مینداګاس (میندوون)

مینداګاس یا میندوون (په جرمني: Myndowen، لاتین: Mindowe، زړه ختیځه سلواکي: Мендог، بلاروسي: Belarusian، پولنډي: Mendog، زوکړه: نږدې ۱۲۰۳ زکال – مړینه: ۱۲۶۳ زکال) د لیتوانیا لومړی لوی دوک او د لیتوانیا لومړنی پاچا دی چې د پاچاهۍ تاج یې پر سر اېښی. د هغه د اصلي ځای، لومړي ژوند او یا هم واک ته د رسېدو اړوند ډېر لږ معلومات شتون لري. له نوموړي څخه د ۱۲۱۹ زکال په تړون کې د لوی دوک او په ۱۲۳۶ زکال کې د ټولې لیتوانیا د رهبر په توګه یادونه شوې. په معاصرو او د نن ورځې په منابعو کې چې د هغه د واک ته رسېدو اړوند په کې لیکنې شوې، د هغه د ستراتیژیکو ودونو، تبعید او د ده د سیالانو د وژنې په اړه په کې یادونه شوې. نوموړي د ۱۲۳۰مې او ۱۲۴۰ مې لسیزې پر مهال د لیتوانیا سویل ختیځو برخو ته خپل قلمرو پراخ کړ. په ۱۲۵۰ یا ۱۲۵۱ زکال کې د کورني ځواک د مبارزاتو پر مهال هغه ته د رومي کاتولیک په توګه د تعمید غسل ورکړل شو؛ دغې چارې هغه ته لار برابره کړه څو د لیتوانیا د اوږد مهاله انتاګونیست لیووني سیسټم سره اتحاد رامنځته کړي. د ۱۲۵۳زکال په اوړي کې هغه ته د لیتوانیا د پاچا په توګه تاج ور پر سر شو او له ۳۰۰ زره څخه تر ۴۰۰ زره کسانو باندې یې حکومت وکړ. [۱][۲]

په داسې حال کې چې د مینداګاس لس کلن سلطنت د دولت جوړونې له پریمانه لاسته راوړونو سره مل و، خو له نورو قومونو او دوکانو سره یې شخړو دوام وموند. د لیتوانیا لویدیځې برخې – ژمایتیا – د هغه د اتحاد د واکمنۍ پر وړاندې کلک مقاومت وکړ. په سویل ختیځ کې د نوموړي لاسته راوړنې د تاتاریانو له خوا وننګول شوې. په ۱۲۶۱ زکال کې هغه له لیووني نظم سره خپله اړیکه وشکوله، په ډېر احتمال سره یې عیسویت ته هم شا کړه او په ۱۲۶۳ زکال کې د خپل وراره ترنیوتا او د هغه د بل سیال دوک داومانتاس پسکوف له خوا ترور شو. د هغه درې ځای ناستي هم له ځنډ پرته ترور کړای شول. دغه شخړې تر هغه مهاله پای ته وه نه رسېدې کله چې تردینس د ۱۲۷۰ زکال په شاوخوا کې د لوی دوک لقب ترلاسه کړ.

له دې سره چې په راتلونکو پېړیو کې د هغه شهرت وده نه لرله او لمسیان یې هم چندان پام وړ نه و، خو په ۱۹ مه او ۲۰ مه پېړۍ کې یې شهرت وموند. مینداګاس د لیتوانیا یوازنی پاچا و؛ په داسې حال کې چې د لیتوانیا ډیری نورو لویو دوکانو له جوګایلا څخه وروسته د پولنډ د پاچاهانو په توګه واک وچلوه، خو د ده لقب له ټولو څخه جلا پاتې شو. نوموړی اوس په ټولیزه توګه د لیتوانیا د دولت د بنسټګر، د بالتیک سمندر پر لور د تاتاریانو د مخکې تګ د مخه نیونکي، په نړیواله توګه د لیتوانیا د رسمي معرفي کوونکي او په لیتوانیا کې د لویدیځ تمدن د ترویج کوونکي په توګه پېژندل کېږي. په ۱۹۹۰ مه لسیزه کې تاریخ لیکونکي اډوارډس ګوداویچیوس داسې څېړنې خپرې کړې چې د نوموړي د تاج پر سر کولو د مراسمو کره نېټه یې د ۱۲۵۳ زکال د جولای ۶ مه ښووله. اوس مهال دغه ورځ په ټوله لیتوانیا کې د دولتي کېدو د ملي ورځې په توګه لمانځل کېږي او عمومي رخصتي وي.

