نباتي هورمونونه

سريزه :

سمول

کرنيز محصولات  په خاصه توگه د ميوه جاتو د کميت او کيفيت  لوړولو په برخه کې د نباتي هورمونونه پيژندل ډير د اهميت وړ دي .بيدون له شکه د نباتاتو وده د تيغ وهنى څخه تر  مړينى پورى د غذائى موادو په شمول  د نباتي هورمونونه  تر کنترول  لاندې قرار  لرى . نباتي هورمونونه ډير کم مقدار ددې وړتيا لري چې د نبات  وده ايز فعاليتونه له  تيغ وهنې څخه د ژوند تر اخرنې مرحلى پوري تنظيم کړي .هورمون  د  يونانى لغات   د   Hormonea څخه  مشتق  شوي  دى چې  د  تحريکوونکې يا  پارونکې   معنا ورکوي او هغه طبيعي خا صو موادو ته چې کنترول کوونکې عمل په نباتاتو کې ترسره کړى هورمون ويل کيږي ، نو پدې اساس هورمونونه عضوي مرکبات دي  چې د نباتاتو په داخل کې جوړيږي او په  کم غلظت سره خاص فزيالوجيکې فعاليتونو ته تبارز ورکوي . نباتي هورمونونه  په  طبيعي  ډول په  نباتاتو كې جوړيږي او  په مصنوعي  ډول  هم  رامنځته کيږي . د شپيتو څخه زيات کلونه کيږي چې د نباتي وده کوونکو موادو لمړنې گروپ يعنى اكسيجنونه کشف شول .د نوموړو مرکباتو څخه استفاده په زراعت کې د نباتاتو په ځينو فزيالوجيکې فعاليتونوکې ډير د اهميت وړدي، او نن ورځ ددي موادو مصنوعي مشتقاتو څخه دخاصو اهدافو ته د رسيدو په خاطر استفاده کيږي د نباتاتو وده ايز فصل په اوږدوكې د هورمونونواندازه  په نباتاتو كې تغير مومي،د هورمونونو فعاليتونه د يو توازن په ډول په نباتاتو كې سرته رسيږي،كله د يو هورمون  فعاليت زيات شي او كله دبل فعاليت زيات شي . د يو با تعادله او با ثباته وده چې د ودې ښه کوونکې او ودې مخه نيوونکې هورمونونو تر مينځ د اړيکو تنظيم څخه عبارت دى  چې په نتيجه کې د نباتاتو بقا يا پايښت سبب گرځي .نو پدې اساس  ما اړينه وگڼله  چې دښوونې اوروزنې پوهنځي دكيميااوبيولوژي څانگې د ترتيب شوى موضوع گانوليست څخه اكسيجن او د هغه اغيزي په نباتاتو باندې انتخاب کړم اوخپل سمينار د دغه موضوع په اساس ترتيب کړم  په           درنښت .

اكسيجن

سمول

# اكسيجن تاريخچه او لمړى تجربي :

سمول

اكسيجن لمړنى کشف شوى نباتي هورمون دى . چارلس داروين چې د نباتي هورمونونه  د لمړنى څيړونکو  له  جملي څخه ؤ ،    په ١٨٨٠ م کال کې هغه لمړى د رڼا اغېزې په کنري  واښه  Phalaris canariensis )   (کولوپتيل حرکت باندې تشريح کړل . داروين د نوموړي نبات  کلوپتيل ئى د يوطرفه رڼا وړانگو ته کيښودل ، نو کلوپتيل د رڼاخواته کوږ شو، کله چې  د کولوپتيل څوکه ئى پرې کړله او د کلوپتيل پاتي برخه ئى د يو طرفه رڼا وړانگو ته کيښوده نو د کلوپتيل کږيدل د رڼا خواته صورت ونه نيوه ، داروين  دې نتيجې ته ورسيده  چې د کلوپتيل څوکه هغه انساج دي چې  رڼا حس کوي او ځنى معلومات (signal) د انتقال مسؤليت د کلوپتيل لاندينى برخو ته په غاړه لري چيرته چې د کولوپتيل کږيدلو فزيالوجيکي مسؤليت واقع کيږي . په ١٩٢٦ م کال کې  Went Fritz يوه څيړنه ئى ترسره کړه  چې هغه د وده کوونکوموادو څرنگوالي پيژندلو دپاره  داوربشي کلوپتيل څوکه ئى پري کړله  او پري شوي څوکه  د يو معين وخت دپاره  په آگار باندې کيښوده  او وروسته د آگار ټوټه ئى د  سرپري شوي کلوپتيل باندې د کلوپتيل څوکي په عوض کيښوده  ، ساقو بيرته وده پيل کړه  ( ١ ) شکل  .  په ١٩٢٨ م کال کې Went يوه طريقه ددغه نبات د وده کونکو موادو د کميت تعينولو د پاره انکشاف ورکړل . داسې نتايج ئى پيشنهاد کړل چې د ساقو کږيدل متناسب پر  ودې کوونکوموادو په مقدار چې په اگار کې دى . دغه تجربه د اوربشي تجربې په نامه باندې ونومول شوه .اکثره وروستى څيړنې چې مونږه د اكسيجن استعمال په باره کې ترلاسه کړي د Wentکارنتيجه ده چې  د نبات تحريک کوونکوموادودڅيړلو په باره کې لوى تاثير درلود.

