استقلاب

(له مېټابوليزم نه مخ گرځېدلی)

استقلاب (په انگرېزي: Metabolism) په بدن کې د هغو ژونکو کړنچارو ټولگه ده چې انرژي پکې جوړه ، زېرمه او ژونديو ووبونو (نسجونو) ته رسېږي ، يا په بل عبارت په ژونديو سېلونو کې د کيمياوي او پږني بدلونونو ټولگه له استقلاب څخه په مانا راوځي . ميټابوليزم دوه پړاوونه لري . يو ېې انابوليزم او بل ېې کېټابوليزم يادېږي . انابوليزم چې ترې څخه په دې کې ساده خوراکي توکي ، لکه کاربوهايډرېټ ، امينو اسيدونه ، او شحمونه(د بدن غوړ) په پېچلو ، مغلقو او مرکبو موادو بدلېږي . د بدن ووبونو د جوړښت له پاره پکارلوېږي . کېټابوليزم په دې پړاؤ کې مغلق مواد، لکه خواړه او د بدن ووبونه په ساده موادو بدلېږي او انرژي ترې جوړېږي او بدن له نوموړې انرژۍ څخه د خپل ترميم او ساتلو له پاره کار اخلي او هغه مواد چې له مېټابوليزم څخه لاس ته راځي د مېټابوليت په نوم يادېږي . د هر شخص بدن يوه اندازه خوراکي موادو ته اړتيا لري ، تر څواساسي استقلاب د ژوندي پاتې کېدو له پاره ترسره کړي، او د هر شخص د يوې ورځې خوراکي اړتيا د هغه د عمر وزن ، دبدن د شحمودسلنې گړندتياؤ په اساس سمبالېږي. له مخې ېې د روغ او ناروغ په صحي حالت پورې او د نورو فکټورونو له مخې توپیر لري . په همدې ډول د بدن د استقلاب کچه د اومېندوارۍ ، خوارځواکۍ ، ناروغيو او نورو بېلابېلاو فکټورونو څخه اغېزمنه کېږي .

دانرژۍ زېرمه کولواو کارولو په منځ کې

د کاربوهايډرېټونو استقلاب

سمول

کاربوهايډرېټ د يوشخص د ورځينۍ انرژۍ په سلو کې له ۵۰ څخه ۶۰ سلنه اړتيا پوره کوي . د خوراکي توکيو له هر گرام کاربوهايډرېټ څخه ۴ کالوري انرژي د استقلاب په پايله کې ترلاسه کېږي . ټول کاربوهايډرېټونه په مونو سکرايډونو باندې شنل کېږي او د گلوکوز (C6H12O2) په بڼه چې يوه ساده خوږنه(قند) ده جذبېږي . گلوکوز په ځيگر او غړو (عضلاتو) کې ښايي په گلايکوجن بدل او زېرمه شي . په سېلونو کې گلوکوز په اوبو او کاربن ډای اوکسايډ سره اوکسيډايز (د آکسيجن او نورو عنضرونو يا توکيو گډوله )کېږي، چې انرژي او تودوخه ورسره خوشې کېږي پورتنۍ کړنه د انسولين او ځينو نورو هورمونونو، لکه تايروکسين ، گلوکوز او کورټيکوسټرايډو موجوديت ته اړتيا لري. د کاربوهايډرېټو کمښت په بدن کې د وزن د کمېدلو ، د پروټينو د لږوالي او ستړياسبب کېږي .

د شحمونو استقلاب

سمول

شحم يا غوړي د بدن د انرژۍ منځی بلل کېږي . په بله وينا، د بدن د انرژۍ مرکزي منبع ده . زموږ بدن کولای شي چې غوړي په ډېره اندازه سره زېرمه کړي . له يوه گرام شحم څخه د استقلاب په پايله کې ۹ کېلوري انرژي ترلاسه کېږي . تقریبآ په سلو کې ۹۰ سلنه غوړ چې له نباتي او حیواني موادو څخه لاسته راځي د ټرايگلاسرایډونو (Triglyceride) يا ساده شحمونو په ډول دي او پاتې په سلو کې د کولسټرول يا مرکبو شحمونو په ډول دي . ساده شحمونه له جذب څخه وروسته بېرته په طبعي شحمونو بدلېږي . په شحمي ووبونو کې زېرمه کېږي او له اوکسيډایز کېدو څخه کاربن ډای اوکسايډ اوبه اوانرژي آزادېږي او مرکب شحمونه د سېلي (حجروي) غشأ د جوړښت او د عصبي ووبونو د جوړښت او د غوړو ورته موادو د لېږد لپاره پّ بدن کې مهم رول لوبوي . د شحم د کموالي له امله ستړيا او د پوستکي وچواله منځته راځياو د شحم د سويې د زياتوالي په صورت کې د وينې د فشار لوړوالی او د زړه ناروغي منځ ته راځي .

د پروټينو استقلاب

سمول

د پروټينو استقلاب د سېلونو او ووبونو د ترميم او ودې له پاره ډېره ستره او اساسي خوراکي توکي هر گرام پروټين څخه چې د نباتي يا حيواني خواړو څخه لاس ته راځي په بدن کې ۴ کالوري انرژي ترلاسه کېږي . پروټينونه په بدن کې په کيمياوي توگه په امينو اسيدونو تجزيه کېږي او جذبېږي . نوموړي امينو اسیدونه بېرته سره يو ځای او د بدن پروټينونه جوړوي په هغو حالاتو کې چې په بدن کې د انرژۍ نورې منابع کمې وې .پروټينونه په ا مينو اسيدونو تجزيه کېږي او انرژي راجوړوي .

د غړيو استقلاب

سمول

ټول سېلونه او له دغو سېلونو څخه جوړ شوي غړي (عضلات) د کار د سرته رسولو له پاره انرژي مصرفوي د کيمياوي انرژۍ منبع A.T.P يا Tiriphasphate Adenosin يا په A.D.P يا Diphasphate Adenosin بدلېږي او که انرژي ته د لږ وخت له پاره اړتيا وي،نو A.d.p بېرته په A.T.P بدلېږي . کاربوهايډرېټونه په هوازی او غیر هوازی توگه په استقلاب کې رسېدای شي. په شدیده و تمريناتو کې کله چې گلايکوجن مصرف شي شحمي آزاد اسیدونه د انرژۍ منبع جوړوي .

د درملو استقلاب

سمول

د درملو مېټابوليزم يا استقلاب زياته برخه په ځيگر کې ترسره کېږي خو ځينې وخت پّ پښتورگو ، کولمو او پوستکي کې هم د درملو استقلاب ترسره کېږي . کله چې د درملو استقلاب په ځيگر کې ترسره شي د درملو انحلاليت په غوړ کې کمېږي او فارمکالوژيک اغېزې ، بدلون مومي ، يانې درمل د انزايمونو په واسطه تجزيه کېږي او په دوهم پړاؤ کې تجزيه شوې برخه له داخل المنشه موادو ، لکه گلوکورنيک اسيد سره يوځای کېږي او له بدن څخه طراح که درمل په بدن کې د استقلاب په واسطه په اوبو کې منحل او اطراح نشي نو د يوې عمومي بېهوښه کوونکي درمل له تطبیق څخه وروسته به ناروغ تقریبآ د ټول عمر له پاره په هوښ رانشي .

سر چينې

سمول
  • د اريانا دايره المعارف مخونه ۳۶۱ـ۳۶۲.