نورګل اندړوال

د ګران ملګري نورګل اندړوال نوی غزل

زه دې د بازار شــــــــمه لیلام دې شم څنګه به وي ګرانې که په نام دې شـم؟

جاردې د ښکاري سترګوخوږې مینې شم دې چریزټوپک که دام دې شــــم؟

مینه کې دې شل ځلې رســــــــوا شمه مینه کې لس ځلي پوخ او خام دې شم

وې دیسم داستا په سر پنځوس نومرې چانس دې پوهنتون کې شم ناکام دې شم

وایمه ریښتیا چې له تا سل وار جار شم دې منصوري سړی اعدام دې شم

ودې کړم دعا درته سل ، زر وارې زه دې د جومات شمه امام دې شم

ته مې په سړو د مینې مست ساته خیر چې ناروغېږمه ذُکام دې شم

یه لیونۍ ګل دې شم ازغی دې شم ستادې شم لالی دې شم د پام دې شم

خلاص چې ترې په زیار د څو کلو نه شې پور دې د ښایست که د عشق وام دې شم ؟

شمه دې قاچاق ترپاکستان ، ایران تیږه د لاجورد دې شم رُخام دې شم

پای دتخلص ، نوم کې دې څه وکړم ؟ نُور دې بې له ګاف شمه که لام دې شم ؟

نورګل اندړوال 0783324699

نوی غزل مې سمول

ساتي چې خپل وجود کې سرې لمبې ترسبایي سمول

کوي په څه دلیل مونږ ته ښېرې تر سبایي سمول

دا ښکلي څه د مینې خریدار غوندې راګوري سمول

او مونږ ته وایي سترګې کړئ ړندې تر سبایي سمول

راوړي دې دا تور دي او راوړي دا بد دي سمول

بس سپین دي او همدغه یې دي نخرې ترسبایي سمول

اربک او ملیشه یې د دیدن په تمه تمه سمول

کوي لنډې پیرې اوږدې اوږدې تر سبایي سمول

راوړم د شنو بنګړو پرځای سره درته محبوبې سمول

زه خیر دی نورې مه کوه ګیلې تر سبایي سمول

دهغه دغه نه یم اندړوال کنډاو کپر یم سمول

ساتلی د غم اور کې یم هغې تر سبایي سمول

۱۳۹۸/۰۳/۱۹ سمول

پاسبان تلویزیون سمول