نسيم حجازي

نسیم

ارواښادنسيم حجازي چې په محمدشريف سره هم شهرت لري په کال (١٩١٤ ز) دمارچ په مياشت کې دهنداو پاکستان دوېش څخه مخکې په يوه اريايي نژاده کورنۍ کې دهندوزيراباد په سيمه کې د ې نړئ ته سترګې غړولي دي . نسيم حجازي دپخې اسلامي عقيدې خاونداو دخپل عصردپياوړو اسلامي ليکوالانو له ډلې څخه دى . نوموړې دشلمې پيړۍ دغوره ليکوالانو له جملې څخه ګڼل کېږي،چې دخپلوغوره اوښو اثارو په ليکلو يې دادب نړيواله جايزه هم اخېستې وه. دنوموړي کورنۍ دهنداو پاکستان دوېش څخه وروسته پاکستان ته کډواله شوله،چې دژوندزياته برخه يې په پاکستان کې تېره کړيده ارواښادنسيم حجازي په ١٩٩٦ ز کال کې وفات شويدى. نسيم حجازي داردو ژبې تکړه ليکوال ،مفکر،نوښتګر،تکړه اديب اوپه نړۍ کې دنوموتو ناول ليکونکو له ډلې څخه ګڼل کېږي،چې دده هم عصره ليکوالان ،چې ديوادبي مکتب پيروان وو،چې دهغوى دډلې څخه :ابن ساپي،سادت ،حسن او مشفيق الرحمان يادولاى شو. نسيم حجازي نه يوازې چې ناول ليکونکې و بلکې داسلامي تاريخ ژورڅيړونکې اوځيرک ليکوال و.نوموړي دتاريخي اسلامي ناولونو په برخه کې ډېرزيارکښلې دى ،چې په دې برخه کې يې په خپلو تاريخي ناولونو کې ټولې هغه پېښى راوړي دي ،چې واقيعت لري او ياهم دواقيعتونو سره بيخې نږدې دي او خيالي انځورونه په کې لږ ليدل کېږي . دنسيم حجازي ټول تاريخي ناولونه دسمومنابعو څخه دمعلوماتو لاسته راوړلواوپه خپلو اثارو کې داغيزناکواصطلاحاتودکارولو څخه وروسته چاپ شويدي همدالامل دى چې دنوموړي ټول تاريخي ناولونه زيات شمېرلوستونکي لري ،چې په خپلو لوستونکوباندې دلوستلو پرمهال ځانګړې اغيزه پريباسي . دارواښاددټولوناولونو کرکترونه ډېر په زړه پورې دي ،چې ټول پراګرفونه يې درېښتينو واقعاتو او خيالي کيسو ديوځاى کېدو څخه رغيدلي دي . نسيم حجازي دټولو ناولونوکرکترونه تل ديو شخص دکرکترپه شاوخواڅرخي کوم،چې په يوه نه يوډول ديوه ناول موضوع دبلې موضوع سره پيوندوي.ددې په ناولونو کې داکوښښ هم شويدى چې دتېرو پېښو او واقعاتو تړاو له اوسنيو پيښو او واقعاتوسره پرتله کړي . دنسيم حجازي ډېرې ليکنې او په ځانګړي ډول اسلامي تاريخي ناولونه يې اسلامي منشاء لري اوټول هغه څه په کې بيان شويدي ،چې داسلامي خلافتونو عروج او زوال په کې بيان شويدى.ددې لاملونو دبيانولو څخه داسې څرګنديږي چې دډېرو ستونزو او تکليفونو دګاللو څخه وروسته برى بياهم دمسلمانانو په برخه کې دى . دده دټولو تاريخي ناولونو ځانګړتياپه دې کې ده ،چې په تاريخي پيښوکې يې خيالي او متنازع پيښې نشته البته داټکي شته ،چې کله کله داستان پرځاى پاتې کېږي او پرځاى يې سوچه تاريخ پيل کېږي . ( ١ )

نسيم حجازي دليکوال په توګه : سمول

نسيم حجازي د شلمې پيړۍ دښو او اوچتو ليکوالانو له ډلې څخه دى چې دځانه وروسته نسلونو ته يې ډېرګټور اثار په ميراث پريښى . په نړيواله کچه نسيم حجازي دمعاصرى دورې ديو قوي،عشقي،تاريخي ناول ليکونکې او دتاريخ ژور څېړونکې په توګه پيژندل شوى څېره ده. په اردو ادب کې دنسيم حجازي څخه مخکې يوازې عبدالحليم او صديق سردان ناولونه ليکلي دي،چې وروسته نسيم حجازي تاريخي ناولونه وليکل ،چې ددې څخه وروسته په اردو ادب کې ناولونوته زياته پاملرنه وشوه او ناول ليکونکي هم ورسره ډېر شول . دنسيم حجازي ټولې ليکنې دسمو منابعو څخه دمعلوماتو دلاسته راوړلو څخه وروسته چاپ شويدي ،چې له دې کبله په خپلو لوستونکوځانګړې اغيزه لري.

