نوی استعمار

نوی استعمار د یو هېواد له خوا په تش په نامه خپلواک بل هېواد باندې د امپریالیستي واکمنۍ بیاځلي تحمیل کول (معمولا د یو سابق استعماري دولت له خوا) دي. نوی استعمار د اقتصادي امپریالېزم، نړیوال توب، کلتوري امپریالېزم او همدارنګه په یو مخ پر ودې هېواد باندې د کنټرول یا نفوذ لرلو په موخه د پخوانیو استعماري لارو چارو لکه د مستقیمې پوځي مداخلې او یا غیر مستقیم سیاسي کنټرول لرلو پر ځای د مشروطو مرستو ډول دی. [۱]

نوی استعمار له معیاري نړیوال توب او پراختیايي مرستو څخه توپیر لري، ځکه په معمول ډول نوی استعمار د اړوندتیا د اړیکې، تابع توب او یا تر نوي استعمار لاندې ملت ته د مالي ژمنتیا د رامنځته کېدو لامل ګرځي. دغه چاره کېدای شي د سیاسي کنټرول د نامتناسبې کچې یا د پورونو د مارپیچي ژمنتیا لامل وګرځي چې له عملي پلوه د سنتي استعمار له اړیکې تقلید کوي.[۲][۳]

دغه اصطلاح د فرانسوي فیلسوف ژان پل سارتر له خوا په ۱۹۵۶ زکال کې ابداع شوه او د لومړي ځل لپاره په ۱۹۶۰ مه لسیزه کې قوام نکرومه د هغو افریقايي هېوادونو اړوند وکاروله چې له استعمار څخه د خلاصون په درشل کې و. له دې سربېره د نوی استعمار اړوند د لویدیځو مفکرینو لکه د سارتر (استعمار او نوی استعمار، ۱۹۶۴ زکال) او نوام چامسکي (د دریمې نړۍ فاشېزم او د واشنګټن اړیکه ، ۱۹۷۹ زکال) په آثارو کې بحث شوی.[۴][۵][۶][۷]

اصطلاحسمول

رېښهسمول

هغه مهال چې د نوي استعمار اصطلاح د لومړي ځل لپاره وړاندې شوه؛ له پخوانیو تر استعمار لاندې افریقايي هېوادونو سره چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته خپلواک شوي و د اروپايي هېوادونو اقتصادي او کلتوري اړیکې ته یې نغوته کوله. په ۱۹۶۲ زکال کې د وګړیزو ځواکونو د ملي اتحادیې په کنفرانس کې موراکويي سیاستوال او وروسته د ۱۹۶۶ زکال د درې قاره یي کنفرانس (Tricontinental Conference) مشر مهدي بن برکا د نوي استعمار (په عربي: الاستعمار الجدید؛ په انګلیسي: the new colonialism) اصطلاح د شپیتمې لسیزو په لومړیو کې د افریقا د سیاسي بهیرنو د توضیح کولو په موخه وکاروله. [۸]

د ګانا پخواني ولسمشر قوام نکرومه (۱۹۶۰-۱۹۶۶ زکال) دغه اصطلاح د لومړي ځل لپاره د افریقا د یووالي د سازمان د منشور په سریزه کې وکاروله او همدارنګه په ۱۹۶۵ زکال کې هغه د  نوي استعمار او د امپریالېزم وروستي پړاو (۱۹۶۵) په نامه د خپل کتاب د عنوان په توګه وټاکله. نکرومه له تیوریکي پلوه هغه ټولنیزو-اقتصادي او سیاسي دلایلو ته چې لینین په خپله رساله امپریالیزم او د کپیټلېزم لوړه کچه (۱۹۱۷زکال) کې وړاندې کړي و پراختیا ورکړه. دغې رسالې د ۱۹مې پېړۍ امپریالېزم د جیوپولیټیکي ځواک د منطقي پراخ کوونکي او همدارنګه د کپیټلېزم د سیاسي اقتصاد لپاره د مالي اړتیاوو برابرونکی باله. قوام په خپل اثر، نوي استعمار او د امپریالېزم په وروستي پړاو کې ولیکل: [۹][۱۰]

