مېشت‌ځای (هبیتات)

په ایکولوژۍ کې مېشت‌ځای (habitat) اصطلاح هغه سرچینې، فزیکي او بیوټیکي عوامل خلاصه کوي چې په یوه سیمه کې شته دي، لکه: د یوې ځانګړې نوعې له پايښت او تکثیر سره مرسته. د ژویو د یوې نوعې مېشت‌ځای د هغې د چاپېریالي تطابق فزیکي مظهر ګڼل کېدای شي. پر دې بنسټ، "مېشت‌ځای" د نوعې یوه ځانګړې اصطلاح ده چې له چاپېریال یا نباتي مجموعو غوندې مفاهیمو سره توپیر لري.

په فزیکي عواملو کې ښايي (د بېلګې په توګه): خاوره، نم، د تودوخې محدوده او د نور شدت شامل وي. په بیوټیکي عواملو کې خوړو ته لاسرسی او د ښکاریانو شتون او نه شتون شاملېدای شي. هر موجود یا ارګانیزم چې په کومو شرایطو کې وده کوي، هلته خپلې ځانګړې مېشت‌ځايي اړتیاوې لري، خو ځینې یې داسې دي چې هر ډول بدلونونه زغمي او ځینې نور بیا د اړتیاوو له نظره ډېر ځانګړي دي. د نوعو مېشت‌ځایونه، خامخا جغرافیايي سیمې نه دي، ښايي د کوم ډنډر دننه وي، د کومې زړې ونې سټه وي او یا هم کومه ډبره وي. یوه پرازیټي ارګانیزم ته د خپل کوربه بدن [کوربه (host) په بیولوژۍ کې هغه ژوندي موجود ته ویل کېږي، چې یوه پرازیټ ته یې پناه ورکړې وي او متقابله اړیکه ورسره لري]، د کوربه د بدن یوه برخه یا د هغه یوه منفرده حجره د مېشت‌ځای حیثیت لري.[۱]

د جغرافیايي مېشت‌ځایونو په ډولونو کې قطبي، معتدلې، نیمه تودې او تودې سیمې شاملېږي. ځمکني نباتي ډولونه یې ښايي ځنګلونه، دښتې او چمنونه وي. د خوږو اوبو په مېشت‌ځایونو کې سیندونه، جهیلونه او ډنډونه شاملېږي. په سمندري مېشت‌ځایونو کې د مالګې جبه‌زارونه، ساحل، مدخلونه، سمندري ژۍ، خلیجونه، ازاد سیندونه او ژورې اوبه شاملېږي.

مېشت‌ځایونه کېدای شي، د وخت په تېرېدو سره بدل شي. د بدلون لاملونه یې ښايي تاوتریخجنې پېښې،(لکه: اورونه راخوټېدل، زلزله، سونامي، ځنګلیزه اور لګېدنه یا د سمندري جریانونو بدلېدل) وي. یا هم کېدای شي بدلون د زریزو په اوږدو کې ورو ورو له اقلیمي بدلونونو سره رامنځته شي، ځکه طبیعي کنګلونه مخ او شا ته ځي او د اقلیمي بدلونونو بېلابېلې نښې نښانې په اورښت او لمرینو تشعشعاتو کې بدلونونه رامنځته کوي. نور بدلونونه د انساني فعالیتونو مستقیمه پایله ده، لکه: ځنګلونه وهل، د پخوانیو چمنونو شودیاره کول، سیندونو ته دېوالونه وهل، د زیمناکې ځمکې زیمونه ایستل او سمندري بسترونه له خټو پاکول. دپردیو نوعو ورتګ ښايي د ځايي ځناورو پر ژوند بدې اغېزې وکړي؛ د ښکار د ډېرېدو له لارې، د سرچینو لپاره د سیالۍ له لارې یا د هغو آفتونو او ناروغیو د ور وړلو له لارې چې ځايي نوعې یې پر وړاندې د خوندي پاتې کېدو وړتیا نه‌لري.

تعریف او رېښه پېژندنه سمول

د مېشت‌ځای (habitat) کلیمه له ۱۷۵۵ ز کال راهیسې کارول کېږي او له لاتیني کلیمې (habitāre) نه اخیستل شوې چې معنا یې (مېشت کېدل) دي او هغه له (habēre) نه مشتقه ده چې لرل یا ساتل یې معنا ده. مېشت‌ځای، د یوه ارګانېزم د داسې طبیعي چاپېریال په توګه تعریفولی شو چې د ژوند او ودې لپاره طبیعي دی. د معنا له پلوه بیوټوب (biotope) ته ورته دی؛ یوه داسې سیمه چې یو ډول چاپېریالي شرایط لري او د نباتاتو او حیواناتو له یوې ځانګړې ټولنې سره اړونده وي.[۲]

چاپېریالي عوامل سمول

هغه اصلي چاپېریالي عوامل چې د ژوندیو موجوداتو پر وېش اغېز لري: تودوخه، نم، اقلیم، خاوره، د نور شدت او د ټولو هغو شرایطو شتون یا نه شتون دی چې ارګانیزمونه د ساتنې لپاره اړتیا ورته لري. په ټولیز ډول حیواني ټولنې د نباتي ټولنو پر ځانګړو نوعو تکیه دي.