دنسيم حجازي پرناولوباندې دزبير شفيقي رالېږل شوى متن: سمول

1. شاهين 2. محمد بن قاسم 3. د غازي داستان 4. وروستى مورچل 5. د تروږمي مسافر 6. وروستۍ جګړه 7. كليسا او اور 8. د حجاز كاروان 9. انسان او ديوتا 10. قيصر او كسرا (دوه ټوكه) 11. يوسف بن تاشفين 12. معظم علي 13. توره ماته شوه 14. خاورې او وينې د ژباړې په ترتيب لومړى ژباړل شوى تاريخي ناول (شاهين) چې په ۱۳۷۶ لمريز كې ژباړل شوى او وروستۍ يې خاورې او وينې چې د ۱۳۸۸ لمريز په كب كې بشپړ شوى او د ۱۳۸۹ په لومړيو كې چاپ شوى دى. د ارواښاد نسيم حجازي دغه تاريخي ناولونه په لاندې تاريخي موضوعاتو او يا دورو ليكل شوي دي: 1. شاهين، د تروږمي مسافر، كليسا او اور او يوسف بن تاشفين داندلس د اسلامي حكومت د واكمنۍ او زوال په بيلا بيلو مهالونو پورې اړه لري. 2. انسان او ديوتا د هندي ټولنې د بيلابيلو رب النوع د نمانځنې دوره ښيي چې دلته انسانان د معنويت په لټون كې سرګردانه وو. 3. وروستۍ جګړه پر هند د سلطان محمد غزنوي د بريدونو او د سومنات د فتحې په اړه يو هنري انځور دى چې د هندي ټولنې د بت پرستۍ ناوړه اړخونه پكې ډېر ښه نقد شوي دي. 4. خاورې او وينې د ۱۹۴۷ زيږديز كال د هند او پاكستان پر بېلتون راڅرخي چې څومره لويې غميزې يې درلودې. 5. وروستى مورچل د مغلو د سيلاب او د سلطان جلال الدين خوارزم شاه د ستومانه هڅو داستان دى چې د مغلانو د هغه وخت ډېر ښه تصوير ډېر هنري او عالمانه پكې انځور شوى دى. 6. د حجاز كاروان د نبوي لمر له راختو وروسته د رڼا د هغه لښكر داستان دى چې له مدينې تر كابله را رسېدلى دى، په دې تاريخې ناول كې د اسلام د نومياليو صحابه ؤ، خالد بن وليد (رض) او نورو كارنامې هم پكې انځور شوې دي. 7. معظم علي او توره ماته شوه د برتانوي كمپنۍ او هندي راجه ګانو سره د هند د پښتنو پاچاهانو او مشرانو د مبارزې داستان دى چې د معظم علي، سلطان ټيپو، حافظ رحمت خان او نورو سرښندنې او ميړانې پكې ځلېدلې دي. 8. محمد بن قاسم د ۱۷ كلن نوميالي قومندان هنري داستان دى چې څه ډول هند ته راغى او لته يې كومې كارنامې تر سره كړې او بيا په څومره مظلوميت د اقتدار د سپېرو لوبو قرباني شو. 9. د غازي داستان هم د اسلام د لومړنيو پېړيو د يوه غازي د ژوند داستان دى چې له كوفې څخه را پاڅي كله په منځنۍ آسيا كې او كله په اندلس كې د اسلام د سر لوړۍ او د انسان د سوكالۍ لپاره سرګردانه دى. 10. قيصر او كسرا د اسلام د سپيڅلي پيغمبر د مبارك ميلاد او بعثت د شاوخوا زمانې د روم او فارس د رقابتونو داستان دى، چې بيا د اسلام د سپيڅلي پيغمبر د وړاندوينې له مخې روم پر فارس برلاسى كيږي او بالاخره د داستان كركټرونه د اسلام سپيڅلې غيږې ته پناه وړي. په دې ناولونو كې د هر تاريخې ناول په څېر كركټرونه له حماسې او ټكر سره ډېر تړاو لري. په څو كركټرونو به يې سرسري رڼا واچوو: د اروا ښاد نسيم حجازي د تاريخي ناولونو اصلي كركټرونه چې د ناول اصلي پېښې تمثيلوي زياتره د تاريخې پېښو كركټرونه دي چې په داستان كې د تاريخي پېښو له بهير سره پر مخ روان دي. دغه كركټرونه ځينې لكه د حجاز كاروان او يا محمد بن قاسم، يوسف بن تاشفين، سلطان ټيپو، معظم علي، سلطان جلال الدين او نور، په زياتو برخو كې د تاريخ اصلي څيرې او شخصيتونه دي چې دا د ليكوال كمال دى چې هم يې هنري اړخ له خوږلنۍ ډك دى او هم تاريخ مسخه شوى نه دى. د دې ناولونو اكثره كركټرونه له حماسې سره ډېر طبيعي دي، كركټرونو په تمثيل ځان ښودلى، ليكوال معرفي كړي نه دي. اصلي كركټرونه زياتره له خپل طبيعي چاپېريال سره را لوبېدلي او لوى شوي دي. په طبيعي ډول داسې پړاو ته رسېدلي دي چې بيا په اصطلاح (لوى سړى) ترې جوړ شوى دى. د غازي داستان نعيم د او عبد الله، معظم علي او توره ماته شوه د معظم علي، مراد علي، ټېپو او نور، د تروږمي د مسافر سعيد او سلمان، د شاهين د بدر بن مغيره، د ورستي مورچل د طاهر، او نور په طبيعي ډول كوچني را لوى شوى، له لوبو، ماشومانه او شوخيو سره د عادي انسانانو په څېر، خو پېښې داسې په طبيعي ډول ور سره اوډون مومي لكه يو ډېر په زړه پورې هنري شهكار فلم چې پخپله لوستونكي داسې احساسوي چې دوى د ناولونو لوستلو پر مهال هماغه زمان او مكان ته رسېدلي او د داستان له كركټرونو سره د ژوند په هسكو ټيټو يو ځاى روان دي، تر څو ناول پاى مومي. د دې ناولونو د اصلي كركټرونو تر څنګ نور كركټرونه لكه د ژوند طبيعي بيلابيل اړخونه پر خپل خپل ځاى د مينې، كركې، كسات ملګرتيا او ايثار او يا د وياړونو او غميزو په پېښېدو كې خپل خپل ځاى او رول لري. د ارواښاد حجازي ناولونه له حماسې سره د انساني ژوندانه نور رنګونه هم لري او ښه په هنري انداز يې لري. د خاورې او وينې ناول چودري رمضان يو پيسه دوسته او بې زړه انسان دى، اسماعيل بيا د كلي يو داسې خندان او ټوكي ځوان دى چې د دې كلي هرې ښادۍ او غم ته يې يو رنګ وركړى . افضل او شېر سنګ د ميړانې او كاكه ګۍ سمبولونه دي، دا ټول داسې كركټرونه دي چې زموږ د ټولنې په هر ګوټ كې يې ليدلاى شو. عاتكه، زبيده، سلما، نرګس، بدريه، روپ وتي، صفيه، عنيفه، زهره، ناهيد او . . . د دې ناولونو د اصلي كركټرونو سره تړلې څېرې دي چې د مينې داستانونه ور سره تړلي دي. خو د نسيم حجازي د ناولونو ځانګړتيا بيا همدغه ده چې په دې مينه كې د سپيڅلتيا او پاكۍ داسې (آب) دى چې د شيطاني نفس وزرونه هلته سوځي او پر پكې نشې وهلئ. په دې ناولونو كې د مينې كيسې په غموونكي پاى ختمې دي او كه په خوشالوونكي، دومره طبيعي دي چې لوستونكي يې د خپل چاپېريال حقيقي كيسې ګڼي. د دې ناولونو منفي كركټرونه هم تر ډېره حده د مثبتو په څېر تاريخي حقيقي څيرې دي. مهلب بن داود د چنګيزيانو پر مهال، يا ابو داود د غرناطې او اندلس د وروستيو پېرونو د وخت جاسوس، يا مير جعفر او مير صادق چې په هند كې يې د انګريزانو برياوو ته لاره هواره كړهاو نور زياتره دغه منفي كركټرونه تاريخي څېرې دي. د دوى كړه وړه هم تمثيل شوي دي په الفاظو ويل شوي نه دي ځكه خو دغه تاريخي ناولونو په هنري اړخ كې هم يو وړ مقام موندلى دى. د هيواد د نازك خيال شاعر (پير محمد كاروان) په اند د نسيم حجازي د تاريخي ناولونو د كركټرونو نفسيات، انګېرنې او بڼه د پښتنو او افغاني ټولنې هغو ته ورته ده، ځكه يې ډېر تود هركلى وشو. د دې ناولونو كركټرونه له دې اړخه ډېر د ستاينې وړ دي چې هېڅ ډول منفي تعصب پكې نشته، سره له دې چې دغه تاريخي ناولونه د اسلام د تير عظمت پر تاريخي پړاوونو ليكل شوي دي، خو محور يې انسانيت دى. چيرته چې په ظاهري بڼه مسلمان ابوداود، مير جعفر او نورو غوندې سپك كركټرونه شته، هلته د هندو، سك، عيسوي، مسلمان او نورو د ګډ ژوندانه هغه بېلګې هم تمثيل شوې چې سارى يې په له خاورې او وينې ناول كې د افضل او شېر سنګ كركټرونه دي، دوى د يوې جالې سپاره او د يوې لارې ياران پكې ښودل كيږي. آن تر دې چې ورسته هم چې كله د مسلمانانو، هندوانو، سكانو او عيسويانو تر منځ د مرګ توره لوبه توده شي بيا هم شېر سنګ او افضل د يوې لارې ملګري دي، تر دې چې شېر سنګ په دې لاره كې قرباني هم ګالي.

