ظالم او تیری کونکې چه یا په خپله خوښه او یا د جرگې د فیصلې په وجه دۍ ته مجبورشوی وې چه هغه دمظلوم او تاواني شوې کور، هجره، او یا کلې ته په دي خاطر ورشي چه هغه په خپل ناروا عمل باندي پیښمانه او هغه مظلوم طرف نه عفوی او بښنې غوښتل او د ریسیدلي تاوان ورکړي غاړه ایښودل ته ننواتي واي . دا ننواتي او یا دطرف مقابل ځائ ته ورتلل صرف په دي وجه صورت نیسې چه تیری کوونکي د بدې (دښمنې) د اوږدولوو اراده نه ساتي او تیری کونکي نه غواړي چه په خپله علاقه د یوتیرونکي په صفت بدنام وې . د بل چاه تور سریوته (ښځو) ته په سپک نظر کتل او یا د ښځو بي عزت کول کي په صورت کي د منلو وړ نه وې . حقیقت امر دادی چه ننواتي د لندۍ او یا اوږدې دشمني ته خاتمه ورکول او د دشمني ما حول په دوستي بدلول دی . بناء داغه عمل (ننواتي) د دوو دښمنو ډلو په منځ کي د صلحې او دوستي د حالاتومنځ ته را وړې . کله چه د تیری کونکی په خپل ناروا تیری باندي پیښمانه او تو به گار وې ددی اراده کوي او یایی د کلي، قوم مشران مجبوره وې چه د صلحي قدم واخلي او هغه مشران او دیني علمان یا خو یی اول طرف مقابل تع ور استوي چه هغه ننواتي باندي راځي او یا همدا مشران د ځان سره په مخ کوي او ځان سره څاروی یا څاروي وړي بیدون د هغوی د خبریدو نه د هغه د کور په مخکي حلال وي . د هغه سره را غلې مشران د کور په خاوند باند غږ کوي چه په ننواتي راغلي یو . داسي دیر ځله پیښیږي چه د کور خاوند نه پریږدي چه د ننواتي دله دي څاروی او یا څاروې حلال کړې . هغه د کور خاوند د ځان له طرفه څاروی حلال وي چه د راغلو میلمنو عزت وکړي . هغه څوک چه د ننواتي تگ اراده وکړه نو په دې ډله کي سپین سارې تور سرۍ (ښځي) هم بیاي . کله چه تور سرۍ (ښځې) د ننواتي په ډله کی وې نو هغه ننواتي څوک په مخ نشي و هلی یعني هغه ننواتي به منل کیږي او په منلو باندي د کور د خاوند عزت ډیر لوړیږي . په دی ډول د ننواتي په ورتگ دښمنې ختمیږی او دوستي او صلحي حالات د دوو کورونو او یا قومونو په منځ کي را ځي . د ننواتي دستورالعمل او یا کړنه ونه او یا طریقه کار په ټولو قومونو کي سره ورته والی لرې . پخوا داسي هم پیښیدله چه مشرانو به د تیرې کونکې په غاړه کی پړي (ره سۍ) اچوله او د مظلوم د کور تر دراوازي پوریی ور رساوه چه وښیی چه تیري کونکی او د هغه سره راغلي ډله د جوړي کول اخلاص لرې او د کور د خاوند نه د عفوی غوښتنۍ توقع لرې . اگر چه دا عمل په غاړه کي د پړي اچول د اسلام د قوانینو خلاف او یا ضد لرۍ نوځکه اوس د چا په غاړه کي پړی او یا ره سۍ نه اچوې . په پښــتنوکي ښځي یو ډیر خاص او یا ډیر لوړ مقام لري . نو په دي وجه دهري ننواتي په ډلگي ښځه او یا ښځي وي او هغه ښځۍ د ځان سره قرآن شریف هم را وړې او تاوني شوي کورني خپل ځان په دي قدرمن