مېشت‌ځای جوړول

مېشت‌ځای جوړول هغه پروسه ده چې په کې یو ژوندی موجود خپل (یا د نورو نوعو) ځايي چاپېریال بدلوي. دغه بدلونونه کېدای شي د ارګانېزم یا موجود په چاپېریال کې یو فزیکي بدلون وي یا هغه بدلون وي چې یو ژوندی موجود د نوي چاپېریال د تجربه کولو لپاره له یوه مېشت‌ځای څخه بل مېشت‌ځای ته په فعال ډول حرکت کوي. د مېشت‌ځای جوړولو په بېلګو کې د حیواناتو له‌خوا ځالې او غارونه جوړول، سیوری جوړول، د باد پر سرعت اغېزه او د نباتاتو له‌خوا د تغذیوي توکو د څرخې بدلول یادولی شو. که څه هم تر ډېره دغه بدلونونه د جوړوونکي لپاره ګټور دي، خو تل هم داسې نه ده (د بېلګې په توګه کله چې ارګانېزمونه ضایعات تخلیه کوي، کېدای شي خپل چاپېریال خراب کړي).

تکامل

سمول

په دې وروستیو کې ځینو بیولوژېستانو استدلال کړی چې مېشت‌ځای جوړول یوه تکاملي پروسه ده او له طبیعي انتخاب سره په اړیکه کې عمل کوي. تکامل د غبرګونونو یا عکس‌العملونو یوې شبکې ته اړتیا لري چې په هغې کې مخکې ټاکل شوي ارګانېزمونه چاپېریالي بدلونونه رامنځته کوي او د ارګانېزمونو له‌خوا بدل شوي چاپېریالونه په موجوداتو کې د بدلونونو لپاره انتخابېږي. له چاپېریال سره د یوه موجود بشپړ تطابق د دوو پروسو یعنې طبیعي انتخاب او مېشت‌ځای جوړولو له لارې رامنځته کېږي. د مېشت‌ځای د جوړولو اغېز په هغو شرایطو کې لا ډېر برجسته کېږي چې چاپېریالي بدلونونه د څو نسلونو لپاره دوام ولري. دغه تیوري ټینګار کوي چې ژونديو موجوداتو ته له خپلو نیکونو څخه دوه میراثونه پاتې کېږي: جینونه او یو بدل شوی چاپېریال. د مېشت‌ځای یو جوړوونکی ارګانېزم ښايي د ایکوسیستم انجنیر په توګه په پام کې ونیول شي. ایکوسیستم انجنیري یو اړوند خو غیر تکاملي مفهوم دی چې د موجوداتو له‌خوا په چاپېریال کې رامنځته شویو جوړښتي بدلونونو ته ویل کېږي.[۱][۲][۳][۴]

بېلګې

سمول

دلته د مېشت‌ځای جوړولو څو بېلګې راوړل شوې دي:

  • د خاورې چینجي له فزیکي او کیمیاوي نظره هغه خاوره بدلوي چې ژوند په کې کوي. دغه د اوبو موجودات یوازې د خاورې په بدلولو سره په وچه کې ژوند کولی شي. د خاورې چینجي چې کومه خاوره بدلوي، نباتي نوعو او په خاوره کې نورو شته ژوندیو موجوداتو ته ګټه ور رسوي، لکه څرنګه چې دغې موضوع ته ډاروین په خپل کتاب «د چینجیو د عمل له لارې د نباتي قالب تشکیل» کې اشاره کړې ده.[۵]
  • لېمويي مېږیان (Myrmelachista schumanni) یو تخصصي مېتود کاروي چې له دې لارې د ځینو ونو وده تنظیموي. دوی د دورویا هیرسوټا (Duroia hirsuta) ونو په تنو کې ژوند کوي چې دا ونې د پرو (Peru) سیمې په امازون باراني ځنګل کې پيدا کېږي. لېمويي مېږیان د هزره بوټو د وژونکو توکو په توګه له فرمیک اسید څخه استفاده کوي (فرمیک اسید د مېږیانو د نوعو تر منځ نسبتاً عامه کیمیاوي ماده ده). دغه مېږیان د خپلو کورونو یا مېشت‌ځایونو لپاره د نامناسبو ونو په له منځه وړلو سره ځانګړي استوګنځایونه جوړوي چې د شیطان پر باغونو هم مشهور دي.[۶]
  • د اوبو سپیان بندونه جوړوي او په پایله کې داسې سیندونه رامنځته کوي چې ساحلي ایکوسیستمونه په بشپړ ډول بدلوي. دغه فعالیتونه د تغذیوي توکو څرخه بدلوي، پر اوبو او د سیند پر لاندېنیو توکو اغېزه کوي او بالاخره د نباتاتو پر جوړښت او بېلابېلوالي اغېز کوي.[۷]
  • د سمندر د تل ډیاټومونه (diatoms) چې د کاناډا د فانډي خلیج په رسوباتو کې ژوند کوي، کاربوهایدرېتي ترشحات کوي چې رېګ راټولوي او چاپېریال پیاوړی کوي. دغه چاره د رېګ فزیکي حالت بدلوي او نورو موجوداتو ته اجازه ورکوي چې پر سیمه قبضه وکړي.[۸]
  • د بلوط ټيټې ونې (Chaparrals) او لمنځې یا د صبر ونې د مخروطونو، دانو او غوړو له لارې د ځنګل د اور لګېدنې فریکونسي ډېروي او د ځنګله تل اشغالوي.[۹]
  • ساکارومایسس سرویزیه (Saccharomyces cerevisiae) د مېوې د تخمیر لپاره نوی چاپېریال برابروي. د تخمیر دغه بهیر په نوبت سره د مېوې هغه مچان جذبوي چې نږدې اړیکه ورسره لري او د لېږد رالېږد لپاره کار ترې اخلي.[۱۰]
  • سیانوباکټریاوې (Cyanobacteria) د فوټوسنټېز د محصول په توګه د اکسیجن د تولید له لارې یوه بېلګه وړاندې کوي. دغې چارې په پام وړ ډول د ځمکې د اتومسفیر او سمندرونو ترکیب بدل کړ او پراخې تکاملي او ایکولوژيکي پایلې یې لرلې.[۱۱]
  • مایکروبیالیټونه (Microbialites) داسې لرغوني مېشت‌ځايونه څرګندوي چې د باکټریايي ټولنو له‌خوا جوړ شوي او ښيي چې د لومړنیو ژوندیو موجوداتو په اشکالو کې هم مېشت‌ځای جوړونه موجوده وه.

تاریخچه

سمول

د مېشت‌ځای د جوړولو تیوري (NCT) په تېر مهال کې د بېلابېلو کسانو له‌خوا وړاندې شوې ده؛ له دې ډلې فزیک‌پوه «اروین شروډینګر» دی چې په (What Is Life) او د ۱۹۴۴ کال په (Mind and Matter) مقالو کې یې په دې اړه نظرونه څرګند کړي دي. په بیولوژۍ کې د مېشت‌ځای جوړولو د مفکورې یو لومړنی مدافع د ودې بیولوژېست «کنراډ واډینګټون» و. ده پر ګڼو داسې لارو تمرکز وکړ چې په کې حیوانات د ژوند په اوږدو کې د انتخاب او چاپېریالي شرایطو په بدلولو سره خپل انتخابي چاپېریالونه بدلوي. [۱۲]

د مېشت‌ځای جوړولو مفکوره د تکاملي بیولوژېست «ریچارډ لوونټین» په لیکنو کې برجسته شوه. لوونټین په ۱۹۷۰یمو او ۱۹۸۰یمو کلونو کې د تطابق په اړه یو شمېر مقالې ولیکلې او په کې ویې ویل چې ژوندي موجودات د طبیعي انتخاب له لارې په فعال ډول له شته شرایطو سره تطابق نه کوي، بلکې په فعال ډول د خپلو مېشت‌ځایونو ځینې مهمې برخې جوړوي. [۱۳]