دنسيم حجازي پر تاريخي ناولونو دزبير (شفيقي) نظر: سمول

ځېنې اديبان د((نسيم حجازي)) دتاريخي ناولونو په تاريخي جوړښت لږ څه نيوکې لري،دوى وايي: چې کله کله دداستان نرمه ادبي ژبه په وچو تاريخي پېښو واوړي . دنوموړي په اثارو کې رښتياهم دغسې پړاوونه شته ،چې داستان او ناول دډيالوګ پرځاى دتاريخ پاڼه شي خوبرعکس دغه تاريخي پېښې راوړل دنوموړي تل پاتې اثارو ته ارزښت هغه دا،چې لوستونکي په دې باور کوي ،چې هسې خيالي افسانه نه لولي بلکې دخپل تېر عظمت دنسکورېدو ريښتنې ننداره ګوري ،چې عبرت ترې اخېستل کېداش شي پردې ارزښت دپاسه دارواښاد نسيم حجازي ټول تاريخي شاهکار ناولونه دپرون په هنداره کې دنن تصوير دى .کوم کرکترونه ،چې ده په خپلو ناولونو کې ژوندي کړي دي هر يوه ته يې ځانګړې په خپله ټولنه کې له بشپړو ځانګړنو او تصويفونو سره ګورو .

شاهين سمول

داناول دارواښانسيم حجازي دناولونو څخه يوغوره ناول دى په دې ناول کې ټول هغه څه ليکل شويدي چې په اوسني حالت کې اوس هم مسلمانان ورسره لاس اوګريوان دي . ددې کتاب په اړه خپله ليکوال داسې وايي : داندلس مسلمانانو دژوندهمدغه باب ددې کتاب پس منظر دى ددې کتاب زياته برخه د ١٩٤٧ز کال داګست له ١٥ مې نه وړاندې ليکل شوى،خوداګست له ١٥ مې نه وروسته چې کومې پيښې رامنځته شوى دهغې له امله ماداکتاب دخپل پروګرام سره سم ختم نکړاى شو چې مسلمانان دراتلونکو خطرونو څخه خبرکړم . شاهين دمرحوم نسيم حجازي دتاريخي ناولونو لومړنۍ اثرؤچې په ١٣٧٧ ل کال په پېښورکې دپښتوټولنې لخواچاپ او دزبيرشفيقي په زياراوهڅه ژباړل شوى . ددې ناول ټول موضوعات اوکرکترونه د(١٩ ) پيړئ دهلال او صليب ترمنځ جګړه چې په هغه وخت کې مسلمانان ورسره لاس او ګريوان ؤپه هغه مهال کې دټولې نړئ صليبيانو کوښښ کاوه چې ټوله اسلامي نړئ لاندې کړي او مسلمانان مغلوب کړي هماغه وه چې دعيسويانو ټول هغه کوچني رياستونه چې داسلامي حکومت لاندې ؤ په پټه سره متحدشول او دمسلمانانو دکمزوري کولو لپاره يې خپل شومو پلانونو په عملي کولو پيل وکړ نومسلمانان ددې پرځاى چې دصليبيانو دپلانونو مخنېوي وکړي بلکې په خپلومنځوکې په اختلافاتواخته ؤددې اختلافاتوڅخه صليبيانو ګټه اوچته کړه اويوپربل پسې يې دمسلمانانو ټول ولايتونه لاندې کړه چې په پاى کې په دې بريالي شول چې مسلمانان دهغوى دوروستۍ تکيه ګاه ( غرناطې) څخه وباسې،چې غرناطه اوس هم اوسنۍ هسپانېي برخه ده. ددې ناول ټول موضوعات اوکرکترونه هم دمسلمانانو او صليبيانوترمنځ پرصليبي جنګ راڅرخي .