اكسيجن تعريف :

سمول

اكسيجن کليمه د يوناني ژبې د Auxein څخه اخستل شوې ده چې معنا ئى وده کول دى،  اكسيجنونه په عمومي ډول غيرمشبوع عضوي تيزابونه يا د تيزابونو مشتقاتو څخه دي  چې د ساقو دکولوپتيل څوکى لاندې  حجراتو د اوږديدو عامل وگرځي او فزيالوجيکې فعاليتونو له نظره  انډول -٣- استيک اسيد سره شباهت ولري . حجراتو اوږديدل د اكسيجن  مهمترينه وظيفه ده ،  يواځينى طبيعيAuxins چې په نباتاتو كې شتون لري د  Indole-3- acetic acid(IAA) څخه عبارت دى ، يو شمير نور مرکبات هم موجود دي چې هر يو له دي مرکباتوڅخه اکسنى فعاليتونه ئى شايد  په IAA  باندې تبديل کيدلو سره نسبت ورکول شوي دي .

اكسيجن جوړيدل :

سمول

امينو اسيد تريپتوفان د انډول -٣- استيک اسيد د رامنځته کيدو لمړنۍ مادې په توگه پيژندل شوې ده . Wilmanاو همکارانو ئى يو انزايمي سيستم  ئى په پاڼو کې پيدا کړل چې تريپتوفان په  IAA باندې تبديل کيږي ، لدې څخه وروسته ډيرو نوروڅړونکوهم وښودل چې تريپتوفان لمړنۍ ماده د IAA د تشکيل په عالي نباتو کې ده ، هغه انزايمونه چې د  IAA دبايوسينتيز مسؤليت په غاړه لري په ځوانو حجراتو  ( نموئى حجراتو ) کې  ډير فعاله دي د اكسيجن جوړيدو عمده عوامل په نبات کې په لاندې ډول دي .

أ‌.     رڼا : په رڼا کې اكسيجن زيات توليديږي

ب‌. د حرارت درجه :

ت‌. عمر : هرڅومره چې د نبات عمر زيات شي د اكسيجن توليدکميږي .

ث‌. جست : د جست کميدو په ذريعه د اكسيجن توليد هم کميږي ، ځکه جست د تريپتوفان (د اكسيجن رامنځته کيدو لمړنې ماده ده ) رامنځته کيدو دپاره ضرورى دى .

اكسيجن جوړيدلو ځايونه :

سمول

اكسيجن شايد په هغه انساجو کې چې زيات ويش قابليت لري توليديږي لکه په فعاله مرستماتيكي نسجونو  ( نموئى نسجونو ) كې لکه په كوچينيو پاڼو ،  تاندو څانگو په څوکو کې ،  انكشافي جنين ، رسيدلى ميوي او په کم مقدار سره په زړو پاڼو او ريښو په څوکه کې پيداکيږي .

مصنوعى اكسيجنونه

سمول

نن ورځ  زيات مصنوعي اكسيجنونه کشف  شوي دي او د مختلفو مقصدونو دپاره استعماليږي  . مصنوعي اكسيجنونه هغه مرکبات دي چې   د IAA  ورته  دندې په نباتاتو کې ترسره کوي ، خود کيمياوي شکل له نظره فرق لري او په لاندې  گروپونو باندې  ويشل کيږي .

دانډول مشتقات :

سمول

په مصنوعي ډول ترلاسه کيږي  ډير لږ د استفادې وړ دي ځکه چې  د رڼا په مقابل کې تجزيه کيږي

انډول -٣- استيک اسيد  ( IAA ) ريښو په توليد کې ورڅخه استفاده کوي

انډول -٣- بويټريک اسيد  ( IBA ) ريښو په توليد کې استعماليږي 250 PMM غلظت سره کارول کيږي په تجارتي ډول زياتو  نومونو باندې پيدا کيږي يوازى د څو مثالونوڅخه ئى په لاندې ډول يادونه کوؤ، .  Hormex  : د ريښو ايستلو پوډر دي چې په بريالى توگه استعمال شو‌ي يو ډول توليد ترسره کوي ، چې انډول -٣- بويټريک اسيد لري اود لمړنې نباتي وده ښه کوونکې په توگه پيژندل شوي دي ( ٢ ) شکل  لاندې ډول هورميس مختلف ډولونه چې د نباتاتو مختلف ډولونو کښې د ريښو ايستلو دپاره کارول کيږي .

Hormex 1: واښين نباتات ، گلاب او داسى نورو د ريښو ايستلو دپاره

Hormex 3: دصبرکورنۍ ټولې وني کله ناجو د ريښو ايستلو دپاره

Hormex 8: سختوکلکو تل شنې ونې ، بيدون له پاڼو استراحت لرونکو قلمي Dip n Grow  : ريښه رامنځته کوونکې غليظه مايع ده چې په اسانى سره د اوبو په ذريعه رقيق کيږي .په يو گيلن کې  يو فيصد(١% ) انډول -٣- بويټريک اسيد او يونيم فيصد( 1.5% ) ١ نفتالين استيک اسيد د ريښو کولو اكسيجن په توگه پيژندل شوي دي ( ٣ ) شکل . دا محلول په اسانې سره د قلمو په ذريعه جذبيږي تقريباً ٣-٥ ثانيو پورى پدې محلول کښې غوټه شي . او نرمو نيمه نرمو او کلکو قلمو دپاره استعماليږي . 

