نوښت (انګلیسي: Innovation) د هغو نظرونو په عملي توګه پلي کول دي، چې په پایله کې یې نوي توکي یا خدمات وړاندې شي او یا هم د توکو یا خدماتو په وړاندې کولو کې ښه‌والی راشي. د سټنډرډ نړیوال سازمان تخنیکي کمېټه (ISO TC 279) په سټنډرډ آی‌اس‌او ۵۶۰۰۰:۲۰۲۰ (standard ISO 56000:2020) کې نوښت د "یوه نوي یا بدل شوي موجودیت چې د ارزښت تحقق یا زیاتوالی رامنځته کوي" په توګه تعریف شوی دی. نور هم بېلابېل تعریفونه لري، چې یو ګډ عنصر پکې د نظرونو یا ټیکنالوژیو پر نوي کولو، پرمختګ او خپرېدو تمرکز دی.[۱][۲]

نوښت اکثرا د ډېرو-اغېزناکو محصولاتو، پروسو، خدماتو، ټیکنالوژیو، هنري کارونو یا کاروباري ماډلونو د پراختیا له لارې ترسره کېږي، چې نوښتګران یې بازارونو، حکومتونو او ټولنې ته وړاندې کوي. نوښت له اختراع (invention) سره هم تړاو لري، مګر د اختراع په معنا یا ورسره یو شان نه دی: نوښت تر ډېره دا دی چې د اختراع په عملي توګه پلي کولو کې برخه واخلي (د بېلګې په توګه نوې/بهتره شوې وړتیا) ترڅو په بازار یا ټولنه کې معناداره اغېزه وښندي، او ټول نوښتونه نوې اختراع ته هم اړتیا نه لري.[۳][۴][۵][۶]

کله چې حل شوې ستونزه تخنیکي یا علمي ماهیت ولري، تخنیکي نوښت بیا اکثرا د انجینري پروسې له لارې خپل ځان ښيي. د نوښت مخالفه کلمه د نوښت له منځه وړل (exnovation) ده.

تعریف سمول

د نوښت په اړه د شته ادبیاتو سروې‌ګانو بېلابېل تعریفونه موندلي دي. په ۲۰۰۹م کال کې بارقه او همکارانو (Baregheh et al) یې په بېلابېلو علمي مقالو کې شاوخوا ۶۰ تعریفونه ورته موندلي، خو د ۲۰۱۴م کال یوې سروې بیا د نوښت له ۴۰ زیات تعریفونه موندلي. د بارقې او د هغې همکارانو د خپلې سروې له مخې، هڅه وکړه چې یو څو-رشته‌اي یا په ګڼو علمي څانګو پورې تړلی تعریف پکې تشخیص کړي او پر لاندې تعریف یې سلا شوې ده:

"نوښت هغه څو پړاوویزه پروسه ده چې له مخې یې سازمانونه ایډیاوې او نظرونه پر نوو/پرمختللو یا بهتره شوو محصولاتو، خدماتو یا پروسو بدلوي، ترڅو په بازارونو کې پرمختګ وکړي، سیالي وکړي او خپل ځان په بریالیتوب سره له نورو توپیر او متمایز کړي.[۷]

په سافټویري صنعت کې د نوښت د تعریف د څرنګوالي په اړه په یوه صنعتي سروې کې، لاندې تعریف چې د کراسان او اپایډین لخوا وړاندې شوی، ترټولو بشپړ او غوره ګڼل شوی، کوم چې د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان (OECD) د لارښود تعریف ته پراختیا ورکوي:

نوښت په اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د با ارزښته نوي څیز تولید یا جوړول او بدلول، برابرول یا سمون او ګټه ترې اخیستل دي؛ د محصولاتو، خدماتو او بازارونو نوي کول او پراخول دي؛ د تولید د نوو مېتودونو پراختیا ده؛ او د نوي مدیریت سیستمونو رامنځته کول دي. نوښت هم یوه پروسه ده او هم یو حاصل یا پایله ده.

