نوم‌ پالنه یا نومینالېزم

په مېتافزیک کې نوم‌پالنه یا نومینالېزم (nominalism) هغه نظریه ده چې وايي کلي او اجمالي څیزونه په حقیقت کې یوازې له نومونو یا لېبلونو پرته بل څه نه دي. نوم‌پالنه لږترلږه پر دوو ډولونو وېشل کېږي: یو ډول یې له کلیاتو (universals) څخه انکار کوي – هغه څیزونه چې د ګڼو ځانګړو شیانو (لکه ځواک یا پیاوړتیا، انسانیت او داسې نورو) په وسیله انځورېدای یا یې بېلګه وړاندې کېدای شي. بل ډول یې بیا په ځانګړې توګه د اجمالي یا انتزاعي څیزونو (abstract objects) شتون ردوي ؛هغه څیزونه چې په فضا او وخت کې کوم ځای نه لري یا شته نه دي.[۱][۲][۳]

ډېری نومپالونکي په دې باور دي چې یوازې په فضا او وخت کې موجود فزیکي مشخصات حقیقي یا رښتیني دي او دا چې کلیات (universals) یوازې له پېښېدو وروسته (post res) شتون مومي، یعني له ځانګړو څیزونو وروسته شته دي. که څه هم، د نوم‌پالنې ځینې نسخې یا ډولونه بیا پر دې باور دي چې ځینې مشخص څیزونه انتزاعي یا ابسټرکټ موجودات دي (لکه اعداد یا شمېرې)، حال دا چې نور یې بیا انضمامي یا کانکرېټ دي – هغه څیزونه چې په وخت او ځای/فضا کې وجود او ورپورې تړاو لري (لکه ستنې، ماران، کېلې).[۴]

نومینالېزم په اصل کې د کلیاتو یا عمومیاتو د مسئلې په اړه یو درېځ دی، چې رېښه یې لږ تر لږه د اپلاتون دورې ته رسېږي، او له واقعیت‌پالنې یا ریالیستي فلسفې سره په تضاد کې دی، د بېلګې په توګه د افلاطون ریالېزم، چې تر مشخصاتو هاخوا د کلیاتو یا عمومیاتو پر شتون ټینګار لري. که څه هم د "نومینالېزم" نوم د منځنیو پېړیو په فلسفه کې له بحثونو څخه له فرانسوي فیلسوف روسېلېنیوس سره راڅرګند شو.

د نومینالېزم اصطلاح له لاتیني کلمې "nomen" یعني نوم څخه سرچینه اخلي. جان سټوارټ مېل نومینالېزم په خپله مشهوره مقوله "له نومونو پرته هېڅ عمومي څیز نشته" کې راخلاصه کړې ده.[۵]

د قانون په فلسفه کې بیا نومینالېزم خپل کارونګ په هغه څه کې لټوي کوم چې د اساسي قانون یا مشروطه نومینالېزم په نوم یادېږي.[۶]

تاریخچه سمول

د لرغوني یونان فلسفه سمول

د نومینالېزم مخالفه اصطلاح ریالېزم ده. په لوېدیځه فلسفه کې افلاطون ممکن لومړنی لیکوال و چې په واضح ډول یې یو ریالیست یا واقعیت‌پال، یعنې غیر نومینالېست، دریځ څرګند کړ:

... موږ معمولاً په ګڼ شمېر یا ډېرو څیزونو کې د هر یوه څیز اړوند یو واحد فورم یا بڼه فرض کوو چې موږ یو شان نوم ورته اخلو. ... د بېلګې په توګه، ډېر بېډونه یا بسترونه او مېزونه شته دي. ... مګر اصلا د دا ډول فرنیچر یوازې دوه ډوله شته دي، یو بېډ یا بستر او بل هم مېز. (جمهوریت ۵۹۶-a-b، ژباړه. ګروب) د هغه چا په اړه څه فکر کولی شئ چې پر ښکلو څیزونو باور لري، خو په خپله پر ښکلا بیا باور نه لري ...؟ ایا فکر نه کوئ چې هغه د ویښ حالت پرځای په خوب کې ژوند کوي؟ (جمهوریت ۴۷۶-c)

