نصير ستوری اېسپزی د ډاکتر کبير ستوري ځوي په ټبر ایسپزی په 1969 کې د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ د تنر په کلي کې زیږېدلی دی. زده کړه ئې د خاص کونړ په لېسه, د ننګرهار په لېسه او د ننگرهار د بایزید روښان په پوهنتون کې کړیده. د ننگرهار پوهنتون د کونړ دپوهیدونکو د ټولنې Kunar Student Fedration د بنسټ ایښودونکو د ډلې مخکښ او د اداري چارو مشرې ئې په غاړه لرله.

نصير ستوری
د ازاد افغانستان دلیکوالانو د ټولنې Writers' Union of Free Afghanistan غړی او په خاص کونړ کښې د افغانستان د Nothlilfe روغتېایي کلینیک او د شاګۍ د غونډ د روغتېایي کلینیک ذمه وار (مسئول) پاتی شوی دی. 

په انگریزی Weekly ونیزه « جهاد ډایجسټ » او د ANS خبری اژانس کې هم دنده لرله. د AMA د روغتیا ئې کورسونو د زده کوونکو لپاره ئې انگریزي درسونه په پښتو ژباړلي او د پښتو ژبې ښوونکی پاتی شوي دی[د کره سرچينې اړتيا].
د پښتنو ټولنیز ولسولیز گوند (PSDP) پښتونخوا / افغانستان دمشرانو دجرکې غړی، د PSDP جنرل سیکرټري(عمومي منشي) او د پښتونخوا مجلې د خپرونې جرگې غړی دی.

دغه راز د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) د اروپا د ټاکنو ډلې (ایلکشن کمېشن) غړېتوب لري, چې همدې کمېسون ته د اروپا د PTM د څار ېا ډیسپلین دنده هم ورپغاړه ده. د پښتونخوا د پوهنې دېرې , د خاص کونړ ادبي او کولتوري ټولنې غړی او په جرمني کولن ښار کښې د کونړ د ځوانانو د کولتوري ټولنې د کار د ډلې غړيتوب هم لري. اوس په جرمني کې اوسیږي.

باندنۍ تړنې

د انټرنټ پر مټ د پښتنو ټولنیز ولسولیز گوند وېبپاڼه