ځینې حیوانات او نبابات داسې مېشت‌ځايي اړتیاوې لري چې، د موقعیتونو په یوه لویه محدوده کې پوره کېږي. د بېلګې په توګه: کوچنی سپین پتنګ چې (Pieris rapae) نومېږي، له انترکتیکا پرته د ټولې نړۍ په لویو وچو کې پیدا کېږي. لارواګان یې له باسیکا او بېلابېلو نورو نباتي نوعو نه تغذیه کېږي او په هر پرانیستي ځای کې له بېلابېلو نباتي ډلو سره وده کوي. لوی اسماني رنګه پتنګ چې (Phengaris arion) نومېږي، د اړتیاوو له پلوه ډېر ځانګړی دی، لارواګان یې له تایمس نوعو نه تغذیه کېږي او د ژوند په څرخه کې د پېچلو اړتیاوو له امله یوازې په هغو سیمو کې مېشت کېږي، چې هلته میرمیکا (Myrmica) مېږیان ژوند کوي.[۳]

کوچني مېشت‌ځایونه سمول

یو کوچنی مېشت‌ځای په وړه کچه کې د یوه ژوندي موجود یا ډېرو موجوداتو فزیکي اړتیاوې دي. هر مېشت‌ځای چې له نور، نم، تودوخې او نورو عواملو سره مخامخ وي، ډېر شمېر کوچني مېشت‌ځایونه لري. د ډبرو هغه ګلان چې د شمالي سطحې په ګاګرو کې وده کوي، د ډبرو له هغو ګلونو سره توپير لري چې د ځمکې پر سطحه او نږدې ځمکه کې وده کوي. د ډبرې هغه ګلونه چې په راوتلو یا برجسته سطحو کې وده کوي، د ډبرې له هغو ګلونو سره توپير لري چې د کوارټز رګونو پر مخ وده کوي. د دغو میناتوري ځنګلونو تر منځ مایکروفونا چې د غیر فقاري نوعو له ډلې دي او هر یو یې ځانګړې مېشت‌ځايي اړتیاوې لري، هم شته دي.

سخت مېشت‌ځایونه سمول

که څه هم د ځمکې پر مخ اکثریت ته نږدې ژوندي موجودات په میزوفیلیک (منځنیو) مېشت‌ځایونو کې ژوند کوي، یو کم شمېر موجوداتو چې ډېری یې میکروبونه دي، په داسې سختو چاپېریالونو کې ژوند غوره کړی چې د ژوند لپاره ډېر مناسب نه دي. د بېلګې په توګه: د ویلانز په جهیل کې باکټریاوې چې د انترکتیکا تر کنګلونو لاندې په نیم مایل واټن کې ژوند کوي. کله چې د لمر رڼا نه وي، دوی باید عضوي مواد له نورو ځایونو ترلاسه کړي. دا ښايي د کنګل له وېلې کېدو نه د راوتلو اوبو فاسد مواد وي یا د ځمکې‌لاندې ډبرو کاني توکي وي. نورې باکټریاوې په ماریانا کنده کې پرېمانه موندلی شو. دا کنده د ځمکې پر مخ په سمندرونو کې تر ټولو ژور ځای دی. سمندري واوره ، د سمندر له سطحي قشرونو نه لاندې ښویېږي او په دې سمندرلاندې دره کې راټولېږي، په دې توګه ډېرو باکټریاوو ته تغذیه برابروي.

نور میکروبونه په داسې مېشت‌ځایونو کې ژوند کوي، چې هلته اکسیجن نشته او په غیر فوټوسنټېز کیمیاوي غبرګونونو پورې تړلي دي. د څېړنو لپاره په کیندل شويو څاه‌ګانو کې چې ۳۰۰ متره (۱۰۰۰ فوټه) ژورې دي، میکروبي موجودات پیدا شوي دي چې په ښکاره د تیږو د جوړوونکو برخو او اوبو تر منځ د غبرګونونو پر محصولاتو ولاړ دي. دغه موجودات، په سم ډول څېړل شوي نه دي، خو ښايي د نړۍ د کاربني څرخې یوه مهمه برخه وي. په دوه مایله ژورو کاني تیږو کې هم میکروبونه شته دي. دا میکروبونه د ډبرې په دننه کې د ټکني یا ورو اکسیډېشن په غبرګونونو کې د تولید شوي هایدروجن د کوچنیو رګونو پر مخ ژوند کوي. دغه میتابولیک غبرګونونه، په هغو ځایونو کې د ژوند امکان برابروي چې هلته اکسیجن یا نور نه وي، هغه ځای چې تر دې مخکې فکر کېده چې ژوند په کې ناممکن دی.[۴]

سرچينه سمول

  1. For example: Swapan Kumar Nath; Revankar, Sanjay G. (2006). Problem-based Microbiology. Saunders. د کتاب پاڼې 314. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780721606309. مؤرشف من الأصل في ۲۴ اپرېل ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اپرېل ۲۰۲۱. [Measles] virus habitat is humans. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. کينډۍ:Dictionary.com
  3. "Invasive species". National Wildlife Federation. مؤرشف من الأصل في ۳۱ مې ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Couch's spadefoot (Scaphiopus couchi)". Arizona–Sonora Desert Museum. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ مې ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)