نعمت (جګړه مار)

مفتي نعمت چې د مفتي نعمت الله قویم یا ملا نعمت مفتي په نوم هم شهرت لري، یو افغان جګړه مار او سلفي عالم دی. نوموړي په لومړیو کې د طالبانو د یوه پوځي قومندان او بیا وروسته د اسلامي دولت (داعش) د خراسان ولایت (ISIL-K) لپاره د افغانستان په شمال په تېره بیا په جوزجان ولایت کې خدمت کړی دی. مفتي نعمت د افغانستان د دولت پر وړاندې د بغاوت پر مهال په ګڼو جنګي جرمونو باندې تورن دی. [۱][۲][۳]بؤلمه:۲۰۲۱-جی میلادی ایلده اؤلن‌لر

ژوندلیک سمول

وړکتوب او له طالبان ته خدمت سمول

نعمت چې په قوم ازبک دی په لومړیو کې یې د افغانستان د پخواني ولسمشر د لومړي مرستیال، عبدالرشید دوستم د زوکړې په ځای یعنې جوزجان ولایت کې دیني علوم تدریس کاوه او مفتي و. وروسته نعمت سلفي شو او له طالبانو سره یو ځای شو، د خپل ځان لپاره یې یو وړوکی پوځ جوړ کړ او په قوش تپه ولسوالۍ کې یې جګړې پیل کړي. نوموړی وروسته په درزاب او قوش تپه ولسوالیو کې د طالبانو د پوځي کمېټې ریاست ته ورسېد او د بلواګرو یو له مهمو پوځي قومندانانو څخه شمېرل کېده. دا احتمال شته چې نعمت به د «بدر په عملیاتو» کې چې طالبانو په ۲۰۱۱ ز کال کې د افغانستان په شمالي سیمو کې پیل کړ، ګډون کړی وي. د پژواک د خبري اژانس د معلوماتو له مخې، نوموړي یو مهال د طالبانو له خوا د جوزجان د والي په توګه هم کار کړی دی چې ورته د «مولوي» افتخاري لقب هم ورکړل شوی دی. له دې ټولو مواردو سره، نعمت په زیاتیدونکې توګه سره د خپلو امرانو له خوا د شته ګډوډیو له هغې جملې له واک څخه ناوړه ګټې اخیستنې، د مالیاتو اخیستو په خاطر د سیمه ییزو خلکو ځورونې او شکنجې او فساد له امله تر نیوکو لاندې و. کله چې نعمت په ۲۰۱۳ ز کال کې پاکستان ته ولاړ، نو د همدې مسایلو له امله ونیول شو او د یاغیانو له خوځښت څخه په ۲۰۱۴ز کال کې وایستل شو. [۴][۵][۶][۷]

نعمت د همدې نیونې په غبرګون کې، د ۲۰۱۴ز کال په ډیسمبر کې د ولسمشر له مرستیال، دوستم سره معامله وکړه او  د ۲۰۱۵ ز کال په فبروري کې په رسمي بڼه له خپلو ۲۲۰ سرتیرو سره د افغانستان دولت ته تسلیم شو. هغه ته ژمنه ورکړل شوه چې تر شپږو میاشتو پورې به ده او د هغه ټولو سرتیرو ته معاش ورکول کېږي او همداشان به هغوی ته د ملکي دندو په موندلو کې مرسته کېږي. نعمت د دوو کلونو لپاره په شبرغان کې پاته شو، په دې هیله چې یو چېرته به د سیمه ایزو دولتي ملیشو د قومندان په توګه وګومارل شي. نوموړي په دې موده کې یوه سلفي دیني مدرسه د احیای سنت په نوم جوړه کړه او د ښځو او سړو لپاره یې تدریس کاوه. د نوموړي سلفي نظریات د دې لامل شول تر څو هلته سیمه ییزې حنفي مذهبه مدرسې ورسره جدي مخالفت وښیي چې په پایله کې د نعمت او د هغه د مخالفو علماوو تر منځ ګڼ شمېر مناظرې تر سره شوي. خو د ۲۰۱۶ ز کال د نومبر په میاشت کې دولتي چارواکو د هغه مدرسه وتړله او هغه یې په جوزجان ولایت کې له تدریس څخه منع کړ. نعمت دې پایلې ته ورسېد چې نه دوستم او نه هم نور حکومت پر خپلو خبرو ولاړ دي او دې کار نوموړی دې ته وهڅاوه تر څو خپل بغاوت بیرته له سره پیل کړي. نوموړی په سیمه کې د داعش-خراسان ډلې د قاري حکمت له سرتیرو سره یو ځای شو. که څه هم نعمت وروسته استدلال کړی و چې له داعش سره د هغه یو ځای کېدل د خپلو ګډو ایډیولوژیکي اعتقاداتو له مخې و، خو د افغان تحلیل کوونکو د شبکې یوه څېړونکې وویل چې ښایي له دې کار څخه د هغه موخه د «خپل واک د ساتنې لپاره له فرصت څخه ګټه اخیستل» و.[۸][۹][۱۰]

