ميټرولوژي د اندازې پوهنيزه څېړنه ده. دا پوهه د واحدونو يو عام پوهاوی رامنځته کوي، چې د انساني فعاليتونو په نښلولو کې خورا مهم دي. معاصره ميټرولوژي په فرانسه کې هغه وخت د واحدونو د معياري کولو په موخه د فرانسې د اوښتون په سياسي خوځښت کې ريښې لري، چې له طبيعي سرچينې څخه اخېستل شوی د اوږدوالي معيار وړانديز شوی و. دا په ۱۷۹۵ ز کال کې د رامنځته کېدنې لامل شو، چې د اندازو د نورو ډولونو لپاره يې د معيارونو يوه ټولګه رامنځته کړه. بېلابېلو نورو هېوادونو د هېوادونو تر منځ د يو شانته والي ډاډمنولو په موخه د ۱۷۹۵ او ۱۸۷۵ ز کالونو تر منځ ميتريک سيستم ومانه او د وزنونو او اندازو نړيواله اداره Bureau International des Poids et Mesures (BIPM)  په نوم اداره رامنځته شوه. دې ادارې په ۱۹۶۰ ز کال کې د وزنونو او اندازو په يوولسم عمومي کنفرانس (General Conference on Weights and Measures (CGPM)) کې د يو پرېکړه ليک د پايلې په توګه د واحدونو نړيوال سيستم (International System of Units (SI)) ته تکامل ورکړی دی. [۱][۲][۳][۴][۵]

ميټرولوژي پر درې بنسټيزو فعاليتونو باندې وېشل شوې ده: [۶][۷]

  • د اندازه کولو د واحدونو راپېژندل
  • په عمل کې د اندازه کولو د دې واحدونو درک کول
  • د په نښه کولو يا کښلو وړتيا، چې په عمل کې رامنځته شوي معيارونه يا اندازې د سرچينې له معيارونو سره نښلوي [۶]

دا رانغاړونکي فعاليتونه د ميټرولوژي د درې فرعي څانګو له لورې په بېلابېلو کچو کارول کېږي:

  • پوهنيزه يا بنسټيزه ميټرولوژي، چې د اندازې واحدونو په رامنځته کولو پورې اړه لري.
  • تطبيقي، تخنيکي يا صنعتي ميټرولوژي، چې په ټولنه کې د توليد يا نورو بهيرونو د اندازه کولو لپاره کارول کېږی.
  • حقوقي يا قانوني ميټرولوژي، چې د اندازې د وسايلو او لارو چارو د اندازه کولو لپاره کړنلاره او قانوني غوښتنې رانغاړي.

په هر هېواد کې د لابراتوارونو، د قطر اندازه کولو اسانتياوو او جسمونو ته د اعتبار ورکونې د يوې شبکې په توګه د اندازې ملي سيستم “NMS” شته، چې د خپلې ميټرولوژي زېربنا پلې کوي او په پام کې نيسي. “NMS” په يو هېواد کې د اندازې معيارونو د جوړونې او نړيوالې ټولنې له لورې يې د رسميت پېژندنې په څرنګوالي باندې اغېز کوي، چې د ټولنې د اقتصاد، انرژي، چاپيريال، روغتيا، زېربنا، صنعت او د مصرف کونکي د باور په ګډون په پراخه کچه اغېز لري. پر سوداګرۍ او اقتصاد باندې د ميټرولوژي اغېزې ځينې تر ټولو اسانه کتل شوي ټولنيزې اغېزې دي. د مناسبې سوداګرۍ د اسانتیا لپاره بايد د اندازې يو منل شوی سيستم وي. [۸][۹][۱۰][۱۱]

تاريخچه

سمول

يوازې د اندازه کولو وړتيا بسنه نه کوي، د معنی لرلو په موخه د اندازو لپاره معياري کول مهم دي. د تل پاتې معيار لومړنی ثبت له ميلاد څخه مخکې ۲۹۰۰ کال کې هغه مهال و، چې له تور مرمر څخه د مصر شاهي کيوبيت [د اندازې پخوانی معيار دی] وکيندل شو. د کيوبيټ په اړه امر شوی و، چې د فرعون د لېڅې او د هغه د لاس په اوږدوالي دې وي او جوړونکو ته يې د کټ مټ يا نقل جوړولو معيارونه ورکړل شوي وو. د هرمونو د جوړولو لپاره د يو معياري شوي اوږدوالي بريا د دوی د بنسټونو د اوږدوالو له مخې په ډاګه کېږي، چې له ۰،۰۵ سلنې څخه زيات توپير نه کوي. [۱۲][۱۳]

