ميوند بانک

میوند بانک د بانک ډول: خصوصي تجارتي بانک. د تاسیس کال: ۲۰۰۹/۱/۱. د ثبت ګڼه، ۵۱۱۲۴۰ کارمندان ۸۴۸ فرست بکس ۱۸۲ مبایل نمبر ۰۰۹۳۷۰۰۷۰۰۳۰۰

ایمل او  ویب سایټ: www.Maiwandbank.com,info@maiwandbank,co

ادرس: طره باز خان څلور لارې شهر نو، کابل افغانستان. میوند بانک(Maiwand Bank) میوند بانک یو داخلي خصوصي تجارتي بانک دی چې په کال ۲۰۰۹ د جنوري په لومړی نېټه یې د ۳۰۷۵ میلیون افغانی یا ۷،۵ میلیون امریکایي ډالره ابتدایي پانګه سره د افغانستان بانک څخه خپل لېسنس تر لاسه کړ. مرکزي دفتر، کابل افغانستان. دمیوند بانک سهمدارن(shareholders) ګڼه نوم وظیفه ملت سهم

۱ محترم داکتر فریدون نورزاد تجار افغان ۵۰٪

۲ محترم حاجي نصیر احمد تجار افغان ۲۰٪

۳ انجینر علاو الدین تجار افغان ۲۰٪

۴ محترم حاجي عبدالصمد تجار افغان ۱۰٪


د میوند بانک د نظارت هیئت(board of super vision) ګڼه نوم وظیفه ملت

۱ محترم اګروال رئیس هندی

۲ محترم جاوید عزیزي عضو افغان

۳ محترم قیام عضو افغان

۴ محترمه شکیبا عضو افغان

۵ محترم کامل عضو افغان


د میوند بانک مشاور(Advisor) ګڼه نوم وظیفه ملت

۱ محترم دیبک شرما مشاور ارشد هندی

د میوند بانک اداري هیئت(Boar of management) ګڼه نوم وظیفه ملت

۱ محترم عنایت الله فضلي د رئیس او اجرایوي هیئت افغان

۲ محترم سالم امید معاون بانک او معاون د اجرایوي هیئت افغان

۳ محترم شیو ناد داعتباراتو آمر هندی

۴ محترم نارین مالي آمر هندی

۵ محترم سنچی پرابهو عملیاتي آمر هندی

۶ محترم راچندر سنګسوندا د خطر د منجمنټ آمر هندی

۷ محترم متی نیب د خزانه دار یا ارشد مدیر هندی

د میوند بانک داخلي تفتیش( internal Audit) ګڼه نوم وظیفه ملت

۱ محترم موکش ورما د داخلي برسیو آمر هندی

د میوند بانک خارجي څیړونکي(External audit) جی تی، ګرنت تورنتون انترنیشنل لمتد، میوند بانک د کامرز جرمني بانک سره ارتباط لري چې خپلې نړیوالې معاملې د همدې بانک له طریقه تر سره کوي، د میوند بانک مدیریت د افغانستان بانکي قوانینو مطابق د مدیره هیئت، عامله هیئت، د سهمدارانو ټولنې او داخلي څېړنې د کمیټې په وسیله سرته رسي. د مدیره هیئت مشري د ډاکتر فریدون نورزاد او معاونیت یې د حاجي نصیر احمد په غاړه لري. د عامه هیئت مشري د اکروال چې د هندوستان طبع دی په غاړه لري، میوند بانک یو تربیوي مرکز لري چې د هندي استادانو لخوا پکې افغاني کارکوونکي روزل کیږي. د میوند بانک د داخلي څېړنې مدیریت(internal Audit department) میوند بانک په خپل مرکزي دفتر کې یو ه څانګه د داخلي څېړنو مدیریت ( مدیریت برسي داخلي) لريچې د یو آمر او ۱۵ تکړه کارمندانو لخوا په مخ وړل کیږي، د دغه مدیریت دنده دا ده چې د سیستماتیکو لارو څخه د هدف د تر لاسه کولو لپاره په لار اچول شوو پلانونو څېړنه وکړي د دې مدیریت په وسیله کوم خطرات چې په منجمنټ کې منځته راغلي وي، همدارنګه د بانک داخلي سیستم کنترول څېړنه کوي دغه کمیټه د بانک منجمنټ او خارجي هیئت ته عمومي او خپلواک اطمنان وړاندې کوي. دقانون څخه دپیروی درعایت کولو آمریتcompliance department ) دقانون څخه دپیروی آمریت دبانک په تشکیلاتو کې یو خپلواک آمریت دی چې دهغه دنده د پیسو دتظهیر څخه مخنیوی او همدارنګه په مالي نهادونو کې د غیرې قانوني پیسو څخه مخنیوی وشي دغه بخش برعلاوه چې مرکزي بانک ته د ګزارش ورکولو مسولیت په غاړه لري د تجارتي موسیساتو تعقیب،د مشتري پیژندنه او داسې نورو قوانینو د تطبیق دنده په غاړه لري د دې امریت په تشکیل کې ۱۵ تنه ماهر کارمندان په مرکز او ولایتو کې موجود دي. دتجارت د تمویل او اعتباراتو آمریتbusiness investment credit department)) ددې آمریت مشر اسد الله خان دی ددې آمریت دنده د مربوطه بخش په وسیله پرمخ وړل کیږي چې ټول کریډیټي دمراحلو په طی کولو سره ځواب ورکوي،دهر ډول کریډیټ پورونو، اعتبار نامو،بانکي ګرنټیو لپاره مشتریان دنوموړي آمریت سره تماس نیسي. مالي مدریت financial department)) ددې امریت دنده افغانستان بانک او وزارت مالیې ته ګزارش ورکول،دمنجمینټ دسیستم دمعلوماتو دګزارش ترتیب،برنامه ریزي، دکلنیو صورت حسابونو ترتیب، نظارت ، بودیجه ، داسعارو تبادله اوداسې نورې دندې پرغاړه لري. دبشري منابعو مدیریتhuman resource management)) دهرنهاد دکامیابۍ لپاره دپانګې بشري منجمینټ بې نهایت مهم ارګان دی نوپه دې خاطر میوند بانک دبشري منابعو په نامه یو امریت لري،چې مشري یې دماریا صمدي په غاړه ده، چې دهغه امورات دمدیر او معاون په و سیله مخته وړل کیږي.