د داعش-خراسان قومندان سمول

نعمت چې ۸۰ جنګیالي يي رهبري کول، د درزاب ولسوالۍ په سردره سیمه کې د داعش-خراسان د ځواکونو قومنداني ته ورسېد او همداشان د قاري حکمت له خوا په دغه سیمه کې د داعش-خراسان د پوځي محکمې د مسوول په توګه وګومارل شو. په ۲۰۱۷ ز کال کې داعش د افغانستان په شمالي سیمو کې په زیاتیدونکې ډول سره وده وکړه او د هغه کال په اپریل کې یې د درزاب ولسوالۍ ټوله له طالبانو او د دوستم له ملیشو نه ونیوه. په دغه وخت کې، د افغانستان دولتي چارواکو نعمت د  داعش یو له تر ټولو مهم قومندان وباله او ویې ویل چې: «هغه په درزاب ولسوالۍ کې  پوره بلد او یو خطرناک کس دی». په پایله کې درزاب د دې ډلې لپاره یوه کلکه مورچه وګرځېده او څو ځلې یې هڅې وکړي تر څو خپله سیمه پراخه کړي. قاري حکمت د ۲۰۱۸ ز کال د اپریل په میاشت کې د امریکايانو په یوه هوايي برید کې ووژل شو او له هغه وروسته د شمالي ولایتونو د داعش ټولو قومندانانو د نعمت اوښی، مولوي حبیب الرحمن د خپل نوي مشر په توګه وټاکه. یو څېړونکی ګومان کوي چې د نوې مشر په ټاکنه کې ښایي نعمت پراخ رول لوبولی وي؛ خو په هر حال، د مولوي حبیب الرحمن له ټاکل کېدو وروسته نوموړی په جوزجان ولایت کې د داعش دویم ستر کس و. کله چې نعمت په داعش-خراسان کې و، نو بې شمېره جنایتونه یې تر سره کړل. [۱۱][۱۲][۱۳]

تسلیمیدل سمول

په ۲۰۱۷ز کال کې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د داعش د خراسان ډلې د خپلو پوځي بریاوو سره سره، د طالبانو تر ګواښ لاندې و، ځکه چې د طالبانو ډلې په کراتو هڅه وکړه تر څو د داعش ډله له درزاب ولسوالۍ څخه وباسي. په ۲۰۱۸ ز کال کې د طالبانو له خوا پراخ تیري په پای کې وکولای شول دغه ډله په شمالي ولایتونو کې یو مخ وځپي. طالبانو د اوربند غوښتنه رد کړه او ورته یې وویل چې باید نعمت سره له مولوي حبیب الرحمن او په دغه سیمه کې د داعش مالي مسوول، صبغت الله ورته ژوندي وسپاري. په دغه وخت کې دلته د داعش دا ډله سره وپاشېدله او زیات شمېر جنګیالي یې طالبانو ته تسلیم شول، خو دریو قومندانانو او د هغوی سرتیرو تصمیم ونیو تر څو د افغانستان له دولت سره په دې شرط یو ځای شي چې د طالبانو پر وړاندې به د دوی ساتنه کېږي. نعمت او د هغه سرتیري له خپلو کورنیو سره یو ځای د شپې له خوا په داسې حال کې چې د افغان دولت ځانګړو او هوايي ځواکونو یې ساتنه کوله د دولت تر ولکې لاندې سیمې ته وتښتیدل.[۱۴][۱۵][۱۶]

