دنشنلیزم ویی (کلمه) له دوه برخو نشن او ایزم څخه جوړشویدی. ایزم دگروهنیزو آرونو په معنی دی چې په ډیرو ویوکو پسې د وروستاړي په توگه تړل کیږي. لکه سوسیالیزم ، کمونیزم او ... خو نننۍ نشن هغه ټولي ته ویل کیږي چې په ټولیزه توگه د گډو کلتوري او تاریخي تړاوونو لرونکي وي او له سیاسي نظره خپواک او یاپه ځان د واکمنۍ دلاسته راوړلو په هڅو کې وي . تردوولسمې میلادي پېړۍ پورې د نشن ویوکۍ د نژاد او نسل په معنی وو اوپه شپاړسمه پېړۍ کې یو مهم سیاسي ټولي ته کاریدلو خو له اوولسمې پېړۍ وروسته یې په تدریج سره نننۍ معنی خپله کړه .

نشنلیزم (ملت پرستي ) سمول

نشنلیزم دنړۍ په تاریخ کې یوه له مهمو سیاسي ښکارندو څخه ده . داښکارنده چې د (پېړۍ دسیاسي بم) لقب یې خپل کړی ، دوه متضادې څېرې لري . کله چې نشنلیزم د حکومتونو رسمي خط مشې گرځي او دملتونو ترمنځ د بېلتون او جگړې لامل گرځي منفور ايډیال او کله چې د یووالي او له ښکېلاک څخه د ملتونو دخپلواکه کېدولامل گرځي مطلوب ايډیال بلل کیږي . دادوه څېرې دنشنلیزم دمبهم تعریف له کبله دي چې ترننه وړاندې شويدي . نشنلیزم له هغوایډیولوژیوڅخه دی چې د۱۹۴۰ مو او ۱۹۴۹ مو کلونو تر منځ رامنځ ته شویدی . اوپه نړیوال ډگر کې یې دځینوبدلونونولپاره زمینه برابره کړه ، نشنلیزم دبهرنیوسیاستونو اونړیوالو اړیکو کې دبدلونونو یو مهم لامل گڼل کیږي لکه څرنگه چې له نولسمې پیړۍ وروسته په نړیوال سیاسي ډگرکې دزیات شمېر نووو هیوادونو درامنځ ته کېدو لامل شو . داښکارنده د لویو امپراتوریو د له منځه تللو او په آسیا ، افریقا او منځني ختیځ کې داروپایي ښکېلاک دماتولوسبب شوه چې په پایله کې یې زیات شمېر هیوادونو خپلواکي ترلاسه کړه . نشنلیزم دبهرني سیاست په ډگرکې هم د یوموټي کېدلو ، گډژوند اود سیاسي اوټولنېزو ارزښتونو په بنسټ ولاړ و نظامونو درامنځ ته کېدلو لامل وو . نشنلیزم په پاړسي کې په (ملت پرستۍ) ژباړل شویدی ، او د یوې ځانگړې واکمنۍ (معمولا زیږنځای) اومرکزي حکومت په نسبت دیوې ټولنې په وگړو کې د توان اوځواک احساس دی ، دلمړنیواو ښکاره نښانو له مخې داسې احساس دی چې خپلواکۍ آزادۍ غوښتلو او مرکزي حکومت ته ژمنتیا ده یعنې هغه حکومت دی چې په یو ډول دخلکو لخوا ټاکل شوی وي .

دبهرني سیاست یو څیړونکی لرچ (Lerche) باوري دی چې نشنلیزم یو احساس دی چې دوگړو یوه ډله د گډو عمومي اوټولنیزو موخو د لرلو له امله سره یو ځای کوي ... کُهِن هم باور لري چې نشنلیزم یو رواني حالت دی چې په هغه کې دټولنې وگړي د خپل ټاټوبي په نسبت ترټولو زیاته ژمنتیا احساسوي . یوبل څیړونکی شیفر وایي : نشنلیزم هغه احساس دی چې د هیواد سیاسي او کلتوري ارزښتونه ورته دنورو هیوادونو دسیاسي او ټولنیزو ارزښتونو له نظام څخه ډېر غوره ښکاري . که نشنلیزم دسیاسي غورځنگ له لیدلوري ترنظر لاندې ونیول شي په دې صورت کې دخلکو د یوې ډلې بیانوونکی دی چې د یو ځانگړي شخصیت په توگه ځان دیوې ځانگړې لارې او دود باندې په ژوند کولو اړ بولي . نشنشلیزم دهیوادونو دکورني اوبهرني سیاست په ډگرکې د یو نوي غورځنگ نښه ده . چې په اروپایي هیوادونوکې یې له نولسمې پېړۍ اوپه وروسته پاتې او ښکیلاک شوو هیوادونو کې یې له دوهمې نړیوالې جگړې وروسته وده وموندله . پداسې ډول چې کولای شو ووایو د منځني ختیځ ، آسیا ، افریقا او لاتیني امریکا دټاټوبو داوسیدونکو د