بنزوئيکې اسيدونه :

سمول

٢ ، ٣ او ٦ – ټراى کلوروبنزويک اسيد

٢ – متوکسى ٣ او ٦ – ډاى کلورو بنزوئيک اسيد

نفتالين اسيدونه :

سمول

مصنوعي اكسيجنونه دي چې د نورو اكسيجنونه څخه زيات استفاده کيږي لکه د انساجو په کرنه کې او اثر ئى د IAA څخه زيات دى  . لکه  نفتالين استيک اسيد  ( α , β – NAA )  د ميوؤ د رنگړى کولو دپاره استعماليږي  .

کلورو فنوکسي استيک اسيد او د هغه مشتقات :

سمول

دامرکبات ډير رواج لري او نسبت  IAA ته ډير موثره دي . او کله چې د دوي څخه استفاده کيږي که احتياط ونه شي ډير خطرناک دي .

جدول (١ ) : د مصنوعي اكسيجنونو مشتقات په لاندې جدول کې ښودل شوي دي .

٢،٤- ډاى کلوروفنوکسي استيک اسيد  ( 2, 4-D ) په پراخه ډول د پلن پاڼو هرزه گياؤ وژونکې په توگه ډير کلونه کيږي چې استعماليږي او په نړې کې ورڅخه زياته استفاده کيږي چې د غټو لارو پاکولو او د ځمکو شودياره کولو دپاره هم استفاده کيږي .فنوکسي استيک اسيد مرکبات ډير پايدار دي . په حقيقت کې اکثراً دوه مشيمه نباتات يا پلن پاڼى نباتات نه شي کولاى دا مرکبات تجزيه کړي ، نو پدې اساس په ډيرکم غلظت سره کولاى شو لدې موادوڅخه استفاده وکړو. اکثراً نباتات د IAA انزايمونو لرونکې دي چې په عادى شرايطو کې د IAA تجزيه کيدو باعث گرځى،اما د 2,4-D يا 2,4,5-T تجزيه کيدو قدرت نه لري.


2,4-Dichloro phenoxy acetic acid (2,4-D)


α-Naphthalene acetic acid (α-NAA)


Indole-3-butyric acid (IBA)


indole-3-acetic acid (IAA)

کلوروفنوکسى استيک اسيدونه  هرزه گياؤ وژونکې دي چې په معمولى ډول سره په پرمختللي زراعت کې استفاده کيږي . Zimerman او Hitchcock په ١٩٤٢ م کال کې کشف کړه چې په مختلفو گروپونو ځاى پرځاى کول دفنوکسى اسيدونو په حلقه کې يا په فرعى ځنځيرونوکې په اكسيجنى فعاليتونه باندې شديداً اغيزې کوي.


د اكسيجن فزيالوجيکې اغيزي په نباتاتو کې

سمول

١-٣:- د حجراتو اوږديدل :

اکثره څيړني د حجراتو اوږديدنې په باره کې د کولوپتيل او د ريښو قطع شوي نسجونو په ذريعه ترسره کيږي . دا نسجونه لږ IAA  لرى او کله چې خارجي IAA سره په تماس کې شي زياتيږي . د حجروي ديوال نرم کيدلو زيات ميکانيزمونه موجود دي د ١٩٨٧م کال کې Ray وښودل خو اکثراً هغه نه دي قبول شوي ، تر ټولو څخه مشهوره ميکانيزم چې په وروستې کلونو کې رامنځته شوي . نوموړي نظريه دا ښى‌ء   چې اكسيجنونه ددې سبب گرځي دکلوپتيل حجراتو کې د هايدروجن ايونونه په حجروي ديوال کې ترشح کوي چې لمړى PH کميږي د حجروي ديوال نرميدلو سبب گرځي په اخر کې وده گرنډى کيږي  . احتمالاً په ټيټ PH کې د حجروي ديوال نرم کوونکې انزايمونه چې په عادي حالت په لوړ PH کې غيرفعاله وي فعاله وي  . کله چې اكسيجن حجري ته داخليږي نو د خاصونيوونکې (receptor)   په ذريعه تړل شوي دي چې د حجري په سطحي خوا کې واقع دي . د اكسيجن فرضى ميکانيزم چې د حجرې طولي اوږديدنه تحريک کولو دپاره په لاندې ډول دى . د حجروي ديوالونو مقاومت د پراخيدولو په مقابل کې کميږي .

أ‌.     د حجرى په داخل کې د اوبو تغيرات رامنځته کيږي .

ب‌.

د اوبو پوتنشيل کميدل د حجراتو په داخل کې د اوبو داخليدلو سبب گرځي . او بيرون خواته فشار  حجروي ديوال د بزگشت کوونکې په توگه عمل کوي .




( ٤ )  شکل  : د حجرى اوږديدل د اكسيجن په وسيله


٢-٣:- نهائى ځواک :

(٥ )  شکل : په مخروطيانو کې د نهائى څواک څوکه

د نودې څوکې وده د ساقى لاندې جانبى زخو د انکشاف او پرمختيا مخه نيسى  دغه پديده د نهائى ځواک (Apical dominance) په نامه ياديږي چې دا پيښه په مخروطيانو کې ښه ليدل کيږي لکه په (٥)شکل . کله چې د نبات پورتنې څوکه لري کړل شي نو نهائى ځواک لمنيځه تللو سره جانبې څانگې پدې توانيږي چې وده وکړي او بوټي يې نور هم سورور شي، داسى ښکاري چې نهائى ځواک د هغه اكسيجن انتقال  چې په Apical meristem   کې جوړيږي عبارت دى . انتهائى زخي نسبت اړخيزو زخو ته زيات اكسيجن لري ، د زخو وده نه کولو علت د هورمونونو بلانس دى . بل عامل د نهائى ځواک دپاره د ابسيزيک اسيد هورمون دى کله چې د يو نبات څوکه قطع شي نو د ابسيزيک اسيد اندازه په جانبى زخو کښې کميږي . د اكسيجن (IAA) لوړ مقدار د ساقى څوکه کې شايد د ابسيزيک اسيد مقدار ساتل په جانبى زخو کې سبب وي چې د اكسيجن منبع په ليرى کولو سره ( نهائى څوکه په پريکولو سره ) دغه ممانعت کوونکې غلظت  د ودي ( ابسيزيک اسيد ) په اړخيزو زخو کې ښکته کيږي او نهائى ځواک لمنځه تللو سبب وگرځي .