(IT Department) د تکنالوجۍ او معلوماتو امریت

معلوماتي تکنالوجي د عصري بانکدارۍ ستون فقرات تشکیلوي د میوند بانک د معلوماتي تکنالوجۍ مشر محترم ابرار دی په نوموړی امریت کې ۳۰ نفره مسلکي کارمندان کار کوي. د تکنالوجۍ مدیریت په رس کې یو مدیر قرار لري چې د مشاور په همکارۍ سره اړوند کارونه سرته رسوي. د تکنالوجۍ آمریت د بانک لپاره د نویو او عصري تکنالوجیو په لټه کې وي تر څو وکولای شي چې د بانک کارونه په ښه ډول مخته ولاړشي . (Marketing Department) د بازار موندنې آمریت د بازار موندنې آمریت د هر تجارتي سکتور خصوصا د بانک لپاره یو ضروري امر ګڼل کیږي چې بانک یې د مشتریانو دلاس ته راوړلو او همدارنګه دبانکي محصولاتو پیژندنه مشتریانو ته او د مشتریانو رضایت او د رقیبانو څخه د مخته کیدو یوه ښه وسیله ګڼل کیږی،دبازیابۍ د امریت مشر اسدالله هیلوار دی میوند بانک د مختلفو لاروچارو څخه خپل اعلانات وړاندې کوي چې په زیاته اندازه د تلویزیون او پوسترونو څخه کار اخلي. (Training Center) اموزشي مرکز میوند بانک کوښښ کوي چې خپل کارمندان په لوړ ظرفیت سره وروزي د میوند بانک ٪۹۹ کارمندان ځوانان چې عمر یې په اوسط ډول ۲۸ کاله دی تشکیلوي ۳۵٪ کارمندان یې ښځې تشکیلوي چې د افغانستان په اقتصادي پیاوړ تیاکې فعاله سهم لري. (Maiwand Bank Services) د میوند بانکي خدمات (Current Account) جاري حساب لکه دنوم څخه یې چې معلومیږي جاري حساب کښې هر وخت مشتري پیسې جمع او بیرته را ایستلای شي خو لږ تر لږه باید چې په ډالري حساب کې ۲۰۰ ډالره ولري او په افغاني حساب کښې باید ۱۰۰۰ افغانۍ موجودې وي دا حساب چاته پرا نیستلای شو؟ هر فرد چې ۱۸ کاله عمر ولري او شغل ولري. شریکانوته (شراکت). شخصي یادولتي کمپنۍ ته . تعلیمي،صنعتي ادارو ته. دولتي او غیردولتي اورګانونو ته. د یوفرد لپاره د لاندې اسنادو ضرورت دی چې غواړي حساب پرانیزي. ۱ :تذکره (پاسپورت) ITN ۲:جواز ۳:نمبر همدارنګه د کمپنۍ ، فابریکې ، اورګانونو لپاره د دې اسنادو ضرورت دی:۱: TINټاپه ۲:PAD دې تذکرې راجستر شوی جواز چې غواړي جاري حساب پرانیزي.

د دې حساب خصوصیات : GBP USD AFNEUR حساب پرا نیستل کیږي. هیڅ ډول مصرف نلري. یو چیک بوک مفت ورکول کیږي. مشتري ته کارډ مفت ورکول کیږي . ATMانټر نیټي بانکداري مفت کیږي. چیک اجرا مفت کیږي.

معیادي حساب((Fixed Deposit Account
دغه حساب هر تجار او غیر دولتي موسسات خلاصولای شي چې وخت معین کیږي ،یعنې مشتري دپیسو  دتحویل په وخت کې په بانک کې قرار داد امضا کوي او په هغه کې وخت معین کوي چې مشتري نشي کولئ دټاکلي وخت څخه مخکې خپلې پیسې وباسي حد اقل وخت یې درې (۳) میاشتې دی او مشتري کولی شي  چې د (۶)میاشتو، (۳)میاشتو او یو کال قرارداد امضا کړي، حد اقل وخت یې یو کال او حد اکثر وخت یې پنځه کاله دی .بانک مشتري ته ٪۶٬۵ګټه ورکوي ، د۱۲   کالو څخه کم عمره اشخاص د باصلاحیته شخص په موجودیت کې کولای شي چې حساب خلاص کړي ، حداقل پیسې په دې حساب کې باید ۱۰۰۰۰افغانۍ اویا ۳۰۰یورو / امریکایی ډالر /انګلیسي پونډ وي.

سپما حساب (Saving Account) د سپماحساب د پرانیستلو شرط دادی هر مشتري باید ۱۰۰۰ امریکایي ډالر یا ۵۰۰۰۰افغانۍ ولري، بانک د کال ٪۶٬۵ د موجوده بیلانس ګټه ورکوي چې وروسته د هرو ۶میاشتو لپاره مشتري کولی شي چې خپل حساب بند یا هم دوام ورکړي. د سپما حساب تفصیلات په لاندې ډول دي د موسساتو او افرادو لخوا د حسابونو پرانیستل دحساب پرانیستل د اشخاصو لخوا چې عمریې له ۱۲ کلونو څخه پورته وي. د حسابونو پرانیستل د ۱۸ کلونو څخه د کم عمره افرادو لپاره د یوه باصلاحیته شخص لخوا . د حساب د پرانیستلو په وخت کې د کوم مصرف نشتون. د پیسو داخیستلو او یا هم اېښودلو په وخت کې د کوم بانکي چارج نشتون . حداقل پیسې په حساب کې باید ۱۰۰۰ افغانۍ، ۱۰۰امریکایي ډالر، ۱۰۰ یورو ۱۰۰، پونډ وي. د ګټې ورکړه دمارچ،جون، سپټمبر، د سمبر د هرې ربع په اخر کې. د چکونو راټولول. د پیسو اخیستل بېدون د چک بوک څخه. د هرې میاشتې په اخر کې د پیسو ګټه اضافه کیږي.