د استعمار پر ځای نن ورځ موږ د امپریالېزم د اصلي وسیلې په توګه نوی استعمار لرو... [چې] د استعمار په څېر هڅه کوي ټولنیز جنجالونه کپیټلیسټي هېوادونو ته صادر کړي. ... د نوي استعمار پایله دا ده چې د دې پر ځای چې بهرنۍ پانګه د نړۍ د لږ پرمختللو هېوادونو لپاره وکارول شي د استثمار په موخه کارول کېږي. نوی استعمار د دې پر ځای چې د نړۍ د بډایه او بې وزلو هېوادونو ترمنځ درز راکم کړي هغه زیاتوي. له نوي استعمار سره د مبارزې موخه له لږ پرمختللو هېوادونو څخه د پرمختللو هېوادونو د پانګې ویستل نه دي. همدارنګه دې ته په پام چې دغه یاد شوی نوم له استعمار سره ټینګه اړیکه لري مشکوک دی. موخه یې د هغو بډایه هېوادونو له مالي ځواک څخه داسې ګټنه ده چې لږ پرمختللی هېوادونه نور هم پسې بېوزله کړي.  [۱۱]

بې پلوه نړۍسمول

نوی استعمار؛ پان افریقايي خوځښت او همدارنګه بانډونک کانفرانس (اسیایي – افریقايي کنفرانس، ۱۹۵۵ زکال) ته په اړوندو هغو هېوادونو کې چې د بې پلوه خوځښت د رامنځته کېدو لامل وګرځېدل؛ د بهرنۍ مداخلې د توصیف په موخه وکارول شو. نوی استعمار په رسمي توګه د ټولې افریقا د وګړیز کنفرانس (AAPC) له خوا تعریف شو او د نوي استعمار په اړوند پرېکړه لیک کې خپور شو. همدارنګه د تونس په کنفرانس (۱۹۶۰ زکال) او د قاهرې په کنفرانس (۱۹۶۱ زکال) کې AAPC په خپلواکو هېوادونو کې د فرانسوي ټولنې چارې چې فرانسې مدیریت کولې د نوي استعمار په توګه توصیف کړې. [۱۲][۱۳]

فرانک افریقاسمول

د اروپا د نوي استعمار پېژندل شوې بېلګه فرانک افریقا «فرانسوي افریقا» ده چې د فرانسې او د هغو د پخوانیو افریقايي مستعمراتو له نږدې اړیکې رامنځته شوې. په ۱۹۵۵ زکال کې له عاج ساحل څخه د ولسمشر فلیکس هوفیت – بویني د لیدنې پر مهال د «فرانسوي افریقا» له اصطلاح څخه ګټنې د فرانسې او افریقا د مثبتو ټولنیزو، کلتوري او اقتصادي اړیکو څرګندويي کوله. وروسته بیا د نوي استعمار منتقدینو د یوې نامتعادله نړیوالې اړیکې د توصیف په موخه وکاروله. سیاستوال او د فرانسې د ولسمشرانو شارل دوګل (۱۹۵۸- ۱۹۶۹ زکال) او ژرژ پمپیډو (۱۹۶۹-۱۹۷۴ زکال) اصلي سلاکار ژاک فوکارت د فرانسوي افریقا له اصلي ملاتړو څخه و. د ورشاو او بټي اثار د فرانسې تر پخواني استعمار لاندې وګړو سره له خپلواکۍ وروسته د فرانسې د ۴۰ کلنې اړیکې خبر ورکوي چې د فرانسوي څو ملیتي شرکتونو په مقر کې د استعماري ځواکونو د شتون څرګندويي کوي هغوی چې په معمول ډول د معدني زخایرو څخه د ګټې اخیستنې په موخه دلته میشت و. داسې استدلال هم کېږي چې افریقايي رهبرانو له فرانسې سره د نږدې اړیکو په لرلو – په ځانګړې توګه د شوروي او امریکا ترمنځ د سړې جګړې پر مهال (۱۹۴۵-۱۹۹۱ زکال) – تر ډېره پورې د خپلواکو هېوادونو د ملي رهبرانو پر ځای د فرانسې د جیوپولیټیکي ګټو د خوندي کوونکو او سوداګریزو عواملو په توګه فعالیت کاوه. له دغو رهبرانو څخه عمر بونګو (له ګابن)، فلیکس هوفویت – بویني (له عاج ساحل)، ګناسینګبی ایادیما (له توګو)، دنیس ساسو نګوسو (د کانګو له جمهوریت)، ادریس دبی (له چاد) او هاماني ډیوري (له نایجر) د بېلګې په توګه ښوول شوي. [۱۴]