نور تمدنونو د اندازې عمومي منل شوي معيارونه رامنځته کړل، چې له ډلې يې رومي او يوناني معمارانو د اندازې پر بېلو سيستمونو باندې تکيه وکړه. د سترواکيو ړنګېدلو او ورپسې تورې دورې د اندازې زياتره پوهه او معياري کول له لاسه ورکړل. که څه هم د اندازې سيمه ييز سيستمونه عام وو، مګر د يو بل تر پرتله ځکه ستونزمنه وه، چې زياتره سيمه ييز سيستمونه وړ يا متناسب نه وو. انګليستان په ۱۱۹۶ ز کال کې د اوږدوالي اندازو لپاره د معيارونو جوړولو په موخه د اندازو د قاضيانو جرګه “Assize of Measures” رامنځته کړه او د ۱۲۱۵ ز کال مګناکارتا منشور د شرابو او بير د اندازه کولو لپاره يوې برخې يا څپرکي ته ځای ورکړ. [۱۲][۱۴][۱۵]

معاصره ميټرولوژي د فرانسې له اوښتون څخه سرچينه اخلي. په ټوله فرانسه کې د واحدونو د همغږۍ لپاره له سياسې هڅونې سره د طبيعي سرچينې پر بنسټ د اوږدوالي يو معيار وړانديز شوی و. د ۱۷۹۱ ز کال په مارچ کې متر وپېژندل شو. دا په ۱۷۹۵ ز کال کې د اعشاريې پر بنسټ د متريک سيستم د جوړېدنې لامل شو، چې د اندازو د نوور ډولونو لپاره يې هم معيارونه رامنځته کړل. د نړيوال ورته والي د ډاډمنولو په موخه د ۱۷۹۵ او ۱۸۷۵ ز کالونو تر منځ بېلابېلو هېوادونو متريک سيستم ومانه او د “Meter Convention” له لورې د وزنونو او اندازو نړيواله اداره (فرانسوي:  Bureau International des Poids et Mesures يا BIPM) جوړه شوه. که څه هم د يادې ادارې (BIPM) اصلي دنده د اندازې د واحدونو لپاره د نړيوالو واحدونو جوړول او د يو شانته والي په موخه يې له ملي معيارونو سره تړل وه، مګر د عمل سيمه يې برېښنايي او فوټومتريک واحدونو او د ايوني کېدونکې وړانګې د اندازې معيارونو په رانغاړلو سره پراخه شوه. متريک سيستم په ۱۹۶۰ ز کال کې د وزنونو او اندازو په يوولسم عمومي کنفرانس “General Conference of Weights and Measures” (فرانسوي: Conference Generale des Poids et Mesures يا CGPM) کې د يو پرېکړه ليک د پايلې په توګه د واحدونو نړيوال سيستم (International System of Units “SI”) په جوړونې سره معاصر شو. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

فرعي څانګې

سمول

ميټرولوژي د وزنونو او اندازې د نړيوالې ادارې له لورې د اندازې د هغې پوهې په توګه راپېژندل شوې ده، چې د ساينس او ټيکنالوژۍ په هره څانګه کې د ناڅرګندتيا د هرې کچې ازمايښتي او نظرياتي دواړه څرګندونې رانغاړي. دا د واحدونو عمومي پوهه رامنځته کوي، چې د انساني فعاليت لپاره مهمه ده. ميټرولوژي يوه پراخه څانګه ده، مګر د درې بنسټيزو فعاليتونو له لارې لنډيز کېدلی شي: د اندازې د نړيوالو منل شويو واحدونو راپېژندنه، په عمل کې د اندازې د دې واحدونو درک کول او د په نښه کولو يا کښلو وتيا د کړيو کارونه، چې اندازه د اصلي معيارونو سره نښلوي. دا مفکورې د ميټرولوژي په درې اصلي څانګو کې په بېلابېلو کچو پلي کېدلی شي: پوهنيزه يا ساينسي ميټرولوژي، د پلي کولو، تخنيکي يا صنعتي مترولوژي او قانوني مترولوژي. [۲۰][۲۱][۲۲]