خپلواکۍ ترلاسه کولو او آزادۍ غوښتلو ، چریکي جگړو ،نړیوالو پېښو زیاتره جرړې په نشنلیزم کې دي . په حقیقت کې دا احساس مرکب او دوه گونی دی : یو د یووالي احساس دی چې دټولنې وگړي یې له یو بل سره دگډو ارزښتونو (تاریخ ، ژبې ، نژاد ، گډدښمن ، عمومي کلتور) ددرلودلو او گډو گټو له امله دی چې لري يې . بل : دټولنې دوگړو د بنسټیز اختلاف احساس دی چې د نورو ډلو او ټولنو له وگړو سره یې په ځان کې ویني . پورتني احساسونه له لویو سیاسي او کلتوري پایلو سره مل دي چې له هغه جملې څخه د یو هم له خپلې واکمنۍ او مرکزي حکومت سره داړیکې او ژمنتیا د ښودلو احساس دی . دا ژمنتیا د کورنۍ د ټولنې ، دوستانو ، کلي ، ښار او ولایت په نسبت ډېره قوي ده . دلرچ په نظر نشنلیزم ددوه ډوله پروگرامونو او اقدامونو لامل کیږي . ۱ .هغه پروگرام چې د پردو او بهرنیانو د گواښونو او تېریو په وړاندې د هیواد له سیاسي او ټولنیزو ارزښتونو څخه دساتنې او دفاع په هکله دټولنې وگړو ته متوجه دی . ۲ . هغه پروگرام چې دهغه وگړو او سیمو ملاتړ او پراختیاته چې هلته دنشنلیزم ارزښتونه دقبول وړوي مخه شي .

   که څه هم دا ایډیولوژي دملي گټو په چوکاټ کې تعریف شوېده ، خو په زیاتو مواردو کې نشنلسټي غوښتنې د ملي گټو په ساتلو ندي چاپېرې شوې ، بلکې زیاتره یې د تندلارۍ حالت خپل کړیدی او له وطن او هغه څه سره چې (دملي گټوخوندیتوب) نومول کیږي افراطي مینه ښودل کیږي . ملي پرستي یا نشنلیزم په اوسنۍ نړۍ کې داسې بڼه غوره کړیده چې زیاتره یې خلک یو بدیهي امر گڼي او اویو طبیعي څیز یې بولي .

په افکارو او گروهو کې دنشنلیزم نفوذ په دې اندازه دی چې ځینې یې یو ډول (دنیوي مذهب ) بولي او له نورو مذهبونو سره یې پرتله کوي . حتی کله کله نشنلیزم په اخلاقي او مذهبي باورونو هم پرمخ تابه پیداکوي او دهغه خوځنده ځواک د انسانیت خلاف کارونو لامل کیږي . زیاترو لیکوالو نشنلیزم د یو گروهنیز ایډیال په توگه په نړیوالو اړیکو کې یو زیان رسوونکی لامل بللی دی ، ځکه باوري دي چې نشنلیزم انسانان د بشرله دوستانه طبیعي عواطفو څخه لیرې کړي دي او لاسي جوړې شوې ژمنتیاوې یې په ځای تپلې دي . ځینو هم له نړیوالو مرستو او ملگرتیاوو سره دنشنلیزم په نه جوړښت (سازش )تکیه کړېده . ښکاره ده چې نشنلیزم دخپل وطن او زیږنځای سره دمینې او د پاکو او نیکو احساساتو په معنی دی . خوشونې ده چې همدا پاک او خوښ کړل شوي احساسات دخطرناکوموخو په چوپړ کې وکارول شي او دکرکې او تیتوالي د پراخیدلو لامل شي .

