میاشتنی عادت

میاشتنی عادت داسې يوه عادت دی چې ټولې ښځې ورسره په مياشت کې يو ځل مخ کېږي. دا عمل د ١ څخه تر شاوخوا ٣ ورځو پورې وي؛ چې لمخې يې د ښځې د تناسلي آلې څخه وينه بهېږي. ددې عمل په دوران کې د هرې ښځې د وينې بهېدو او درد کچه يو برابر نه وي؛ خو البته ټولې ښځې ددې درد، د درد احساس او وېنې بهېدو سره مخ کېږي. [۱]

نور ولولئ سمول

'مياشتنی عادت يوه داسي نښه ده چې، هيلې رامنځته کوي او انسان ته د ښځينه توب او د مور کېدو وړتيا ورکوي'

کله چې، يوه نجلۍ پېغله او لومړنی مياشتنی عادت (حيض) يې راشي نو، هغوی شرميږي او د دغه حالت د پټولو هڅه کوي چې، دغه کار کولای شي د هغوی لپاره ځينې جسمي او رواني ستونزې پيداکړي.

د يادونې وړ ده چې، مياشتنی عادت کومه ناروغې نه، بلکې د ژوند يو داسې پړاو دی چې، هرې نجلۍ له پېغلتوب سره پيل او له زړښت سره پای ته رسيږي.

مياشتنی عادت کومه ناروغې نه، بلکې د ژوند يو داسې پړاو دی چې، هرې نجلۍ له پېغلتوب سره پيل او له زړښت سره پای ته رسيږي

”مياشتنی عادت يوه داسي نښه ده چې، هيلې رامنځته کوي او انسان ته د ښځينه توب او د مور کېدو وړتيا ورکوي.

د مياشتني عادت وينه له هغې وينې سره چې، په رګونوکې ده، توپيرلري. په نوموړې وينه کې داسي مواد ګډ دي چې، لخته (سخته) کيږي نه او د وجود څخه د وتلو وړتيا لري“.

ځينې خلک وايي چې، د مياشتني عادت پرمهال، ځان پرېولل سم کار نه دی خو، ډاکټران په دې باور دي چې،

که په دې مرحله کې نظافت ته پاملړنه و نه شي نو وجود ته د هر ډول مکروبونو د ننوتلو امکان شته چې، په پايله کې د هر ډول ناروغۍ د پيدا کېدو سبب ګرځېدای شي.

په ځانګړې توګه، په توده هواکې د مکروبونو د ودې او بد بويۍ د پيدا کېدو امکان ډېريږي

خو، که بدن پرېمنځل شي، وينه پرې نه ښودله شي چې، پر بدن وچه شي او هر څلور ساعته وروسته کوتکس (ټوکر) تبديل شي، نو د دغې ستونزې مخنيوی کېدای شي.

که چيرې د مياشتني عادت پر مهال خونرېزي له پنځو بيا تر اووو ورځو واوړي او يا شديد درد احساس شي نو، دغه نجلۍ دې ژر تر ژره داکټر ته مراجعه وکړي.

د دې لپاره چې، نجونې عادي مياشتنی عادت ولري، بايد د مياشتني عادت په ترڅ کې پر خپل سر دوا نه خوري، په ځانګړې توګه اسپيرين دې نه خوري چې، د وينې د ډېرېدوسبب کيږي

غذايي رژيم ياخوړو ته پام کول او ورزش کول هم ګټورکاردی. هغه نجونې چې، مياشتنی عادت يې په عادي ډول راځي، لږ ترلږه دي په کال کې يوځل ځان دلنګون او ښځينه ناروغيو ډاکټر ته ورښکاره کړي.

دا هم وګورئ سمول

سرچينې سمول

  1. قاموسونه ټکی کام (نامعلومه نېټه). "فَرَج". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ ډيسمبر ۲۰۲۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |date= (مساعدة)