٣-٣:- د ميوؤ او پاڼوغورځيدو څخه  مخنيوى کوي :

د پاڼو او ميوؤ په لويدنه کې اكسيجن هم يو مهم رول لوبوي ، ځوانې پاڼي او ميوي  اكسيجن جوړوي او ترهغه وخته پورې  دا کارکوي چې د ساقى سره نښتې پاتې وي   .  د پاڼي او ميوؤ زړښت په وخت کې دپاڼو  pitule او د ميوؤpedicle  په لويدلوساحه ( abscission layer) کې د حجراتو حجروي ديوالونه د هايدروليز او پکتينيز انزايمونو په  ذريعه لمنځه ځي چې په همدغه دليل سره نوموړي حجرات سست کيږي چې د پاڼو او ميوؤ لويدو سبب گرځي .

فوتوتروپيزم :

سمول

د نباتاتو تازه نودو عکس العمل( حرکت ) د رڼا مستقيم جريان خواته  د فوتوتروپيزم په نوم  ياديږي ، د نبات تاندي نودي مثبت فوتوتروپيزم ښىء  د هغه خوانه چې رڼا ورته ورسيږي تاندي نودي د رڼا خواته وده کوي  . کله چې يوطرفه رڼا وړانگې په تاندو څانگو باندې ولگيږي نو پدې صورت کې اكسيجن سيوري خواته انتقال کيږي چې پدې اساس د اكسيجن غلظت په سيورى خوا کې نسبت د رڼا خوا څخه  زياتيږي .

( ٦ ) شکل: اروبشى په نبات کې د تروپيزم پديده ښودل شوى ده

د فوتوتروپيزم څيړنو د اكسيجن کشف باعث شو څنگه چې کلوپتيل سر قطع شوى (هغه  کلوپتيل چې بيدون له څوکه وي ) د يوطرفه رڼا وړانگو په مقابل کې عکس العمل نه ښىء ، چې د کولوپتيل په سر کې اكسيجن جوړيږي او همدارنگه phototropism دکلوپتيل  تيارې سطحي او رڼا سطحى ترمنځ  د ودې اختلاف نتيجه ده په د فوتوتروپيزم په اوربشى کلوپتيل کې ، کولاى شو داسى تصور وکړو چې کږيدل د اكسيجن د نامنظم ويش  نتيجه ده ( ٦ ) شکل.د رڼا سطحه  نسبت تيارى سطحه ته څو مراتبه کم اكسيجن لرى، نو پدې اساس دا موضوع د پوهيدلو وړ ده  چې تيارى سطحه ډيره اوږده کيږي، ځکه اكسيجن مثبت اثر د کولوپتيل په اوږديدو باندې لري . دا خبره  روانه شوې ده چې اكسيجن د رڼا اغيزو له وجې د رڼا په مقابل کې تجزيه کيږي ، دغه پيښه کله چې د نبات  په طبيعى شرايطو کې واقع شي او رڼا ته کيښودل شي صورت نيسى ، چې پدې صورت کې دى نتيجه ته رسيږو چې رڼا د اكسيجن دځاي پرځاى کولو په سبب د روښنائى خوا څخه تيارې خوا ته کيږي . 

جيوتروپيزم

سمول
(٧) شکل : د ريښو جيوتروپيزم

په عمومى صورت سره ريښى نسبت ساقو ته د IAA   اندازې سره حساسې دي او د IAA  مقدار زياتيدل په ريښه کې د جاذبى قوى په ذريعه سره د همدغه ساحى وده درو ي .  ريښې معمولاً  لاندې خواته په خاوره کې دننه وده کوي او د جاذبې قوې په نتيجه کې اكسيجن د ريښو لاندې برخو کې ذخيره کيږي چې د اكسيجن غلظت لوړيدو سره د ودې اوږديدنې مخنيوى کوي ( ( ٧ )  .او د ريښو په پورتنى خوا کې چې د اكسيجن غلظت د ځمکې جاذبى قوى په وسيله کميږي د حجرو اوږديدنه رامنځته کيږي چې gravitropism صورت نيسى.         

د ايتلين گاز توليد :

سمول

له هغه وخت څخه چې  وښودل شو چې اكسيجن د اتيلين توليد په مختلفو انساجو کښې تحريک کوي ،  Zimermanاو Wilcoxon په ١٩٣٥ م کال کې لمړنې کسان ؤ چې و‌‌ىى ويل  په رومي بانجان اكسيجن د ايتلين تدريجى توليد تحريک کوي  . او ددغه وخت څخه وروسته ډير گزارشونه په کامل نباتاتوجداشوي برخو کښې ورکړل شوي دي چې اكسيجن د ايتلين توليد تحريک کوي ١٩٩٠ م کال Arteca . دا معلومه کړه چې اکثره هغه عکس العملونه چې د ايتلين د توليد سبب گرځى  اكسيجن ته نسبت ورکول کيږي .


