نسبي تاریخ ټاکنه

نسبي تاریخ ټاکنه د تېرو پېښو د نسبي ترتیب (یعنې له یوه شي سره د بل شي د عمر پرتله کولو) علم دی، پرته له دې چې مطلق عمر (اټکل شوی عمر) یې وټاکل شي. په ځمک‌پوهنه کې ډبرې یا سطحي رسوبات او فوسیلونه د پوړ پوهنې له یوه ستون سره د بل ستون د پیوستون لپاره کارولی شو. د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د راډیومټریکې تاریخ ټاکنې تر کشف وړاندې چې د تاریخ ټاکنې مطلقه وسیله وه، لرغون‌پوهانو او ځمک‌پوهانو د توکو د عمر ټاکلو لپاره له نسبي تاریخ ټاکنې څخه کار اخیست. که څه هم نسبي تاریخ ټاکنه یوازې د ځینو پرله‌پسې پېښو ترتیب ټاکلی شي او د پېښېدو وخت یې نه‌شي ټاکلی، خو بیا هم یو ګټور تخنیک دی. د بیوسټرېټوګرافۍ (biostratigraphy) په مرسته نسبي تاریخ ټاکنه په پالیونټولوژۍ (paleontology) کې یو غوره مېتود دی او په ځینو برخو کې تر نورو دقیق دی. د انطباق قانون (Law of Superposition) چې وايي په یوه ساحه کې لرغونې طبقې تر نویو طبقو ژورې وي، د نسبي تاریخ ټاکنې پایله وه چې له اوولسمې پېړۍ څخه د شلمې پېړۍ تر لومړیو پورې په ځمک‌پوهنه کې ولیدل شوه.[۱]

ځمک‌پوهنه سمول

په ډبرینو طبقو کې د فوسیلونو منظم ترتیب د ۱۸۰۰ کال په شاوخوا کې ویلیم سمېت کشف کړ. ښاغلي سمېت د انګلستان په سوېل لوېديځ کې د «سامرسټ د ډبرو سکرو کان» د کیدنې پر مهال ومونده چې فوسیلونه تل په ډبرینو طبقو کې په هماغه ترتیب دي. د نقشه اخیستونکي په توګه یې د خپل کار په دوام په ټول انګلستان کې دغه ډول بېلګې وموندې. ده دا هم ومونده چې ځینې حیوانات یوازې په ځانګړو طبقو کې دي او په ټول انګستان کې په همدغو طبقو کې موندل کېږي. د دغه کشف په مرسته یې د ډبرو د جوړېدو ترتیب معلوم کړای شو. تر کشف شپاړس کاله وروسته یې د انګلستان د ځمک‌پوهنې نقشه خپره کړه چې د ځمک‌پوهنې د بېلابېلو دورو ډبرې یې وښودې.

د نسبي تاریخ ټاکنې اصول سمول

کله چې په اتلسمه پېړۍ کې ځمک‌پوهنه د لومړي ځل لپاره د یوه طبیعي علم په توګه را څرګنده شوه، د نسبي تاریخ ټاکنې لپاره ځینې مېتودونه جوړ شول. دا مهال لا هم ځمک‌پوهان د ځمک‌پوهنې د تاریخ او د ځمک‌پوهنې د اړوندو پېښو د وخت په اړه د معلوماتو وړاندې کولو لپاره لاندې اصول کاروي.

ورته‌والی سمول

د ورته‌والي اصل وايي، هغه جیولوژيکي پروسې چې اوس‌مهال د ځمکې قشرونه ورسره بدلېږي، د وخت په اوږدو کې یې کابو په همدغه ډول کار کړی. د ځمک‌پوهنې یو بنسټیز اصل چې سکاټلنډي ډاکتر او ځمک‌پوه «جېمز هاټون» په اتلسمه پېړۍ کې مطرح کړ دا دی چې «حال یا اوس‌مهال د تېر وخت کیلي ده». هاټون وايي: "زموږ د نړۍ تېر تاریخ باید د هغو پېښو په مرسته تشرېح شي چې دا مهال پېښېږي".[۲][۳]