(Salary  Account)دمعاشاتو حساب  

میوند بانک د کارمندانو د معاشاتو یو حساب لري چې په هغه کې دولتي او غیر دولتي کارمندان خپل معاشات تر لاسه کوي چې کارمند د مربوطه ادارې یا اورګان څخه یو لیکلی مکتوب راوړي او بانک هغه ته حساب جوړوي چې فعلا د میوند بانک له لارې لاندې دولتي ارګانونو کارمندان خپل معاشات تر لاسه کوي . د ملي دفاع وزارت د کلیو او پراختیا وزارت د اقتصاد وزارت د کورنیو د چارو وزارت بعضې اورګانونه د مهاجرینو وزارت د سرحداتو وزارت د حج اوقافو وزارت د مخدره توکو پر ضد وزارت د کار او ټولنیزو چارو وزارت (Electronic Bills Collection) بریښنا بیل اوس د بریښنا بیل درلودونکي کولای شي خپل د بریښنا بیل د میوند بانک په هره څانګه کې جمع کړي، میوند بانک د خپل کار د شفافیت لپاره د هر بیل د تحویلۍ په وخت کې یو د بانک رسید چې د پيسو د جمع کیدو ضمانت کوي هر مشتري ته د هغه د بیل سره ورکوي . (Bank Guarantee)د بانکي تضمین ورکړه میوند بانک د تجارت او صنعت په برخه کې غیر پولي اسانتیاوې لکه بانکي ګرنټي او اعتبار نامې ژمنه برابروي. د بانکي ګرنټې یا قرضې اخیستلو لپاره مشتري باید د خپلو پروژو مکمل تفصیلات د خپلو فعالیتونو مالي وضعیت او تجارتي جواز د اعتبار په شکل سره د بانک ادرې ته تسلیم کړی . د قرضیې او د بانکي ګرنټي یا اعتبار نامې د مراحلو د طی کولو لپاره د مشتري څخه د بانک له طرفه کوم فیس نه اخیستل کیږي. (Letter of credit) اعتبار لیک اعتبار لیک د بانک د هغه ګرنټي څخه عبارت دی، کوم چې خرڅوونکي ته د اخیستونکي کس له خوا دا ډاډ ور کوي چې پیسې به یې په ټاکلي وخت او مقدار ورکول کیږي ، که چیرې اخیستونکی پیسې ورنه کړي بانک مجبور دی چې پیسې تادیه کړي . د ویسترن یونین او سویفت له لارې دپيسو انتقال (Western Union&Swuft) د پیسو انتقال د ویسترن یونین له طرفه: ویسترن یونین یوه نړیواله شبکه ده ،چې په نړی کې (۴۸۵۰۰۰) نمایندګۍ لري. چې په جهان کې د پیسو دلیږد رالیږد ترټولو اسانه لارده. ویسترن یونین د پیسو دانتقال یوه چټکه او ارزانه لار ده ، چې د نړۍ په هر ګوټ کې خپل خدامات ترسره کوي. ویسترن یونین د۱۵۰ کلونو څخه د زیاتې مودې راهیسې د خلکو لپاره د پيسو د انتقال په باره کې خدمات اجراکوي. دغه موسیسه له مصرف کوونکو او تاجرانو سره مرسته کوي چې د نړی هر ګوډ ته په پوره اطمنان سره خپلې پيسې په لږ مصرف او لنډ وخت کې انتقال کړي. ویسترن یونین خپل خدمات د نړۍ په ۲۰۰ هیوادونو کې ۴۸۵۰۰۰نمایندګیو په درلودلو سره وړاندی کوی . میوند بانک د ویستن یونین له طریقه د نړی هر ګوډ ته د مشتریانو پیسې لیږد رالیږد کوي . د میوند بانک له طریقه کولای شی چې د هیواد په داخل اوخارج کې خپلې پیسې انتقال کړی . د پیسو د انتقال لپاره مشتري مکلف ندی چې بانکي حساب ولري . د چټک لیږد خدمات(Swift) SWIFT. Society for world wideinterlanklinancialtelecoinmonicotion. یوه نړیواله تجارتي کمپنی ده،چې د لویو یاتجارتي معاملو لپاره خدمات وړاندې کوي مرکزي دفتر یې په BelguanlaHulpe موقعیت لري چې د۲۰۰۰ کارکونکو درلودونکی دی، چې په ۱۹۹۳ کې منځته راغلی دی دایوه داسې شبکه چمتو کوي چې د نړۍ په کچه مالي اداروته وړتیا ورکوي تر څو په خوندي ،معیاري او باوري چاپيریال کې د مالي لیږدونو په اړه معلومات واستوي او ترلاسه یې کړي swift همدارنګه د مالي ادارو لپاره سافټویر او خدمات پلوري جیډبر د swift netاو ISO9362 د کارونې لپاره استعمالیږی. الکترونیکي بانکداري (Electronic banking) د بریښنایي بانکدارۍ څخه مراد معامله دار ته د انترنیت په ذریعه د بانکدارۍ د سهولت برابرول دي، د بریښنایي بانکدارۍ په واسطه د بانک مشتري د بانک سره د معاملې Transactionکولو سهولت هر وخت موجود وي ځکه چې د بریښنایي بانکدارۍ سیستم کې چې هر وخت مشتري وغواړی نو راکړه ورکړه کولی شي ،د میوند بانک الکترونیکي بانکدارۍ په وسیله کولی شو چې خپل بیلانس چک کړو او همدارنګه ۵ پنځه اخري معاملې چک کړو . د چکونو ورکړه (Cheque payments) د میوند بانک د چکونو وړاندیز د مشتریانو لپاره د ورکړې یوه مناسبه طریقه ده چې د تجارت ،کمپنی او افرادو لپاره چې غواړي خپلو پيسو ته بیدون د کوم فیس له ورکړې څخه د بانک له لارې چکونه څخه استفاده کوي. د چکپک د کتابچې ورکړه د ۲۵۰ افغانیو یا ۵ ډالرو په لګښت سره د ۲۶ مخونو په درلودلو سره مشتري تر لاسه کولی شي . د صرافی اتومات ماشین (Automated Teller Machine)


میوند بانک د خپلو مشتریانو د لاهوساینې لپاره د صرافی اتومات ماشینونه فعاله کړي ترڅو د پیسو د لیږد رالیږد څخه مخنیوی او همدارنګه ۲۴ ساعته وکولای شي چې خپلې معاملې بې له کوم مشکله ترسره کړي میوند بانک په هرو لویومغازو ،فروشګاوو ، هوټلونو او نورو ځایونو کې فعاله د صرافی ماشینونه لري چې هر مشتري د بانک دحساب په درلودلو سره دا کارت جوړولی شي او د آسانتیاوو څخه یې استفاده کولای شي. ماستر کارت (Master Card)

Master Card یو ډول کارډ دی چې د پيسو لیږد ته هیڅ ضرورت نه پیښیږي .M.C چې یو مشتري جاري حساب ولري هغه ته پرانیستل کیږی .د میوند بانک M.C قیمت usd20 دی او کلنی مصرف یې usd50 ډالره دی. د میوند بانک په هر ATM ماشین کې ماستر کارډ مصرف نه لري .

