نورالله غازي یار

نورالله غازي یار (انگليسي: Noorullah ghaziyar) په ۱۳۵۹ هجری کال د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ د روکیان د ترلي په کلي کې زیږیدلی دی.

Image of نورالله غازي یار

زده کړې سمول

د مهاجرت له کبله یې زده کړې تر لسم ټولگي پورې محدودې پاتې شوې، خو هیواد ته تر راستنيدو وروسته یې پراخې مطالعې پیل کړې او خپلو زده کړو ته یې یو ځل بیا دوام ورکړ او په ۱۳۹۲ل کې د روکیان د عالي لیسې څخه فارغ شو.

ادبي هلې ځلې سمول

که څه هم د ښاغلي غازي یار زده کړې تر ډیرې لوړې کچې پورې نه دي، خو د پراخو مطالعو په سبب یې پښتو ژبې ته خدمت له چا نه پټ نه دی. د نورلله غازي یار دوه شعري ټولگې د مینوالو گوتو ته رسیدلي دي. همدارنگه د تنکیو ځوانانو لپاره د خپریدونکې توتکۍ مجلې د مسول مدیر دنده په غاړه لري او ددې تر څنگ د اریوب مجلې مرستیال هم پاتې شویدی. نوموړی ددې تر څنگ چې یو پیاوړی شاعر دی، یو تکړه لیکوال هم دی د نوموړي ځینې لیکنې، شعرونه او لنډې کیسې د پښتو په بیلابیلو مجلو، ورځپاڼو‌ او ویبپاڼو کې خپرې شویدي. په دې وروستیو کې یې د پیر محمد کاروان په شعرونو هم تحقیق پیل کړی چې په تاند ویبپاڼه کې د "د کاروان د شعر سمبوليک کرکټرونه" تر سرلیک لاندې یو په بل پسې خپریږي.

چاپ شوي اثار سمول

  1. غوڅه موسکا (شعري ټولگه)
  2. په غمیو کې لمبې‌ (شعري ټولگه)

ناچاپ اثار سمول

په ناچاپ اثارو کې یې د لنډو کیسو او شعرونو کتابونه چاپ ته تیار دي. او همدارنگه "د کاروان د شعر سمبولیک کرکټرونه" کتاب هم د چاپ کیدو انتظار باسي.

باندنۍ تړنې سمول