متقاطع اړیکې سمول

د متقاطعو اړیکو اصل د را ښویېدلو ځمکنیو طبقو او هغو سلسلو د عمر اړوند دی چې دغه ښویېدنې په کې رامنځته کېږي. را ښویېدلې ځمکنۍ طبقې تر هغو ډبرو ځوانې دي چې غوڅې یا پرې دي. پر دې بنسټ، که داسې را ښویېدلې طبقه پیدا شي چې د ځینو جوړښتونو منځ ته نفوذ وکړي خو سر ته یې ونه‌کړي، هغه جوړښتونه چې غوڅ یا پرې شوې دي تر هغو را ښویېدلو طبقو پخواني دي چې نه دي پرې شوې.[۴]

انطباق سمول

د انطباق قانون څرګندوي چې د رسوبي ډبرو هغه طبقه چې له ټکټونیکي پلوه هوسا پاتې شوې یعنې نه ده ښورېدلې، تر لاندېنۍ طبقې ځوانه او تر پورتنۍ طبقې زړه ده. دلیل یې دا دی چې د مخکې رسوبي شوې یا ښکته تللې طبقې له بېخ څخه د ځوانې طبقې یا لایې ښويېدل شوني نه دي. یوازنۍ هغه ګډوډي چې په طبقو کې پېښېږي هغه «بیوټوربېشن» دی، یعنې حیوانات یا نباتات په لایو یا طبقو کې شیان خوځوي. [۴]

اړخیز پیوستون سمول

د اړخیز پیوستون اصل څرګندوي چې رسوبي طبقې په لومړیو کې په اړخیز ډول په ټولو خواوو کې پراخېږي. په بله وینا، دغه طبقې په اړخیز ډول سره تړلې یا پیوستې دي. په پایله کې هغه ډبرې چې له دې پرته سره ورته دي، خو دا مهال د یوې درې یا نورو دلایلو له امله سره جلا شوې دي، په اصل کې د پیوستو ډبرو په توګه فرض کېدای شي.

د رسوب طبقې یا لایې په نامحدود ډول نه پراخېږي؛ بلکې محدودیتونه د اوسني رسوب د کچې او ډول او د رسوبي ساحې د اندازې او بڼې په مرسته تشخیصولی او کنترولولی شو. رسوبات یوې سیمې ته لېږدي او بالاخره رسوب کوي. له دې سره سره، کله چې له سرچینې څخه د توکو اندازه کمه شي، هغه طبقه نازکه کېږي.

سیاره‌ پوهنه سمول

نسبي تاریخ ټاکنه تر ځمکې پرته د لمریز نظام په نورو سیارو کې د پېښو د ترتیب د ټاکنې لپاره کارول کېږي. سیاره پوهانو لسیزې لسیزې دغه ډول تاریخ ټاکنه د لمریز نظام د سیارو د رامنځته کېدو په اړه د پوهې لپاره کارولې ده، په ځانګړي ډول په اکثرو هغو سیارو کې چې د سطحې کومه اړونده بېلګه یې نه‌لرو. ډېری اصول په ورته ډول تطبیقېږي. د بېلګې په توګه، که یوه دره د یوې ژۍ په داخل کې جوړه شي، دره باید تر ژۍ ځوانه وي یعنې کم عمر ولري.[۵]

سرچينې سمول

  1. Stanley, Steven M. (1999). Earth System History. New York: W.H. Freeman and Company. د کتاب پاڼي 167–169. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-7167-2882-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Reijer Hooykaas, Natural Law and Divine Miracle: The Principle of Uniformity in Geology, Biology, and Theology "آرشیف کاپي". Archived from the original on ۱۴ جنوري ۲۰۲۳. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: BOT: original-url status unknown (link), Leiden: EJ Brill, 1963.
  3. Levin, Harold L. (2010). The earth through time (الطبعة 9th). Hoboken, N.J.: J. Wiley. د کتاب پاڼې 18. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-470-38774-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Olsen, Paul E. (2001). "Steno's Principles of Stratigraphy". Dinosaurs and the History of Life. Columbia University. مؤرشف من الأصل في ۰۹ مې ۲۰۰۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مارچ ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Hartmann, William K. (1999). Moons & Planets (الطبعة 4th). Belmont: Wadsworth Publishing Company. د کتاب پاڼې 258. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-534-54630-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)