د اکسفورډ بیولوژېست «جان اولډینګ-سمي» (۱۹۸۸) لومړنی کس و چې د مېشت‌ځای جوړولو اصطلاح یې مطرح کړه او لومړنی کس و چې ویې ویل مېشت‌ځای جوړول او ژواک چاپېریالي وراثت باید د تکاملي پروسو په توګه وپېژندل شي. د را وروسته لسیزې په جریان کې د مېشت‌ځای جوړولو په اړه د پراخو تجربوي او تیوریکي مطالعاتو تر څنګ څېړنې په چټکۍ سره مخ په ډېرېدو شوې. [۱۴]

اوسنی حالت

سمول

که څه هم د مېشت‌ځای جوړولو په اړه د څېړنو تاریخ د خاورې د چینجیو او مرجان په اړه د داروین کلاسیکو کتابونو ته ور ګرځي، خو د مېشت‌ځای د جوړولو تکاملي پایلو ته لا هم په بشپړ ډول پاملرنه نه ده شوې. څېړونکي په دې اړه سره یوه خوله نه دي چې د مېشت‌ځای جوړول په تکاملي پروسه کې تر کومه حده بدلونونو ته اړتیا لري. د مېشت‌ځای جوړولو د تیورۍ ډېری پلویان خپل نظرونه د یوه پراخ تکاملي سنټېز په لټه کې له نورو پرمختللو عناصرو سره په تله کې ږدي او دا هغه دریځ دی چې نور مخکښ تکاملي بیولوژېستان یې ردوي. «لاوبیچلر» او «رېن» استدلال کوي چې د مېشت‌ځای جوړولو تیوري "د پراخ او څوګوني وراثت د سیستمونو له لارې" د تکاملي ښکارندو یا پدیدو لږ څه پراخ لیدلوری وړاندې کوي.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د مېشت‌ځای جوړولو پر تیورۍ د ارتدکس (orthodox) تکاملي بیولوژېستانو تر منځ ډېر اختلافي بحثونه راپورته شوي دي. په ځانګړي ډول دغې ادعا ډېر اختلافات را پورته کړی چې مېشت‌ځای جوړول یوه تکاملي پروسه ده. د مېشت‌ځای جوړولو د تیورۍ د ځینو منتقدانو او د دغې تیورۍ د یوه پلوي تر منځ ګډ کار ځینې توپيرونه مشخص کړل. دوی ولیکل:[۱۹][۲۰]

"د مېشت‌ځای جوړولو تیوري (NCT) استدلال کوي چې مېشت‌ځای جوړول یوه جلا تکاملي پروسه ده چې په بالقوه ډول له طبیعي انتخاب سره برابر اهمیت لري. شک‌پالونکي له دې موضوع سره مخالفت کوي. د دوی په اند تکاملي پروسې هغه پروسې دي چې د جین فریکونسي بدلوي. دوی دا نه ګوري چې مېشت‌ځای جوړېدنه څه ډول جنیتیکي بېلابېلوالی له نورو پروسو څخه په خپلواک ډول رامنځته کوي یا منظموي، یا څه ډول د جین فریکونسي په نورو لارو بدلوي. د دې په مقابل کې (NCT) د تکاملي پروسې یو پراخ مفهوم وړاندې کوي، هغه ډول مفهوم چې له ځینو نورو تکاملي بیولوژېستانو سره مطابقت لري. که څه هم مدافع له دې سره موافق دی چې د هغو پروسو چې په مستقیم ډول د جین فریکونسي بدلوي او هغو عواملو چې په تکامل کې بېلابېل رولونه لري، تر منځ باید یو جوت توپير موجود وي... شک‌پالونکي د اکثریت پر دریځ درېږي: تکاملي پروسې هغه دي چې د جین فریکونسي بدلوي. په مقابل کې یې د (NCT) پلویان د تکاملي بیولوژېستانو د یوه اقلیت برخه ده چې تکاملي پروسې په لږ څه پراخ تصویر کې ویني، داسې چې په سیستماتیک ډول د تکامل د لوري یا چټکتیا پلويتوب کوي، هغه معیار چې دوی احساس کوي چې له مېشت‌ځای جوړولو سره مطابقت لري.[۲۱]

لیکوالان دې پایلې ته رسېدلي چې د دوی نظري اختلافات په تکاملي تیورۍ کې یو بل داسې پراخ بحث منعکسوي چې ایا اوسنی سنټز او «د تکاملي پروسې» په څېر د ځینو مهمو اصطلاحاتو استفاده بیاځلي فورمول‌بندۍ ته اړتیا لري که نه.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

