ناپولیوني جګړې

د ناپولیون جګړې (پیل په ۱۸۰۳ – پای په ۱۸۱۵) یو لړ لویې نړیوالې جګړې وې چې د فرانسې امپراتورۍ سره له خپلو متحدانو د ناپولیون په مشرۍ د اروپایي هېوادونو یوې ټولګې په وړاندې چې بېلابېل اېتلافونه یې جوړ کړي وو، ترسره کړې. دا جګړې د داسې یوې دورې لامل شوې چې فرانسې د اروپا براعظم په ډېری برخه تسلط پیدا کړ. دا جګړې د فرانسې انقلاب او د فرانسې انقلابي‌ جګړو لکه د لومړي ائتلاف جګړه (۱۷۹۲ – ۱۷۹۷) او دوهم ائتلاف جګړه (۱۷۹۸ – ۱۸۰۲) اړوند د نا حل شویو شخړو له امله رامنځته شوې. ناپولیوني جګړې ډېری د پنځه شخړو په هکله توصیف کېږي چې هریو یې د هغه ائتلاف په نوم یادېږي چې ناپولیون سره جنګېدلي دي: دریم ائتلاف (۱۸۰۳ – ۱۸۰۶)، څلورم (۱۸۰۶ – ۱۸۰۷)، پنځم (۱۸۰۹)، شپږم (۱۸۱۳ – ۱۸۱۴) او اووم (۱۸۱۵) همدارنګه د ټاپو وزمې جګړې (۱۸۰۷ – ۱۸۱۴) او په روسیه باندې د فرانسې برید (۱۸۱۲) سره.

په ۱۷۹۹ کال کې کله چې ناپولیون د فرانسې لومړي قنسول مقام ته ورسېد، له ګډوډۍ ډکه جمهوري ورته په میراث پاتې وه؛ هغه وروسته له مالي ثبات ډک، پیاوړي بوروکراسۍ او ښه روزل شوي پوځ لرونکی دولت جوړ کړ. د ۱۸۰۵م کال په ډسمبر کې هغه څه تر لاسه کړل چې د هغه ترټولو لویې بریا په توګه ګڼل کېږي او د روسیې او اتریش د متحدینو پوځ ته یې په آسټرلیټز کې ماتې ورکړه. په سمندر کې، بریټانیا د فرانسې او اسپانیا ګډ سمندري پوځ ته د ۱۸۰۵م کال د اکټوبر په ۲۱مه د ټرافالګار په جګړه کې په شدت سره ماته ورکړه. دې بریا په سمندر کې د بریټانیا کنټرول تضمین کړ او پر بریټانیا له برید څخه یې مخنیوی وکړ. پروسیا چې د فرانسې د ځواک زیاتېدا څخه په اندېښنه کې وه، ځکه یې له روسیې، زاکسن او سویډن سره څلورم ائتلاف جوړول رهبري کړل چې د ۱۸۰۶م کال په اکټوبر کې یې جګړه له سره پیل کړه. ناپولیون په چټکۍ سره پروسان په جینا او روسان په فریډلنډ کې مات کړل او په دې براعظم کې یې یوه ناامنه سوله رامنځته کړه. په هرحال، سوله ماته شوه، ځکه چې په ۱۸۰۹م کال کې له پنځم ائتلاف سره چې د اتریش په رهبرۍ په ښه توګه چمتو شوی وو، جګړه پیل شوه. په لومړیو کې، اتریشیانو په آسپرن – اسلینګ کې یوه حیرانوونکې بریا ترلاسه کړه، خو ډېر ژر یې په واګرام کې ماته وخوړه.