شاهين کرکترونه سمول

١ - بدر بن مغيره :دشاهين لمړئ کرکتر دى ،دشاهين تخلص دصليبي لښکروقومندان ( سنت ياګو) لخوابدربن مغيره ته ځکه ورکړشوى ؤ،چې په جګړه کې په توندۍ ،ګړنديتوب او هوښيارئ کې دشاهين څخه کم نه ؤ. (شاهين ٢٧ م) بدربن مغيره په دې ناول کې دهغه ځوان په توګه معرفي شويدى ،چې دهغه دمړانې او اتلولۍ کيسې داندلس دټولو وګړو او داروپادټولو عيسويانو په مجلسونو کې به کېدې .بدر دصليبي لښکرو په مقابل کې په داسې مړانه جنګيده چې هغوى ډيرو پياوړو لښکرو ته يې په لږ شمير سرښندونکو ماتې ورکړي دي او دايې ورته ښودلې وه چې مسلمانانو په خپلې ايماني جذبې سره کولاى شي چې ستاسو ټول لښکر له منځه يوسي بدر مغيره ځانته په داسې يوځاى کې خپل مورچل ټاکلې ؤچې شنه او سمسوره دره وه هلته دځنګلي حيواناتو ښکار ډيرؤ،چې دخوراک لپاره يې دحلالو مرغانودښکار څخه ګټه اخيسته په هرصورت دډيروجګړو څخه وروسته صليبيان په دې پوهه شول چې دجنګ له لارې نشوکولاى چې دشاهين دره دخپل کنترول لاندې راولو نو دبلې حربي په لټه کې شول هغه يې داسې يوه حربه وکاروله چې پاى کې په دې بريالي شول چې دغرناطې په ګډون دشاهين دره هم لاندې کړي هغه داسې يوه حربه وه چې دابوداود په نوم چې په ښکاره مسلمان خوپه حقيقت کې د صليبيانو روزلې جاسوس ؤ. ابوداود دصليبيانو بادشاه فرينانداو ملکې ازابيلا دې ته چمتو کړ چې دشاهين درې ته دخپلو دوه پيغلو لورګانو او ميرمن سره دجاسوسۍ لپاره لاړ شي او په لازم وخت کې دوى ته معلومات ورکړي ،چې دشاهين درې باز له منځه يوسي او په بدل کې يې ابوداود ته دمال اودولت لالچ ورکړ هغه هم ورسره ومنله اودشاهين درې ته دخپلو لورګانو او ميرمن سره په داسې حال کې رهي شول چې باران ټولې لارې خرابې کړى وى او داسونوګاډئ په ډيرې سختۍ سره پرلاره تللاى شوي . دتګ په جريان کې دهغوى ګاډۍ په لاره کې ديوې ډبرې سره ټکرشوه او په بل مخ واوښته چې په دې وخت کې دابوداود ميرمن اودوه لورګانې ټپيان شول په همدې مهال دوى دشاهين درې پولو ته داخل شوى وو دبدر سرښندونکوهغوى خپل مرکز ته له ځانه سره يوړل او داندلس ترټولو غوره طبيب اوجراخ هغوى تر تداوي لاندې ونيول دڅوپرلپسې ورځو وروسته دابوداود ميرمن او دوه لورګانې يوڅه جوړې شوى او ابوداود خپلوشومو پلانونو دعملي کولو لپاره په کار پيل وکړ . ابوداود خپل ځان بدربن مغيره او دهغه ملګرو ته ديو مسلمان عالم په توګه ورپيژانده ده دخپلې چالاکۍ په وسيله وکولاى شول چې دبدر او دهغه ملګرو اعتمادترلاسه کړي په هرصورت په پاى کې هغه ورځ هم راورسيده چې ابوداود دشپې لخواصليبي لښکرو قومندان ته معلومات ورکړل چې نن شپه دحملې لپاره مناسبه شپه ده هماغه وو چې صليبي لښکرو دشاهين درې په پياوړي مورچل بريد وکړ چې په پاى کې دماتي سره مخامخ شول او بيرته په شا لاړل . دډيروخت په تيريدو سره عيسويانو دمسلمانانو خاوره يوپربل پسې لاندې کړه دغرناطې دنيولو څخه وروسته صليبيان دشاهين درې نيولو ته پاملرنه زيات کړه او په ډير ځواک سره يې دشاهين په دره حمله وکړه بدر او دهغه ملګري هم ددوى په يرغل په مقابل کې په ډير ميړانې سره وجنګيدل چې زيات شمير سرښندونکې په کې شهيدان او ټپيان شول او بدر هم په دې جګړه کې سخت ټپي شو چې په پاى کې دټپ دسختوالي له امله دشهادت جام وڅښه . صليبيانو ددې خاليګاه څخه ګټه پورته کړه اوخپلوحملو ته يې زور ورکړه ډيرکلي او کروندې يې وسوځولې بوډاګان ،ماشومان ،ځوانان اوښځې يې ټول قتل عام کړل هغه انجونې چې پيغلې اوښايسته وى هغه يې له ځانه سره خپلومرکزونو ته يوړې اوپه مسلمانانويې يوبل وحشت پيل کړ . صليبيانو دډير مالي او ځاني زيان وروسته پردې بريالي شول چې دشاهين دره لاندې کړي دبدربن مغيره سرښندونکي ديرغلګرو سره په ډيره ميړانه وجنګيدل او پاى کې زيات سرښندونکي په شهادت ورسيدل اوزيات شمير يې ټپيان شول اوځنې يې دښمن ته ژوندي په لاس ورغلل.صليبيانو مسلمانانو وروستې سنګر هم لاندې کړاو داندلس له خاورې يې دمسلمانانو واک پاى ته ورسوه . دبدرکرکترهم دلته پاى ته رسيږي ،بدر هغه څوک ؤچې دمسلمانانو او اسلام ددفاع لپاره دژوندتر وروستۍ سلګۍ پورې مبارزه کړيده او ترډيربريده يې دمسلمانانو دفاع لپاره دصليبيانو دسيلاب مخه ډب کړى وه . دبدرکرکتر په اوسني وخت کې دنن په هنداره کې دپرون انځور دى ،چې اوس هم داسلامي نړئ حالت همدغه وخت حالت ته ورته دى . ٢ – بشير بن حسن : بشير بن حسن هم ددې په زړه پورې ناو بل کرکتر دى بشير بن حسن داندلس ( هسپانيه ) کې ډيرمشهور طبيب او جراخ ؤ،چې داندلس په ساره او اوږدو کې ډير مشهورؤ. بشير پردې سربيره چې يو لوى طبيب ؤډيرعالم اوپوهه هم ؤهغه په تاريخ ،فلسفه او نورو علومو کې هم پوره پوهه درلوده . ( شاهين ٥٩ مخ ) بشير په دې ناول کې د يوطبيب په توګه خپل کردار ادا کړيدى نوموړي دنده دا وه ،چې دجګړې دټپيانود ټپونودرملنه وکړي کوم ټپي چې به ده تر تداوى لاندې و دده دځانګړې مهارت له امله چې ده په طبابت کې درلوده ډير ژر به روغيده بشير دټول اندلس په ساره اوږدو کې ډير مشهورطبيب ؤ حتى دصليبيانوبادشاه اوملکه ازابيلاهم دبشير پوهې او مهارت ته په درناوي کتل ،کله چې صليبيانو دشاهين دره لاندې کړه بشير دخپلې ميرمنې او دبدر له ميرمنې سره مراکش ته کډه شول اوهلته په مراکش کې مېشت شول په همدې ځاى کې دنوموړي کرکترپاى ته رسېږي . ٤ – ربعه : ربعه دابوداود لوراودانجلا ناسکه خور،چې موريې ددې په کوچنيوالي کې ددې نړۍ څخه سترګې پټې کړې وى ،چې وروسته بياابوداود ديوې عيسوي پيغلې سره واده وکړ که څه هم ابوداود ته ربيعه ګرانه وه خودده عيسوي ميرمن دربعې سره خپل تعصب ساته ځکه چې ربعه مسلمانه وه . ربعه په دې ناول کې ديوې داسې باحياء مسلمانې پيغلې په توګه خپل کردار ادا کوي ، چې دخپل پت اوننګ ساتلو ترڅنګ نورو ښځو ته تبليغ کوي او داسلام سپيڅلي دين ساتلوته يې هڅوي همدارنګه په خپل پلارهم دازور راوړي چې دصليبيانو غلامي پريږدي او پرځاى يې اسلام ته خدمت وکړي .