واک ته رسېدل

سمول

د دیارلسمې پېړۍ په لومړیو کې لیتوانیا د ګڼ شمېر دوکانو او شاهزادګانو له خوا اداره کېده چې هر یو یې په ځانګړي قلمرو او قبیلې واک چلاوه. دوی د مشترک دین او رواج، سوداګرۍ، مشترکو لښکرکشیو او له ګاونډیو سیمو څخه د نیول شوو بندیانو سربېره له یو بل سره کمزورې اړیکې لرلې. لویدیځو سوداګرو او مبلغینو د ۱۲ مې پېړۍ پر مهال د دغې سیمې کنټرول کولو ته مخه کړه او د لیتوانیا ریګا ښار یې په ۱۲۰۱ زکال کې تاسیس کړ. په لیتوانیا کې د دوی دغې هڅې په ۱۲۳۶ زکال کې په سول جګړه کې د ماتې خوړلو له امله د لنډ مهال لپاره په ټپه ودرېدې، خو وسله وال عیسوي نظم لا هم د یو تهدید په توګه شتون درلود. ورته مهال د مغولو سترواکۍ هم پر دغه هېواد برید کړی.

د ګالیسیا – ولهینیا هوکړه چې په ۱۲۱۹ زکال کې لاسلیک شوه، په معمول ډول د هغه لومړني سند په توګه په پام کې نیول کېږي چې بالتیک قبایل یې د دغو ګواښونو پر وړاندې یو موټي کړل. د دغې هوکړې په لاسلیک کوونکو کې ۲۰ لیتوانیايي دوکان او یوه کونډه دوشس شامله وه؛ دا څرګندېږي چې د دغو کسانو څخه پنځه تنه تر ټولو مخکښان و او په پاتې نورو ۱۶ یې برتري لرله. مینداګاس د ځوانۍ سربېره او له دې سره چې ورور یې دائوسپرونګاس هم د لویو دوکانو په قطار کې راوړل شوی و، په دی معنی دی چې دوی ته دغه القاب په میراث پاتې شوي. د لیووني په لرغونو تواریخو کې نوموړی د ۱۲۳۶ کال پر مهال د ټولې لیتوانیا د واکمن په توګه توصیف شوی. خو دغه لقب ته د هغه د رسېدو څرنګوالی نه دی څرګند. روتني تورایخ بیا څرګندوي چې هغه څو دوکان له دې ډلې خپل خپلوان وژلي او یا یې هم تبعید کړي دي. تاریخ لیکونکی اس.سي. راول واک ته د هغه رسېدل «د واده د څرګندو بهیرونو، وژنو او پوځي فتوحاتو» له مخې توصیف کوي.

د ۱۲۳۰مې او ۱۲۴۰مې لسیزو پر مهال، مینداګاس خپله واکمني د بالتیک په مختلفو قلمرونو او سلواکي ځمکو کې پیاوړې او تثبیت کړه. په سیمه کې جګړې زور واخیست؛ هغه له جرمني ځواکونو سره په کورلنډ کې جګړه وکړه، په داسې حال کې چې مغولو په ۱۲۴۰ زکال کې کیف وران کړ او د دوه پولنډي پوځونو په ماتولو په ۱۲۴۱ زکال پولنډ ته ننوتل او کراکوف یې وسازوه. په سول جګړه کې د لیتوانیایانو بریا د لنډ مهال لپاره په شمالي جبهه کې د هغو ځایګی تثبیت کړ، خو د عیسوي نظم پلویانو د بالتیک سواحلو په اوږدو کې بریا خپله کړه او د کلیپیدا (ممل) ښار یې تاسیس کړ. [۳]