بلجیمي کانګوسمول

له بلجیمي کانګو سره د بلجیم چلن د نوي استعمار د اساسي بڼې په توګه توصیف شوی؛ ځکه بلجیمیانو په دې تمه چې نوی خپلواک شوی هېواد بلجیم ته اړوند شي په چټک ډول یې د کانګو د استعمار له منځه وړل ومنل. دغې اړوندتیا بلجیمیانو ته اجازه ورکوله چې کانګو کنټرول کړي؛ آن په داسې حال کې چې کانګو په رسمي ډول خپلواک هېواد و. [۱۵]

په بلجیمي کانګو کې د استعمار په پای سره، بلجیم د Société Générale de Belgique په نامه بلجیمي کمپنۍ له لارې له استعمار وروسته د کانګو د اقتصاد د ۷۰ سلنې برخې کنټرول ته دوام ورکړ. تر ټولو ډېر پام هم په کاتانګا ایالت و چې دUnion Minière du Haut Katanga په نوم د یادې کمپنۍ څانګې د دغه ایالت معدني زېرمې تر کنټرول لاندې لرلې. دغه کاني زېرمې په ۱۹۶۰ زکال کې د ملي کولو له ناکامه هڅې وروسته بیاځلي د بهرنۍ پانګونې پرمخ پرانیستل شوې.

د نوي استعمار اقتصادي واکمنيسمول

په ۱۹۶۱ زکال کې ارجنټایني انقلابي چګوارا د نوي استعمار د اقتصادي کنټرول د میکانېزم په اړه په کیوبا کې د Historical Exception or Vanguard in the Anti-colonial Struggle? تر عنوان لاندې خپله وینا کې وویل:

موږ، چې په مودبانه ډوله د «مخ پر ودې» هېوادونو په توګه یادېږو، په حقیقت کې استعماري، نیمه استعماري او یا اړوند هېوادونه یو. موږ هغه هېوادونه یو چې اقتصاد یې د امپریالېزم له خوا منحرف شوی، هغه امپریالېزم چې په غیرعادي ډول یې د صنعت یا کرهڼې څانګو ته د خپل پیچلي اقتصاد د اړتیا له امله وده ورکړې. «د ودې پر لور» یا تحریف شوې وده د خامو موادو په برخه کې خطرناک تخصص له ځانه سره لري چې په خپل ذات کې زموږ د وګړو لپاره د لوږې ګواښ له ځانه سره لري. موږ، «مخ پر ودې»، همدارنګه هغه هېوادونه یو چې یوازې واحد صنعت، واحد تولید او واحد بازار لرو. هغه واحد محصول چې نه ډاډمن پلور یې یوازې یو واحد بازار ته اړوند دی ځان له شرایطو سره برابروي او یا یې تحمیل کوي. دا د امپریالیستي اقتصاد د واکمنۍ لپاره تر ټولو غوره فورمول دی. [۱۶]

