ناوړه قانون

د ۱۸۶۷ او ۱۹۷۴ ز کلونو ترمنځ، د امریکا متحده ایالاتو بېلابېلو ښارونو ناسم فرمانونه لرل چې پخوا به یې ورته ناوړه قانون هم ویه. دغه قوانین بې وزلي او  معلولیت لرونکي کسان په نښه کول. د بېلګې په ډول: په سانفرانسیسکو کې د ۱۸۶۷ ز کال قانون غیر قانوني بلل کېده، چې «یو ناروغ، معلول، مثله شوی یا په هر ډول بدلې څېرې شخص دې، د یوه نا خوښه شي یا نفرت شوې په توګه ځان د خلکو پروړاندې را څرګند کړي». د عمومي خلکو پروړاندې د را څرګندېدو لپاره استثنی یوازې هغه مهال د منلو وه، چې  خلک لاریونونوته را ووځي ،څو له غیرمعلولو نه د معلولو د بېلوالي او اصلاحاتو اړتیا وښيي.[۱][۲]

د خیریه سازمانونو ټولنې وړاندیز وکړ چې، د مادي مرستې پر ځای غوره خیریه مرسته، مرستې ته د اړمنو کسانو څېړل او د مشورې ورکول دي. دغه کار د دې لامل شو، څو هغه کسان چې مرستې ته نور اړمن کسان ویني، په یوه ښه مسیحي  او یوه ښه وګړي بدلېدو ترمنځ تضاد رامنځ ته کوي. وړاندیز وشوچې، له دې لارې سوالګر په خلکو یوه ګناه تحمیلوي. «بې وزلي والی په ټولنه کې یوه ناروغي ده، د سیاست په اډانه یو ټپ دی او له هغه ځایه چې یوه ناروغي ده، باید ترکومه چې شونې ده، له منځه ولاړه شي او بې وزلي قشر لپاره زموږ د ټولو هڅو ترشا موخه درملنه وي. هغه څه ته ورته چې اسلوکام وویل، نورو لیکوالانو هم وړاندیز وکړ چې، بې وزلو ته د صدقې ورکول پرته له دې چې په دې پوه شي، چې په دغو پیسو څه وکړي، « د هغه سړي په اندازه چې په یوه ډله خلکو باندې ډزې کوي، ګرم(ملامت )دی».[۳][۴]

د «ناوړه قانون» اصطلاح، د ۱۹۷۰مې ز لسیزې په نیمايي کې، د مارسیا پیرس بورګدورف او رابرت بورګدورف جونیور له خوا  جوړه شوه.

تاریخچه سمول

په ۱۷۲۹ ز کال کې، په انګلستان کې ځینې وختونه به فزیکي معلولیت لرونکي، معلول زېږېدلي او یا وروسته ورباندې اخته شوي د خلکو پروړاندې به را څرګندېدل، سزاګانې به ورته ټاکل کېدې.

د امریکا په متحده ایالاتو کې ناوړه قانون (Ugly laws) د نولسمې پېړۍ په پای کې جوړ شو. په دغه دوره کې، ښاري ځایونه د نويو اوسیدونکو له راتګ سره مخامخ شول چې په شته ټولنو یې فشار راوړ. نوي اوسېدونکي، کله بې وزلي کېدل. په دې معنا و چې زیات شمېر کسان له یو بل سره پردي وو، اوس یې د کوچنیو ښارونو په پرتله نږدې ځایونه نیولي دي، چېرې چې سیمه ییز بنسټونه، لکه: ښوونځي او کورنۍ د ټولنیزو اړیکو د بدلون په برخه کې مرسته کوي. د بې وزلو خلکو د دې راتګ په غبرګون کې، په ټوله امریکا کې وزیرانو، د خیریه مرستوسمبالوونکو، ښاري پروګرام جوړوونکو او ښاري چارواکو هڅه وکړه، چې خپلې ټولنې ته ناوړه قانون جوړ کړي. [۵][۶][۷]

د ناوړه قانون ژبه دا وه، چې د معلولیت لرونکي شخص هغه ځایونه چې معلولیت لري، پټ شي. په دې کې د معلولیت یا ناروغۍ لرونکي شخص هر حرکت شامل و، لکه: نګوښېدل.