سرچینې

سمول
  1. Odling Smee, John; Laland, Kevin; Feldman, Marcus (2003). Niche Construction: The Neglected Process in Evolution (په انګليسي). Princeton: Princeton University Press. p. 488.
  2. Matthews, Blake; De Meester, Luc; Jones, Clive G; Ibelings, Bas W; Bouma, Tjeerd J; Nuutinen, Visa; De Koppel, Johan van; Odling-Smee, John (2014). "Under niche construction: An operational bridge between ecology, evolution, and ecosystem science" (PDF). Ecological Monographs. 84 (2): 245–63. doi:10.1890/13-0953.1. JSTOR 43187889.
  3. Levins, Richard; Lewontin, Richard C. (1985). The Dialectical Biologist. Cambridge, MA: Harvard University Press.کينډۍ:Page needed
  4. Lewontin, Richard C. (1983). "Gene, Organism and Environment.". In Bendall, D. S. (ed.). Evolution from Molecules to Men (په انګليسي). Cambridge: Cambridge University Press.کينډۍ:Page needed
  5. Turner, J Scott (2009). "As the Worm Turns". The Extended Organism: The Physiology of Animal-Built Structures. Cambridge: Harvard University Press. pp. 99–119. ISBN 978-0-674-04449-4.
  6. Reece, Jane B.; Urry, Lisa A.; Cain, Michael L.; Wasserman, Steven A.; Minorsky, Peter V.; Jackson, Robert B. (2010). Campbell Biology (9th ed.). Pearson.کينډۍ:Page needed
  7. Naiman, Robert J; Johnston, Carol A; Kelley, James C (1988). "Alteration of North American Streams by Beaver". Bio Science. 38 (11): 753–62. doi:10.2307/1310784. JSTOR 1310784.
  8. Boogert, Neeltje J; Paterson, David M; Laland, Kevin N (2006). "The Implications of Niche Construction and Ecosystem Engineering for Conservation Biology". BioScience. 56 (7): 570–8. doi:10.1641/0006-3568(2006)56[570:tionca]2.0.co;2.
  9. Schwilk, Dylan W (2003). "Flammability is a Niche Construction Trait: Canopy Architecture Affects Fire Intensity". The American Naturalist. 162 (6): 725–33. doi:10.1086/379351. PMID 14737710. S2CID 30227488.
  10. Buser, Claudia C; Newcomb, Richard D; Gaskett, Anne C; Goddard, Matthew R (2014). "Niche construction initiates the evolution of mutualistic interactions". Ecology Letters. 17 (10): 1257–64. doi:10.1111/ele.12331. PMID 25041133.
  11. Erwin, Douglas H. (2008). "Macroevolution of ecosystem engineering, niche construction and diversity". Trends in Ecology & Evolution. 23 (6): 304–10. doi:10.1016/j.tree.2008.01.013. PMID 18457902.
  12. Waddington, CH (1969). "Paradigm for an evolutionary process". In Waddington, CH (ed.). Towards a theoretical biology. Nature. Vol. 218. Edinburgh University Press. pp. 106–123. doi:10.1038/218525a0. PMID 5650959. S2CID 204994224. Republished as: Waddington, C. H (2008). "Paradigm for an Evolutionary Process". Biological Theory. 3 (3): 258–66. doi:10.1162/biot.2008.3.3.258. S2CID 83525979.
  13. Lewontin, Richard C. (1983). "Gene, Organism and Environment.". In Bendall, D. S. (ed.). Evolution from Molecules to Men (په انګليسي). Cambridge: Cambridge University Press.کينډۍ:Page needed
  14. Odling-Smee, F. J. (1988). "Niche constructing phenotypes". In Plotkin, H. C. (ed.). The Role of Behavior in Evolution (په انګليسي). Cambridge (MA): MIT Press. pp. 73–132.