له "تخت یا بستر" او "ښکلي" نومونو سره د افلاطون متناظر او مطابق کلیات یا عمومیات اصلا د تخت بڼه او د ښکلا بڼه، یا په خپله تخت او په خپله ښکلا وه. د افلاطون فورمونه یا بڼې لومړني کلیات وو، چې په دې ډول په فلسفه کې مطرح شول.[۷]

زموږ د "کل یا universal" اصطلاح د ارسطو د تخنیکي اصطلاح کاتولو (katholou) د انګلیسي ژباړې له کبله ده، چې نوموړي په ځانګړې توګه د کلیاتو د مسئلې (problem of universals) په اړه د بحث کولو لپاره رامنځته کړې ده. کاتولو اصطلاح بیا د کاتا هولو (kata holou) د کلمې انقباض یا لنډون دی، چې د "په ټولیزه توګه یا په ټوله کې" په معنا ده.[۸][۹]

ارستو د اپلاتون د بڼو (Forms) د تیورۍ ځینې اړخونه رد کړل، مګر هغه په ښکاره ډول نومینالېزم یا نوم‌پالنه هم رد کړه:

... 'انسان'، او په حقیقت کې هر عمومي محمول یا مسند، د یوه فرد نه بلکې د یو څه کیفیت، یا مقدار یا هم اړیکې، یا بل ورته څه ښکارندویي کوي. (سوفيستيکي یا محتمل ردونه ۲۲، ۱۷۸b۳۷، ژباړه. پیکارد-کامبریج)

لومړني هغه فیلسوفان چې په ښکاره توګه یې نومیالیست استدلالونه بیان کړي، رواقیون (Stoics)، په ځانګړې توګه کرایسیپوس و.[۱۰][۱۱]

د منځنیو پېړیو فلسفه سمول

د منځنیو پېړیو په فلسفه کې فرانسوی فیلسوف او الهیات پوه روسېلېنیوس (شاوخوا ۱۰۵۰ – ۱۱۲۵ز کلونه)د نومینالېزم لومړنی او مخکښ پلوی و. نومیناليستي نظریات همدا راز د بل فرانسوي فیلسوف پییر ابیلار په آثارو کې هم موندل کېدای شي او دا نظریات بیا د ویلیم اوکام په آثارو کې، چې خورا نفوذ لرونکی او بشپړ نومینالېست و، لا ډېر غوړېدلي دي. د ابیلار او اوکام د نومینالېزم نسخه کله ناکله د مفهومېزم یا مفهوم‌پالنې (conceptualism) په نوم یادېږي، هغه نسخه چې ځان د نومینالېزم او ریالېزم ترمنځ د یوې منځنۍ لارې په توګه وړاندې کوي، او ټینګار کوي چې د افرادو په څېر یې ترمنځ یو څه مشترک شته دي، مګر بیا هم دا په ذهن کې یو مفهوم دی، نه د ذهن یوه خپلواکه حقیقي برخه. اوکام استدلال وکړ چې یوازې افراد شته دي او کلیات یوازې د افرادو مجموعو ته د اشارې کولو یا ارجاع ذهني لارې دي. هغه لیکي "زه په دې اند یم چې یو عمومیت یا کُل (universal) هغه حقیقي څه نه دي چې په یوه موضوع کې شته دي ... بلکې یوازې په ذهن کې د فکر کولو د یوه څیز په توګه یو وجود لري [په ذهن کې یو منظور یا هدف]". د عمومي قاعدې په توګه، اوکام د هر ډول هغه وجود د فرض کولو پرضد استدلال وکړ چې د توضیحاتو لپاره اړین نه وي. له دې کبله هغه لیکي، هېڅ داسې دلیل نشته چې باور وکړو د "انسانیت" په نوم کوم وجود شته دی، چې د سقراط په وینا، دننه اوسېږي، او د دې ادعا په اړه نور څه نه دي تشریح شوي. دا له هغه تحلیلي مېتود سره سمون لري چې له هغه وخت راهیسې د اوکام استره یا تېغ بلل کېږي، هغه اصل چې د هرې ښکارندې د توضیح لپاره باید د امکان تر حده لږ انګېرنې وشي. منتقدین استدلال کوي چې د مفهوم‌پالنې تګلارې یوازې د کلیاتو د مسئلې د رواني اړخ پوښتنې ځوابوي. که ورته مفهوم په سمه او غیر ارادي توګه پر دوو اشخاصو باندې تطبیق شي، د دوو اشخاصو ترمنځ باید یو څه مشابهت یا مشترک ملکیت شته وي، چې له ورته مفهوم لاندې د دوی واقع کېدل توجیه کوي او دا یوازې هغه مېتافزیکي مسئله ده چې کلیات یې د حل لپاره راوړل شوي، یعني د ټولې مسئلې د پیل ټکی (مکلیوډ او روبینسون، ۲۰۰۶ ز کال، درېیم بحث). که د افرادو تر منځ مشابهت ثابت شي، مفهوم‌پالنه یا مفهومېزم پر منځني ریالېزم یا حقیقت‌پالنه بدلېږي، خو که رد شي، تر نومینالېزم یا نوم‌پالنې لاندې راځي.