ناپولیون په دې امید چې له خپل براعظمي سیسټم له لارې بریټانیا له اقتصادي پلوه ضعیفه کړي، په پرتګال، د اروپا براعظم کې د بریټانیا یوازینی متحد، باندې یې برید وکړ. په ۱۸۰۷م کال کې د لیسبون له اشغال وروسته، او په اسپانیا کې د فرانسوي پوځیانو لویې برخې شتون سره، ناپولیون له فرصت څخه ګټه پورته کړه او له خپل پخواني متحد سره یې مخالفت وکړ، د اسپانیا شاهي کورنۍ یې لرې کړه او په ۱۸۰۸م کال کې د لومړي خوزه په توګه خپل ورور د اسپانیا پاچا په توګه معرفي کړ. اسپانویانو او پرتګالیانو د بریټانیا په ملاتړ بغاوت وکړ او له شپږو کلو جګړې وروسته په ۱۸۱۴م کال کې یې فرانسویان له ایبریا څخه وشړل.

په همدې وخت کې، روسیې چې نغوښتل د سوداګرۍ د کمېدو اقتصادي پایلې وزغمي، په مکرر ډول یې براعظمي سیسټم باندې نیوکې وکړې او ناپولیون یې اړ کړ ترڅو په ۱۸۱۲م کال کې پر روسیې یو لوی یرغل ترسره کړي. د دې لښکرکښنې پایله کې فرانسې ته یوه لویه فاجعه وه او د ناپولیون لوی پوځ (Grande Armee) یې نږدې په بشپړ ډول له منځه یوړه.

اتریش، پروسیا، سویډن او روسیه له دې ماتې وروسته وهڅول شول او شپږم ائتلاف یې جوړ کړ او د فرانسې په وړاندې یې نوې مبارزه په لار واچوله او د ۱۸۱۳م کال په اکټوبر کې، ناپولیون ته له څو بې پایلې جګړو وروسته ماتې ورکړه. متحدینو وروسته له ختیځ څخه په فرانسې برید وکړ، په داسې حال کې چې د ټاپو وزمې جګړې سوېل لوېدیځې فرانسې ته مخه وکړه. د ائتلاف ځواکونو د ۱۸۱۴م کال د مارچ په پای کې ونیوه او په اپرېل کې یې ناپولیون د واک پرېښودو ته اړ کړ. هغه د البا ټاپو ته جلاوطنی شو او واک بیاځلې بوربونانو ته وسپارل شو. خو ناپولیون د ۱۸۱۵م کال په فبرورۍ کې وتښتېد او کابو د سل ورځو لپاره یې د فرانسې کنټرول بېرته لاس ته راوړ. د اووم ائتلاف له جوړېدو وروسته، متحدینو د ۱۸۱۵م کال په جون کې په واټرلو کې بیاځلې هغه ته ماتې ورکړه او د سنټ هلنا ټاپو ته یې جلاوطنی کړ، چېرته چې شپږ میاشتې وروسته هغه ومړ.

د ویانا کنګرس د اروپا پولې بیاځلې رسم کړې او د نسبي سولې یوه دوره یې رامنځته کړه. دې جګړو پر نړیوال تاریخ ډېرې ژورې پایلې درلودې، له هغې جملې څخه د ملت پالنې او لېبرالیزم پراختیا، د نړۍ په کچه ترټولو غوره اقتصادي او سمندري ځواک په توګه د بریټانیا څرګندېدل، په لاتین امریکا کې د خپلواکي غوښتونکو خوځښتونو څرګندېدل او ورپسې د اسپانیا او پرتګال امپراتوریو سقوط، لا لویو ایالتونو ته د آلمان او ایټالیا ځمکو نوې تنظیمول او د جګړې ترسره کولو او همدارنګه د مدني قانون لپاره په بشپړ ډول د نویو چلندونو معرفي کول یادولی شو. د ناپولیوني جګړو له پای وروسته، د اروپا براعظم کې د نسبي سولې یو پړاو شتون درلود چې په ۱۸۵۳م کال کې د کریمیې جګړې پورې یې دوام درلود.