٧-٣:د ميوؤ پراختيا او انکشاف :

(٨ )شکل : د ميوي انکشاف

د ميوؤ اندازه غټيدل عمدتاً د حجراتو د غټيدو له سببه کيږي. د حجراتو پراخيدلو او وده کې اكسيجنونه دخيل دي او بنيادي نقش د ميوجاتو په وده کې ترسره کوي ، ميوه د يو گل د تخمدان  ( ovary ) د انکشاف څخه عبارت دى کله چې گل کې گرده افشانى او وروسته القاح صورت ونيسى چې په نتيجه جنين رامنتځته کيږي چې نوموړى  جنين  د اكسيجن توليد سبب په گل کې کيږي او دغه رامنځته شوي اكسيجن د تخمدان شاوخوا ساحو د انکشاف باعث گرځى چې په حقيقت کې ميوه وده کوي (٨)شکل .د اكسيجن  اغيزي له جملى څخه ښه مثال  يى د ځمکنې توتانو د ميوؤ  انکشاف دى چې  اكسيجن په اندوسپر او نارسيدلى جنين کې توليديږي  او د نوموړو غړو څخه خارج کيږي چې د ميوي وده تحريک کوي  .


ريښو توليد او پراختيا :

سمول

Julius van   په ١٨٨٠ م کال کې لمړنې شخص ؤ چې ويى ويل  د ځوانې پاڼي  او فعاله  زخي د انتقال وړ نباتي وده کوونکو موادو لرونکي دي چې ريښي توليدول گړندې کوي . د نباتي وده کنترول کوونکې مواد لکه اكسيجنونه ، سايتوکينينونه ، جبرلينونه ، ايتلين ، براسينواسترائيدونه د يو اندازه مخه نيونکو موادو لکه ابسيزيک اسيد د ريښى توليد باندې تاثير لرى . د ريښو په اپى درمل حجراتو کې د اكسيجن راټوليدنه د جانبى يا دويمى ريښي د جوړيدنه رامنتځه کوي ، اكسيجن د تغير خوړونکې ريښو جوړښت  د نباتاتو په ځينې ډولونو کې تحريک کوي . تغيرخوړونکې ريښي د ساقو او پاڼو نه وده کوي  نه د نبات منظم ريښوي سيستم څخه .

ککړتيا

سمول

               داوبو، خاوري اوهوا په کيمياوي بيالوجيکي اوفزيکي حالت کې غيرمساعد بدلون ته يا هغه فعاليت چې دانساني فعاليتونو په نتجه کې رامنځته شو ي دکــــــــکړتيــــــــــا (Pollution) پنوم ياديږي . په طبعي ډول هم ککړتياصورت نيسي .

الف ) مګما(Magma) او  لاوا (Lava) کاني مواد دي چې په ځمکه کې د زياتي تودوخي په صورت کې منځته راځي .

ب  )  په ځمکه کې دخاليګاه موجوديت دزلزلوامکان برابر وي .

دهواککړتيا

سمول

         په اتوموسفيرکې اکسيجن اوپنځلس نوعه ګازونه شته لکه کاربن ډاى اکسايد ، کاربن مونواکسايد ، سلفرډاى اکسايد  ، هايدروجن سلفايد ، اوزون ، ارګون ، نايتروجن ، هيليوم  اوداسي نور ...

          اکسيجن په اتوموسفيرکې يونــفر د ورځي 500cal تنفس کوي اوضرورت ورته لري .کوم عوامل چې داکسيجن دکموالي سبب ګرځي  عبارت دي له :

(1)         داختراق عمليه

(2)       دځنګلونواودنباتاتوله منځه وړل

(3)       دکاربن ډاى اکسايد زياتوالي چې داکسيجن لږوالي رامنځته کوي .

داوبوککړتيا

سمول

                     د اوبوکيمياوي، فزيکي اوبيالوجيکي حالتونوکي غيرمساعد بدلونونوته د اوبوککړتيايا Water Pollution وايې . کيمياوي لکه منرالونه فزيکي لکه يخوالي اوګرموالى اوبيالوجيکي لکه Microbial Pollution .





(1) Seang Waste :. دفابريکو، اشپزخانو، تشنابونو ، فاضله موادو دغورځيدو اوبه   هم ککړتياپيداکوي اود اوبوداکسيجن کموالى رامنځته کوي . چې پدې صورت کې د اوبوژوندي اجسامو ژوند دتهديد سره مخامخ کيږي .

(2)  Agriculture waste :. زراعتي بقاياوي اوکيمياوي سرې چې کله دغه شيندل کيږي . 40% يې داستفادي څخه وځي اوداوبودمنابعوسره ګډيږي . فاسفيتونه نايتريتونه او امونيا زياتيږي . چې په نتجه کې دحيوان ژوند دتهديدسره مخامخ کيږي

(3)  Fertilizer:. دسرې پواسطه داوبوککړتياصورت نيسي .

(4)  دافت وژونکوپواسطه (Pesticides) : چې په ځينونباتاتوشندل کيږي اوداوبو پواسطه بيا وينځل کيږي بيادغه اوبه سيندونواوبحرونوته ځي اوهلته موجودو ژوندي اجساموته ډول ډول خطر رامنځته کوي .DDT د دوهمي نړيوالى جګړي نه وروسته د25 کالوپه موده کې ډيرزيات استعمال شو .

