میوټېشنېزم (تحول پالنه)

بدلون یا تحول پالنه د طبیعي انتخاب له مخې د تکامل له څو ځای نیونکو څخه یو دی چې په ۱۸۵۹ زکال کې د نوعو د منشا په نامه د چارلز داروین د اثر له خپرېدو وړاندې او وروسته یې شتون درلود. په دغه تئوري کې بدلون/تحول د  تازګۍ سرچینه ده چې له مخې یې په بالقوه او آني ډول د پخوانیو نوعو نوي ډولونه او نوې نوعې رامنځته کېږي. دا د تکامل د محرک په توګه په پام کې نیول کېږي او داسې انګېرل کېږي چې په څو تحولاتو سره محدود کېږي. [۱][۲]

له داروین وړاندې، ژوند پوهانو په معمول ډول د لویو تکاملي تحولاتو په امکان یا سالټیشنېږم (ناڅاپي بدلون پالنې) باور درلود چې د نوعو هر ډول آني زیږون په کې شامل و. د بېلګې په توګه په ۱۸۲۲ زکال کې آتین ژفروا سنت هیلر استدلال وکړ چې نوعې کولای شي په ناڅاپي بدلون یا په هغه څه سره چې وروسته ورته ماکروماتاسیون وویل شول، رامنځته شي. داروین له ناڅاپي بدلون پالنې سره مخالف و او د هغو پر ځای یې د جیولوژي د یو ډول پالنې په توګه په تدریج پالنې ټینګار درلود. په ۱۸۶۴ زکال کې البرت فون کولیکر د ژفروا تیوري بېرته را ژوندۍ کړه. په ۱۹۰۱ زکال کې هوګو دو وریس هغو نوو اشکالو ته د «میوټېشن یا تحول» نوم ورکړ چې د Oenothera lamarckiana په نامه ماښامني ګل باندې د څېړنو په ترڅ کې رامنځته شوي و. د شلمې پېړۍ په لومړۍ لسیزه کې تحول پالنه یا هغه څه چې وریس پرې د میوټېشن تیوري نوم کېښود د داروینېزم په سیاله نظریه واوښته او د یوې مودې لپاره د ویلیام باټیسون، توماس هانټ مورګان او رجینالډ پاڼټ په ګډون د یو شمېر ژنټینک پوهانو له خوا یې ملاتړ وشو.

د تحول پالونکو په نمایشونو سره د تحول پالنې څخه درک د ۲۰ مې پېړۍ په نیمايي کې د معاصر سنتسېز د ملاتړو تر اغېز لاندې راغی چې د دارویني تکامل د مخالفینو او همدارنګه د بایومتریک مکتب د سیالانو په توګه یې استدلال کاوه چې انتخاب د دوامداره بدلونو پر بنسټ عمل کوي. د دغه لیدلوري له مخې تحول پالنې د ژنټینکي سنتسېز او طبیعي انتخاب له خوا چې په ښکاره ډول وروسته د ریاضي پوه رونالډ فیشر له خوا په ۱۹۱۸ زکال کې رامنځته شول؛ ماته وخوړه. ورته مهال د ۱۹۰۲ زکال په لومړیو کې د اودني یول په مقالې سره د منډلي ژنټیک او طبعي انتخاب ترمنځ همکاري پیل شوه او په اروپا او امریکا کې د نظري او تجربي چارو لامل وګرځېده. د نظرونو له اختلاف سربېره لومړنیو تحول پالونکو تر ۱۹۱۸ زکال پورې طبیعي انتخاب منلی و او دوامداره بدلونونه یې د متعددو ژنونو د پایلې په توګه چې په یوې ځانګړنې لکه قد باندې اغېز کوي، توضیح کړل.

تحول پالنه د داروینېزم له نورو ځای نیونکو لکه لامارکېزم او اورتوژنیسېز سره یوځای د ډېری بیولوژي پوهانو له پامه وغورځېده ځکه دوی دې پایلې ته ورسېدل چې منډلي ژنټیک او طبیعي انتخاب کولای شي په آسانۍ سره له یوبل سره کاروکړي؛ ژنټیکي تحول یا میوټېشن هم د طبیعي انتخاب اړوند کار په برخه کې د ژنټیکي تنوع د منبع په توګه ځای خپل کړ. له دې سره تحول پالنه په بشپړه توګه ختمه نه شوه. په ۱۹۴۰ زکال کې ریچارډ ګلډاشمیت بیاځلي د ماکرومیوټېشن له مخې د نوعو د یو مرحله یي زیږون اړوند بحث وکړ او هغه ارګانېزمونه چې په دې ترتیب سره د «امیدوارو هیولاګانو» په توګه تولید شوي و هغو ته یې اړوند وبلل، خو په پراخه کچه له ملنډو سره مخ شو. په ۱۹۸۷ زکال کې ماساتوشي ني په بحث پارونکې توګه استدلال وکړ چې تکامل تر ډېره پورې تحول ته محدود دی. معاصر ژوند پوهان لکه داګلاس جي فوتویما دې پایلې ته ورسېدل چې د لویو تحولاتو له مخې د تکامل ټولې ادعاوې په بنسټیز ډول کېدلای شي د دارویني تکامل له مخې توضیح شي.