په ۱۸۶۷ ز کال کې د خلکو پروړاندې د معلولیت لرونکو کسانو د شتون مخنیوي په اړه په امریکا کې لومړنی فرمان په سانفرانسیسکو، کلفورنیا کې تصویب شو. دغه فرمان د سوالګرو په پراخې موضوع پورې اړوند کېده. لیدل کېدل به، هغو کسانو چې په احتمالي توګه پیسو ته اړتیا لرله، کلفورنیا ته تلل، څو د کلفورنیا د سرو زرو توپان California Gold Rush کې « بډای شي». کله به چې نه شتمن کېدل، نو په کلیفورنیا کې پاتې کېدل. د کلیفورنیا د سرو زرو له توپان وروسته اړوند سندونه او لیکونه، په واټونو او سړکونو کې زیات شمېر «لیوني» خلک ښيي. په (۱۹۴۸ ز کال کې) هلپر ان «د ناوړه ناورین» په توګه، د «مجنون» کسانو یادونه کوي او ښيي چې، دوی اجازه لرله، په عام محضر کې را څرګند شي، په داسې حال کې چې هېڅ چا دوی ته پاملرنه نه کوله. [۸][۹]

نیو اورلئان او لوئیزیانا ورته قوانین لرل، چې پولیسو په ۱۸۸۳ ز کال کې په غوڅه توګه عملي کول. د اورلئان یوې ورځپاڼې راپور ورکړ چې، دغه ښار د امریکا متحده ایالاتو د نورو ښارونو په څېر، د سوالګرو په اړه کلک درېځ غوره کړی و.

په ۱۸۸۱ ز کال کې پورتلند، اورګان یو ناوړه قانون نافذ کړ. [۱۰]

په ۱۸۸۱ ز کال کې د شیکاګو فرمان داسې بیانوي:

یو ناروغ، معلول، مثله شوی یا په هر ډول بدلې شوې څېرې شخص، چې د یوه نا خوښه شي یا نفرت شوي ډول، یا هغه شخص چې د واټونو، لویو لارو، لارو یا عمومي ځایونو لپاره مناسب نه وي، باید په عمومي ځایونو کې راڅرګند نه شي، له دې پرته به هر سرغړونکی یو ډالر جریمه شي. ( د شیکاګو ۱۸۸۱ ښار کود)

یو ډالري جریمه، په ۲۰۱۸ ز کال کې، له څه باندې ۲۰ زرو ډالرو سره برابره وه. په ډېرو ښارونو کې، د ناوړه قانون جریمې، سرغړونکو ته  له حبس نه تر ۵۰ ډالرو پورې وې.

د ۱۸۸۱ ز کال په مې میاشت کې په شیکاګو ایلینایز Chicago, Illinois کې ناوړه قانون عملي شو. دغه قانون د شیکاګو د لوړ پوړي مدیر جیمز پېوي له خوا جوړشو. د ۱۸۸۱ ز کال د مې میاشتې له ۱۹ مې په شیکاګو تربیون کې نقل شوي چې د دغو قوانینو په اړه یې ویلي: « موخه یې د واټونو د ټولو خنډونو لغو کول دي». ناوړه قانون، د خلکو ډلې د ژوند د ګډوډونکو په توګه معرفي کړې او دوی له عمومي ځایونو منع کوي. دا ډول کسان چې د «نا خوښه» یا «بدرنګه» ګڼل کېږي، بې وزلي او ډیری سوالګر وو. نو له دې امله ناوړه قانون هغه چاره وه، چې له مخې یې قانون جوړوونکو هڅه کوله، بې وزلي د خلکو له سترګو لرې کړي.