پوهنيزه يا ساينسي مترولوژي

سمول

پوهنيزه مترولوژي د اندازه کولو د واحدونو په رامنځته کولو، د اندازه کولو د نويو مېتودونو رامنځته کولو، د اندازه کولو د معيارونو درک کولو او په ټولنه کې د کارونکو لپاره له دې معيارونو څخه د سپړلو وړ لېږد پورې اړه لري. د ميټرولوژي دا ډول د ميټرولوژي لوړه کچه ګڼل کېږي، چې د لوړې درجې کره والي هڅه کوي. “BIMP” د نړۍ په کچه د بنسټونو يا ټولنو د ميټرولوژيکي اندازې معلومولو او اندازه کولو وړتيا يو ډيتابيس ساتي. دا بنسټونه چې فعاليتونه يې په ځير سره بيا کتل کېږي، د ميټرولوژيکي سپړلو وړتيا لپاره بنسټيزه سرچينه برابروي. “BIMP” د اندازه کولو په سيمه کې نهه ميټرولوژيکي سيمې مشخص کړي دي، چې اواز پوهنه، برېښنا او مقناطيسيت، اوږدوالی، کتله او اړوند اندازې يې، فومتري او راډيومتري، د وړانګې ايوني کېدنه، وخت او فريکوينسي، ترمومتري يا د تودوخې اندازه کول او کيميا دي. [۲۳][۲۴][۲۵]

د ۲۰۱۹ ز کال تر می پورې هيڅ فزيکي جسم د بنسټ واحدونه نه تعريفوي. د بنسټ واحدونو په بدلون کې خوځښت دا دی، چې له فزيکي بدلون نه کوونکو څخه تر ټول سيستم د تر لاسه کولو وړ وګرځوي، چې د اصلي نمونې کېلوګرام لرې کولو ته يې ځکه اړتيا درلوده، چې دا وروستی لاسي صنعت دی، چې د واحد پېژندنې پرې تکيه کوي. پوهنيزه ميټرولوژي د واحدونو په بيا راپېژندلو کې ځکه مهمه ونډه لوبوي، چې د فزيکي نه بدلېدونکو لپاره د بنسټ واحدونو د کره پېژندنو درلودل اړين دي. له لاسي جوړ شوي (صنعت) څخه پرته د يو کيلوګرام ارزښت د بيا تعريف کولو لپاره د پلانک ثابت “plank constant” ارزښت بايد په يو بيليون کې ۲۰ برخې پېژندل شوی وي. پوهنيزه مترولوژي د کېبېل ميزان “Kibble balance” او د افوګادرو پروژه “Avogadro project” د پرمختګ له لارې د پوره ښکته ناڅرګندتيا په درلودلو سره د کېلوګرام بيا راپېژندنې ته د اجازې ورکولو په موخه د “Plank” ثابت يو ارزښت توليد کړی دی.  [۲۶][۲۷][۲۸]

