ناهيد شينوارې (په انگرېزي ژبه : Naheed Shinwari ) يوه بهرمېشته افغانه ده چې د دوه ؤ افغان شخصي ټلويزيونونو لپاره د کوربه په توگه دندې پرمخ وړلې او د ځالې په نوم يوه مرستندويه اداره د افغان کډوالو لپاره پرانيستې چې موخه ېې د خپل هېواد خوارو خلکو ته د امريکا مېشتو افغان کډوالو مالي مرستې وررسول دي . دغه آغلې خپل د پلار سره يو ځای د پيام افغان او آريانا افغان شخصي ټلويزيوني څانگو کې يوه پښتو کولتوري، سياسي او ټولنيزه خپرونه د (څېرې او خاطرې) په نوم چلوله . آغلې ناهيد امريکا کې د کېلفورنيا په ايالت کې خپلې کورنۍ سره يوځای اوسېږي . د څه مودې راهيسې همدا خپرونه يوازې د زرغون شاه شينواري لخوا د امريکا مېشتي افغان سوداگر محمد نبيل مسکينيار له ټلويزيون (آريانا افغان) څخه پرمخ وړل کېږي.

مخينه

ناهيد شينوارې خپل پلار زرغون شاه شينواري سره يوځای د پیام افغان په نوم امريکا کې شخصي ټلويزيون او د آریانا افغان په نوم بل شخصي ټلويزيون له لارې د يوې پښتو خپرونې (څېرې او خاطرې ) کوربه چلوونکې ده او ددې ترڅنگه ېې په مالي مرستندويه کار هم لاس پورې کړی چې د يوې ادارې بنسټ ېې د ځالې په نوم نومولی . د دغه ادارې يوه انټرنټي پاڼه د www.zalah.org په نوم جوړه ده . دغه خپرونه د ۲۰۰م .زېږيز کال څخه راپه دېخوا پیل شوې او تل په دې هڅه روانه ده چې له خپلو خلكو په ځانگړي ډول كونډو او ماشومانو سره مرسته وكړي. د نوموړې د همدې فسلفې او شخصي تجربې په پايله كې يې د ځاله فاونډېشن بنسټ رامنځته کړ.

زده کړې

آغلې ناهيد شينوارې خپلې لومړۍ زده کړې په پېښور کې ترسره کړي او بيا د امريکا هېواد د ډامېنگويز سيمې په سټېټ پوهنتون کې د اړيکتيايي ژورناليزم په برخه کې د ليسانس تر کچې زده کړې کړي او اوس په لوړو زده کړو بوخته ده .

لاسته راوړنې

ناهيد شينوارې د بهر مېشتو افغانانو لخوا په خپل فرهنگي کارونو کې ډېره ستايل شوې تر څنگ ېې ټولنيزو بوختياو کې ېې ملاتړ شوی .

سرچينې