تاریخ لیکنه

سمول

د شلمې پېړۍ په لومړیو کې ژوند پوهان په بشپړه توګه په دې یوه خوله و چې تکامل رامنځته شوی خو احساس یې کاوه چې د داروین له خوا وړاندیز شوي میکانېزمونه له دې ډلې طبیعي انتخاب په کې بې اغېزې دی. داسې ښکارېده چې لویو تحولاتو په چټکۍ سره تکامل هدایت کړی او دوی له هغې ستونزې څخه چې داروین یې اندېښمن کړی و ډډه وکړه؛ یعنې دا چې د وراثت ترکیب کولای شوي کوچني مطلوب بدلونونه په اوسط ډول را کم کړي. له دې سربېره لوی ناڅاپي تحولات و چې کولای یې شول په یوه مرحله کې نوعې رامنځته کړي؛ سربېره پردې یې د فوسیلي سوابقو ترمنځ د لویو نا اړوندتیاوو او چټک بدلون د مهال اړوند چمتو شوې توضیح وړاندې کړه. [۳][۴]

دغه اکتشافات تر ډېره پورې د شلمې پېړۍ په نیمايي کې د معاصر سنتسېز د پلویانو لکه د جولیان هاکسلي او ارنست مایر له خوا د لومړنیو ژنټیک پوهانو - «منډلیانو»- له دې ډلې د باټیسون، یوهانسون، دو وریس، مورګان او پانت  له خوا چې له منډلېزم او تحول پالنې څخه یې ملاتړ کاوه؛ ترمنځ د یوې مناقشې په توګه په پام کې نیول کېدل. دوی د داروین د تدریج پالنې د لومړنۍ نظریې د مخالفینو په توګه پېژندل کېدل چې د پیرسون او ولډون په څېر د منډلېزم مخالف بایومتریک پالونکي په کې داروین ته تر ټولو وفاداره و. په دغه دوره کې د داروینېزم د کسوف اړوند ډېر لږ پرمختګ ترلاسه شو او د بدلون پالونکي ژنټیک پوه لکه دو وریس او بایومتریک پالونکو لکه پیرسون ترمنځ مناظره د ۱۹۱۸ زکال څخه تر ۱۹۵۰ زکال پورې د معاصر سنتسېز په بریا پای ته ورسېده. له دې امله نوي جمیعتي ژنټیک په ۱۹۴۰ مه لسیزه کې د طبیعي انتخاب توضیحي ځواک له ځانه وښود، په داسې حال کې چې تحول پالنه د نورو غیر دارویني لیدلورو لکه اورتوژنیسېز او ساختار پالنې په خوا کې له پامه وغورځول شوهس. دغه لیدلوری د شلمې پېړۍ په دویمه نیمايي کې په غالب نظر واوښت چې د دواړو ژوند پوهانو او تاریخ پوهانو له خوا ومنل شو. [۵][۶][۷][۸]

بله نوې نظریه چې د مورخینو لکه آرلین ستولټزفوس او کلې کیبل له خوا یې ملاتړ شوی دا ده چې باټیسون، دو وریس، مورګان او پانت تر ۱۹۱۸ زکال پورې د منډلېزم او تحول پالنې ترکیب رامنځته کړی. د دغو ژنټیک پوهانو له خوا په ترلاسه شوي مفهوم کې پر اللونو (د ژن ځای نیونکی ډول) د طبیعي انتخاب عمل، د هارډي – واینبرګ تعادل، د یو بل سره تړلو متغیرونو (لکه قد) د صفاتو تکامل او د یو نوي ژنټینکي بدلون د ثابتېدو احتمال شامل و. د دغې نظریې له مخې لومړنیو ژنټیک پوهانو طبیعي انتخاب د ژنټیکي بدلون په خوا کې ومانه، خو د تنوع او وراثت اړوند د داروین غیرمنډلي نظریات او په ۱۹۰۰ زکال کې په هغو پسې پیل شوی سنتسېز یې رد کړل. دغه سنتي ادعا چې منډلیان د تړلو بدلونونو نظریه په بشپړ توګه رد کړې په ساده ډول ناسمه ده. د ۱۹۰۲ زکا په لومړیو کې باټیسون او ادیت ساندرز ولیکل چې «که چېرې په ډېره لږ کچه څلور یا پنځه جوړې اللومورف ممکن وي، د هومو او هیټروزایګوس مختلف ترکیبونه کېدای شي په ردیف بندي کې د تړلې منحني په څیر کړنلار رامنځته کړي چې د عناصرو خالصیت یې آن مشکوک واوسي». [۹][۱۰][۱۱]