        د ماستر کارت د تر لاسه کولو شرایط:

د ماستر کارت غوښتوونکي باید په میوند بانک کې حساب ولري د نظر وړ شخص باید مخکې د میوند بانک په یوه نمایندګي کې جاري حساب یا د اماناتو حساب ولري ددې څخه بغیر باید نوی صورت حساب پرانیزي. د ماسټرکارت غوښتونکي شخص سن باید د ۱۸-۶۵ کلونو ترمنځ وي. د ماسټرکارت غوښتونکي شخص کلنی عاید باید۲۰۰۰ امریکايي ډالره او همدارنګه په بانک کې ۱۰۰۰۰ زره امریکايي ډالر د ضمانت په ډول کېږدي. د میوند بانک د ماسټرکارت د اخیستلو لپاره لازمي اسناد: د پېژندنې پاڼه یا تذکیره ، پاسپورټ او یا هم تجارتي جواز د اخیستونکي مکمل ادرس. د مالیي د پېژندې نمبر. د عاید ښودونکی سند، د معاش شقه ، د استخدام کوونکي تا ئید ، مالي صورت حساب،پر عایداتو باندې د مالي سند. ټول اسناد باید خودګراه وي او د نمائیندګۍ له خوا تائید شي. د کریدټونو د تخصیص لپاره تنها یوه لاره نده موجو ده بلکې زیات ثابت عوامل وجود لري چې د هغه په وسیله په آسانی سره کریدت تیارکړو.

     د میوند بانک د ماسټرکارټ ګټې:
د میوند بانک د ماسترکارت د ټولې نړی د یومیلیون اوتومات ماشینونو څخه مشتري خپلې پیسې            ترلاسه کولای شي.  		 

د کارت د صادرولو کم نرخ. د کارت د ساتلو کلنی کم لګښت. د تکنالوژۍ کم ترین نرخ په افغانستان کې. د انټرنیټ له لارې د شیانو خریداري اخیستل. د هرې معاملې او الکترونیکي صورت حساب لپاره میاشتني لنډ پیغامونه . اونی اووه ورځې ۲۴ ساعته خدماتو وړاندې کول د مشتریانو د کومک لپاره. د ماسترکارت په وسیله د لاندې هوایي ډګرونو څخه په وړیا ډول استفاده کولای شی. د مرحباسالون د دوبۍ په نړیوال هوايي ډګر کې یو او درې ترمینلونو کې. د کویټ نړیوال هوایي ډګر د مروارید سالون. د جدې،ریاض په نړیوالو هوايي ډګرونو کې د دمان سالونونه. د میوند بانک پانګه اچونه(Maiwand bank investment) میوند بانک په مختلفو ساختماني اونوروتجارتي فعالیتونو او څانګو کې پانګه اچونه کړې ده . میوند بانک په ساختماني برخه کې ۶۴۴۲۶۰۰$ پانګه اچونه کړې چې د هغه تکمیل شوې پروژې عبارت دي : قصربختاور، رحمت پلازا او همدارنګه سس سترا او ګلبهارسنټر، شادي اوسي ترلاین پروژې، چې د همزه تګ شهرک، سرای شمالي اوارزان قیمت شهرکونه دي چې ټول ټال ۸۲۰۰ کاریګرپکې په کارمصروفه دي داټولې پروژې د میوند ساختماني شرکت سره په ګډه دي چې میوند بانک پکې 43,3 سلنه حصه لري د دې ترڅنګ میوند بانک د تېلو پمپونه هم لري. ښځینه څانګې (ladies branches) میوند بانک د خپلو وطنوالو د لاهوساینې لپاره او همدارنګه د ښځينه مشتریانو لپاره ځانګړې څانګې لري چې ټول کارکوونکي يې ښځې دي او د ښځو لپاره خدمات وړاندې کوي. میوند بانک په هغه ځایونو کې یادې څانګې لري چې په هغو ساحو د ښځو کاروبار وي چې د ښاري څانګو په نامه سره یې یادولای شو همدارنګه یادې څانګې د کابل په تجارتي ساحو او باامنه ساحو کې وجود لري میوند بانک قصد لري چې د ځانګړي ښځینه څانګو په پرانیستلو سره دا وښايي چې په مکمل ډول محلي بانک دی بانک په لیوالتیا سره دا څرګندوي چې بانکي خدمات وړاندې کړي اوښځوته د مسلکي او باتجربه ښځینه کارکوونکو له خوا اوهمدارنګه ښځینه څانګې په مکمل ډول د ښځوتر څارنې لاندې وي او همدارنګه د ښځینه مشتریانو د خدمت د کار د هوساینې لپاره کار کوي. ۳: دریمه برخه د څیړنی کړنلاره {Research Methodology} نوموړی څیړنه یو کمي څیړنه ده چې په دوهمي معلوماتو باندې ولاړه ده چې نوموړي معلومات د میوند بانګ د سایټ د مختلفو کتابونو، مجلو او سایټونو څخه را اخیستل شوي او د څیړنی په ترتیب کې ورڅخه استفاده شوې ده . کمي څیړنه یا Quantitative Research هغه څیړنه ده چې د کمیت او مقدار د اندازه ګیری پر بنسټ ولاړه وي پداسې څیړنو کې د مقدار د اندازه کولو لپاره مختلف واحدونه پکار اچول کیږي د مثال په ډول په یو سکتور کې د پانګې د مقدار پیداکولو له پاره چې څومره پانګه اچول شوې ده یا د استخدام د سطحې معلومول او یا هم د تولید مقدار معلومول او بیا سره پرتله کول. Why Quantitative Research ځکه چې مونږ غواړو په مستقم ډول ددې څیړنې مشکل بیان کړو یا د متغیرینو تر منځ رابطه تشریح او همدارنګه زمونږ څیړنه په کمیت او مقدار ولاړه ده لکه د بانک بیلانس پاڼه تحلیل کول. Secondary data دوهمي معلومات هغه معلومات دي کوم چې د کتاب، مجلو، انترنیت او نورو طریقو څخه لاسته راغلي دي. د معلوماتو د راټولولو تګلاره  : څرنګه چې زما څیړنه مقداري ده او په دوهمي معلوماتو ولاړه ده نو دوهمي معلومات مې ټول د کتابونو، مجلو، انټرنیټ ویبسایټونو، او تیرو څیړونو څخه راټول کړي دي. د ارقامو د تحلیل میتودونه: څرنګه چې زمونږ څیرنه مقداري ده نو د ارقامو او اعداو د تحلیل لپاره مو د Excel څخه استفاده کړې ده او ټول ارقام او اعداد په Colum او pic چارټونو په واسطه تحلیل شوی او منظم شوي دي.