  (5)دفابريکوپواسطه (Industrial Pollution) :. دماشينونو اودفابريکو د پراختيا سره ککړتيا يا Pollution رامنځته کيږي . هرکال 4x40mt مټرک ټنه تيل دکيشتيوڅخه بحرونوته غورځيږي چې دبحرسطحه پوخوي . چې داوبودککړتياسره سم د اکسيجن دکمښت سبب ګرځي .

(6)  Microbic waste:. دانساني نـــفوس په زياتيدوسره ميکروبونه هم زياتوالى پيداکوي . چې دامکروبونه دبحرونواوبوته ځي اوککړتيارامنځته کوي .


اكسيجن کرنيز استعمال

سمول

١-٤:- پارتينوکارپيک ميوؤ توليد  :

ځينى ميوي بغير له دې چې گرده افشاني په ذريعه القاح شي ميوي توليدوي اوبيدون له تخمونو څخه  عادى وده کوي .  پارتينوکارپى د نباتاتو په ځينو ډولونو کې لکه اناناس ، روميان ، خټکې او داسي نور چې زيات تخمونه په ميوه کې لرى ليدل شوي دي ، ځنى ميوي د پارتينوکارپيک توانائى نه لري او بعضي يو تخم لرونکې ميوه جات کولاى شي د پارتينوکارپيک طريقې ميوې توليد کړي . څو ډوله پارتينوکارپيک ميوې په لاندي څو طريقو باندې صورت نيسي .

أ‌.     د ميوي وده بغير د گرده افشاني صورت نيسي : دا ډول پارتينوکارپيک په روميانو ، بادرنگ، اناناس او داسى نور کې صورت نيسي .

ب‌. د ميوي وده د گرده افشاني په ذريعه تحريک کيږي : کله چې گرده افشاني صورت ونيسي وده شروع کيږي  او هغه نباتات چې د جينتکې نظره شنډ دي له دې طريقى سره مطابقت لري لکه د انگورو ځينو ډولونو کې

ت‌. بيدون له دانې څخه دميوؤ تشکيل :  په دغه حالت کې گرده افشاني صورت نيسى ولى مخکې له دې چې ميوه پخوالى ته ورسيږي د جنين وده دريږي او له منځه ځى .

(  ٩ ) شکل  : د هنداونى پارتينوکارپيک ميوه

ډير پخوا څخه پيژندل شوى ده چې نباتات کولاى شي د پارتينوکارپيک په شکل تشکيل شي . د گرده افشاني په ذريعه يو مقدار زيات اكسيجن په تخمدان کې آزاديږي چې د ميوي په تشکيل کې رول لوبوي ، طبيعى پارتينوکارپيک په تخمدان کې زيات اكسيجن له سببه رامنځته کيږي ، اکثره هغه  ميوه جات چې د پارتينوکارپيک په شکل رامنځته کيږي  نسبت هغه واريټى ته چې په طبيعى ډول پارتينوکارپيک نه دي زيات اكسيجن لرى مثلاً بي دانې انگور نسبت دانه لرونکو انگورو ته زيات اكسيجن لرى .

پدې اساس گرده افشاني په وخت کې زيات اكسيجن ازاديږي په تخمدانونو کې چې گرده افشاني ته ضرورت نه لري نو د اكسيجن مقدار زيات وي ، په اسانى سره ويلى شو چې د اكسيجن استعمال په گلانو باندې کولاى شي د ميوؤ تشکيل په مصنوعى ډول القاح کړي په ( ٩ ) شکل کې هندوانه پارتينوکارپيک ليدل کيږي  . په پارتينوکارپيک ميوه جاتو کې د اكسيجن کافى منبع تخمدان طبيعى توليداتو څخه او يا هم په مصنوعى اكسيجن استعمال په ذريعه برابريږي . د پارتينوکارپيک ميوه جاتو په تشکيل کې علاوه له اكسيجن څخه نور مواد لکه پوره غذائى مواد هم اغيزه کوي .

٢-٤:-  د ميوي غورزيدني مخه نيسي :

(١٠ ) شکل : د نارنجو ميوؤ غورځيدنه

مصنوعى اكسيجنونه  د ميوي لرونکې ځينو ونو ډولونو کې د نارسيدلواو د انکشاف په حال  ميوؤ کې  د لويدو طبقي ( abscission layer ) د رامنځته کيدو مخه نيسي چې پدې نتيجه کې د ميوؤ لويدو مخنيوى کيږي .ددغه هدف دپاره د اكسيجن استعمال نبات تيرباسى ( غولوى ) ترڅو نبات خپله  موجوده وده وساتى او مړې شوي حجري تحريک کوي . لکه د NAA د 5 - 20 pmm غلظت سره د حاصل ټولو څخه ٣ – ٤ هفتې مخکې په مڼوؤ کې استعمال شي د لويدنى مخنيوى کوي (١٠) شکل .

