مېرمن ببو جانه
د دې مېرمني نوم حليمه او د عتيق الله خان لور وه، چې هغه د مير واعظ له اولادې څخه باله كيږي. د پلار له خوا سيده او د مور له خوا د امير دوست محمد خان لمسۍ ده. دا مېرمن د امير عبدالرحمن خان حرم و، ډېره هوښياره او خورا ښكلې وه. د خپل ذكا او فهم او ښكليتوب له باعثه پر امير عبدالرحمن خان تر اندازې زياته گرانه وه، له خلكو سره يې ښه رويه درلوده، سخي او مېړه مخې ښځه وه، تر اوسه د دې مېرمني ښه خوى د وگړو په ياد او د خلكو په منځ كي يا ديږي او هر څوك يې ښه ستايي، دې مېرمني شعر هم وايه او د "ارشاد النسوان" په اخبار كي يې ډېر اشعار نشر سوى دى چې موږ ته يې دا دوه درې بيتونه په لاس راغلي دي:
استقلال
سمولاز براى خدا بلند كنيد بر سر خود لواى استقلال باد شيرين دهان ملت ما يا رب از ميو هاى استقلال ميكشم بعد از ين بديده خود سرمه از خاك پاى استقلال
وايي چې يو وخت امير عبدالرحمن خان د نرگسو دسته ورته را استولې وه نو دې مېرمني د هغې تحفي په مقابل كي دا تشكر وكړ: نرگس صد برگ ازدست شهنشاه هم رسيد بر سر خود ماندم و بر چشم تو ماليدمش
وايي: مېرمن ببو جانه پر امير عبدالرحمن خان تر داسي اندازې گرانه وه چې امير عبدالرحمن خان ويل ما تر اوسه شعر نه دى ويلى، مگر د ببو جاني د پاره يې وايم او دا لاندي دوه بيته يې د دې دپاره ويلي دي: مهد عليا، صدر كبرى بى بى عفت شيم زانكه از غزت شهش خواند ست عيال محترم الحق از مادر نزاده دختر همزاد او صاحب حلم و حيا و مايه جود وكرم!
نو د دې مېرمني د ستايلو او فضيلت دپاره هم دغه خبره كفايت كوي چې يو پاچا يې دومره صفت وكړي نو نوري ستايني ته يې حاجت نسته.