ناردرن پوهنتون نوښار

ناردرن پوهنتون نوښار ناردرن پوهنتون نوښار په خېبر پختونخوا کښي د اي۔ډي۔آر ټرسټ په تعاون او منظوري د آرډيننس ۲۰۰۲ XLVIII په رڼړہ کښې جوړ شو۔ د ناردرن پوهنتون صدر جنرل سوار خان په ۲۸ اپريل ۲۰۰۵ دپوهنتون پرانسته اوکړہ۔

د پوهنتون مقاصد: سمول

د ناردرن پوهنتون اصل مقصد د تعليم په ذريعه انساني خير خيګړہ دا۔ د پوهنتون د جوړولو دا کوشش د انساني خير خيګړے په کارونو کښې د ټولو نه غوره عمل دے۔ داسے اوچت مقصدونه سر ته رسولو د پاره د مسلسل کوشش او روحاني امداد ډير زيات ضرورت وي۔ مونږ د هغه ټولو خلقو ستائنه کوو چه هغوي د دے اوچت مقصد د پاره خپل ذهني او فکري صلاحيتونه قربانوي۔ که هغوي د ناردرن پوهنتون ملازم دي او دي د پوهنتون بے غرضه خدمت کوي۔ د ټولو مشکلاتو باوجود مونږ د انسان د ترقي او خير خيګړے په سفر روان يو۔

فاکلتياني او نصابي پروګرامونه: سمول

د انجينئرنګ او انفارميشن ټيکنالوجي فاکلتي سمول

ناردرن پوهنتون د انجينئرنګ او انفارميشن ټيکنالوجي مضمونونو کښې په څلور کليزه يعني انډر ګريجويټ او دوه کليزه يعني پوسټ ګريجويټ پروګرام کښي داخله ورکوي۔ انډر ګريجويټ پروګرامونو کښي اليکټريکل انجينئرنګ، کمپيوټر سائېنس، انفارميشن تيکنالوجي، اليکټرانکس، سائېنس او انفارميشن ټيکنالوجي شامل دي۔

پوسټ ګريجويټ پروګرامونو کښې اليکټرانکس، سائېنس اؤ انفارميشن ټيکنالوجي کورسونه شامل دي۔

د ايډمنسټريټيو سائېنس فاکلتي سمول

ناردرن پوهنتون په بزنس ايډمنسټريشن کښې څلور کليزه انډر ګريجويټ پروګرامونو کښې داخله ورکوي۔ په دے پروګرامونو کښې په انتظامي کارونو او بين الاقوامي تجارت په موضوعاتو خاص زور ورکولے شي۔

د آرټس او سوشل سائېنس فاکلتي سمول

ناردرن پوهنتون په ټيکسټائل، فيشن ډيزائيننګ او هوم اکنامکس کښې څلور کليزه پروګرام، يو کليزه بيچلر ډګري، بي۔ايډ، اکنامکس، اُردو، او جرنلزم کښې پوسټ ګريجويټ ډګري ورکوي۔

د سائېنس فاکلتي سمول

په دے فاکلتي کښې په رياضي کښې پوسټ ګريجويټ او په ماحوليات کښې پوسټ ګريجويټ او ايم فِل پروګرامونو کښې ډګري ورکوي۔ د ناردرن پوهنتون مرکزي عمارت په نوښار کښي ده پوهنتون دوه عمارتونه دي۔

مرکزي عمارت سمول

کيمپس وتړ ولئي سره نزدے د زيارت کاکا صاحب روډ باندے واقع دے چه د بنياد کانړے ئي جناب خليل الرحمن صاحب ګورنر خېبر پختونخوا په ۲۸ اپريل ۲۰۰۸ کښې کيخودو۔