ننگرهار طب پوهنځی

د ننگرهار طب پوهنځی په ۱۳۴۲ ه ش کال کې تاسيس شواو د تاسيس د نيټې نه يو کال وروسته ۱۳۴۳ ه-ش کال د ميزان په ۱۷مه نيټه د وخت د ښوونې او روزنې وزير ښاغلي علي احمد (پوپل) له خوا د ننگرهار پوهنتون د هستې په توگه رسمي پرانسته و شوه. په پېل کې نوموړي پوهنځي په اتو څانگو کې د اته استادانو لخوا ۴۸ تنو زده کونکو ته په پښتوملي او انگليسي ژبو تدريس پېل کړ . د ننگرهار طب پوهنځی د هيواد په کچه دوهم ستر طبي اکاډميک مرکز دی او نړيوال شهرت لري چې د طبي زده کړو د نړيوالې اتحاديې ، نړيوال روغتيايي سازمان او نورو طبي او روغتيايي خيريه ټولنو لخوا هم په رسميت پيژندل شوی دی. پوهنځي د پېل د ورځې څخه د محصلينو او استادانو د شمير او کدري څانگو په بشپړولو کې د پام وړ گامونه اخستي چه اوس مهال د کلينيک او پارا کلينيک په برخه کې ۲۴ کدرې څانگې او ۸ وارډونو لرونکي ۱۲۰ بستريز روغتون لري. طب پوهنځي د ۱۳۸۸ کال راهيسې د کريډيټ په سيستم تدريس پېل کړيدی. د پېل راهيسې پوهنځي غيږه تل د هيواد او دکوزې پښتونخواه د ممتازو بچيو پر مخ پرانستې ساتلې، په ۴۷ دورو کې ۳۶۴۱ تنه فارغين چې ۳۴۰۲ تنه نارينه او ۲۳۹ تنه ښځينه رنځپوهان، طبي ماهرين او پياوړي اکاډيميک کادرونه روزلي اود هيواد بې وزلې او کړاونو ځپلې ټولنې ته يې تر دا مهاله وړاندې کړي دي.


طب پوهنځى د ننګرهار پوهنتون په چوکاټ کې لومړنى پوهنځى دى، چې په (١٣٤٢) کال کې تاسيس شو، د لومړي ځل لپاره پکې پنځو امريکايي او درېو افغان استادانو (٤٨) تنو محصلانو ته تدريس کاوه، اوسمهال ياد پوهنځى (٢٤) څانګې لري، چې د (١١٢) تنو استادانو له خوا پکې (١٠٥٣) تنو محصلانو ته تدريس کېږي.

څانګې سمول

د زړه او هضمي سيستم ناروغيو څانګه اندوکراين او هيماتولوژي څانګه تنفسي او روماتېزم څانګه انتان او توبرکلوز څانګه جراحي څانګه يورولوژي څانګه اورتوپيدي او د عصابو جراحي څانګه د کوچنيانو جراحي او انستيزي څانګه کوچنيانو څانګه غوږ او ستوني څانګه سترګو څانګه ولادي نسايي څانګه راديولوژي څانګه عقلي- عصبي څانګه پوستکي څانګه اناتومي څانګه عامې روغتيا څانګه وقايوي طب څانګه فارمکالوژي څانګه هستوپتالوژي او بيوشيمي څانګه فزيالوژي څانګه مايکروبيالوژي څانګه عدلي طب څانګه بيزيک ساينس څانګه د طب پوهنځي محصلانو د ښې روزنې په موخه په (١٣٤٨) کال کې د ياد پوهنځي په چوکاټ کې يو تدريسي روغتون هم رامنځته شو، چې د عمومي جراحي، ولادي- نسايي، عمومي داخله، کوچنيانو، سترګو، پوستکي، غوږ، ستوني، راديولوژي، عقلي او عصبي څانګو او دغه راز د مجهزو لابراتوارونو په لرلو سره لاهم د ختيزې سيمې د ولسونو په خدمت کې دى. د ګڼو نورو اسانتياوو ترڅنګ طب پوهنځى يو غني کتابتون هم لري، چې (١٠٠٠٠) ټوکه مسلکي کتابونه پکې د محصلانو د مطالعې لپاره اېښودل شوي دي. د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي تر دې دمه (٤٧) دورې فارغان ورکړي، چې شمېر يې (٣٦٤١) تنه دى، چې له دې ډلې (٢٣٩) تنه يې نجونې دي.

تړلې لیکنې سمول

  1. ننگرهار پوهنتون
  2. جلالکوټ