په پاى کې هغه مينه چې دې له بدربن مغيره سره وه دشاهين په دره کې سره واده کوي کله چې بدر بن مغيره په شهادت رسيږي ربعه دخپل کوچني زوى سره دبشير په ملګرتيادمراکش په لور خوځيږي او هلته ميشت کېږي ،چې دلته دربعې کردار هم پاى ته رسيږي . ٤ – انجلا :انجلادابوداود عيسوي ميرمنې لور وه اوخپله هم دعيسوي دين پيرو وه که څه دده بله خور ( ربعه ) مسلمانه وه خوانجلا دربعي سره نه شليدونکې مينه درلوده. انجلا په دې ناول کې ديوې داسې عيسوي پيغلې په توګه کرکترلوبولې دى چې دبشير بن حسن چې يو غوره جراخ اودبدر له ځانګړو کسانو له ډلې څخه ؤ مينه پيداکېږي چې هغه هم په هغه وخت کې له بشير سره واده کوي کوم وخت چې بدر ددې ناسکه خور (ربعې) سره دشاهين په دره کې واده کاوه . انجلا دصليبيانو هغه وحشيانه ظلمونه ټول په خپلوسترګوکتل کوم چې يې دمسلمانانو په وړاندې سرته رسول اوحتى دکوچنيو ماشومانو په کبابولو يې هم دريغ نه کاوه دصليبيانودې ډول اعمالو دانجلا په کړو وړو کې يو لوى انقلاب راوسته او هغه يې دخپل مذهب څخه زړه تورې کړه . انجلا به له مور څخه پټه دربعې سره وخت تيراوه او دهغې څخه به يې داسلام ددين اصول او قواعد زده کول دورځوپه تيريدو سره انجلا دې پايلې ته ورسيده چې هر څه دي هغه داسلام په دين کې دي نو دزړه له کومې مسلمانه شوه. انجلا هم دربعې په څير دبدرځانګړي طبيب او جراخ سره ليونۍ مينه درلوده چې دهغې دمينې په پايله کې بشير بن حسن دېته راضي شو چې دانجلاسره واده وکړي .کله چې عيسويانو دشاهين دره لاندې کړه او دبدر په ګډون زيات شمېر مسلمانان شهيدان شول نو بشير بن حسن،ربعه اودهغې کوچني زوى او انجلا دخپل لور سره دشاهين درې څخه دافريقاپه لورې لاړل. دانجلا په زړه پورې کرکتر ددې ناول هغه بڼه جوړوي چې دمينې دپاکواحساساتو او ولولو څخه ډکه ده. ابوداود :ابوداودهغه څوک دى چې په دې ناول کې يې يومنفي اومنفور کرکترلوبولې دى .ابوداود چې په خټه مسلمان خو په حقيقت کې دپردې ترشاه دعيسويانو روزل شوى جاسوس ؤ . ابوداود ډيرهوښيار،ځيرک ،فصيح اوچالاکه سړى ؤ نوموړي دشيطان په څير تيز دماغ درلودل چې ددغو وړتياوو په درلودلوسره يې وکولاى شوچې دفرديناندپه دربار کې ځانته لوى مقام ترلاسه کړي اما ابوداوددداسې يو شخص په توګه داسې کردار لوبولې چې هر انسان دده کردار په ليدو پرده لعنت وايي ،ابوداود داسې يوڅوک ؤ چې دمقام اوڅوکۍ دترلاسه کولوحرص دې ته مجبوره کړ ،چې دډيرو مسلمانانو وينې توئ کړي نوموړي دمسلمان په جامه کې دمجاهدينو صف ته ننوته چې دخپلو علمي اوجذباتي ويناوو په کولو سره وکولاى شول چې دمجاهدينوپه زړه کې ځانته ځاى پيداکړي . دابوداود لومړى کرداردشاهين درې څخه پيل کېږي.کله چې صليبيانو ونه شوکړاى چې بدربن مغيره مات کړي نودابوداود څخه په کار اخېستنه يې هغه ته دنده وسپارله چې بدر په جال کې راګير کړي هماغه وو چې ابوداود ديو مسلمان عالم په جامه کې دشاهين درې ته په داسې حال کې لاړ چې خپله ميرمن او دوه لورګانې هم ورسره وى دهغوى ګاډئ په باران کې دشاهين درې پر لورې روانه وه چې لاره هم باران خرابه کړى وه چې ناڅاپه ددوى ګاډئ دکوچوان له واکه ووتله او پربل مخ وغورځيده ،چې دهغې ميرمن او لورګانې ه سختې ټپيانې شوى په دې وخت کې دشاهين درې سرښندويان ددوى مرسته ته راورسيدل او هغوى يې خپل ځاى پرلورې بوتلل. بشير بن حسن چې يوتکړه جراخ ؤ ددوى درملنه پيل کړه چې په لږو ورځو کې دوى بيرته عادي حالت ته راغلل . ابوداود دخپلو شيطاني مغزڅخه په کاراخيستنه داسې ويناوي او خبرې وکړي چې دبدربن مغيره او دهغوى دسرښندويانواعتماد يې په ځان پيداکړ. څو ورځې وروسته ابوداود په خپلو شيطاني پلانونو په طرحه کولو پيل وکړ او خپل کوچوان يې ديوليک سره دفرديناند په لورې ولېږه او دايې ورته ليکلي ؤ چې په کومه شپه بدربن مغيره پردې کلاکې وي او وخت مناسب وي نو زه په خپله کوټه کې دوه شمعې ولګوم او تاسو به په هماغه شپه حمله کوئ همداسې هم وشول مګرصليبيانو ډيره شرموونکي ماته وخوړه اوبيره په شاه ولاړل او زيات ټپيان او مړي يې هم شاته پريښودل . ابوداود دمسلمانانو دبربادۍ لپاره زياتې هڅې کړي ،هغه به تش په نامه ملايان روزل او دهغوى په وسيله به يې دخلکو روحيه کمزورې کوله په هرصورت ابوداودپه پاى کې په دې بريالې کېږي چې دمسلمانانو په منځ کې دنفاق او کرکې تخم وکري او مسلمانان ديوبل پرخلاف راوپاروي .ابوداود دخپلې هوښيارتيا او ځيرکتيا په برکت وکولاى شو چې دغرناطې پاچا ابوعبدالله هم تر اغيز لاندې راولي چې ابوعبدالله وروسته بيا دخپل استاد او مشاور په توګه ومانه . ابوداود چې کله پردې پوهه شو چې اوس کولاى شي دابوعبدالله څخه کار واخلي او غرناطه عيسويانو ته وسپاري همدغه غدار پاچاپه پاى کې دابوداود په لمسون همداسې وکړل او دغرناطې کليګانې يې فرديناندته وسپارلې چې له دې څخه وروسته په مسلمانانودصليبيانو داسې طوفان مسلط شو چې مسلمانانو په جوماتونو کې لمونځونه نشو کولاى ،په عربي ژبه کلک بنديزولګيده ،مسلمانان ديته مجبوريدل چې خپل دين پريږدي او عيسوي مذهب ومني ،عيسويانو دمسلمانو پيغلو پت او عزت يې لوټ کړ او عامه وژنه يې پيل کړه ،چې ډيرو مسلمانانو غرناطه پريښوده او دافريقاپرلورې ولاړل . صليبيانو داټول برياليتوبونه دابوداود په وسيله لاسته راړول او په پاى کې ابوداود ددې ټولو خدمتونو په بدل کې هغه څه ترلاسه کړل چې خپل ځان ورته په دې نړئ کې يو رټل شوى انسان ښکاره شو چې پاى کې يې ځان وژنه وکړه او ددې نړئ څخه ددنياپه حرص کې ناهيلې خاورو ته لاړ او تاريخ په تورو پاڼو کې نوم ديو غدار په توګه وليکل شو . ابو عبدالله :ابوعبدالله په دې ناول کې ديوډارن او غدار پاچاپه توګه رول لوبولې دى ،ابوعبدالله دابوداود په سلا او مشوره دغرناطې خلکوسره سراسر خيانت او غداري کړى ده . ابوعبدالله په شاوخوا ټول هغه غدران سردارن ؤ چې دفرديناندڅخه يې سره او سپين اخيستل او ابوعبدالله به يې دلاس دغرګي غوندې استعمالوو.ابوعبدالله دابوالحسن زوى ؤ ابوالحسن يو عادل مسلمان پاچا ؤ چې دعيسويانو په مقابل کې په جګړه بوخت ؤ. ابوداودد ابوالحسن د غيابت څخه ګټه اوچته کړه او ابوعبدالله يې پلار په خلاف پاڅوه او دهغه حکومت يې له منځه يوړه او تکړه مجاهدين چې ددوى په مجلس کې به ناست ؤ ابوعبدالله ټول بنديان کړل او ټول هغه غدار اميران چې په بندکې ؤ خوشې کړل او په لوړو څوکيويې وګمارل او دخاينانو يو دولت په غرناطه کې حاکم شو . ابوالحسن چې کله دابوعبدالله دغدارۍ څخه خبرشو دزړه تکليف ورته پيداشو چې پاى دهمدې ناروغۍ له امله دجنګ په ډګر کې وفات شو . ابوعبدالله دخپلو خلکو په مقابل کې ډيرې ناوړه چارې سرته ورسولې چې دده دغدارۍ لويه نښه دالخمرا ماڼۍ چې په غرناطه کې يوه شاهي ماڼۍ وه دهغه کليانې يې فرديناندته وسپارلې او په خپله ديو غدار پاچاپه توګه داندلس له خاورې څخه ووته او دافريقاپر لورې لاړ او هلته دځمکو په کرهڼه بوخت شو .