بولي چه هغه دی دوی د جوړې را وستلو د پاره قرآن شریف راوړئ او سپین سارۍ تور سرۍ (ښځي) هم راغلي نو د تیری کونکي ننواتي مني . د عفوی غوښتنه او د جوړي کوله کله درۍ او یا زیاتۍ ورځی نسۍ تر څو د جوړي په ټولو اړخونو د ددواړو کورنیو او د دواړو طرفونو مشران د یوې دایمي صلحي تهداب ډبره کیږدي . داسي هم پیښیږې چه د تیرکونکي ډله کوشش کوۍ چه د طرف مقابل طرف هدیري ته ورځي او دا درخواست کوي چه دده ننواتي د ومنل شي او یا کوشش کوي چه ددوي سره راغلي تور سرۍ (ښځي) د مظلوم کورنۍ ښځو ټکري (پړونې) پیڅې ته غونډه ورکوي چه ننواتي د و مني . اکثراء ننواتی منلکیږۍ خو په کوم تیري چه د ښځي سره شوی وي هغه یا نه منل کیږۍ او یا تیری کونکي ډیر درون مالي تاوان ته چه سپینږرۍ یی ټاکي منې . هر څوک د یو بل پښــتون په کور کي پناه غوشتلی شي . د کور خاوند د هغه د امنیت ضیمه په خپل غاړه اخلې حتی تر دې حد پورې چه هغه ته په دي پناه ورکولو باندې د سر او مال خطره هم وې . پناه د ننواتۍ یوه څانگه ده او معني یی داده چه د یوبل چا په کوراو یا کلې کي د ځان ژغورني او عدالت غوښتنه همکاري طلب کول دي . پناه غوښتنې په صورت کي یو پښــتون ځان کې د هیڅ نوع نژادې، ژبنۍ (لسانې) او قومې تعصب په زړه کې نه را پاروي چه پناه غوښتونکی د پناه اخستلو نه محروم کړي . دا سي ډیر ځله پیښږې چه یو پښتون خپل دشمن ته هم پناه ور کړې چه هغه داسې چه دشمن په همغه لاحظه کي د بل چا د زور زیاتي څخه ددشمن کور ته هم پناه وړی او دا یی عقیده وې چه دشمن یی ددي کمزورې نه غلطه استفاده نه کوې . یوه انگریز چه کلاود فیلد نو میده د سرحد د علاقی یوه قصه د بناه داسې را نقل کړي ده. چه دو نفرو د قرض او یا راکړه ور کړې په سر باند مسله د حد ته وره سیده چه پیسو او یا قرض ورکونکې د هغه کلې ته نژدې پکي ووژل شو. مقروض د تښدیلوپه لار د یوی نږدې کلا کۍ د الله (ج) په نامه پناه و غوښــته. دکور مشر وروسته د څو پښــتنو پته ور ته و لیگیده چه همدې سړي دده ورور وژلی ددي په ځای چه بر همغه موقع د خپل ورور انتقام واخلې. د کور مشر په ډیره قرارۍ ورته وویل چه با وجود ددي چه زما ورور د وژلی خو چون تا د الله (ج) په نامه پناه غوښتې ده نو دا پناه در کوم . هغه بله ډله چه کله پوه شول چه د پناه واخستله نو دده تعقیب او یا نیولو اراده یی واړوله . کله جه هغوې لاړل د کور مشر دې پنا غوښتونکي ته یوه گینته (ساعت) وخت ور کړ چه په دومره وخت کې دده د کور او علاقې څخه ځان او باسي . پناه غوښتونکي د دې ور کړ شوې وخت نه گټه اوچته کړه او د هغه بل نوي دشمن نه په همغه وخت ځان خلاص کړ . معمولاء د سرحدپښــتانه د انگریزانو په وخت کي د نورو مسًلو ترڅنگ یاغیانو ته پناه ورکولو هم جگړې د پښــتنو او انگریزانو په منځ کي را تلې . باوجود