تاریخ پوهانو د بدلون پالنې تاریخ په مختلفو ډولونو تفسیر کړی. کلاسیک لیدلوری دا دی چې بدلون پالنه د داروین د تدریج پالنې پر وړاندې یوه څرګنده تېروتنه وه. د ژنټیک سنتسېز او داروینېزم په برخه کې د څو لسیزو ځنډ «نه توضیح کېدونی شرم» و؛ چې له امله یې ژنټیک په منطقي ډول د معاصر سنتسېز پایلې ته ورسېد او بدلون پالنه هم داروین ضد «هغه ورکه لار» وه چې نن ورځې ته یې د داروین له خوا له کښل شوې لار څخه ځان جلا کړ. بیاکتنه غوښتونکې نظریه دا ده چې بدلون پالونکو هم ژنټیکي بدلون او هم انتخاب د هغه رول په لرلو سره چې نن یې لري، په لومړیو کې منلې و او په متعددو ژنونو باندې یې په سمه توګه دوامداره تغیرات تشریح کړل او لار یې تدریجي تکامل ته برابره کړه. په ۱۹۰۹ زکال کې په کامبریج کې د داروین د سلمې کالیزې پر مهال بدلون پالنه او لامارکېزم د طبیعي انتخاب پر وړاندې د سیالو نظریاتو په توګه ځای درلود. ۵۰ کاله وروسته په ۱۹۵۹ زکال کې په شیکاګو پوهنتون کې د نوعو د منشا په نامه د اثر د خپرېدو د سلمې کالېزې پر مهال بدلون پالنې نور هغه پخوانی ځایګی نه درلود او له پامه غورځول شوې وه. [۷][۱۲][۱۳][۷][۱۴][۱۵][۸][۱۶][۱۷]

سرچينې

سمول
  1. Bowler, Peter J. (1992) [1983]. The Eclipse of Darwinism. p. 198. ISBN 978-0-8018-4391-4.
  2. Smocovitis 1996، م. 56.
  3. Larson 2004، مم. 127–129, 157–167.
  4. Larson 2004، م. 121.
  5. Mayr, Ernst (2007). What Makes Biology Unique?: Considerations on the Autonomy of a Scientific Discipline. Cambridge University Press. ISBN 978-0521841146.
  6. Stoltzfus, Arlin (2006). "Mutationism and the Dual Causation of Evolutionary Change". Evol Dev. 8 (3): 304–317. doi:10.1111/j.1525-142X.2006.00101.x. PMID 16686641. S2CID 10469049.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ ۷٫۲ Provine 2001، مم. 56–107.
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Smocovitis 1996، مم. 1–65.
  9. Stoltzfus, Arlin (2006). "Mutationism and the Dual Causation of Evolutionary Change". Evol Dev. 8 (3): 304–317. doi:10.1111/j.1525-142X.2006.00101.x. PMID 16686641. S2CID 10469049.
  10. Stoltzfus, Arlin; Cable, Kele (2014). "Mendelian-Mutationism: The Forgotten Evolutionary Synthesis" (PDF). Journal of the History of Biology. 47 (4): 501–546. doi:10.1007/s10739-014-9383-2. PMID 24811736. S2CID 23263558.
  11. Bateson, William; Saunders, E. R. (1902). "Experimental Studies in the Physiology of Heredity". Royal Society. Reports to the Evolution Committee. Archived from the original on 2020-04-23. نه اخيستل شوی 2022-08-28.
  12. Stoltzfus, A.; Cable, K. (2014). "Mendelian-Mutationism: The Forgotten Evolutionary Synthesis". Journal of the History of Biology. 47 (4): 501–546. doi:10.1007/s10739-014-9383-2. PMID 24811736.
  13. Roll-Hansen, N. (1989). "The crucial experiment of Wilhelm Johannsen". Biology and Philosophy. 4 (3): 303–329. doi:10.1007/bf02426630. S2CID 170325857.
  14. Hull, D. L. (1985). "Darwinism as an historical entity: A historiographic proposal". In Kohn, D. (ed.). The Darwinian Heritage. Princeton University Press. pp. 773–812. ISBN 978-0691633657.
  15. Tax, S.; Callender, C., eds. (1960). Evolution After Darwin: The University of Chicago Centennial. University of Chicago Press, Chicago.
  16. Bowler 1989، مم. 276–281.
  17. Gayon 1988، مم. 289 and passim.