دشاهين منځپانګه سمول

ددې ناول منځپانګه دعيسويانواو مسلمانانو ترمنځ دصليب اوهلال جګړه خوراپه ښه توګه ترسيم کړيده چې په لاندې توګه شرحه کېږي . تاريخ ددې خبرې ګواه دى چې تقدير بې سببه دکوم اولس پرسر دنعمت او رحمت بارانونه نه کوي او نه يې بې لامله دکوم اولس نه خپل نعمتونه اورحمتونه اخلي .په اندلس کې دمسلمانانو لوړتيااوځوړتيا دفطرت له قانون سره سمه وه . دلومړئ هجري پيړئ په وروستيو کې چې داندلس پرساحل لږشمېرمسلمانان دخپلوکښتيو څخه پلې شول نو دعلامه اقبال په وينادهغوى دسالار داشعارؤ چې (( هرملک ملک ماست که ملک خداى ماست )) . اسمان دځمکې پرمخ ښايې دومره پيړئ دکوم قوم او ياډلې داسې اقتدارنه وي ليدلې لکه په اندلس کې چې دمسلمانانو ؤ،خو ٨٠٠ کاله وروسته همدغه قوم دبې وسۍ په اوښکو دخپل تاريخ وروستئ باب ليکه . دغه باب چې څومره دردونکې دى هومره له عبرت څخه ډک دى ،خودايوه ناڅاپي پيښه نه وه،حالاتودوى دراتلونکوخطرونه خبرکړي وو،په اندلس کې قرطبه،اشبيليه ،طليطله او نورې سيمې دلاسه ورکولو نه وروسته غرناطه دمسلمانانو وروستۍ مورچل شو،دوى د دښمن دارادو نه خبرؤدوى پوهيدل چې په غرناطې کې له ماتې وروسته به دوى دظلم او تيرې له هغسې طوفان سره مخ شي چې داندلس په نورو سيموکې مسلمانان ورسره مخ شوى وو،خوپردې سربيره دوى ددغه ټولنيزخطر پروړاندې يومورچل اومحاذجوړنه کړاى شو،دغازيانوډلې ډګرته راووتللې خوددوى ارادو دهغه اولس تقدير بدل نه کړاى شو چې ټولنيز کرکټريې تباه شوى ؤ. هغوسرښندويانو ته له بهرني غليم نه زيات کورني غدارڅوچنده ستر دښمن ثابت شو.په غرناطه کې دهلال اوصليب جګړه يوازې ديو قوم او بل قوم اوياددوه فوځونو ترمنځ ټکرنه وو،بلکې ددوه مختلفوقومونو،دوه مختلفونظريو او ددوه مختلفو تهذيبونو ترمنځ جګړه وه . دقسطلې او اراغون عيسويان يوازې (( اسلام دښمني )) سره متحدکړي وو،له اندلس نه يې دمسلمانانودنوم اونښان ورکولو لپاره يې اتحادوکړخومسلمانانو په خپل هرافق دتباهۍ او بربادۍ دتورو وريځوليدلو سره سره ونه کړاى شول چې خپله ټولنيزه دفاعي جذبه راويښه کړي.هغوى داثابته نه کړاى شوه چې که ټول کفاريودي نوټول مسلمانان هم سره يودي. په دوى کې دعربي ،بربري اواندلسي توپيرونه اواختلافونه هغه وخت هم وو چې دښمن يې دکور دروازه ورټکوله ،ددې اختلاف پايله داشوه چې ٨٠٠ کاله وروسته دغه ستر اولس دبې کوره انسانانو يوه بې اسرې ډله شوه . داندلس مسلمانانو دژوندهمدغه باب ددې کتاب پس منظر دى

مسلمانانو! دهرقوم په ژوندکې داسې يو مهال راځي چې دژبې او قلم پرځاى دتورې پريکړې ډيرسمې وي په ددنياکې عزت او سرلوړي يوازې دهغوبرخه ده چې قيمت يې ادا کولاى شي .دازادي بڼ په هغه خاوره زرغونيداى شي چې دشهيدانوپه وينو خړوبيږي .ديوه اولس دعظمت داستانونه تل په هغووينو ليکل کېږي چې توئيدوته يې بې تابه وي ،اوکله چې وينې وچې شي نو . اوښکې بيانه په کاريږي ( شاهين ،م ،ج ١٩٤٨ )