سړه جګړهسمول

د شلمې پېړۍ له نیمايي څخه د هغې تر وروستیو پورې د متحده ایالاتو او شوروي اتحاد ترمنځ د ایډیالوژیکې جګړې پر مهال هر یو له دغو هېوادونو او همدارنګه د هغوی پر چاپېر راټولو هېوادنو یو بل د امپریالیستي او یا غیر مستقیم سیاسي کنټرول په موخه د نوي استعمار له لارو چارو په کار اخیستو تورن کول. په دغه مبارزه کې نیباتي جګړې شاملې وې چې د پیرودونکو دولتونو له خوا له استعمار څخه په خلاصو شوو هېوادونو کې ترسره کېدې. کیوبا، د وراسا د هوکړې بلاک، د جمال عبدالناصر تر واکمنۍ لاندې مصر (۱۹۵۶-۱۹۷۰ زکال) او نورو متحده ایالات تورن کول چې له هغو غیر دیموکراتیکو حکومتونو څخه ملاتړ کوي چې رژیمونه یې د خپلو خلکو د ګټو استازولي نه کوي او همدارنګه د هغه منتخبو حکومتونو (افریقايي، اسیايي، لاتین امریکايي) په راپرځولو کې لاس لري چې د متحده ایالاتو له جیوپولیټیکي ګټو څخه ملاتړ نه کوي. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