سرچينې

سمول
  1. "What is metrology? Celebration of the signing of the Metre Convention, World Metrology Day 2004". BIPM. 2004. خوندي شوی له the original on 2011-09-27. بياځلي په 2018-02-21.
  2. Collège français de métrologie [French College of Metrology] (2006). Placko, Dominique (ed.). Metrology in Industry – The Key for Quality (PDF). ISTE. ISBN 978-1-905209-51-4. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 2012-10-23.
  3. Goldsmith, Mike. "A Beginner's Guide to Measurement" (PDF). National Physical Laboratory. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 29 March 2017. بياځلي په 16 February 2017.
  4. "History of measurement – from metre to International System of Units (SI)". La metrologie francaise. خوندي شوی له the original on 25 April 2011. بياځلي په 28 February 2017.
  5. "Resolution 12 of the 11th CGPM (1960)". Bureau International des Poids et Mesures. خوندي شوی له اصلي څخه په 14 May 2013. بياځلي په 28 February 2017.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Czichos, Horst; Smith, Leslie, eds. (2011). Springer Handbook of Metrology and Testing (2nd ed.). 1.2.2 Categories of Metrology. ISBN 978-3-642-16640-2. خوندي شوی له the original on 2013-07-01.
  7. Collège français de métrologie [French College of Metrology] (2006). Placko, Dominique (ed.). Metrology in Industry – The Key for Quality (PDF). ISTE. 2.4.1 Scope of legal metrology. ISBN 978-1-905209-51-4. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 2012-10-23. ... any application of metrology may fall under the scope of legal metrology if regulations are applicable to all measuring methods and instruments, and in particular if quality control is supervised by the state.
  8. "National Measurement System". National Physical Laboratory. خوندي شوی له اصلي څخه په 15 February 2017. بياځلي په 5 March 2017.
  9. "The National Quality Infrastructure" (PDF). The Innovation Policy Platform. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 6 March 2017. بياځلي په 5 March 2017.
  10. "Metrology for Society's Challenges". EURAMET. خوندي شوی له اصلي څخه په 12 March 2017. بياځلي په 9 March 2017.
  11. Robertson, Kristel; Swanepoel, Jan A. (September 2015). The economics of metrology (PDF). Australian Government, Department of Industry, Innovation and Science. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 7 March 2016. بياځلي په 9 March 2017.
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ "History of Metrology". Measurement Science Conference. 17 June 2016. خوندي شوی له اصلي څخه په 1 March 2017. بياځلي په 28 February 2017.
  13. Goldsmith, Mike. "A Beginner's Guide to Measurement" (PDF). National Physical Laboratory. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 29 March 2017. بياځلي په 16 February 2017.
  14. "History of Metrology". Measurement Science Conference. 17 June 2016. خوندي شوی له اصلي څخه په 1 March 2017. بياځلي په 28 February 2017.
  15. "History of Length Measurement". National Physical Laboratory. خوندي شوی له اصلي څخه په 1 March 2017. بياځلي په 28 February 2017.
  16. "History of Metrology". Measurement Science Conference. 17 June 2016. خوندي شوی له اصلي څخه په 1 March 2017. بياځلي په 28 February 2017.
  17. "History of measurement – from metre to International System of Units (SI)". La metrologie francaise. خوندي شوی له the original on 25 April 2011. بياځلي په 28 February 2017.
  18. "Resolution 12 of the 11th CGPM (1960)". Bureau International des Poids et Mesures. خوندي شوی له اصلي څخه په 14 May 2013. بياځلي په 28 February 2017.
  19. Goldsmith, Mike. "A Beginner's Guide to Measurement" (PDF). National Physical Laboratory. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 29 March 2017. بياځلي په 16 February 2017.
  20. "What is metrology?". BIPM. خوندي شوی له اصلي څخه په 24 March 2017. بياځلي په 23 February 2017.
  21. Collège français de métrologie [French College of Metrology] (2006). Placko, Dominique (ed.). Metrology in Industry – The Key for Quality (PDF). ISTE. ISBN 978-1-905209-51-4. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 2012-10-23.
  22. Czichos, Horst; Smith, Leslie, eds. (2011). Springer Handbook of Metrology and Testing (2nd ed.). 1.2.2 Categories of Metrology. ISBN 978-3-642-16640-2. خوندي شوی له the original on 2013-07-01.
  23. Collège français de métrologie [French College of Metrology] (2006). Placko, Dominique (ed.). Metrology in Industry – The Key for Quality (PDF). ISTE. ISBN 978-1-905209-51-4. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 2012-10-23.
  24. Goldsmith, Mike. "A Beginner's Guide to Measurement" (PDF). National Physical Laboratory. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 29 March 2017. بياځلي په 16 February 2017.
  25. "The BIPM key comparison database". BIPM. خوندي شوی له اصلي څخه په 2013-09-28. بياځلي په 26 Sep 2013.
  26. Decision CIPM/105-13 (October 2016)
  27. "New measurement will help redefine international unit of mass: Ahead of July 1 deadline, team makes its most precise measurement yet of Planck's constant". ScienceDaily (in انګليسي). ScienceDaily. بياځلي په 23 March 2018.
  28. Crease, Robert P. (22 March 2011). "Metrology in the balance". Physics World. Institute of Physics. بياځلي په 23 March 2018.