۴: څلورمه برخه د ډیټا تحلیل Data Analysis د میوند بانک بیلانس پاڼه(Maiwand banks’ Balance sheet)








MAIWAND BANK CONDINSED INTERIM STATEMENT OF FINANCAI, POSTTION (UN, AUDTTED) AS AT 22 SEPTEMBER 2017 د بیلانس پاڼې پیژندنه (Introduction to Balance sheet)

بیلانس پاڼې د محاسبی او سوداګریزو مالکینو لخوا کارول شوي لوی مالي بیانونه دي.(نور لوی مالي بیانونه د عوایدو بیان، د نغدو جریان بیان او د ونډوونکو د مساواتو بیان) بیلانس پاڼه  د مالي وضعیت په توګه هم راجع کیږی. د توازن بېلګه د ټاکل شوې نیټې په پای کې د شرکت مالي حالت وړاندی کوي، ځینې یې د توازن بېلګه د شرکت مالي وضعیت یو snapshot په توګه یو ټاکلي وخت کې (ځینی یې په ډیر لږ وخت کې یا په یوه شیبه کې ) د ننه اجرا کوي. د مثال په توګه هغه پیسې چې د ۲۰۱۷ دسمبر ۳۱  نیټه د توازن په پاڼه کې راپور شوي دا ښکاره کوي چې د فبروري په ۳۱ کې ټولې معاملې transaction ثبت شوې دي،ځکه چې د توازن بېلګه د شرکت په مالي وضعیت لوستونکي خبروي په یو وخت کې د یو ساعت په خبر دا د یو چا لکه کریډیورت  creditor ته اجازه ورکوي چې وګوري کوم شرکت ملکیت لري او همدا راز هغه نور ګوندونو ته چې د سرلیک په نښه شوې نیټه  تاییدوي. دا د بانکدار لپاره ارزښتناکه معلومات دي څوک چې غواړي دا معلومه کړي چې کوم شرکت د اضافي کریډیټ یا پور لپاره وړتیا لري او کنه، نور هغه کسان چې د توازن په پاڼه کې دلچسپي لري، اوسني پانګه اچوونکي،احتمالي پانګه اچوونکي، د شرکت مدیریت، عرضه کونکي، ځینې پیرودونکي، سیالین، دولتي ادارې اوکارګر اتحادونه شامل دي.

د بیلانس پاڼې عناصر(Elements of balance sheet) موږ د محاسبې توازن پاڼه د مهمو برخو، عناصرو یا مهمو کټګوریو سره پیل کوو ، بیلانس پاڼه درې مهم عناصر لري چې عبارت دي له Assets دارایي Liabilities پورونه Owners (Stockholders) Equity د سرمایه دارنو سرمایه

دارایي(Assets)

دارایي هغه شیان دي چې شرکت یې لري د شرکت هغه سرچینې دي چې د transaction له لارې ترلاسه شوې دي، او په راتلونکي کې اقتصادي ارزښت ولري چې اندازه کیدای شي، په دارایي کې همدارنګه هغه لګښتونه هم شامل دي چې لا تر اوسه وخت نه دی نیولی، لکه هغه اعلانونه چې مخکې پیسې یې تادیه شوې وي، مخکې ورکړل شوې بیمه د قانوني فیسونو ورکړه، او دکرایې ورکړه، د تادیاتو لګښتونو په اړه د بحث لپاره د دارایي وضاحت ضروري دی چې په دارایي کې کوم شیان شامل دي. Cash نغده Petty وړه نغده Temporary Investments لنډ مهاله پانګه اچونه Accounts Receivable طلبات Inventory ګدام Supplies سامانونه Prepaid Insurance مخکې تادیه شوې بیمې Land ځمکه Land improvements د ځمکې پرمختګ Buildings پارتمان Equipment اسباب Goodwill پیرزوینه، بخششي دا هم د میوند بانګ د دارایي حساب



په لاندې لومړي شکل کې لیدل کیږي چې د میوند بانک مجموعي شتمني په ۲۰۱۶ کال کې ۲۳۸۳۳۷۸۱ میلیونه وه خو په ۲۰۱۷ کال کې  مجموعي شتمني د ۲۰۱۶ په نسبت زیاته شوې ده چې کچه یې تقریبا ۲۵۴۱۴۸۵۰ میلیونه ده.