ددې چه د پښــتنو او انگریزانو تر منځ ډیري معاهدې امضاً شوې وي چه یاغیانو ته په پناهې نه ورکوې خو ددي با وجود هر ځل به چ یاغې کوم ځای ته پناه یوړه نو د هغه ځای پښتونو به د پناه او ننواتیو د اصولو سره کله مفرور انگریزانو ته نه ورکاوه . حتی ډیر ځله انگریزانو د مفرور د نیولو دپاره فوجونه ور لیږل چه نتیجه به سخته جگړه وه او پښــتنو به ډیر تاوانونه ځغمل خو دط ته غاړه نه ښودله چه د پښــتو اصول او یا رواج ماتی وکړې . کلوډفیلډ لیکې چه د رسوم دپناهندگې ورکولو په ټولو افغانانو کي یو شان ده خو په افریدو قوم په هر قیمت د یاغي او یا مفرور نه چه دوي ته یی پناه ور وړې وه دفاع کوې او هغه هیڅ قیمت مفرور او یا غې هغه بلي ډلي ولو که هغه حکومت هم وې . ټول تاوانونه مني خومفرور او یاغې نه حواله کوې . سیر اُلاف کاروی لیکي چه دا سوال نه پیدا کیږې په پښــتون قوام کي دڅوک چاته پناه ور نکړې، ځکه پناه ورکوې چه هغه خپله پښتو تر سره کوې . او حتي خپل دښمن ته پناه ورکوي کله چه هغه دشمن د مجبورې له امله هغه ته ننواتي په شکل ورشي . عجبخان افریدې کله یی چه پیغلې ایلیاس په تښتولو کي د تیرا په اورکزوي کي ملا محمد اخوندزاده ته پناه ور وړې وه نو د انگریزانو حکومت خپل ټول زور په اخوندزاده باندې واچاوه چه عجبخان افریدی انگریزانو ته ور کړي خو د پښــتو د پناه د اصولو سره هغه د انگرایزانو ټول سختۍ و منلي خو ور یی نکړ . همدا رنگه په ۱۸۷۷ کي دوو (۲) یاغیانو د دره ادمخیلو د جواکیسو دقوم څخه پناه غوښتي وه . انگریزانو هغو ته ډیر اخطارونه ور کړه نتیجه یی داشوه چه انگریزانوهلته ۵۰۰۰ تنه فوځ واستاوه . جورج ب . سگاټ لیکي چه د هغه قوم هر کور وران، څاروي مړه شول، او وروسته د ډیر زیات تاوان د قوم مشر یی د جوړي د پاره د انگریزې فوځ مرکز ته د خبرو او اترو او یا اوربند د بپاره راغی . انگریزانو ته په کلن (جرمانه) ورکولواو اصلحه ورکولو ته غاړه کیښودله خو د هغو دوو یاغیانو حواله کول یی ونه منل . د قوم مشر انگریزانو ته دا په ډاگه کړه چه جرمانه منلی شي خو هغه نفر نشي تسلیم کولاي ځکه چه غو دده دقوم ته پنا را وړې ده . تا سو زمونږ ملک باندي قبضه لگولي او تاسې په کي اوسي مونږ به بل چیري لاړ شو خو دا نفر نشو در کولای ځکه چه مونږ نه غواړو چه مختورن شو چه پښــتو او پښــتونولې مو ماته کړه . یو بل نقل قول میجر هاربرت ب . ایدوارډ را وړي او لیکې کله چه راجا هیرا سینگ په لاهور د پنجاب حکمران وه نو یی ملک ثواب خان وزیرې ته ۳۰۰۰ روپۍ (کلدارې) چه د ۳۰۰ انگریزې پونډ معادل وي د ورکولو اراده وکړه او ورته یی وویل چه ددي پیسو په مقابل کي ملک فتحخان توانا چه ددوي په غرونو کي پناه اخستي وه انگریزانو ته ور وسپارې . ملک ثواب خان د انگریزانو د بډۍ و ا نه اخستلې .