عمومي کتنه سمول

ناپولیون په ۱۷۹۹م کال کې واک ته ورسېد او یوه نظامي ډیکټاټوري یې رامنځته کړه. د ناپولیوني جګړو د رسمي پیل په توګه د کارونې نېټې په هکله ګڼ شمېر باورونه شتون لري. د ۱۸۰۳م کال د مې ۱۸مه ډېره کارول کېږي، کله چې بریټانیا او فرانسې د ۱۷۹۲ تر ۱۸۱۴م کال ترمنځ د سولې لنډ پړاو ته پای ورکړ. ناپولیوني جګړې د درېم ائتلاف له جګړې سره پیل شوې، کومه چې د فرانسې رهبري ته د ناپولیون له رسېدو وروسته د فرانسې جمهوري پر وړاندې د ائتلاف لومړۍ جګړه وه.[۱][۲]

بریټانیا د آمیان تړون ته پای ورکړ او د ۱۸۰۳م کال په مې میاشت کې یې فرانسې سره د جګړې اعلان وکړ. د دې کار له لاملونو څخه په لوېدیځه اروپا په ځانګړې توګه سویس، آلمان، ایټالیا او هالنډ کې په نړیوال سیسټم کې د ناپولیون بدلونونه وو. فرډریک کاګان، تاریخ پوه، استدلال کوي چې بریټانیا د سویس په هکله د ناپولیون ویناوو له امله ډېره غوصه شوه. سربېره پر دې، کله چې ناپولیون وویل چې د دوی هېواد د اروپا په چارو کې د هیڅ غږ مستحق نه دی، بریټانویانو د سپکېدو احساس وکړ، که څه هم پاچا دریم جورج د روم سپېڅلې امپراتورۍ له ټاکونکو څخه وو. روسیې هم په خپل وار سره پرېکړه وکړه چې په سویس کې مداخله کول دا ښکاروي چې ناپولیون له نورو اروپایي ځواکونو سره د اختلافاتو د سوله ییز حل په لټه کې ندی.[۱]

بریټانویانو په بېړه د فرانسې سمندري محاصره پلې کړه ترڅو دا هېواد له سرچینو څخه محروم کړي. ناپولیون د بریټانیا په وړاندې د اقتصادي تحریمونو سره ځواب ورکړ او د بریټانیا براعظمي متحدینو ورکولو په لټه کې شو ترڅو هغه ائتلافونه له منځه یوسي چې د ده په وړاندې تنظیم شوي وو. په براعظمي سیسټم نامتو سیسټم، له فرانسې سره د آزادې سوداګرۍ او د محاصرې ختمولو لپاره وسله والې بې طرفۍ ټولنه جوړه کړه. بریټانویانو د ډنمارک بېړۍ په نیولو، د لیګ په ماتولو او وروسته یې پر سمندرونو باندې تسلط ترلاسه کولو سره هغوی ته ځواب ورکړ، او اجازه یې ورکړه ترڅو په ازاد ډول خپله سټراټېژي ته دوام ورکړي. خو ناپولیون په آسټرلیټز کې د دریم ائتلاف په جګړه کې بریالی شو او د اتریش امپراتوري یې له جګړې څخه وتلو ته اړ کړه او په رسمي توګه یې د روم سپېڅلې امپراتوري له منځه یوړه. د څو میاشتو په لړ کې، پروسیا د جګړې اعلان وکړ او د څلورم ائتلاف جګړه یې پیل کړه. دا جګړه د پروسیا لپاره له ناورینونو ډکه وه او د جګړې له پیله وروسته د ۱۹ ورځو په ترڅ کې یې ماته وخوړه او اشغال شوه. ناپولیون له دې وروسته په فریډلنډ کې روسیې ته ماته ورکړه او په ختیځه اروپا کې یې ځواکمن دولتونه جوړ کړل او څلورم ائتلاف ته یې پای ورکړ.

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Kagan 2007، صص. 42–43.
  2. Jones 1994، صص. 193–194.