مکران
مکران چې په یو شمېر منابعو کې د مېکران او موکران په نومونو هم یاد شوی په سویلي بلوچستان کې ساحلي سیمه ده. دا هغه نیمه صحرایي ساحلي تړانګه ده چې د پاکستان او ایران په بلوچستان ایالت کې موقعیت لري او د عمان د خلیج د ساحل په اوږدو کې پرته ده. دا د لویدیځ لوري څخه د سون میاني له خلیج او په ختیځ کې د کراچۍ تر شمال لویدیځ پورې موقعیت لري، همدارنګه د معاصر ایران د سیستان او بلوچستان د سویلي بشکردیا/باشګرد سیمې تر څنډو پورې رسېږي. له همدې امله مکران د پاکستان او ایران ترمنځ د معاصرې سیاسي پولې له امله په دوه برخو ویشل شوې.
د نامه ریښه
سمولد بلوچستان سویلي برخه په پاکستاني لوري کې د کیچ مکران او په ایراني لوري کې بیا د مکران په نوم یادېږي چې د ایران د یو لرغوني ولایت نوم هم دی. دغه موقعیت د هخامنشیانو له ساتراپي مکا ځای سره یو شان دی. د ماګان سومري سوداګریز همکاران د مکران په نوم پېژندل کېدل. د واراهامیهیرا په برهات سامهیتا کې هغې قبیلې ته چې د هند په لویدیځ کې یې ژوند کاوه د مکرا نوم کارول شوی. [۱][۲]
تاریخچه
سموللومړنۍ استوګنه
سمولد معاصر پاکستان په سویل لویدیځ کې د کیچ مکران سیمه چې د کیچ سیند په اوږدو کې پرته ده له میلاد څخه پنځه زره کاله وړاندې د استوګنې سیمه وه. د میري قلات لرغونی سایټ چې له ۱۹۸۷ زکال څخه تر ۲۰۰۷ زکال پورې د فرانسوي او پاکستاني لرغون پوهانو له خوا وڅېړل شو، هم دغې سیمې ته اړوند دی. تربت ته څېرمه د شاهي – ټمپ په نامه بل لرغوني سایټ هم دلته شتون لري چې وروسته وڅېړل شو. [۳]
په دغه سیمه کې لوی او څلور کونجه ډبرین استوګنځایونه له میلاد وړاندې ۴۰۰۰ کال څخه وړاندې جوړ شوي. په دغو ځایونو کې د استوګنو وګړو له خوا کارول شوې اور اچونکې ډبرې، نورې کارول شوې ډبرې او د هډوکو څخه جوړ شوي وسایل چې دغه مهال له خټینو لوښو څخه ګټنه دود نه وه؛ د لرغون پوهانو له خوا موندل شوي دي.
په دغه دوره کې د کیچ سیند د درې استوګنو کسانو غنم، وربشې او نسک (عدس) کرل. هغوی غوا ګانې، وزې او پسونه اهلي کړي و. همدارنګه یې د عمان له سمندر څخه کبان نیول.
په دویمه دوره کې په دغه سیمه کې د معمارۍ لویو چارو دوام وموند او یوه څلور کونجي ټولګه یې جوړه کړه. وروسته په دغو جوړو شوو ځایونو باندې د خښتو نور جوړ شوي ځایونه هم راڅرګند شول. [۴]
په میري قلات کې د اوروک کلتور له سرامیکي استفادې سره یو شمېر اړیکې موندل شوې دي.[۵]
بالاکوټ، مکران د دغې سیمې بل لرغونی سایټ دی چې لرغونتیا یې له میلاد ۴۰۰۰ کالو وړاندې ته رسېږي او د لرغون پوهانو له خوا څېړل شوی.