امریکايي ټولنپوه ایورټ راجرز نوښت په لاندې ډول تعریف کړی:

"یوه ایډیا یا نظر، عمل، یا یو څیز چې د یوه فرد یا د منلو کوم بل واحد لخوا نوي ګڼل کېږي"[۸]

د الان التشولر او رابرټ ډي بیهن په وینا، نوښت اصلي اختراع او خلاقانه استفاده رانغاړي او نوښت د تازه نظرونو او ایډیاوو، محصولاتو، خدماتو او پروسو د تولید، منلو او تحقق په توګه تعریفوي.[۹] د نوښت دوه اصلي اړخونه یو د نوي‌والي کچه ده (یعني دا چې ایا نوښت د شرکت لپاره نوی دی، بازار ته نوی دی، صنعت ته نوی دی، یا نړۍ ته نوی دی او کنه) او بل هم د نوښت ډول دی (یعني دا چې ایا دا د محصول-خدماتو سیستم نوښت دی کنه). په سازماني څېړنو کې، څېړونکو د دغو دوو اړوندو جوړښتونو د نوي تعریف په وړاندې کولو سره، نوښت له خلاقیت څخه توپیر کړی او جلا یې ګڼلی:

د کارځای خلاقیت له ادراکي او چلندي پروسې سره تړاو لري او هغه مهال پلی کېږي چې د نوو نظرونو او نایابه ایډیاوو رامنځته کولو هڅه کېږي. د کارځای نوښت له هغو پروسو سره تړاو لري چې د نوو نظرونو او ایډیاوو د پلي کولو د هڅې پر مهال کارېږي. په ځانګړې توګه، په نوښت کې د ستونزې/فرصت پېژندنې یو څه ترکیب، پېژندل، له سازماني اړتیاو سره سم د نوو نظرونو رامنځته کول یا سمون، د دغو نظرونو وده، او عملا د دغو نظرونو پلي کول شامل دي.

تاریخچه سمول

د "نوښت" کلمې یو وخت بشپړه متفاوته معنا لرله. د نوښت په اړه لومړی بشپړ اوږد بحث د یوناني فیلسوف او تاریخپوه زینوفون (۴۳۰-۳۴۴ قبل المیلاد) روایت دی. هغه دا مفهوم څو اړخیز وباله او دا یې له سیاسي عمل سره وتاړه. هغه کلمه چې نوموړی یې د نوښت لپاره کاروي کیینوټومیا (Kainotomia) ده او تر هغه وړاندې اریستوفان هم په دوو مواردو کې کارولې وه. افلاطون په خپل کتاب "قوانینو" کې د نوښت په اړه بحث کړی او ښکاري چې له دغه مفهوم سره یې ډېره لېوالتیا نه لرله. نوموړي هم په کلتور (رقص او هنر) کې او هم په زده‌کړو کې پر نوښت شکمن او بې‌باوره و (هغه د ماشومانو لپاره د نوو لوبو او د لوبو د نوو توکو پر پېژندلو باور نه درلود). ارسطو هم سازماني نوښتونه نه خوښول ځکه چې هغه پر ​​دې باور و چې د سازمان ټول ممکن ډولونه کشف شوي دي. (سیاست-II لکه څنګه چې د بینوایټ ګوډین ۲۰۱۵ لخوا نقل شوی)[۱۰]

په ۱۹۰۰ لسیزه کې د نوښت مفهوم د دویمې نړیوالې جګړې وروسته وختونو پورې مشهور نه و. دا هغه وخت دی چې کله خلکو د تخنیکي محصولاتو د نوښت په اړه بحثونه پیل کړل او د اقتصادي ودې او رقابتي ګټې مفکورې یې سره غوټه کړې. جوزف شومپیټر (۱۸۸۳-۱۹۵۰) اکثرا د هغه چا په توګه پېژندل کېږي چې دا اصطلاح یې مشهوره کړې او هغه د نوښت اقتصاد له مطالعې سره خورا زیاته مرسته کړې.[۱۰]