د میوند بانک دارایي

سرچینه: د میوند بانک د ۲۰۱۶/۲۰۱۷ کلونو بیلانشیټ پاڼه پورونه (Liabilities) Liabilities پورونه د شرکت مسولیت دی دا هغه پورونه دي چې پور ورکوونکی مخکی لا پور شوی دی. او دوی معمولا د خپل حساب په عنوان Payable کلمه لري. د ملکیت د مساوات سره سره کولای شو چې د دارایي د سرچینې منبع وګڼو، همدارنګه د کمپنۍ د دارایي د بیا حق غوښتلو په معنا ده، مثلا د شرکت د بیلانس پاڼه دا راپور ورکوي چې ۱۰۰۰۰۰ دی او همدارنګه Accounts Payable مو ۴۰۰۰۰ دی او همدارنګه د ۶۰۰۰۰ owners equity لرو، د شرکت د شتمنیو سرچینې پورونه اوعرضه کوونکی دی چې عرضه کوونکی د ۴۰۰۰۰ ډالرو لپاره او مالیکن د ۶۰۰۰۰ لپاره پور ورکوونکی او عرضه کوونکی د شرکت د شتمنیو په وړاندی ادعا لري او مالک ادعا کولی شي چې د حساب ورکونې وړ پیسې ورکړل شوې وروسته پاتې دی. په liabilities کې هغه حسابونه هم شامل دي چې مخکې ترلاسه شوي وي د راتلونکی خدمت لپاره ، کله چې یو مبلغ ترلاسه کیږی( د نغدو پیسو په توګه ثبت کیږی) چې تر اوسه لا نه دي ترلاسه شوي شرکت د عواید راپور ورکولو دفاع کوي او د هغی په ځای د مسولیت راپور ورکوي لکه د Unearned Revenues یا د Customer Deposits پیرودونکو زیرمې په دې اړه د لا پو هاوي لپاره د پورونو وضاحت ته ځو چې په پورونو کې کوم شیان شامل دي. Notes Payable د یا داښتونو ورکړې Accounts Payable د ورکړې وړ حسابونه Salaries Payable د معشاتو ورکړې Wages Payable د مزدونو ورکړې Interest Payable د مفاد ورکړې Other Accrued Expenses Payable د پیسو وړ نور لګښتونه Income Taxes Payable د مالیاتو ورکړه Customer Deposits د مشتریانو جمع Warranty Liability د تضمین مسولیت Lawsuits Payable د قوانینو ورکړې Unearned Revenues له لاسه ورکړل شوي عواید Bonds Payable د بانډونو ورکړې دا هم د میوند بانک د پورونو حساب




سرچینه: د میوند بانک د ۲۰۱۶/۲۰۱۷ کلونو بیلانشیټ پاڼه په پورته دوهم شکل کې لیدل کیږي چې میوند بانک په ۲۰۱۶ کال کې د ۲۲۳۳۶۴۳۵ میلیونه مجموعي پورونه ترلاسه کړي دي خو په ۲۰۱۷ کال کې د پورونو کچه نسبت ۲۰۱۶ کال ته پورته شوې ده چې تقریبا میوند بانک په ۲۰۱۷ کال کې مجموعي پورونه ۲۴۳۵۶۸۴۳ میلیونه دي. هغه علتونه چې د میوند بانک په شتمني او پورونو په حسابونو کې اضافه والی راوستلی دی په لاندی ډول دي. د بانکونو د عامه پوهاوي نتیجه ده چې خلک یې د بانکي سیستمونو سره بلد کړي دي چې دا ددې سبب وګرځي چې د میوند بانک په حسابونو کې اضافه والی راشي. په بازار کې چې کوم خلک د صرافانو سره کاروبار کوي ثبت ۲۰۱۶ کال ته ډیر خلک د بانکونو سره حسابونه پرانیستل چې دایې هم لوی علت بللی شو. د افغانستان بانک په واسطه پر تجارتي او شخصي معاملو باندې کنترول. څښتنان (سهم لرونکی ) سرمایه Owners (stockholders) Equity د سهم لرونکو سرمایه د پورونو سره یو ځای ده کیدای شي چې د شرکت د شتمنیو د سرچینې په توګه فکر وشي. د مالک سرمایې کله نا کله موږ ته د شرکت کتابي ارزښت په توګه ګڼل کیږي، ځکه چې د مالک سرمایه owners equity د راپور ورکول شوې پیسو مقدار منفی راپور شوی پور liability څخه د سهم لرونکو سرمایه کیدای شي د شتمنیو منفي سرمایې assets minus liabilities په توګه پاتې(residual) شي دغه مرجع تاسې ته دا احساس پیدا کوي چې که چیرې تاسې ددوی محاسبوي ارقامو باندې فکر وکړی. Assets= Liabilities+ Owners Equity And just rearrange the terms; Owners’ Equity= Assets- Liabilities د مالک سرمایه هغه کلمې دي چې د توازن په پاڼه کې کارول کیږي کله چې شرکت یوازې مالکیت (proprietorship sole) لری. که چیرې شرکت corporation وي نود Owners Equity کلمې پر ځای د Stockholders’ Equity کلمه کارول کیږي. په دې اړه د لا پوهاوي لپاره د مالک د سرمایې وضاحت ته ځو چې په هغه کې کوم شیان شامل دي. Common Stock Preferred Stock Paid –in Capital in Excess of Par Value Paid-in Capital from Treasury Stock Retained Earnings Accumulated Other Comprehensive Income Etc. تقسیم بندی Classification

 Paid-in Capital

Retained Earnings Accumulated Other Comprehensive Income Treasury Stock دا هم د میوند بانک د شخصي شتمنۍ حساب:

د میوند بانک د شخصي شبمني ګراف:

په ۳ شکل کې لیدل کیږي چې میوند بانک په ۲۰۱۶ کال کې د ۱۲۷۷۳۴۶ په اندازه شخصي سرمایه درلودله خو په ۲۰۱۷ کال کې د نوموړي بانک سرمایه ۱۰۵۸۰۰۷ ته را ټیټه شوې ده نو ددې څخه ویلای شو چې میوند بانک په ۲۰۱۶ کال کې ډیره شخصي سرمایه درلودله نسبت ۲۰۱۷ کال ته هغه علتونه چې د یاد بانک د سهم دارانو سرمایه په ۲۰۱۷ کال کې کښته شوې ده هغه د سهمونو لګول دي په عامه پروژو کې چې دا ددې علت شو چې سرمایه را ټیټه شي. د بیلانس پاڼې نسبتونه (Balance sheet ratios) د بیلانس پاڼې نسبت د بیلانس شیټ په اړه مختلف لوازمات پرتله کوي تر څو تعقیب کړي د سوداګری مکلفیت liquidity موثریت efficiency او مالی جوړښت financial structure د یو تجارت اوس غواړم چې د بیلانس پاڼې ډیر مشهور درته تشریح کړم چې د بیلانس پاڼې د تحلیل لپاره استعمالیږي. د مکلفیت نسبت Liquidity Ratios د مکلفیت نسبت د کمپنۍ توانایي اندازه کوي چې څومره توانایي لري چې لنډ مهاله پورونه اړتیاوې پوره کړي، هغه ډیر عام نسبتونه چې د مکلفیت په نسبت کې پکاریږي په لاندې ډول دي. جاري نسبت Current ratio: ټوله جاري شتمني تحلیل کوي د جاری پورنو سره چې ووینو چې په کافي اندازه جاري شتمني لرو چې جاري پورونه ورباندې اداء کړو. Current ratio= total current assets-total current liabilities چټک نسبت Quick ratio : ټوله جاري شتمني تحلیل کوي د جاری پورونو سره بغیر له د ګدام حساب څخه چې ووینو چې کافي اندازه شتمني شتون لري چې موجوده مجبوریت ورباندې اداء کړو په نږدی راتلونکي کې.


موثره نسبت(Efficiency Ratios) موثره نسبت تحلیلوي د کمپنۍ توانایي د شتمنی استعمال او د پورونو ترتیبول. ځینې موثره نسبتونو کې ګدام Inventory turnover ratio د شتمنی دوران نسبت asset turnover او طلبات turnover ratio receivable شامل دي. دا تناسب اندازه کوي چې څنګه په اغیزمنه توګه یو شرکت د عایداتو تولید کولو او د دوی شتمنیو اداره کولو توان لري تر څو خپل عایدات وکاروي عموما دغه نسبتونه په تولیدي کمپنیانو کې پکاریږی، هغه ډیر عام نسبتونه چې په موثره نسبت کې پکاریږی په لاندی ډول دی. د حساب ترلاسه کولو وړ بدلونAccounts receivable turnover  : د کال لپاره د خالص کریډیټ پلورnet credit پرتله کوي ترڅو معلومه کړي چې څومره ژر چټک طلبات receivables راټول شوي دي.

د ګدام دوران Inventory turnover :د کال لپاره دهغو توکو مصرف پرتله کوي چې په منځني ډول د انفرادي توکو لپاره پلورل کیږي تر څو دا معلومه کړي چې کاروبارونه څومره چټک خپل اجناس پلوري.

د حساب ورکړې دوران Accounts payable turnover:د ټولو عرضه کوونکو پیرودنو پرتله کول اوسط حسابونو average accounts لپاره پرتله کوي چې دا معلومه کړي چې ایا سوداګر خپل عرضه کوونکي ته عرضه ډیر ژر یا ډیر ناوخته برابروي.

د مالي ساختمان نسبت(Financial payable turnover) د مالي ساختمان نسبت د دوه بخښونو په مرسته تحلیل کیږي په مالي اظهارنامه کې financial statements نتیجه اخیستوونکي تناسب په داسې طریقه تغیر کیدای شي چې ممکنه نه وي کله چې د مختلفو توکو تغیر(جلاوالی ) وکړي. هغه ډیر عام نسبتونه چې د مالي ساختمان نسبت کې پکاریږی په لاندې ډول دې. د پور د شتمني نسبتDebt to equity ratio  : د شتمني د نسبت ټوله مبلغ تحلیل کوي لوړ تناسب ښیي چې د سوداګرۍ مالي جوړښت کیدای شي ډیر پور ولري، چې د دیوالي bank ruptcy کیدو خطر زیاتوي. Debt/equity ratio = Total liabilities ÷ Total equity د نسبتونو استعمال ځایونه Use of Ratios نسبت د دوو شمیرو پرتله کول د یو شمیرو تناسب په توګه د بلې برخې لپاره یا د یو بل فیصدي د یوه په بل کې. د بیلانس پاڼې هغه مهم نسبتونه چې زه یې غواړم خپل په بیلانس پاڼه کې وڅیړم په لاندې ډول دي. Current ratio = Total current ÷ Total current liabilities Debt/asset ratio = Total liabilities ÷ Total assets Equity/ asset ratio = Total equity ÷ Total assets Debt/equity ratio = Total liabilities ÷ Total equity Working capital = Total current assets – Total current liabilities جاري نسبت (Current ratio) Current ratio = Total current assets ÷ Total current liabilities 2016 Current ratio = 23833781/ 22556435 = 1.056629 2017 Current ratio = 25414850/ 24356843 = 1.43438

سرچینه: د میوند بانک د ۲۰۱۶/۲۰۱۷ کلونو بیلانس شیټ پاڼه په پورته ۴ شکل کې لیدل کیږي چې د نوړي بانګ جاري شتمني په دواړو کلونو کې تقریبا سره مساوي دي او نوموړې بانک توانیدلی دی چې په دواړو کلونو کې د جاري شتمني څخه ۵۰ سلنه جاري پورونه اداء کړی وه. د پور دارایی نسبت (Debt/ asset ratio) Debt/asset ratio = Total liabilities ÷ Total assets 2016 Debt / asset ratio = 22556435/23833781 = 0.946406 2017 Debt/ asset ratio 24356843/25414850 – 0.958371

په پورته ۵ شکل کې لیدل کیږي چې د میوند بانک Debt/Asset ratioپه ۲۰۱۶ کال کې د ۰،۹۴۶۴۰۶ وه یعنی په همدې اندازه د بانک په شتمنۍ کې پورونه پوښلي ده او په ۲۰۱۷ کې همدې کچې ته ډیره نږدې وه. شتمنی دارایی نسبت(Equity/ asset ratio) Equity/ asset ratio = Total equity ÷ Total assets 2016 Equity/ asset ratio = 1277346/23833781= 0.053594 2917 Equity/asset ratio = 1058007/25414850 = 0.041629