په شیکاګو کې ورته قوانین، په د نور (Denver ) کولرادو، لینکلېن او نبراسکا کې په ۱۸۸۹ ز کال کې وڅارل شول. له ۱۸۸۱ تر ۱۸۹۰ ز کال پورې په اوهاما نبراسکا کې یو ناوړه قانون وضع شو. پردې سربېره، ناوړه قانون په ۱۸۹۳ ز کال کې، د وحشت له امله جوړ شوي. په دې کې د  ۱۸۹۴ز کلمبوس اوهایو  او په ۱۸۹۱ ز کال کې د پنسلوانیا ټول ایالت شامل دي. د پنسلوانیا قوانین له یو بل سره توپیر لري، ځکه په هغو کې هغه ژبه شامله وه چې، د پېژندنې له کمزورتیا او دغه راز، جسمي کمزورتیا لپاره کارېدله. په نیویارک کې د ناوړه قوانینو د معرفي کولو لپاره هڅه وشوه، خو په ۱۸۹۵ ز کال کې له ماتې سره مخامخ شوه. په نیویارک کې لومړنۍ مسودې پنسلوانیا ته ورته وې چې د پېژندنې کمزورتیا په کې شامله وه. له ۱۹۰۵ ز کال مخکې رینو، نیوادا یو فرمان خپور کړ. په ۱۹۱۳ ز کال کې لاس انجلس او کلیفورنیا هڅه وکړه چې، فرمان تصویب کړي.[۱۱]

په ۱۹۰۲ ز کال کې د فیلیپین په مانیلا ښار کې د متحده ایالاتو قانون ته ورته یو قانون نافذ شو. دغه قانون د متحده ایالاتو له قوانینو سره ورته و، چې په انګریزي ژبه لیکل شوی و. په هغه وخت کې مانیلا د امریکا تر کنترول لاندې وه او دغه متن په کې لیکل شوی و: "د ناروغانو راتلل منع دي". دغه قانون یو له لومړنیو فرمانونو نه وو چې د امریکا ترکنترول لاندې ولیکل شو. نور فرمانونه د روغتیايي اصلاحاتو اړوند وو، چې نا خوښي سوالګر یې د شاخص یوه برخه بلله.

وروستی ناوړه قانون په ۱۹۷۴ ز کې لغوه شو. اوماها، نبراسکا په ۱۹۶۷ ز کې خپل ناوړه قانون لغوه کړ، خوبیا هم یو سړی  له ناوړه قانون نه د سرغړونې په تور نیول شوی و، کوم چې په ۱۹۷۴ ز کې مستند شوی و. په ۱۹۷۲ ز کال کولمبس، اوهایو خپل قانون لغوه کړ. شیکاګو وروستی ایالت و، چې په  ۱۹۷۴ ز کال کې یې خپل ناوړه قانون لغوه کړ.[۱۲][۱۳]

سرچينې سمول

  1. Albrecht, general ed. Gary L. (2006). Encyclopedia of disability. Thousand Oaks [u.a.]: SAGE Publ. د کتاب پاڼي 1575–1576. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780761925651. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Schweik, Susan M. (2009). The Ugly Laws: Disability in Public. NYU Press. د کتاب پاڼې 291. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780814740880. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Slocum, Jr., William Frederick (1886). The Relation of Public and Private to Organized Charity. Baltimore: Charity Organization Society. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Henderson, Charles (1910). Introduction to the Study of the Dependent, Defective and Delinquent Classes and of their Social Treatment. Chicago: Speech Recorded in the City Club Bulletin. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Ryan, Mary (1992). Women in Public: Between Banners and Ballots 1825-1880. Baltimore: Johns Hopkins University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Duis, Perry (Spring 1983). "Whose City? Public and Private Spaces in Nineteenth-Century Chicago". Chicago History: The Manual of the Chicago Historical Society. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Albrecht, general ed. Gary L. (2006). Encyclopedia of disability. Thousand Oaks [u.a.]: SAGE Publ. د کتاب پاڼي 1575–1576. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780761925651. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Helper, Hilton (1948). DreadfulCalifornia. The Bobbs-Merrill Company. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Royce, Josiah (1948) [1886]. California. New York: Knopf. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Susan M. Schweik (30 August 2010). The Ugly Laws: Disability in Public. NYU Press. د کتاب پاڼي 3–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8147-8361-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Susan M. Schweik (30 August 2010). The Ugly Laws: Disability in Public. NYU Press. د کتاب پاڼي 3–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8147-8361-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Disability History: Timeline". Ncld-youth.info. 1939-07-04. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Marcia Pearce Burgdorf and Robert Burgdorf, Jr., "A History of Unequal Treatment: The Qualifications of Handicapped Persons as a Suspect Class Under the Equal Protection Clause," Santa Clara Lawyer 15:4 (1975) 855-910.