پراندلس ولکې نږدې اته سوه کاله تيرشوى وو. ددې اته پيړيوتاريخ ديو سترقوم دعروج او زوال داستان دى چې لمړى فصل يې دعربوفاتحانو او اموي کورنۍ لوړ همته اميرانو په خپلو وينو ليکلي .اوس دغه لوى چې هيبت يې دروم بحيرې باغي څپې ايل کولې غزم او ارداې ته يې دپيرنه دغرونو څوکې په ګونډو وي دبې کسۍ په اوښکو خپل وروستۍ باب ليکي،دتهذيب او تمدن هغه ونه چې طارق بن زياد او موسى بن نصير غوندسرښندويانو او دعبدالرحمان وارثانو پاللې وه اوس دخزان توندو بادونو او ياغي څپو سره مخ وه. مسلمانان دتالندې په څير په دې هيواد راننوتل اوکله چې دمقاومت ټول ديوالونه ولويدل ،اودهسپانيې اوسيدنکو دعربوشاه زلمو ته وسلې کېښودى ،نودغه تالنده درحمت په باران بدله شوه او داندلس شاړه ځمکه يې دعدن په بڼ بدله کړه . هغه هيوادچې انسانيت په کې دجهالت په منګولو ساه ورکوله داروپادعلم علمبردارشو، کله چې په اروپاپه وحشت او بربريت تيارې راخپارې وى،داندلس په هرکور کې دعلم او هنرډيوې بلې وى،کله چې داروپازياتو اوسيدونکو دځناورو څرمنې اغوستې اوپه غرونو او ځنګلونو کې اوسيدل،داندلس خلکودټوکرانو په اوبدلواوماڼيوپه جوړولوکې کمال درلود،هغه وخت چې په اروپاکې دکتاب لوستونکي په شمارؤپه اندلس کې داسې خلک پيداکول ګران ؤچې په کور کې يې کتابونه نه وي دامويانودخلافت دوره داندلس په تاريخ کې طلايي دوره وه،اوس هم چې کله کوم سيلاني دقرطبې،اشبيلې اوطيلطلې په کنډوالوکې دپخوانې شان اوشوکت تصور کوي په حيرانۍ داپوښتنه کوي چې داهغه ځاى دى چې دخلکو دخوشحالۍ په ليدو به شارلمان سفيرهک حيران کړ. ايااوسنۍ هسپانيه هماغه دعربواندلس دى چې له خاورو به يې طلاراپورته کيده،هلته چې دغريبۍ او فقرنوم اونښان نه ؤاوسوداګري به يې ترايران ،روسيه اوچين پورې غځيدلې وه ،پوهنتونونه به يې په ټوله نړئ مشهور ؤ او علماوو ته به يې دافلاطون او ارسطوشاګردانو زنګون مات کړى ؤ،داندلس دمؤرخينواروايي چې ښائي چې هرماښام اوس په هغوويرانو راګرځي په غمجنه لهجه مونږ ته ددې خبرې ځواب راکوي چې : هو! داهسپانيه دعربو هغه اندلس دى چې دعظمت داستان يې هيره افسانه شوه،دغه جبل الطارق همدغه دى چې دطارق بن زياد کښتيو دلته لنګراچولې ؤ.دغه قرطبه هغه ښاردى چې ددريم عبدالرحمان شان اوشوکت ته دنړئ سترو ټولواکانو سفيران حيران ؤ.دا هغه اندلس دى ،هو! هغه عظيم اولس چې په خپلو وينو او خولو يې دغه خاوره سمسوره کړى وه ورک شويدي .تردې کنډوالو لاندې دهماغوسترو معمارانو جسدونه دي.چې دهغه هيوادنه يې دنورې اروپا لپاره درڼاڅلي جوړ کړي ؤ. دنړئ دمختلفو قومونو دکمال او زوال داستانونه وايي خو داندلس دعربوفاتحانو دکمال او زوال داستان ترټولو زيات په زړه پورې او ترټول زيات عبرتناک دى . لمر، سپوږمۍ او ستوري چې له پاسه له ادم (( ع)) نه تردې دمه کائيناتو ته ګوري که يې په ټټرکې زړه وي داندلس دعربوفاتحانو دعروج او زوال داستان به خامخانقش وي .په اندلس کې دمسلمانانو دبريو په لمړيو وختونو کې دشمالي بريدونو سره جوخت دعيسويانو وړوکى وړوکې بادشاهۍ وي ،چې داندلس دځواکمنوواکمنو په وخت کې به دوى مسلمانانوته جزيه ورکوله ا ودمسلمانانوخپل منځي اختلاف او کمزورۍ په وخت کې به يې بيادخپلواکۍ اعلان کاوه او په سرحدونو به يې بريدونه کول. په اندلس کې داموي خلافت دوره دترقۍ او پرمختګ دوره وه،او اموي حاکمانو دخپلو شمالي عيسوي ګاونډيوسره دهغوى دبدنيتونو سره سره له زغم نه ډک چلندغوره کړى ؤ.په پنځمې هجرې پيړئ کې دامويانو دزوال نه وروسته داندلس مسلمانان له يومرکزنه محروم او په خپل منځي جنجالونو کې راګيرؤ داندلس ستر حکومت په (٢٠) کوچنيو ټوټو ويشل شوى ؤ،ددې ګډوډۍ او اختلاف نه شپږم الفانسو ګټه واخېسته او دشمال دې عيسوي رياستونه (( اسچوريا، ليون ،او قسطله )) يې سره يو کړل اوبادشاه يې شو . دمسلمانانو خپل چارې کوم واکمن به چې له خپل ګاونډي مسلمان بل حکمران نه ماتي وخوړه نو دالفانسو نه به يې مرسته غوښته.هغه هم يوحکم ته دبل په مقابل کې مرسته ورکوله او دخپلې مرستې قيمت يې ترلاسه کاوه.تردې چې نږدې داندلس ټول مسلمان حاکمان ددې جزيه ورکوونکي شو.دالفانسو فوځ داندلس په ساره او اوږدو کې فوځي تاڼې جوړې کړې او دخلکو په لوټلو او ځورولو يې لاس پورې کړ.ددغه مصيب په وخت کې دالجريا او مراکش حکمران يوسف بن تاشفين دمسلمانانو مرستې ته راغې هغوى يې دعيسويانو دظلم او تيرې څخه وژغورل ،خولنډ مسلمانان يې په يومرکز راټول نکړاى شول،اوچې دمسلمانانو ديووالي ټول تدبيرونه يې ناکام وليدل نواندلس يې دافريقادواکمنۍ يو ولايت اعلان کړ. دافريقادمرابطين دغه واکمني چې يوسف بن تاشفين يې تداو کېښود ترډيره دوام ونه کړ ،داندلس حکمانويې پرخلاف بغاوت وکړ او بلاخره داندلس هرلوى ښار يوځانګړې حکومت شو.په دغه نازک مهال عبدالمومين دمسلمانانوداقتدار رانسکوريدونکې محل ته تکيه ورکړه داندلس وړوکي رياستونه يې مات کړل او دمؤحدينو دبادشاهۍ تداو يې کېښود.موحدين دشمالي عيسوي حکومتونو لښکرو ته پرلپسې ماتې ورکړې خو له بده مرغه ددوى مرکزهم افريقاوه اوله هغه ځايه يې اندلس اداره کاوه،چې بلاخره هغوى هم ورو ورو کمزوري شول او داندلس سازشونو بيازور ونيوپه ١٢١٢ هحري کې عيسويانودموحدينولښکر ته (( لاس نواس )) کې ماتې ورکړه او له دې نه وروسته دمسلمانانو يو يو ښار جلا جلا دعيسويانو په لاس کې ولويدل . له ١٢٣٨- ١٢٦٥ هـ پورې مسلمانان يوله بله سره لاس او ګريوان ؤپه دې وخت کې قسطيلې عيسوي بادشاه فرديناند دسالس او ارغوان بادشاهانو سره متحدشو اوقرطبه ،بلسيه،اشبيليه او مرسله يې ونيوله،مسلمانانوته دعيسويانو په لاس کې دقرطبې او اشبيلې سقوط دمغلو په لاس دبخارا بغداد له سقوط نه کم نه ؤ،په اندلس کې اوس يوازې دغرناطې حکومت دمسلمانانو وروستۍ پناګاه وه،دغه رياست د ((سيرانويدا)) له غرونو نه دساحلي ښار المري او ترجبل الطارق پورې غزيدلې وه په غرناطه کې نږدې تر ٢٥٠ کلنو پورې نور هم دمسلمانانو بادشاهي پاتې شوه ،دعيسويانو په لاس کې لويدلو ښارونو نه مسلمانان غرناطې ته مهاجرشول او ټوله غرناطه يې خپله وروستۍ پناګاه او داسلامي رياست وروستې مورچل باله ،هغوى دغرناطې واکمنوته ورغلل اودجهاد لپاره يې تيارې وښوده،خو دمسلمانانو حکمانوهغه توره چې دلوى قوت پروا يې نه درلوده نوره په تيکه کې ننوتې وه،دغرناطې رياست تردوه نيمو پيړيو پورې دخودغرضواميرانو دخپل منځي کش مکش او ګډوډۍ اوله بهر نه دعيسوي لښکرو دلوټمار او وژنونښه وه ،کله کله به دغرناطې واکمنوبه عيسويانوته ماتې هم ورکړه خو غرناطه دداسې ارادې خاوندحاکم نه محروماوه چې دعيسويانو دراتلونکو خطرو په وړاندې په څه مناسب تدبيرسوچ وکړي . که به کوم اميرپه عيسويانو برې ومونده نواولس به ترڅه وخته ددوى دسوبو په وياړ لږ او ډير به په احساساتو راغى خو له لږې مودې وروسته به غرناطه بيادخپل منځي رقابتونو اوسياليوډګرشو .