عصري او معاصره فلسفه سمول

په عصري فلسفه کې نومینالېزم، د توماس هابز او پییر ګاسندي له خوا بیا راژوندی شو.[۱۲][۱۳]

په معاصره تحلیلي فلسفه کې بیا روډولف کارناپ، نیلسن ګوډمن، ایچ ایچ پرایس، او ډي سي ویلیمز دفاع ترې کړې ده.[۱۴][۱۵][۱۶]

نیوکې سمول

د دغې اصطلاح د تاریخي رېښې کره کتنه سمول

د منځنیو پېړیو د وروستیو افکارو د یوې کټګورۍ په توګه، د "نومینالېزم" مفهوم په زیاتیدونکې توګه تر پوښتنې لاندې راوستل شوی دی. په دودیز ډول، څوارلسمه پېړۍ د نومینالېزم د اوج د دوره ګڼل کېږي، چې د جان بوریډان او ویلیم اوکام په څېر شخصیتونو ته یې د بنسټ اېښودونکو شخصیتونو په سترګه کتل کېږي. که څه هم د "نومینالېزم" مفهوم د یوه خوځښت په توګه (عموما له "ریالېزم" سره په تضاد کې)، لومړی ځل د څوارلسمې پېړۍ په وروستیو کې راڅرګند شو، او د پنځلسمې پېړۍ په اوږدو کې بیا په تدریجي توګه پراخ شو. د دوو جلا لارو تصور یا مفکورې له یوې لرغونې لارې (via antiqua)، چې له ریالېزم سره تړاو لري، او یوې معاصرې لارې (via antiqua)، چې له نومینالېزم سره تړاو لري، یوازې د پنځلسمې پېړۍ په وروستیو کې پراختیا ومونده – هغه شخړه چې بالاخره په شپاړسمه پېړۍ کې پای ته ورسېده.[۱۷][۱۸][۱۹]

دې ته په پام سره چې د نومینالېزم او ریالېزم ترمنځ د وېش په برخه کې څرګند تفکر یوازې په پنځلسمه پېړۍ کې راڅرګند شوی، پوهانو په زیاتېدونکي توګه دا پوښتنې راپورته کړې چې ایا واقعا ویل کېدای شي چې د څوارلسمې پېړۍ د نومینالېزم مکتب موجود و. په داسې حال کې چې یو څوک ممکن د اوکام، بوریډان، مارسیلیوس او نورو ترمنځ د کورنۍ د ورته والي خبره وکړي، خو بیا هم پام وړ توپیرونه پکې شته دي. په بنسټیزه توګه، رابرټ پاسناو دا پوښتنه کړې چې ایا د فکر کوم داسې همغږی جوړښت چې د "نومینالېزم" په نوم یاد شي د څوارلسمې پېړۍ په لیکنو کې د تشخیص وړ دی کنه. دا استدلال هم شوی چې دا چاره د شلمې پېړۍ د هغه روایت تعقیبول ستونزمنوي، ​​​​چې وروستۍ مکتبي فلسفه یې چې په څوارلسمه پېړۍ کې د ماډرن لارې (via moderna) نومیالېزم، او د لرغونې لارې (via antiqua,) ریالېزم ترمنځ د یوې شخړې په توګه انځور کړې، او په اوولسمه پېړۍ کې د ویلیم اوکام له نومینالېستي نظریاتو سره د مکتب‌والي د وروستیو ردونو وړاندوینه کوي. [۲۰]

