میرزا اسدالله غالب

لنډه پېژندنه سمول

میرزا اسدالله غالب په ۱۷۹۷ز کال په اګړه کې د عبدالله بیک کره دې فاني نړۍ ته سترګې پرانستې، په کوچنیوالي کې یې پلار وفات شو، په دیارلس کلنۍ کې یې له امراوبیګم سره واده وکړ، غالب زیات شراب څښل، همدې نشو خراب کړ چې په ۱۸۹۶ز کال کې یې له دنیا سره خدای پاماني وکړه.

مرزا اسدالله خان غالب د فارسي او اردو ژبو له مهمو شاعرانو وو، چې اوس یې قبر ډیلي کې د قبرونو پوښونکو، ګلونو، وریجو او ډوډۍ پلورونکو د کراچیو منځ کې پټ دی.

د غالب شاعري سمول

غالب په فارسي او اردو ژبو شاعري کړې ده او په عربي ژبه هم پوهېده او د ځينو اشعارو ژبه یې پېچلې ده.

غالب چې شاعر شو دوه لاملونه و ۱. مینه ۲. د اولادونو مړینه


لاندي شعرونه ژباړل سوي دي.

بیا هغه سترګې زه غواړم چې اثر را باندې وکړي

کله څوک دی ژوندي پاتې چې ستا سترګې یې لیدلې


ستا د زلفو په هر تار کې سل دامونه نهنګان دي

اې دې زړه نه درته وایم هم ایمان یې هم جانان یې

*** *** *

مودې شوې غالب مړ دی

خو له زړه مې نه وځي

*** *** *

غم چې دومره کړم بې حسه

بیا خو ښه دی سر مې پرې کړي

*** *** *

د غم علاج اسده مرګ وګڼه

شمعې وي بلې تر سهاره پورې

*** *** *

شپه سبا کړم تر سهاره چې رڼا کې راښکاره شې

ته شبنم یې عمر لنډ کړې تاته چا دا تعلیم در کړ

ژباړه او راټولونه سمول

محمد خالص ادیب - بلخ پوهنتون، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي، اتم سمسټر