د محلونو پر بنسټ تنظیم شوي وو. په بشري تاریخ کې یې د یوه داسې ښار معنا لرله چې په بشپړ ډول د پیاده تګ وړ وو، که څه هم د ډله‌ییز ټرانزیټ له پراختیا سره ښار ته لاسرسی د ترانزیټي کرښو پر امتداد بهر ته وغځېد او د پیاده تګ د نویو ټولنو وده یې شونې کړه چې د ښار د اطرافو برقي ښاري اتوبوسونه یې د بېلګې په توګه یادولی شو. خو د ارزانه موټرو او د حکومتونو د مناسبو پالیسیو په راتګ سره پام له ښارونو څخه واوښت او د موټرو پر اړتیاوو متمرکزو پراختیایي لارو ته پام ډېر شو.[۶]

په ځانګړې توګه له دویمې نړیوالې جګړې وروسته ښاري پلان جوړونه په لویه کچه د ښاروالۍ د منطقه‌بندۍ یا ناحیه کولو د مقرراتو پر کارولو متمرکزه وه تر څو استوګنیزه پراختیا له سوداګریزې او صنعتي پراختیا څخه جلا کړي او د ټیټ-تراکم یوې واحدې کورنۍ ته د داسې کورونو پر جوړولو تمرکز وکړي چې د مخ پر ودې منځنۍ طبقې لپاره غوره کورونه وبلل شي. د هغه ځای فزیکي جلا کول چې هلته خلک ژوند کوي له هغه ځای څخه چې دوی کار په کې کوي، توکي پېري او هلته خپل تفریحي وخت وختونه تېروي، له کم تراکم لرونکو کورونو سره یو ځای چې ډېری وختونه یې د تاریخي نورمونو په پرتله د نفوس تراکم خورا کم کړی، د عملي ترانسپورت لپاره د موټرو اړتیا زیاته کړه او پر موټرو یې د تکیې د کلتور له رامنځته کېدو سره مرسته وکړه.

نوی ښاریتوب یو پراخ خوځښت دی چې بېلابېلې څانګې او جغرافیایي مقیاسونه رانغاړي. که څه هم د ودې دودیز چلند لا هم مسلط دی، خو نویو ښاري اصولو د پلان جوړونې، معمارۍ، او عامه پالیسۍ په برخو کې په زیاتېدونکې توګه خپل اغېز لرلی دی.[۷]

تعریفوونکي عناصر

سمول

د نوي ښاریتوب د کانګرس دوه بنسټګران «اندریس دواني» او «الیزابیت پلاتر-زایبرک» د امریکا د کونېټیکېټ ایالت د نیوهېون ښار په یوه ویکتوریايي محله یا ګاونډ کې د ژوند کولو پر مهال د کونجونو د مغازو، راوتلو دالانونو او د ښو جوړو شویو متنوع کورونو لرونکو او مختلطو کارېدونکو کوڅو منظرې او نماوې ولیدې. دوی او د دوی همکارانو د لاندې نمونو په ګډون ځینې نمونې ولیدې:

  • محله یا ګاونډ یو د تشخیص وړ مرکز لري. دا ډېری وختونه یو وړکی پارک یا شنه او ځینې وختونه بیروباري یا یادګاري څنډه وي. په دغه مرکز کې به یو ترانزیټي تمځای هم وي.
  • اکثریت کورونه له مرکز څخه د پنځو دقیقو په واټن کې پراته وي، په اوسط ډول نږدې ۰.۲۵ مایله (۰.۴۰ کیلومتره) وي.
  • د استوګنځایونو بېلابېل ډولونه په کې وي – معمولاً کورونه، قطارکورونه او اپارتمانونه – تر څو ځوانان او بوډاګان، مجردان او کورنۍ، غریب او شتمن ټول د اوسېدو لپاره ځایونه په کې ومومي.
  • د ګاونډ یا محلې په څنډه کې د یوې کورنۍ د اونیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره په کافي اندازه مختلف ډوله دوکانونه او دفترونه موجود وي.
  • هر کور په شا ته انګړ کې د یوې کوچنۍ فرعي ودانۍ یا ګراج اپارتمان اجازه لري. دا ښایي د یوه کرايي واحد یا کارځای په توګه وکارول شي (د بیلګې په توګه، دفتر یا د لاسي صنایعو ورکشاپ).
  • یو لومړنی ښوونځی دومره نږدې وي چې ډېری ماشومان وکړای شي له خپل کور څخه پلي ورشي.
  • دلته هر کور یا استوګنځي ته د لاسرسي وړ کوچني د لوبو ډګرونه موجود وي – د یوه مایل له لسمې برخې څخه زیات لرې نه وي.
  • په محله کې شته سړکونه یوه تړلې شبکه جوړه کړي چې هرې نقطې ته په کې د رسېدو لپاره پیاده او د موټرو بېلابېل مسیرونه موجود وي.
  • کوڅې نسبتاً تنګې وي او د ونو د قطارونو سیوري پرې غوړېدلي وي. دا چاره ترافیک راکموي او د پیاده تلونکو او بایسکلونو لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کوي.
  • د محلې یا ګاونډ په مرکز کې پرتې ودانۍ له کوڅې سره نږدې وي او یو کاملاً مشخص بېرونی اطاق رامنځته کوي.
  • د پارکېنګونو او ګراجونو دروازې په ندرت سره د کوڅې مخې ته وي. پارکېنګ معمولاً د ودانیو شا ته وي او د کوڅو له لارې لاسرسی ورته کېږي.
  • د کوڅې په پای کې یا د ګاونډ په مرکز کې ځینې مهم ځایونه د مدني ودانیو لپاره ځانګړي شوي وي. دا ځایونه د ټولنیزو غونډو، تعلیم او مذهبي یا کلتوري فعالیتونو لپاره مناسب ځایونه چمتو کوي.

سرچينې

سمول
  1. Caves, R. W. (2004). Encyclopedia of the City. Routledge. pp. 491. ISBN 9780415252256.
  2. "Urbanism Principles". www.newurbanism.org. نه اخيستل شوی 2016-01-20.
  3. Kelbaugh, Douglas S. 2002. Repairing the American Metropolis: Common Place Revisited. Seattle: University of Washington Press. 161.
  4. "The Charter of the New Urbanism". 2015-04-20.
  5. Wear, Andrew (16 February 2016). "Planning, Funding and Delivering Social Infrastructure in Australia's Outer Suburban Growth Areas". Urban Policy and Research. 34 (3): 284–297. doi:10.1080/08111146.2015.1099523. S2CID 155633165.
  6. Kunstler, James Howard. 1998. Home from nowhere: remaking our everyday world for the twenty-first Century. A Touchstone book. New York, NY: Simon & Schuster. p.28.
  7. Cozens, Paul Michael. 2008. New Urbanism, Crime and the Suburbs: A Review of the Evidence. Urban Policy and Research. 26(4):429–444.