٣-٤:-  د اكسيجن استعمال په قلمو کې :

( ١١ ) شکل : د انډول بيټريک اسيد استعمال په قلمو باندې

طبيعى هورمونې مواد په ډله کې اكسيجن او ايتلين د نيلو په تشکيل کې په مستقيم يا غيرمستقيم ډول عمده برخه اخلي . د اكسيجنو د ډيرو وظايفو څخه يوئى په قلمو کښې د نيلو تشکيل دى . اكسيجن  عموماً خپله اغيزه د ايتلين توليدولو سره ښکاره کوي يعنى اكسيجن د ايتلين د تشکيل سبب کيږي او ايتلين د نيلو په تشکيل کې مستقيماً برخه اخلى . انډول استيک اسيد او انډول بيوټريک اسيد د هغو اكسيجنونو څخه دي چې د نيلو په جوړښت کښې مهم رول لوبوي خصوصاً انډول بيوټريک اسيد د ټولو اكسيجنونو په نسبت د نيلو په تشکيل کې فعال دى   .  مصنوعى اكسيجنونه د طبيعى  IAA د استفادې وړ وگرځيدل ځکه داكسيجنونو د IAA انزايم په ذريعه نه تخريب کيږ ي اوډير وخت پورې په انساجو کې دوام کوي . اكسيجن خارجى استعمال کولاى شي چې ريښې توليدښه کړي او دريښود چټکې ودې سبب وگرځى ، په داسى حال کې چې د ريښود اوږديدلو ممانعت کوي . مگر داچې د اكسيجنونو غلظت په کافى اندازه لږ وي  . د اكسيجن تغيرخوړلې ريښي انکشاف زياتوي ، اکثره دريښو ايستلو تجارتي پوډر چې په اسانه سره ترلاسه کيږي او ډير گټور دي    . د اكسيجن تيزابي شکل يوازى په کم غلظت سره په اوبو کې حل کيدو وړ دى ، خو د زياتو غلظت لرونکې تيزابي اكسيجنونو لمړې بايد څو قطرۀ الکول يا امونيم هايدرواکسايد په اوبو کښې اضافه شي او بيا اكسيجن په ډيره کراره په اوبو کې اچوؤ ، په اکثرو مواردو کې اكسيجنونه په مالگين شکل ډير ښه دى ځکه چې ډير په اوبوکې حل کيږي او پدې اساس د هغوي تاثيرات هم زياتيږي  . متاسفانه اكسيجن په ټولو نباتاتو ډولونو کې د ريښو توليد نه تحريک کوي ، په حقيقت کې يو تعداد نباتات چې ريښې په سختى سره توليدوي ، IBA  او  NAA اكسيجنونه چې د قلمو توليد دپاره استعماليږي ځکه چې اکثره نباتي انواعو کې د هغوى استعمال سره عکس العمل ښئ ، همداسي نور اكسيجنونه هم موجود دي چې د ريښي په توليد کې موثر پيژندل شوي دي په قلمو کې د اكسيجن استعمال گټي په لاندې ډول دي .

أ‌.     د قلمو زيات فيصدي  ريښى توليدوې .

ب‌. د ريښو تشکيل سريع کوي .

ت‌. په قلمو کښې د ريښو تعداد او کيفيت  زياتوي .

د اكسيجن استعمال په قلمو باندې زياتي طريقي موجودې دي چې له هغوى څخه لاندې درې عمده طريقى ذکر کوؤ .

د اكسيجن او تالک پوډر مخلوط :  پدې طريقه کې د قلمو اخرنى برخي د 1 – 2 cm په اندازه د اكسيجن او تالک پوډر په مخلوط باندې ولړل شي ، بايد دقلمو اخرنى برخي مرطوبى وي ترڅو پوډر په اسانى سره جذب شي . ددي طريقى فايده : دا طريقه په ډيره اسانى او سرعت سره ترسره کيږي او نواقص ئى يوشان مشابه نتايج ورڅخه نه ترلاسه کيږي ځکه د نوموړي پوډر متفاوته اندازه د قلمو په ذريعه جذب کيږي .

رقيق محلول کې د قلمو ايښودل :  د قلمو قاعده يا اخرنى برخه 1 – 2 cm په اندازه دNAA او يا IBA په رقيق محلول چې د (20 –200 ppm) غلظت ولري  او د  2 – 24 Hپورى  په محلول کې قلمې ايښودل کيږي او د هغه څخه وروسته قلمې کرل کيږي . دا طريقه عامه نه ده ځکه چې سريع طريقه نه ده او خاصو وسايلو ته ضرورت لري .

غليظ محلول کې د قلمو ايښودل :  د قلمو قاعده يا اخرنى برخه 1 – 2 cm په اندازه NAA او يا IBA  په غليظ محلول  (500 – 1000ppm)  کې اوپنځه ثانيو پوري په محلول کې قلمي ايښودل کيږي او د هغه څخه وروسته قلمي کرل کيږي . دا طريقه ډيره رواج لري  ځکه کمه خطائى لري ، د کار سرعت ئى زيات دى او بل داچي د هورمونونو غليظ محلول ساتل په يخچال کې ډيره اسانه ده  .مناسب محلول جوړولو دپاره دا مواد چې د سپين پوډر په شکل موجود دي لمړى يو اندازه خالص الکل سره حل کوؤځکه چې هورمونونه د اوبو سره نه حليږي وروسته حاصل شوي محلول په ٥٠ % خالص الکول او ٥٠ % مقطراوبه د ضرورت وړ اندازې ته رسوؤ . البته يو گرام کيمياوي ماده په يو ليتر کې د 1000 pmm غلظت سره برابر دي ، نو پدې اساس د سلو ملي ليترو محلول جوړولو دپاره چې د اكسيجن غلظت 300 pmm وي 0.3 gr ته ضرورت دى . اكسيجن په پورتنى مخلوط کې حل کوؤ بيا حجم ئى سل ملى ليترو ته رسوؤ . محلول پاشي بايد په سحر يا مازديگر صورت ونيسي ترځو کم تبخير شي او همدارنگه د گرمى لوړه درجه ، مصرف وخت ، غلظت او استعماليدونکې موادو ډول د دغه کار د پاره ضروري دي .