  15. Laland, Kevin; Uller, Tobias; Feldman, Marc; Sterelny, Kim; Müller, Gerd B; Moczek, Armin; Jablonka, Eva; Odling-Smee, John; Wray, Gregory A; Hoekstra, Hopi E; Futuyma, Douglas J; Lenski, Richard E; MacKay, Trudy F. C; Schluter, Dolph; Strassmann, Joan E (2014). "Does evolutionary theory need a rethink?". Nature. 514 (7521): 161–4. Bibcode:2014Natur.514..161L. doi:10.1038/514161a. PMID 25297418.
  16. Laubichler, Manfred D.; Renn, Jürgen (2015). "Extended evolution: A Conceptual Framework for Integrating Regulatory Networks and Niche Construction". J Exp Zool (Mol Dev Evol). 324 (7): 565–577. doi:10.1002/jez.b.22631. PMC 4744698. PMID 26097188.
  17. Laland, Kevin N; Uller, Tobias; Feldman, Marcus W; Sterelny, Kim; Müller, Gerd B; Moczek, Armin; Jablonka, Eva; Odling-Smee, John (2015). "The extended evolutionary synthesis: Its structure, assumptions and predictions". Proceedings of the Royal Society B: Biological Sciences. 282 (1813): 20151019. doi:10.1098/rspb.2015.1019. PMC 4632619. PMID 26246559.
  18. Laubichler, Manfred D.; Renn, Jürgen (2015). "Extended evolution: A Conceptual Framework for Integrating Regulatory Networks and Niche Construction". J Exp Zool (Mol Dev Evol). 324 (7): 565–577. doi:10.1002/jez.b.22631. PMC 4744698. PMID 26097188.
  19. Pocheville, Arnaud (2010). "What Niche Construction is (not)". La Niche Ecologique: Concepts, Modèles, Applications (PhD Thesis). Paris: Ecole Normale Supérieure. pp. 39–124.
  20. Scott-Phillips, Thomas C; Laland, Kevin N; Shuker, David M; Dickins, Thomas E; West, Stuart A (2014). "The Niche Construction Perspective: A Critical Appraisal". Evolution. 68 (5): 1231–43. doi:10.1111/evo.12332. PMC 4261998. PMID 24325256.
  21. Scott-Phillips, Thomas C; Laland, Kevin N; Shuker, David M; Dickins, Thomas E; West, Stuart A (2014). "The Niche Construction Perspective: A Critical Appraisal". Evolution. 68 (5): 1231–43. doi:10.1111/evo.12332. PMC 4261998. PMID 24325256.
  22. Smith, Bruce (2015). "A Comparison of Niche Construction Theory and Diet Breadth Models as Explanatory Frameworks for the Initial Domestication of Plants and Animals". Journal of Archaeological Research. 23 (3): 215–262. doi:10.1007/s10814-015-9081-4. S2CID 143722290.
  23. Laland, Kevin N.; Brown, Gillian R. (2006). "Niche construction, human behavior, and the adaptive-lag hypothesis". Evolutionary Anthropology. 15 (3): 95–104. doi:10.1002/evan.20093. S2CID 32095006.
  24. Stiner, MC.; Kuhn, SL. (2016). "Are we missing the "sweet spot" between optimality theory and niche construction theory in archaeology?". J Anthropol Archaeol. 44: 177–184. doi:10.1016/j.jaa.2016.07.006.
  25. Gupta, M., N. G. Prasad, S. Dey, A. Joshi, and T. N. C. Vidya. (2017). "Niche construction in evolutionary theory: the construction of an academic niche?" Journal of Genetics 96 (3): 491–504.
  26. Feldman, M. W; Odling-Smee, J; Laland, K. N. (2017). "Why Gupta et al.'s critique of niche construction theory is off target". Journal of Genetics 96 (3): 505-508.
  27. Gupta, Manan; Prasad, N. G; Dey, Sutirth; Joshi, Amitabh; Vidya, T. N. C. (2017). "Feldman et al. do protest too much, we think". Journal of Genetics 96 (3): 509–511.
  28. Dressino, Vicente (2019-01-18). "Niche construction and extra-genetic adaptation: Their roles as mechanisms in evolutionary change". Ludus Vitalis (په انګليسي). 26 (50): 1–15. ISSN 1133-5165. Archived from the original on 2022-03-30. نه اخيستل شوی 2022-01-19.