سرچينې سمول

  1. کينډۍ:Cite Oxford Dictionaries
  2. Mill (1872); Bigelow (1998).
  3. Rodriguez-Pereyra (2008) writes: "The word 'Nominalism', as used by contemporary philosophers in the Anglo-American tradition, is ambiguous. In one sense, its most traditional sense deriving from the Middle Ages, it implies the rejection of universals. In another, more modern but equally entrenched sense, it implies the rejection of abstract objects" (§1).
  4. Feibleman (1962), p. 211.
  5. Mill, J.S. (1865/1877). An Examination of Sir William Hamilton's Philosophy, volume II, Chapter XVII, page 50.
  6. An overview of the philosophical problems and an application of the concept to a case of the Supreme Court of the State of California, gives Thomas Kupka, 'Verfassungsnominalismus', in: Archives for Philosophy of Law and Social Philosophy 97 (2011), 44–77, PDF.
  7. Penner (1987), p. 24.
  8. "katholou" Archived 2022-06-16 at the Wayback Machine. in Harvard's Archimedes Project online version of Liddell & Scott's A Greek-English Lexicon.
  9. Peters (1967), p. 100.
  10. John Sellars, Stoicism, Routledge, 2014, pp. 84–85: "[Stoics] have often been presented as the first nominalists, rejecting the existence of universal concepts altogether. ... For Chrysippus there are no universal entities, whether they be conceived as substantial Platonic Forms or in some other manner."
  11. "Chrysippus (Internet Encyclopedia of Philosophy)". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Thomas Hobbes (Stanford Encyclopedia of Philosophy)". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Pierre Gassendi (Stanford Encyclopedia of Philosophy)". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Pierre Gassendi (Stanford Encyclopedia of Philosophy)". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. ""Nelson Goodman: The Calculus of Individuals in its different versions", Stanford Encyclopedia of Philosophy". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Donald Cary Williams, Stanford Encyclopedia of Philosophy.
  17. For example, when Jerome of Prague visited the University of Heidelberg in 1406, he described the nominalists as those who deny the reality of universals outside the human mind, and realists as those who affirm that reality. Also, for instance, in a 1425 document from the University of Cologne that draws a distinction between the via of Thomas Aquinas, Albert the Great, and the via of the 'modern masters' John Buridan and Marsilius of Inghen. See Robert Pasnau, Metaphysical Themes, 1274-1671, (New York: OUP, 2011), p84.
  18. See Robert Pasnau, Metaphysical Themes, 1274-1671, (New York: OUP, 2011), p84.
  19. The classic starting point of nominalism has been the edict issued by Louis XI in 1474 commanding that realism alone (as contained in scholars such as Averroes, Albert the Great, Aquinas, Duns Scotus and Bonaventure) be taught at the University of Paris, and ordering that the books of various 'renovating scholars', including Ockham, Gregory of Rimini, Buridan and Peter of Ailly be removed. The edict used the word 'nominalist' to describe those students at Paris who 'are not afraid to imitate' the renovators. These students then made a reply to Louis XI, defending nominalism as a movement going back to Ockham, which had been persecuted repeatedly, but which in fact represents the truer philosophy. See Robert Pasnau, Metaphysical Themes, 1274-1671, (New York: OUP, 2011), p. 85.
  20. See Robert Pasnau, Metaphysical Themes, 1274-1671, (New York: OUP, 2011), p86.