خاشه ځوان
(له نظر محمد خاشه نه مخ گرځېدلی)
نظر محمد خاشه چې په خاشه ځوان یې شهرت درلود یو کندهاری ټوکمار (کامیډین) او محلي پولیس وو، چي د کندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کي یې د محلي قومندان او زورواکي پاچا سره دنده ترسره کول. هغه د کابو څلویښتو کالو په عمر د طالبانو له لوري ووژل سو.
مړینه:
سمولخاشه ځوان د جولای پر ۲۳ مه نېټه ۲۰۲۱ زیږدیز کال کي د طالبانو لخوا له خپل کور څخه لمړئ برمته او بیا ووژل سو، چې درې ورځې وروسته یې مړی له ډنډ ولسوالۍ سره وموندل سو. دده وژنه طالبانو په رسمي توګه ومنل، خو تر څنګ يې دا هم وويل چي ولې له نیول کیدو وروسته محاکمې ته نه دی وړاندې شوی په دې اړه به پوښتنه او پلټنه وکړي.