مينا خان
مينا خان يوه افغان-جرمنه يوټيوبره ده، چې په نامعلوم کال کې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې زېږېدلې ده. هغه اوسمهال د جرمني په نامعلوم ښار کې اوسېږي، او په همدغه ښار کې د انجينيرۍ په زدکړو بوخته ده. هغې په ١٩ اګست کال ٢٠١٨م کي (د افغانستان د خپلواکۍ په ورځ) خپل يوټيوب چينل فعال کړ. مينا خان پر، مېکپ، عام ژوند او نورو ساتېريو باندې بحث کوي، او وس مهال د هغو لږو يا شايد يواځېنۍ افغانه پښتنه وي چي په يوټيوب کي 10000+ سبسکرائبرز (subscribers) لري.
مينا خان | |
---|---|
مينا خان په يو واده/جشن کې
| |
د شخص مالومات | |
پيدايښت | کابل، افغانستان |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | يوټيوبره |
ويبپاڼه | |
ويبپاڼه | |
سمول |
فعالیت په ټولنیزې رسنیو کې
سمولمينا خان د ځيني ستونزو له کبله په فېسبوک کې فعالیت نه لري، خو نوموړې په لاندې برخو کې ډېر خوښوونکي لري، د هغې خوښوونکي په لاندې توګه دي؛
- ټيک ټاک؛ 365000 خوښوونکي
- انسټاګرام؛ 140000 خوښوونکي
- يوټيوب؛ 10000 خوښوونکي