لرغوني مهالونه
سمولپه سلوکي- موریا جګړه کې په یونانیانو باندې د موریا د سترواکۍ له بریا وروسته بلوچستان د لرغوني هند د چاندراګوپتا مائوریا تر ولکې لاندې راغی. چاندراګوپتا او سلوکوس له میلاد وړاندې ۳۰۴ کال کې د سولې هوکړه وکړه. لومړي سلوکوس له ساتراپي قلمرو څخه تېر شو، له دې ډلې یې خپل هغه ځایونه چې په بلوچستان کې و، د موریا مخ پر پراختیا سترواکۍ ته یې پرېښودل. د سلوکي او موریا سترواکیو ترمنځ پوله د راتلونکو نسلونو پرمهال ثابته شوه او همدارنګه یې دوستانه دیپلماتیکې اړیکې د سلوکوس له خوا د سفیر په توګه د مګاستنس او لویدیځ ته د استازي په توګه د چاندراګوپتا د لمسي آشوکا په لېږلو سره منعکسې کېدلې.[۶][۶]
د منځنیو پېړیو پیل
سمولد هندو سیوا لړۍ له میلاد څخه وروسته اوومې پېړۍ پورې پر بلوچستان حکومت وکړ. د سیبي وېش ته تر اوسه پورې د هندو سیوا د لړۍ د ملکې، راني سیوي له نوم ګټنه کېږي چې د کویټې له برخې څخه پیلېده.[۷]
له میلاد وروسته ۶۳۵ یا ۶۳۶ زکال پر مهال د سند، هندي برهمن لړۍ د بلوچستان یو شمېر برخې تر خپل کنټرول لاندې لرلې. [۸]
اسلامي فتوحات
سمولپه مکران سیمه کې لومړني اسلامي فتوحات د خلفای راشدینو د واکمنۍ پر مهال و چې د ۶۴۳ زکال پر مهال یې یوشمېر برخې ونیولې. په بهرین کې د حضرت عمر فاروق له خوا ټاکل شوي والي عثمان ابن ابوالعاص چې د ساسانیانو تر واکمنۍ لاندې یې د سویلي ساحلي برخو د نیولو لپاره لښکرکشۍ ته چمتوالی نیو، خپل ورور حکم ابن ابوالعاص یې په مکران سیمه باندې د برید په موخه د معلوماتو د راغونډولو په موخه هلته ولېږه. [۹]
د ۶۴۴ زکال په وروستیو کې عمرفاروق د حکم بن عمرو په مشرۍ یو لښکر په مکران باندې د برید په موخه ولېږه. د شهاب بن مخارق تر قوماندې لاندې له کوفې څخه کومکي ځواکونه او همدارنګه په کرمان باندې د جګړې قوماندان عبدالله بن عتبان هم ورسره مل شو. دوی په مکران کې له شدید مقاومت سره مخ نه شول تر هغه چې د رای پاچا لښکر د مکران او سند له ځواکونو سره یوځای د سند سیند ته نږدې د هغوی مخه ونیوله. د ۶۴۴ زکال په نیمايي کې د رسیل جګړه د خلفای راشدینو د لښکرو او د رای د پاچاهۍ د لښکرو ترمنځ ونښته. د راجا لښکرو ماته وخوړه او اړ شول د سند د ختیځې تړانګې پر لور شاتګ غوره کړي. د راجا په لښکرو کې فیلانو هم شتون درلود، خو د مسلمانانو لپاره یې کومه ستونزه جوړه نشوه کړای ځکه چې د فارس په فتح کې له هغو سره په مقابلې کولو بلد شوي و. د خلیفه عمر فاروق په امر په جګړه کې نیول شوي فیلان په فارس کې وپلورل شول او عواید یې د غنایمو په توګه د مسلمانانو ترمنځ ووېشل شول. د مکران سیمې اړوند د عمرفاروق د پوښتنې په ځواب کې له مکران څخه راغلي قاصد چې د بریا خبر یې ورته راوړی و وویل: [۱۰]
د مومنانو امیره! دا داسې ځای دی چې دښتې یې ډبرینې دي؛ داسې ځای چې اوبه په کې کمې دي؛ داسې ځای چې میوې یې بې خونده دي؛ داسې ځای چې خلک یې په خیانت کولو کې شهرت لري؛ داسې ځای چې ډېر څه په کې ناڅرګند دي؛ هغه ځای چې فضیلت ته په کې په ټیټه سترګه کتل کېږي او هغه ځای چې شر په کې واکمن دی. یو ډیر لوی پوځ د دغه ځای لپاره کم دی؛ کوچنی پوځ دلته بې فایدې دی؛ له هغو ورهاخوا ځای بیا له دې هم بدتره دی [سند ته یې اشاره کړې].
