Gekkonidae
مڅرکان
مملکه ژوی
عمومي بڼې Chordata
ځانتياوي بڼې شمزۍ لرونکي ژوي
طبقه خاپوړن
فلس لرونکی ژوي
مارمولک
مڅرکان

مڅرکان یا گېکويان (په لاتين: Gekkonidae ) د کوچنیو مارمولکانو څخه دي چې د نړۍ په بېلا بېلو سیمو کې په گرمو سیمو کې ژوند کوي. گېکویان غوښه خوړونکی ژوي دي چې په ځانگړی ډول خوځندکې او کوچنۍ شمزۍ لرونکي ژوي خوری او په شپه کې ژوند کوي. نوموړی ژوي سترې سترگې، څلور پښې، پنځه گوتې لری او اسانی په توگه په نيغ (عمودي) دیوال ختلای شی. اوږدوالی یی ۷ - ۳۰ سانتیمتره دي ، ماتېدونكى لکۍ لري او پوستکۍ یی د کوچنیو فلسونو څخه جوړه شوي ده. د گېکویانو ښځينې هگی اچوي. تر اوسه پورې د مڅرکانو ۱۱۰۰ ډوله پېژندل شوي دي چې په ۵۱ جنسو تقسیم شوي دي.