د نوښت پروسه یا بهیر سمول

په یوه لومړني ماډل کې د نوښت یوازې درې مرحلې یا پړاوونه شامل وو. د اوټربک (۱۹۷۱) له قوله، دا پړاوونه په لاندې ډول وو: ۱) د ایډیا یا نظر تولید، ۲) د ستونزې حل، او ۳) تطبیق یا پلي کول. کله چې چا دویم پړاو بشپړ کړ، نو یوه اختراع یې وکړه، مګر تر څو یې چې د اقتصادي اغېزو ښندلو نقطې ته نه وه رسولې، نوښت نه ګڼل کېده. خپرول او نفوذ د نوښت پړاو نه ګڼل کېده. په دې وخت کې تمرکز پر تولید باندې و.[۱۱]

د روغتونونو، پوهنتونونو او سیمه‌ییزو حکومتونو په ګډون ټول سازمانونه نوښت کولی شي. سازمانونه د رقابتي ګټو ساتلو لپاره مناسب جوړښت ته اړتیا لري. سازمانونه کولی شي د کارکوونکو پر اصلي دندو سربېره د نوښت لپاره د کاري ډلو د فرصتونو او سرچینو په چمتو کولو سره خپلې ګټې او فعالیت ته وده او پراختیا ورکړي. اجرایوي رئیسانو او مدیرانو ته مشوره ورکړل شوې چې د فکر کولو له دودیزو لارو ځان خلاص کړي او د خپلې ګټې لپاره بدلون وکاروي. د کار نړۍ د ټکنالوژۍ له زیاتېدونکې کارونې سره بدلېږي او شرکتونه په زیاتېدونکي ډول رقابتي کېږي. شرکتونه باید د سیال پاتې کېدو لپاره خپل عملیات کم کړي یا یې بیا ډیزاین کړي. دا چاره به پر ګومارنه اغېزې ولري ځکه کاروباریان به اړ شي چې د ګمارل شوو خلکو شمېر راکم کړي په داسې حال کې چې که ډېر نه وي، نو همدومره کار به سرته رسوي.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د نوښت اسانول سمول

د کاروباریانو لخوا نوښت په ډېرو لارو ترلاسه کېږي، چې په اوسني وخت کې د "بریالیو نوښتونو" لپاره رسمي څېړنې او پراختیا (R&D) ته ډېره پاملرنه کېږي. څېړنې او پراختیا د اختراعاتو د ثبت یا امتیاز حق او نورو هغو علمي نوښتونو هڅولو کې مرسته کوي چې د صنعت، درملو، انجینرۍ او حکومت په څېر برخو کې د تولیدي ودې لامل کېږي. بیا هم، نوښتونه د کار پر وخت د لږو رسمي اصلاحاتو، د مسلکي تجربو د تبادلې او ترکیب او ډېرو نورو لارو چارو په مرسته وده کولی شي. د نوښت او ټکنالوژۍ د لېږد مفاهیمو ترمنځ د اړیکو څېړنه د تداخل ښکارندويي کوي. ډېر بنسټیز او انقلابي نوښتونه د څېړنو او پراختیا (R&D) په پایله کې راڅرګندېږي، حال دا چې ډېر مخ پر ودې نوښتونه ښایي د کار او عمل په پایله کې راڅرګند شي – بیا هم په دواړو کې استثناوې شته دي.[۱۶][۱۷]

حکومتي پالیسۍ سمول

پر موثریت، د ژوند پر کیفیت، او تولیدي ودې باندې د نوښت اغېزو ته په پام سره، دا د ټولنې او اقتصاد د ښه کولو او پرمختګ یو کلیدي محرک ګڼل کېږي. همدا لامل دی چې پالیسي جوړوونکو د داسې مناسب چاپېریال رامنځته کولو لپاره کار کړی چې نوښت ته وده ورکړي. دا هڅې د څېړنې او پراختیا له مالي ملاتړ څخه نیولې تر داسې مقرراتو رامنځته کولو پورې دي چې د نوښت پر وړاندې خنډونه له منځه وړي، د نوښت د کلسټرونو یا ډلو پراختیا تمویلوي، او له عامه پېرودنې او معیاري کولو څخه کار اخلي ترڅو یې له لارې د نوښت 'کشش' رامنځته کړي.[۱۸][۱۹][۲۰]