عمر فاروق استازي ته وکتل او وه یې ویل: ته قاصد یې که شاعر؟ هغه ځواب ورکړ: «قاصد». له دې وروسته عمر فاروق، حکیم بن عمرو تغلبی ته امر وکړ چې اوس مهال دې مکران د اسلامي سترواکۍ ختیځه پوله وي او د مخکې تلو هڅه دې نه کوي.
دغه سیمه په ۶۳۱ زکال کې د غاصب راجا چچ له خوا نیول شوې وه. لس کاله وروسته د ژوانزانګ له خوا چې له دغې سیمې یې لیدنه کړې وه د «فارس د حکومت» د برخې په توګه توصیف شوه. خو درې کاله وروسته هغه مهال چې عربو ورباندې برید وکړ هغه یې «مرز الهند» وباله. د سند برهمن پاچا مهارجا چچا د دغې سیمې پر سر له عربو سره جګړه وکړه او هغوی ته یې د پریمانه تلفاتو په اړولو ماته ورکړه همدارنګه یې د هغوی عمومی قوماندان عبدالعزیز هم وواژه. [۱۱][۱۲][۱۳]
په محمود غزنوي باندې د بلوچانو برید
سمولبلوچ بریدکوونکو د محمود غزنوي سفیر د طبس او خبیس ترمنځ وتښتاوه. د هغه زوی مسعود په غچ اخیستونکي برید کې هغوی په خپل وروستي پټن ځای کې مات کړل چې د کرمان د غره لمنې ته څېرمه د دغې دښتې وروستۍ څنډې وې. [۱۴]
سرچينې
سمول- ↑ Yule, Sir Henry; Cordier, Henri, eds. (1993) [first published 1903, revised 1920], The Travels of Marco Polo: The Complete Yule-Cordier Edition, Volume II, Courier Corporation, pp. 402–, ISBN 978-0-486-27587-1
- ↑ "Makran". Encyclopædia Britannica.
- ↑ Aurore Didier, Benjamin Mutin (2015), The Kech-Makran region in Protohistoric Times. in Ute Franke; Elisa Cortesi. Lost and Found. Prehistoric Pottery Treasures from Baluchistan, SMB, pp.297-333, ISBN 978-3-00-051309-1
- ↑ Aurore Didier, Benjamin Mutin (2015), The Kech-Makran region in Protohistoric Times. in Ute Franke; Elisa Cortesi. Lost and Found. Prehistoric Pottery Treasures from Baluchistan, SMB, pp.297-333, ISBN 978-3-00-051309-1
- ↑ Van De Mieroop, M. (2008). A history of the ancient Near East. Malden, MA: Blackwell Publishing
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ Kosmin 2014، م. 33–34.
- ↑ The tribal Baluchistan by Syed Abdul Quddus page 49
- ↑ Skutsch, Carl, ed. (2005). Encyclopedia of the World's Minorities. New York: Routledge. p. 178. ISBN 1-57958-468-3.
- ↑ Al Baldiah wal nahaiyah vol: 7 page 141
- ↑ Tarikh al Tabri, vol: 4 page no: 180
- ↑ Al-Hind, the Making of the Indo-Islamic World: Early Medieval India and the Expansion of Islam 7th-11th Centuries. Brill. 2002. pp. 131–132, 136. ISBN 0391041738.
- ↑ Savarkar, Veer (2020-01-01). Six Glorious Epochs of Indian History (in انګليسي). Prabhat Prakashan. ISBN 978-93-5322-097-6.
- ↑ Munshi, Kanaiyalal Maneklal (1944). The Glory that was Gūrjaradeśa: The Imperial Gūrjaras. 1st ed (in انګليسي). Bharatiya Vidya Bhavan.
- ↑ Denzil Ibbetson, Edward MacLagan, H.A. Rose "A Glossary of The Tribes & Casts of The Punjab & North-West Frontier Province", 1911 AD, Page 43, Vol II,