په پورته ۶ شکل کې لیدل کیږي چې په ۲۰۱۶ کال کې د میوند بانک د شتمنۍ نسبت د ۹،۰۵۳۵۹۴ افغانۍ شکیلوي یعنی د بانک د یو واحد شتمني په مقابل کې ۵۶ سلنه په سرمایه پوښل شوېده چې نسبت ۲۰۱۷ کال ته کچه یې لوړه ده او په ۲۰۱۷ کال کې د نوموړي بانک د شتمني نسبت د ۰،۰۴۱۶۲۹ په اندازه وه یعنې ۴۴ سلنه یې په خپلنی شتمنۍ پوښل شوې وه. د پور/ شتمني نسبت(Debt/ equity ratio) Debt/equity ratio = Total liabilities ÷ Total equity 2016 Debt/equity ratio = 22556435/1277346 = 17.65883 2017 Debt/ equity ratio = 24356843/108007 = 23.02144

په پورته ۷ شکل کې معلومیږي چې په ۲۰۱۶ کال کې د میوند بانک یاد نسبت ۱۷.۶۵۸۸۳ دی خو په ۲۰۱۷ کال کې یاد رقم ۲۳۰.۰۲۱۴۴ ته پورته شوی ده چې نسبت تیر کال ته بانک د زیات خطر سره مخامخ دی. پکار سرمایه (Working capital) Working capital = Total current assets – Total current liabilities 2016 Working capital = 23833781/22556435 = 1.056629 2017 Working capital = 2541850/24356843 = 1.o43438

په پورته ۸ شکل کې معلومیږي چې په ۲۰۱۶ کال کې د میوند بانک کاري شتمنتي د ۱.۰۵۶۶۲۹ افغانیو په اندازه وه یعنی نوموړی رقم د بانک سوچه پانګه ښیي او په ۲۰۱۷ کال کې نوموړې نسبت هم ۲۰۱۶ کال ته نږدې وو ددې څخه دا معلومیږي چې د نوموړي بانک سوچه پانګه ۵۰ سلنه ده. ۵: پنځمه برخه نتیجه ګیري(conclusion) لکه څرنګه چې په ننی زمانه کې د بانک لپاره اړین ضرورت دی چې باید د بانکي خدماتو څخه برخمن او د بانکونو د خدماتو څخه استفاده و کړو خو زموږ خلک اوس هم د بانکونو په اړه پور معلومات نلري او هم خپلې شتمنی د خاورو لاندې او داسې نورو ځایونو کې پټوي چې دا د دوی د شتمنۍ لپأره لوی خطر دی چې خطا ډیر وخت د پیسو د خرابیدو لامل ګرځي نو ما غوښتل چې د دوی د مخنیوي لپاره بانکي خدمات او همدارنګه د بانګ بیلانس پاڼه تحلیل او وڅیړم چې نتیجه یې داسې ارزولای شو، په ۲۰۱۷ کال کې نسبت ۲۰۱۶ کال ته د میوند بانک دارایي ۱.۵۸۱.۰۶۹ په اندازه زیاته شوې ده چې یاد رقم د بانک لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده. په ۲۰۱۷ کال کی نسبت ۲۰۱۶ کال کې د میوند بانک د پورونو حساب د ۱،۸۰۰،۴۰۸ اندازه زیاته شوی یعنی مشتریان د بانک سره نسبت ۲۰۱۶ ته ډیره شتمني ایښې ده. په ۲۰۱۷ کال کې نسبت ۲۰۱۶ کال ته د میوند بانک شتمني د ۲۱۰،۳۳۹ په اندازه کمه شوې ده. همدارنګه په یاده څیړنه کې مو د بیلانس پاڼې د نسبتونو څخه یادونه وکړه چې د میوند بانک توانیدلی وو چې په ټولو نسبتونو کې خپل جریان په عادي حالت کې وساتي چې میوند بانک په یادو ټولو نسبتونو کې په ښه حالت کې قرار درلود. میوند بانک په افغانستان کې د بانکدارۍ په ډګر کې یو مخکښ داخلي بانک دی چې په هیواد کې په مختلفو تولیدي او غیر تولیدي پروژوکې ونډه لري. میوند بانک په تیرو ۱۰کلونو کې په کلي ‌ډول تقریبا ۲۱۷۰ نفره په کار ګمارلي چې اوس مهال ۸۵۰ فعال کاریګر لري او په راتلونکي کې پلان لري چې د ۹۰ څانګو په پرانسیتلو سره دا کچه ۲۲۰۰ تنو ته ورسوي.

  وړاندیزونه(Recommendations)
میوند بانک باید  خپلو څانګو ته پراختیا ورکړي یعنی بر علاوه په ولایتونو په ولسوالیو کې خپلې څانګې پرانیزي تر څو هیوادوال د پانګې خداماتو څخه په پوره توګه برخمن شي.
میوند بانک باید د خپل سود فیصدي کمه کړي تر څو تصدۍ د بانک څخه پور واخیستلی شي چې دا په خپله د مشتریانو د زیاتیدو سبب ګرځي.
میوند بانګ باید د غریبو خلکو لپاره د پورونو د اخیستلو زمینه برابره کړې.
میوند بانک باید په زیربییایي پروژو کې پانګه اچونه وکړي.







۶: شپږمه برخه   
اخذ لیکونه (References)

Said Masood(1392), Banking , First Edition, p,p 12-133. Wahdat, Jalal Abad.Said Masood Basic of banking, (2002), Banking , Second Edition, page 34, 50, What, Jalal Abad. Shelagh Heffernan, (2015), Modern bnking, Fourth Edition, p,p, 25,30, Oxford, university, London. Shelagh Heffernan ,(2008), Modern Banking, First Edition, p,p 5-15, Oxford university, London. Ne, The Samoshekar, (2010), Banking , First Edition, P,p 48-52, Indian University.سس Todaro Michael,(2006), Economic Development, 12 Edition, p,p 454-470, New York university. Bhushan Kumar Goyal,(2010), Fiat Edition, Financial Accounting, p, p1,20, India. V.kGoyalRuchiGoyal,(2009), Fourth Edition, Financial Accounting, p,p 30-25 India. http://www.maiwandbank.com/ EN/Audit Financial Report 2017 March. Html. http://www.Maiwandbank.com. Htt://www.dab.com. http://en. Wikipedia. Org/wiki/ Bank. Htts:// www. Nielsen. Com/us/en/insights/ news/2014/the-of-mlodern-banking.html.