نايجل کمبرلنډ

نایجل کمبرلنډ (انګرېزي: Nigel Cumberland) انګرېز لیکوال، د مشرۍ روزونکی (leadership coach) او د 'دي سیلک روډ پارټنرشپ The Silk Road Partnership' په نامه شرکت بنسټوال دی. اته کتابونه یې لیکلي دي، چې ځینې یې د چینايي، رومانۍ، هالنډۍ، عربي، او برازیلۍ پرتګالي په ګډون نورو بهرنیو ژبو ته هم ژباړل شوي دي. د ځان-جوړونې (self-development) او مشرۍ مهارتونو (leadership skills) په اړه د نایجل کمبرلنډ ځینې کتابونه د ټلویزیونو او راډیوګانو له لارو هم خپاره شوي دي.

نایجل کمبرلنډ
نايجل کمبرلنډ
نايجل کمبرلنډ

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۶ جولای ۱۹۶۷(1967-07-26) ‏(عمر: ۵۶ کاله)
یورک, انګلستان
تابعیت برېتانيا   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اولاد ۲
عملي ژوند
تعلیم
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۱]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ويبپاڼه nigelcumberland.com

شخصي ژوند او زده‌کړې سمول

نایجل په برتانیه کې لوی شوی دی، په خټه انګرېز خو مور یې د میانمار (پخواني برما) ده. نوموړي په ۱۹۸۹ کې د کمبریج پوهنتون له کوینز پوهنځي (Queens’ College) څخه په اقتصاد کې ماسټري وکړه. د برتانیې په یورک ښار کې یې د ارک‌بیشپ هولګېټز ګرامر سکول (Archbishop Holgate’s Grammar School) په نامه ښوونځی لوستی. وروسته یې اداري محاسبه (management accounting) ولوسته او له ۲۰۰۵ راهیسې له Chartered Institute of Management Accounting (CIMA) څخه د FCMA سند او غړیتوب لري.

کارژوند سمول

رضاکاره دندې سمول

لیکنې سمول

اخځونه سمول

  1. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=xx0221259 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲

بهرنۍ تړنې سمول