د داعش د خراسان ډلې جنګیالي دولت ته له تسلیمي وروسته که څه هم ملکي وګړو او سیمه ایزو سرتیرو یې پر وړاندې لاریون وکړ، خو د شبرغان ښار ته ولیږدول شول او له ښه چلند سره مخ شول. له هغه وروسته، نعمت څو ځلې له رسنیو سره په خپلو مصاحبو کې وویل چې «جعلي خبرونه» د داعش د بدنامه کولو لامل و. هغه ادعا وکړه چې یوازینی علت چې هغه او ورسره ملګرو یې بغاوت وکړ دا و چې هغوی د «ټولې نړۍ» له خصومت سره مخ وو او دا چې هغوی غوښتل تر څو خلک د داعش ایډیولوژي په «زړه سره نه په زور» ومني. نعمت د خپلې راتلونکې په اړه وویل چې: «افغان حکومت باید زما ژوند وژغوري او زما امنیت وساتي» هغه ډول چې تر تسلیمیدو وړاندې یې ژمنه شوې او دا چې هغه هېڅ جرم نه دی کړی. د همدې ادعاګانو باوجود، ګڼو ښځو هغه پخوا په تښتوونې او جنسي تیري باندې تورن کړی و. دغه تورونه د غور وړ و، ځکه «دا لومړی ځل و چې افغان ښځو د داعش جګړه مار په جنسي تیري باندې تورن کړی و». په معمول ډول سره په افغانستان کې د جنسي تیري قربانیان خپل داستانونه نه شریکوي، ځکه په دې ټولنه کې جنسي تیری یو ډول سپک کار دی. نور ملکي وګړو بیا داعش د څه باندې سلو ملکي وګړو او ماشومانو په اعدام او د غلامۍ د نظام د ټینګولو پر تور تورن کړ. دلته دولت هم د «داعش د جګړه مارو لپاره د پناه ورکولو او ساتنې له امله» په پراخه کچه تر نیوکې لاندې راغی او دغو ګوتنیونو دولتي چارواکي دې ته اړ کړل تر څو اعلان وکړي چې د داعش جګړه ماران به د قانون منګولو ته وسپاري. [۱۷]د ۲۰۲۱ کال د می ۱۱مه

سرچينې سمول

  1. Najim Rahim; Rod Nordland (1 August 2018). "Taliban Surge Routs ISIS in Northern Afghanistan". The New York Times. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اگسټ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Darzab District Jawzjan Province". Afghan Bios. 1 August 2018. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ سپټمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Jai Kumar (4 April 2018). "IS and its disastrous influence in Afghanistan". The Pioneer. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اگسټ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Obaid Ali (18 September 2017). "Non-Pashtun Taleban of the North (4): A case study from Jawzjan". Afghanistan Analysts Network. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اگسټ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Jawad Sukhanyar; Rod Nordland (28 June 2017). "ISIS, Aided by Ex-Taliban Groups, Makes Inroads in Northern Afghanistan". The New York Times. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اگسټ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Mohammad Habibzada (6 August 2018). "Islamic State Commander Accused of Rape Surrenders". Voice of America. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اگسټ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Tamkin (30 December 2014). "More Jawzjan militants join peace process". Pajhwok Afghan News. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ نومبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Obaid Ali (4 March 2018). "Precarious Consolidation: Qari Hekmat's IS-affiliated 'island' survives another Taleban onslaught". Afghanistan Analysts Network. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اگسټ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Sultan Faizy (24 April 2018). "Working With General Abdul Rashid Dostum". The Diplomat. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Najim Rahim; Rod Nordland (4 August 2018). "Are ISIS Fighters Prisoners or Honored Guests of the Afghan Government?". The New York Times. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اگسټ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "MIxTRAC: Islamic State Targets Foreigners in Tajikistan and Increased Activity in Afghanistan". Mackenzie Institute; Terrorism Research & Analysis Consortium. 7 August 2018. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ سپټمبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ سپټمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Obaid Ali (15 May 2018). "Still under the IS's Black Flag: Qari Hekmat's ISKP island in Jawzjan after his death by drone". Afghanistan Analysts Network. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اگسټ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Bill Roggio (9 April 2018). "US military kills senior Islamic State commander in Afghan north". Long War Journal. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اگسټ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Obaid Ali (4 August 2018). "Qari Hekmat's Island Overrun: Taleban defeat 'ISKP' in Jawzjan". Afghanistan Analysts Network. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اگسټ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Bill Roggio (1 August 2018). "Taliban says Islamic State has been 'completely defeated' in Jawzjan". Long War Journal. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اگسټ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "IS Fighters Surrender to Afghan Forces After Taliban Assault". Voice of America. Associated Press. 1 August 2018. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اگسټ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Ayaz Gul (6 August 2018). "Afghan Government Under Fire for Rescuing Islamic State Militants". Voice of America. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اگسټ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)