سرچینې سمول

  1. "ISO 56000:2020(en)Innovation management — Fundamentals and vocabulary". ISO. 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Schumpeter, Joseph A., 1883–1950 (1983). The theory of economic development : an inquiry into profits, capital, credit, interest, and the business cycle. Opie, Redvers,, Elliott, John E. New Brunswick, New Jersey. OCLC 8493721. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-87855-698-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  3. Schumpeter, Joseph Alois (1939). Business Cycles. 1. د کتاب پاڼې 84. Innovation is possible without anything we should identify as invention, and invention does not necessarily induce innovation. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "What's the Difference Between Invention and Innovation?", Forbes, 10 September 2015 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Bhasin, Kim (2 April 2012). "This Is The Difference Between 'Invention' And 'Innovation'". Business Insider. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Lijster, Thijs, المحرر (2018). The Future of the New: Artistic Innovation in Times of Social Acceleration. Valiz. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789492095589. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Baregheh, Anahita; Rowley, Jennifer; Sambrook, Sally (2009-09-04). "Towards a multidisciplinary definition of innovation". Management Decision (په انګلیسي ژبه کي). 47 (8): 1323–1339. doi:10.1108/00251740910984578. ISSN 0025-1747. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Rogers, Everett M. (2003). Diffusion of innovations (الطبعة 5th). New York: Free Press. OCLC 52030797. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-7432-2209-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Innovation in American Government: Challenges, Opportunities, and Dilemmas. Brookings Inst Pr. 1 June 1997. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780815703587. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Godin, Benoit (2015). Innovation contested : the idea of innovation over the centuries. New York, New York. OCLC 903958473. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-315-85560-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Utterback, James (1971). "The Process of Technological Innovation Within the Firm". Academy of Management Journal. 14 (1): 78 – عبر Jstor. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Salge, T. O.; Vera, A. (2009). "Hospital innovativeness and organizational performance: Evidence from English public acute care". Health Care Management Review. 34 (1): 54–67. doi:10.1097/01.HMR.0000342978.84307.80. PMID 19104264. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. West, Michael A. (2002). "Sparkling Fountains or Stagnant Ponds: An Integrative Model of Creativity and Innovation Implementation in Work Groups". Applied Psychology. 51 (3): 355–387. doi:10.1111/1464-0597.00951. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. MIT Sloan Management Review Spring 2002. "How to identify and build New Businesses"
  15. Anthony, Scott D.; Johnson, Mark W.; Sinfield, Joseph V.; Altman, Elizabeth J. (2008). Innovator's Guide to Growth. "Putting Disruptive Innovation to Work". Harvard Business School Press. کينډۍ:ISBN.
  16. Mark, M., Katz, B., Rahman, S., and Warren, D. (2008) MetroPolicy: Shaping A New Federal Partnership for a Metropolitan Nation. Brookings Institution: Metropolitan Policy Program Report. pp. 4–103.
  17. Dubickis, M., Gaile-Sarkane, E. (2015). "Perspectives on Innovation and Technology Transfer". Procedia - Social and Behavioral Sciences. 213: 965–970. doi:10.1016/j.sbspro.2015.11.512. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Mark, M., Katz, B., Rahman, S., and Warren, D. (2008) MetroPolicy: Shaping A New Federal Partnership for a Metropolitan Nation. Brookings Institution: Metropolitan Policy Program Report. pp. 4–103.
  19. "U.S. Economic Development Administration : Fiscal Year 2010 Annual Report" (PDF). Eda.gov. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۲ سپټمبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "The American Way of Innovation and Its Deficiencies". American Affairs Journal (په انګلیسي ژبه کي). 20 May 2018. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)