مینداګاس چې شمال او لویدیځ ته محدود شوی و د ختیځ او لویدیځ پر لور یې حرکت وکړ او ناوهروداک، هرودنا، واکاویسک او شاهزاده نشین پولوتسک یې ونیول، له دې سره چې د دغو جګړو اړوند هېڅ اطلاعات شتون نه لري. د ۱۲۳۹ زکال په شاوخوا کې هغه خپل زوی ویسویلکاس د دغو سیمو د اداره کولو په موخه وګماره چې دغه سیمې د تورې روتني په نوم پېژندل کېږي. په ۱۲۴۸ زکال کې یې د خپلو ورور دائوسپرونګاس زامن تاوتویلاس او ادیویداس د ساموګیتیا له دوک ویکینتاس سره یوځای د سمولنسک د نیولو لپاره ولېږل خو بریالي نه شول. په لیتوانیا کې د حکومت د پیاوړي کولو اړوند د هغه هڅه له بېلابېلو بریاو سره مخ شوې. په ۱۲۴۹ زکال، هغه مهال چې نوموړی د خپل وراره او د ویکینتاس د قلمرونو په لټه کې شو، کورنۍ جګړه پیل شوه.

د لیتوانیا پاچاهي

سمول

مینداګاس او مېرمن ته یې د ۱۲۵۳ زکال په اوړي کې د پاچاهۍ تاج پر سر کېښودل شو. د کولم کشیش هنري هاینرایش د دغه مراسمو د مذهبي برخې مسئولیت پر غاړه درلود او اندریاس ستیرلند ورته تاج پر سر کېښود. نن ورځ د جولای شپږمه د دولت دارۍ (په لیتوانیايي کې: Valstybės diena) د ورځې په توګه لمانځل کېږي چې په معاصره لیتوانیا کې دغه ورځ هر کال عمومي رخصتي وي. د تاج اېښودو د ورځې کره نېټه نه ده معلومه، خو هغه نېټه چې تاریخ پوه اډوارډس ګوداویچیوس د دغه مراسمو د کره نېټې په توګه اعلان کړې ځینې مهال له ننګونو سره مخ کېږي. له دې سره د تاج اېښودو د مراسمو کره ځای هم نه دی معلوم.

د نږدې اتو کلونو لپاره نسبي سوله او ټیکاو حاکم و. مینداګاس له دغه مهال څخه د ختیځ پر لور د پراختیا او د دولتي بنسټونو د جوړولو او مدیریت په برخه کې کار واخیست. هغه خپل نفوذ په توره روتني، پولاتسک، د داوګاوا سیند د حوضې په مهم سوداګریز مرکز او پنسک کې زیات کړ. هغه همدارنګه د ګالیسا – ولهینیا د سولې لپاره خبرې اترې وکړې او لور یې د دانیل ګالیسیا له زوی سوران سره واده وکړه چې وروسته یې زوم د لیتوانیا لوی دوک شو. له لویدیځې اروپا او واټیکان سره یې اړیکې پیاوړې کړې. په ۱۲۵۵ زکال کې مینداګاس له پاپ څلورم الکساندر څخه اجازه واخیسته څو خپل زوی ته د لیتوانیا د پاچاهۍ تاج ور په سر کړي. مخکښه محکمه، اداري سیسټم او دیپلماتیک سرویس رامنځته شو. د سپینو زرو لویې سکې چې د دولت دارۍ مشخصه یې وه را ووتې. هغه په ویلینوس کې د یوې کلیسا د جوړولو لپاره بودیجه برابره کړه چې په ډېر احتمال سره د نن ورځې د ویلینوس کلیسا پر ځای جوړه شوې وه.

سرچينې

سمول
  1. "Mindaugas | ruler of Lithuania". Encyclopedia Britannica (په انګليسي). نه اخيستل شوی 25 June 2021.
  2. Gudavičius, Edvardas. "Mindaugas". Universal Lithuanian Encyclopedia. نه اخيستل شوی 18 July 2021.
  3. Dubonis, Artūras. "The Myth of Navahrudak". LDKistorija.lt. نه اخيستل شوی 1 May 2021.