پردې سربيره به ترهغه وخته پورې داروپايوښارهم دعلومو او فنکاريو په ډګر کې دغرناطې سره سيالي نشوه کولاى ،ددوى ماموران به په ټوله نړئ مشهورؤ،په پوهنتون کې به دلرې لرې هيوادونو زده کوونکو علم حاصلاوه ،دغرناطې ډاکټران اوجراخان په نړئ کې بې سياله ؤ.کله چې کوم قوم دازادئ ،عزت او خلاصون لاره غوره کړي نو علم دوى ته دمشال او ډيوې په حيث شي ،اوکله چې دوى له دې لارې نه واوړي نوبيادغه علم ديو نشه راوړونکې دواپه څيرشي. اودوى دخپلو بدو عملونواو لټيو په وجه دضمير له ملامتۍ نه ژغوري دنهمې هجري او پنځلسمې عيسوي پيړئ په دوهمه نيمائې کې دغرناطې داسلامي رياست دلويدو اثار ډيرګړندي راڅرګندشول ،دپنځم فردينانداو ملکې ازابيلا په واده سره دعيسوي دوه رياستونو (( ارغوان او قسطله )) اتحاد او مسلمانانو خپل منځي اختلاف دمسلمانانو داقتدار وروستيو ډيوو ته دشمال تونده څپه ثابته شوه. ددې ناول زياته منځپانګه دصليبي جنګونو چې هغه وخت دمسلمانانو او صليبيانو ترمنځ راونې وى څرخي.ددې ناول اصلي څيره بدربن مغيره دى چې ځانته يې دشاهين په دره کې ځاله جوړه کړى وه اوپه لږشمېر سرښندونکو سره يې دعيسويانو لويو لښکرو ته ماته ورکړى وه. بدربن مغيره دقسطلې اميرانو اوعوامو د((سرحدي)) عقاب په نامه ياداوه ،دقسطلې دفوځونو پرخلاف دهغه سترو برياوو په وجه په غرناطه کې چې مسلمانانو وروستۍ تم ځاى ؤهم په دې نامه مشهور شو ،دغه شپيته ميله اوږد او څلويښت ميله سورور ځنګل له يوې مودې راپديخوا دهغوازادو سرښندويانو مرکزؤ چې له غرناطې سره بې طرفه او د سرحدعيسوي واکمنو سره په ټکرکې وو.له بدرنه وړاندې ددې سيمې امير دبدر پلار مغيره ؤ،هغه دعيسويانو زياتې سيمې په خپله ولکه کې راوستې وى ،دغرناطې حکامو غوښتل له هغه نه باج واخلي ،هغه دغرناطې پاچااستاذي ته ځواب ورکړ چې که دغرناطې حاکم عيسوي پاچاته جزيه ورنکړي نوداسيمه د دوى ده او زه به ددوى فوځ ديوه معمولي سپاهي په توګه له عيسويانو سره په جګړه ووياړم که داسې نه وي نوزه دغرناطې په منځګړيتوب دقسطلې عيسويانو ،په غبرګه غلامۍ راضي نه يم .هغه وخت غرناطه دخپلمنځي جګړو ډګر ډ .اوحاکم يې داهمت نه درلودچې دخپلو دښمنانوپه ډله کې دقسطلې عيسوي پاچا هم شمارکړي .ځکه يې مغيره ته ته ځواب واستاوه چې ترڅو ستامخالفت يوازې دسرحدي عيسوي پاچاهانو سره وي موږ به ستاسو په مخ کې خنډ نه شو . دقسطلې باج ورکوونکو عيسوي حاکمانو هم دخپلمنځي رقابت له لامله دمغيره پرخلاف کوم متحدمحاذ جوړ نکړاى شو او مغيره ته د تياري موقع په لاس ورغلى وه.دعيسوي حاکمانو ترواک لاندې محکومو مسلمانانو مغيره ته دملاتړ پيغام استاو ه او روسره يوځاى کېدل خوهغه لاشپږ زره سرښندويان راټول کړي وو چې داندلس په نصراني برخه کې يو لوى انقلاب راغى . دپنځم فردينانداو ازابيلا په واده دشمال داراغون او قسطلې دوه ځواکمن عيسوي رياستونه سره يو شول او دغه يوالې مسلمانانو ته سرت ګواښ شو ،دفرديناندپه وړاندې دوړوکو عيسوي امارتونو په حيثيت د وړوکو سردارانو په څير شو ،فرديناندهم دغرناطې دباج ګذار حکومت نه دمغيره وړوکې امارت زيات خطرناک باله ،هغه داسې هم احساس کړه چې ددې سيمې دنيولو لپاره دوى ته دډيرو لښکرو قرباني په کارده . مغيره دراتلونکو ګواښونو اټکل وکړ او داندلس په ساره او اوږدو کې دمجاهدينو په راټول لاس په کار شو هغه دخپلواکوسيمو دساتنې لپاره خپل يو مرستيال پريښود اوديومعمولي سوداګر په بڼه دندلس په سترو سترو هيوادونو راوګرځيد دقرطبې ،اشبيليې او نورو ښارونو هغه مسلمانان چې ارواوې يې دغلامۍ په ځنځيرونوکې ناارامې وى دده بلنې ته يې لبيک ووايه او دده په لاس يې دجهاد لپاره بيعت وکړ او مغيره ته يې وعده ورکړه چې دمناسب وخت په راتلو به دوى به په خپل خپل ښار کې دعيسويانو پرخلاف دبغاوت جنډې پورته کړي.خومغيره دا هم احساس کړه چې په نصراني اندلس کې ديوې اوږدې مودې لپاره دعيسويانو ترغلامۍ لاندې مسلمانانو کې ډير لږ داسې کسان دي چې مرګ او ژونديې داسلام لپاره وي،دپلارنيکه ددين نه دمسلمانانو داړولو لپاره چې عيسويانوکومې لارې او دسيسې په کار اچولې وى هغه ډېرې بريالۍ وى . اوس دفردينانددحکومت په ساحه کې مسلمانانو دمرتدکولو لارو چارو ډېر په توندۍ عمل روان ؤ.دمسلمانانو په مدرسو کې دعربي ژبې درس منع شوى ؤ،دعربي جامې اغوستل منع ؤ،مسلمانان په دې مجبوريدل چې خپل بچيان عيسوي ښوونځيو ته واستوي . هغوخلکو ته لږ امتيازات هم ورکول کېدل چې عيسوي دين به يې ومنو.خوڅوک چې مسلمان پاتې کېدل دا امر ورته شوى ؤ چې يوځانګړې نښان ټينګ کړي،په بازارونوکې به له هغوى سره سپک چلندکېده.په داسې حالاتو کې يوه کمزورې ډلګۍ پيداشوه چې ظاهراً عيسويان شوى ؤخو پټ يې په کورونو کې لمونځونه کول ،داندلس دپاتې مسلمانانو لپاره ترټولو خطرناک يو ولسي تحريک ؤدمنافقينو يوه ټولګي داندلسي او غيراندلسي ترمنځ جګړه پيل کړه،دې خلکو هسپانوي نژادمسلمانان دعربي نژادمسلمانانو پرخلاف سره يو کول او عيسوي حکومت ددوى دغه غورځنګ دخپلو ګټوموافق ليده او ملاتړ يې کاوه،دې خلکو به دعربي مسلمانانو پرخلاف په جوماتونو او دښار په ګڼه ګوڼه ځايونوکې برالا پروپاګندکاوه ،ددې وضع له امله داندلس زياتره عرب او بربر نژاده مسلمانان ياافريقې ته لاړل او يايې په غرناطه کې پناه واخېسته. مغيره چې ددې ښارونو ددورې نه راستون شو ډيراميدوار نه ؤ،په ديرشوښارونو کې نږدې څلور زره مسلمانانو دهغه په لاس دجهادبيعت کړى ؤ.خوهغه بياهم مايوس نه ؤ اوداژمنه يې وکړه چې داندلس هرښار ته دجهادپيغام ورسوي . هغه داهم احساسوله چې ترڅو دغرناطې کوم حکمران دعيسويانوپرخلاف دبغاوت جنډې اوچتې نه کړي نوپه اندلس کې داسلام دعظمت خوبونه بياليدل ممکن نه دي. دهغه دژوندترټولو ستر ارمان همدغه ؤچې دغرناطې کوم واکمن دعيسويانو پرخلاف دجهاداعلان وکړي او ددې دسرښندويانوپه فوځ کې شامل شي خو دغرناطې تخت دخود غرضو دسيالۍ ډګرؤ. مغيره بياهم همت ونه بايله هغه به هرکال په بدله جامه کې داندلس په ښارونو راګرځيده او خلک به يې جهاد ته چمتو کول او کله چې به بيرته راستون شو هم زيات وخت به يې داندلس دپټوډلوپه نامه په ليکلو تيراوه. دمغيره دزيار او هڅو سره سره عيسويان په دې بريالي شول چې مغيره په خپله لومه کې راګير کړي ،مغيره يې ديوهوښياراوځيرک جاسوس په وسيله چې (( ابوداود)) نوميده چې ظاهراً مسلمان ؤ چې دمسلمانۍ په جامه کې دمسلمانانو لوى دښمن ؤ هغه مغيره ته ديومجاهدپه نوم مغيره ته داسې يو ليک واستوه چې هغه پرې هيڅ شک ونه کړ .په ليک کې ابوداودهغه څه ليکلې ؤ چې مغيره ته يې دا ډاډ ورکړې ؤ چې ستاسره زمونږ مسلمانان جهادته چمتودي هغه ته يې په ليک کې ابوداود خپله پته ليکلې وه ،چې ترڅو مغيره په هماغه پته په جال کې راګيرکړي ،مغيره هم پرته له دې چې په ليک زيات فکر وکړي په هماغه لورې روان شو چې دڅومياشتو په تيريدو سره هغه بياراستون نه شو او دتل تل لپاره يې دا نړئ پريښوده.