نور الحبيب نثار (۱۳۳۹ ل. - ) (په انگرېزي: Noorulhabib Nisar) يو افغان ليکوال او شاعر دی.

مخينه

د پلار نوم يې محمد انور دی. هغه د ننگرار ولايت د خوگياڼيو ولسوالۍ په بربهار کلي کې زېږېدلی دی.

زده کړې

لومړنۍ زده کړې يې په افغانستان کې سر ته رسولي او لوړې زده کړې يې په پېښور پوهنتون کې سر ته رسولي او په پښتو ژبه کې يې ماسټري اخيستې.

چاپ شوي آثار

  1. پښتو - د پينځم ټولگي لپاره درسي کتاب
  2. د تدريس لارښود - د پينځمو ټولگيو د پښتو ښوونکو پاره
  3. پښتو - د شپږم ټولگي لپاره درسي کتاب
  4. د تدريس لارښود - د شپږمو ټولگيو د پښتو ښوونکو لپاره
  5. څانگې څانگې ارغوان - شعري ټولگه
  6. د ماشوم نړۍ