٤-٤:-  گل نيونه :

د نباني وده کوونکې موادو اثرات د جنسيت تعين دپاره په پراخه پيمانه په بادرنگ کې د څيړونو لاندې نيول شوي دي ، لمړنى څيړونو وښودل چې کله چې اكسيجن په بادرنگو باندې گلانوتعداد زياتوي . ايتلين د اكسيجن تحريک له له وجي د گلانو د جنسيت تغير مسؤل دى . په بعضو مواردو کې د داخلي اكسيجن او جبرلين اندازې تغير کيدل د نارينه او ښځينه گلانود رامنځته کيدلو سره ارتباط لرى . نن ورځ معلومه شوي ده چې د اكسيجن د داخلي توازنچې د ايتلين توليد سبب گرځي ، او جبرلين په بادرنگو کې جنسيت تعين کوي

٥-٤:-  هرزه گياه وژونکو په حيث :

د مصنوعي اكسيجن پراخه استعمال د ١٩٤٠ م کال راهيسي په تاويدونکې هرزه گياؤ کنترول دپاره په زراعت کې استعماليږي . د مصنوعى اكسيجن استعمال د محصولاتو ارزښت زياتوي چې د کارگر اندازه کميدو په ذريعه . مصنوعي اكسيجن لکه 2,4-D (2,4-dichlorophenxy acetic acid )   په پراخه ډول استعماليږي لکه د هرزه گياه وژونکې په حيث استعماليږي ، ددى دپاره چې دا نسبت  دنورو کيمياوي هرزه گيا ه وژونکې په پرتله ډير اقتصادي دى . 2,4-D او نور مصنوعي اكسيجنونه انتخابي اثرات لري او پلن پاڼي ( dicots )   وژني . 2,4-D پر يو هکتار کې ١ – ٢ کيلو گرام د گياو شنه کيدو څخه مخکې په خاوره کې اضافه کيږي .

پايله

سمول

اكسيجن لمړنې کشف شوى  نباتي هورمون دى چې  د نباتاتو په  تاندو څانگو په څوکو کې ،كوچينيو پاڼو ، انكشافي جنين او يا په فعاله مرستماتيكي نسجونو  ( نموئى نسجونو ) كې موندل  کيږي  . Auxins د حجرې په ديوال باندې اغيزه لري حجروي ديوال اوږدوي،د ميوؤ انکشاف سبب کيږي ، همدارنګه په ميوؤ كې د اتيلين د غاز د توليد سبب كيږي .چې دا غاز د ميوؤ د پخيدو سبب ګرځي.. دا هورمونونه په تجارتي ډول توليديږي  په يو معين غلظت  سره Auxins كوچينۍ ميوې ړنګړۍ كوي او په يو ټاكلي غلظت سره د ميوؤ د تويدو څخه مخنيوى كوي چې د بوټو په زياتوالي (تكثير) كې  په خاصه توگه د قلمو د نيلو د توليد لپاره پكار وړل كيږي چې له كينولو وروسته په چټكۍ سره د نيلو د توليد سبب كيږي .اكسيجنونه د ځمكې د جاذبې قوي په وسيله  له پاسه ښكته خواته حركت كوي چې د اړخونو د خاښود پندكونو( غوټيو) د ودې  مخنيوى كوي. كه  پاسنى  پندك يوه اندازه ښكته خواته كوږ شي او يا له پندك څخه ټيټ انتقالي نسجونه پرې شي او يا مخه نيوونکي هورمونونه مصنوعي مشتقات استعمال شي  د Auxins  حركت ښكته  خواته له منځه ځي او د  خاښونوداړخيزو  پندكونو دو دي سبب كيږي   .






سپارښتنى

سمول

1.     په لويو باغونو کې د ميوه جاتو په ځينو ډولونو کې ړنگې کول د لاس په ذريعه ډير مصارف ته ضرورت لري او ډير وخت نيسي ،د دغه ستونزې د حل لپاره بايد د مصنوعي اكسيجنونو( NAA ) استعمال شي .

2.   د ميوه جاتو لويدنه مخکې د حاصل ټولولو څخه په باغونو کې لويه ستونزه ده چې د ميوه جاتو د حاصل کمښت سبب گرځى نو بايد د NAA څخه استفاده وشي.

3.   د تل شنو ميوؤ په ځينو ډولونو کې قلمې په ډير سختى سره ريښې کوي نود دغه مشکل حل دپاره چې ريښې کولو ته سرعت ورکړل شي بايد د قلمو قاعده د مصنوعى اكسيجن  IBA  محلول سره معامله شي .










ماخذونه

سمول

1.      حمزه خيل ، ن.ګ.( ۱۳۸۱).  هارتيكلچر لكچر نوټ. دكابل پوهنتون .

2.    ريچارد ، ان آ . ترجمه ، حجازى ، ا . (١٣٧٩) مبانى فيزيولوژيکى کاربرد مواد رشد گياهى .دانشگاه تهران، ص ١ – ٧ ،ص ٥٤ – ٦٧ ، ص ١٠٢ - ١٣٠ .

3.    مرادى نژاد ، ف . ( ١٣٨٣ ) اصول باغبانى . انتشارات فرهنگ جامع ص ١٧٦ – ١٨٠

4.    http://www.google/herbicide/afectofauxineonplant/encyclopedia

5.   http://www.google/plant-hormones.info/encyclopedia/auxins

6.   http://www.google/parthenocarpic 

7.    http://www.google/imageofauxine/hom