سرچينېسمول

  1. Stanard, Matthew G. (2018). European Overseas Empire, 1879 - 1999: A Short History (په انګلیسي ژبه کي). John Wiley & Sons. د کتاب پاڼې 5. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-119-13013-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Prashad, Vijay (2007). The Darker Nations: A People's History of the Third World. New York: The New Press. د کتاب پاڼې 233. The IMF urged the indebted nations to submit themselves to complete integration in the world capitalist system, and not try to create either autarkic modes of economic protection or even reforms to privilege domestic development. Rather than deal with the short-term balance-of-payments crisis for what it was, the IMF in the 1970 used the financial crisis as the means to demand deep shifts in the political and economic arrangements devised by the Third World. In other words, the IMF went after every policy initiated by its fellow international agency, UNCTAD. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Prashad, Vijay (2007). The Darker Nations: A People's History of the Third World. New York: The New Press. د کتاب پاڼې 231. The nations of sub-Saharan Africa spent four times more on debt service, on interest payments, than on health care. For most of the indebted states, between one-third and one-fifth of their gross national product was squandered in this debt-service tribute. The debt crisis had winners: the financial interests in the G-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Ardant, Philippe (1965). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Le néo-colonialisme : thème, mythe et réalité"]. Revue française de science politique 15 (5): 837–855. doi:10.3406/rfsp.1965.392883. 
  5. Sartre, Jean-Paul (March–April 1956). "La Mystification néo-colonialiste (The Neo-colonialist mystification)". Les Temps Modernes 123: 125. https://socio13.wordpress.com/2009/03/31/le-colonialisme-est-un-systeme-par-sartre/. 
  6. Sartre, Jean-Paul (2001). [[[:کينډۍ:Google books]] Colonialism and Neocolonialism] تحقق من قيمة |url= (مساعدة). Psychology Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-19146-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Chomsky, Noam; Herman, Edward S. (1979). [[[:کينډۍ:Google books]] The Washington Connection and Third World Fascism] تحقق من قيمة |url= (مساعدة). Black Rose Books Ltd. د کتاب پاڼې 42ff. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-919618-88-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. ١٩٢٠-, ابن بركة، المهدي، (١٩٦٦). الاختيار الثوري في المغرب. دار الطليعة،. OCLC 754752436. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |date= (مساعدة)CS1 maint: numeric names: قائمة المؤلفون (link)
  9. Arnold, Guy (6 April 2010). [[[:کينډۍ:Google books]] The A to Z of the Non-Aligned Movement and Third World] تحقق من قيمة |url= (مساعدة). Scarecrow Press. د کتاب پاڼې 108. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4616-7231-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Lenin: Imperialism, the Highest Stage of Capitalism". www.marxists.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Neo-Colonialism, the Last Stage of imperialism by Kwame Nkrumah". www.marxists.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Wallerstein, Immanuel Maurice (2005). Africa: The Politics of Independence and Unity. University of Nebraska Press. د کتاب پاڼې 52. د کتاب نړيواله کره شمېره 0803298560: الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) 'The Cairo meeting did leave an important intellectual legacy, however. It attempted the one serious, collectively agreed-upon definition of neo-colonialism, the key concept in the armory of the revolutionary core of the movement for African unity. Neo-colonialism is defined as "the survival of the colonial system in spite of formal recognition of political independence in emerging countries."'
  13. Graf, William D. (1981). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Reviewed work: Neocolonialism and African Politics: A Survey of the Impact of Neocolonialism on African Political Behaviour, Yolamu R. Barongo"]. Canadian Journal of African Studies 15 (3): 600–602. doi:10.2307/484744:  'The term, itself, originated in Africa, probably with Nkrumah, and received collective recognition at the 1961 All-African People's Conference.'
  14. Kaye Whiteman, "The Man Who Ran Françafrique — French Politician Jacques Foccart's Role in France's Colonisation of Africa Under the Leadership of Charles de Gaulle", obituary in The National Interest, Fall 1997.
  15. Stanard, Matthew G. (2018). European Overseas Empire, 1879 - 1999: A Short History (په انګلیسي ژبه کي). John Wiley & Sons. د کتاب پاڼې 5. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-119-13013-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Cuba: Historical exception or vanguard in the anticolonial struggle?". www.marxists.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Kanet, Roger E.; Miner, Deborah N.; Resler, Tamara J. (2 April 1992). [[[:کينډۍ:Google books]] Soviet Foreign Policy in Transition] تحقق من قيمة |url= (مساعدة). Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 149–150. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-41365-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Ruether, Rosemary Radford (2008). [[[:کينډۍ:Google books]] Christianity and Social Systems: Historical Constructions and Ethical Challenges] تحقق من قيمة |url= (مساعدة). Rowman & Littlefield. د کتاب پاڼې 138. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7425-4643-1. Neo-colonialism means that European powers and the United States no longer rule dependent territories, directly through their occupying troops and imperial bureaucracy. Rather, they control the area's resources indirectly, through business corporations and the financial lending institutions they dominate ... الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Siddiqi, Yumna (2008). [[[:کينډۍ:Google books]] Anxieties of Empire and the Fiction of Intrigue] تحقق من قيمة |url= (مساعدة). Columbia University Press. د کتاب پاڼي 123–124. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-231-13808-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) provides the standard definition of "Neo-colonialism" specific to the US and European colonialism.
  20. Shannon, Thomas R. (1996). [[[:کينډۍ:Google books]] An Introduction to the World-system Perspective] تحقق من قيمة |url= (مساعدة). Westview Press. د کتاب پاڼي 94–95. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8133-2452-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة), wherein "Neo-colonialism" is defined as a capitalist phenomenon.
  21. Blanchard, William H. (1996). [[[:کينډۍ:Google books]] Neocolonialism American Style, 1960-2000] تحقق من قيمة |url= (مساعدة). Greenwood Publishing Group. د کتاب پاڼي 3–12, defines "Neo-colonialism" in page 7. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-313-30013-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Seton-Watson, Hugh (1977). [[[:کينډۍ:Google books]] Nations and States: An Enquiry Into the Origins of Nations and the Politics of Nationalism] تحقق من قيمة |url= (مساعدة). Methuen. د کتاب پاڼې 339. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-416-76810-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Provides the history of the word "neo-colonialism" as an anti-capitalist term (p. 339_ also applicable to the U.S.S.R. (p. 322).
  23. Edward M. Bennett. "Colonialism and Neo-colonialism" (pp. 285–291) in Encyclopedia of American Foreign Policy. Alexander DeConde, Richard Dean Burns, Fredrik Logevall eds. Second Edition. Simon and Schuster, (2002) کينډۍ:ISBN. Clarifies that neo-colonialism is a practice of the colonial powers, that "the Soviets practiced imperialism, not colonialism".