مېرمن جانان بېگمه

دا مېرمن د عبدالرحيم، خان خانان لور وه چې هغه د بېرامخان زوى او څه موده د كندهار حاكم و، چې په "خان خانان" مشهور او ملقب و. دې مېرمني له علم او فضل څخه پوره برخه درلوده، پر قرآنكريم يې يو تفسير ليكلى دى په شعر كي يې هم موزونه طبع درلوده. په رنگ ډېره ښايسته او حسينه ښځه وه جهانگير پاچاه چې له هنده د دې د حسن آوازه واورېده او د دې په معنوي فضيلتونو خبر سو. نو يې مركه ورولېږله چې په نكاح يې كړي. مگر د دې مېرمني چې خوښه نه وه نو خپل غاښونه يې وايستل، كوڅۍ يې پرې كړې او د مركې په لاس يې پاچاه ته ور واستولې. دا حركت د دې پر عفت او ښه والي پوره دلالت كوي، او دا ثابتوي چې دا د جهانگير د پاچاهۍ برخلافه وه. دا

مېرمن په (1070 هـ)كال كي وفات سوې ده. د دې مېرمني هم نور آثار ورك دي خو دا مطلع يې په خيرات حسان كي ذكر سوى دى:

مطلع: سمول

عاشق ز خلق عشق تو پنهان كند پيدا ست از دو چشم ترش خون گريستن