د آلمان نازي او د ایټالیا فاشیست (توتالیتر) نظامونه د تبلغاتي موخو لپاره له بیرغ ، دستورو او تشریفاتو څخه معمولي دي . اوددې ډول نظامونو تجربې ښوولې ده چې کیدای شي د بدو او ظالمو نظامونو څیره په نشنلیزم ښکلې او رنگینه وښودل شي . که څه هم نوی نشنلیزم له آزادی او دموکراسۍ سره په ارتباط کې بولي خو زیاتره باوري دي چې کیدای شي نشنلیزم د آزادی او دموکراسۍ په زیان وکارول شي او دآزادۍ دپراختیا په ځای دهغه د محدود کېدلو لامل شي . حتی ځینې دې پایلې ته هم رسیدلي دي چې نشنلیزم په تېره بیا په افراطي حالت کې غالبا د جگړې او کړکیچونو له عمده عواملو څخه وي او په همدې دلیل باید دیو خطرناک ځواک په توگه ورته وکتل شي . په خواشینۍ سره تبلیغاتي دستگاوې په نړیواله سویه د حقایقوپه داسې پټولو او د پیښو داسې په زړه خبرې کوي چې دزیاتروخلکو لپاره ریښتینۍ ریفري توب ستونزمنوي . که نشنلیزم ددې فجایعو لامل دی نو باید وکتل شي چې دنورو سیاسي مکتبونو په څیر له بهره په ټولنه کې نفوذ کوي او که دننه په ټولنه کې وده کوي . دوروستیو پېړیو تاریخ ښیي چې ټول سیاسي مکتبونه پخوا تدوین شوي وو او د پوهانو دافکارو زیږنده دي او بیایې ځنیې ډلو دهغه دتحقق لپاره هڅې کړیدي . په داسې حال کې چې نشنلیزم لمړۍ تحقق وموند اووروسته هڅه وشوه چې یو ایډیولوژیک چوکاټ ورته ومومي . دا خبره پدې وخت کې دنشنلیزم په خپل پایښت او خپلواکۍ دلالت کوي او دنشنلیزم بیلگې له ټولنې سره دهغه له تړاوه پرده پورته کوي په همدې دلیل نشنلیزم له موږ والي او زموږ والي پرته علمي او خپلواک غور او بیاکتنې ته اړتیا لري . دعلمي او غیراحساسي سرچینوکموالي ته په کتنه مالومیږي چې نشنلیزم اوس هم ناپیژاند او مبهم دی . هرڅوک له خپلو سیاسي او کلتوري تړاوونوسره سم ددز ښکارندې په اړه خپل نظر څرگندوي او دایې لابله چې خپل نظر سم او کره هم بولي .

نشنلیزم ملي واکمنۍ له ادعاسره سم دتاریخ د دودیزو حکومتونو په مقابل کې ولاړدی چې په معمول ډول په ټولنه کې محدودیتونه دواک او حکومت لپاره اړین بولي (البته ملي واکمني له ولسي واکمنۍ سره برابره نده ؛ بلکه دپردۍ واکمنۍ لیرې کول دي ) داچپه اچوونکي حکومتونه دخپل چلنددتوجیه لپاره له نشنلیزم څخه په کاراخیستلو او دنورو ملتونو دحقوقو په پایمالولو اخته دي . البته حکومتونو تل هڅه کړې او اوس هم هڅیږي ترڅو په هره توگه چې کیږي خلک له ځانه سره هم غږي کړي ، د (آلوین تافلر) په وینا حکومتونه دې موخې ته درسېدلو لپاره سیاسي پوهې او اطلاعات کاروي ، په پایله کې خلک له کره او سمې روزنې او اطلاعاتو څخه بې برخې پاتې کیږي او په ناپوهۍ او تیاره کې سرگردانه کیږي یا له لیرې د اور لمبو ته گوري یا خپله پخپله په لمبو کې گیریږي ، نوڅنگه کولای به تمه وشي سم ریفریتوب ومیندل شي . دآلمان خلکو داسنۍ پیړۍ په لمړۍ نمایي کې دنازیانو دتبلیغاتو تراغیز لاندې خپل خلاصون او آرامي دنورو په اسارت کې لیدله . بالاخره یې هم خپله او هم نړیوال کشلوته ورټیل وهل . همدا لامل دی چې د انحصارغوښتونکو د بدو روزنو له امله نشنلیزم د ابهام په پردوکې نغښتی دی . په همدې دلیل دهغه پردو له ټولولو پرته شونې نده چې دهغه واقعي ماهیت او تاریخي رسالت درک کړای شي او له بېلابېلو کلتورونوسره دنشنلیزم تړاو وجاجول شي .