ميمونه بنت الحارث

حضرت ميمونه رضي الله عنها چې دپلار نوم يې حارث او دمور نوم يې هند اووتلې ميرمن وه ,ميمونه رضي الله عنها دحضرت عباس رضي الله عنه دميرمني خوروه,او نوري اوه خويندي يې هم دقريشو دسردارانو په نكاح كي وې ,دنبوي عمرې (اووم هجري كال)دعمرې تر اداكولو وروسته دحضرت عباس رضي الله عنه په تشويق دحضرت ميمونې رضي الله عنها نكاح له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره وشوه . پدې نكاح كې له سياسي پلوه لويه موخه داوه څو رسول الله صلى الله عليه وسلم دقريشو له ډيرو كورنيو سره خپل شي په هغوي كي حضرت خالد بن وليد رضي الله عنه هم وو چې لا يې اسلام نه وو راوړى ,چې خورا ماهرجنگيالى او دحضرت ميمونې رضي الله عنهادوراره توب له امله دهمدې بي بي په لاس روزل شوى وو .ددې نكاح له امله له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره دخپلوي په تار وپييل شو چې همدا خپلوي دنوموړي دمسلمانيدو لامل وگرځيدله . حضرت ميمونه رضي الله عنها لومړى مسعود بن عمرو ثقفي ته واده شوه ,كله چې هغه طلاقه كړه نو بياابو درهم بن عبدالعزى ته واده شوه ,دهغه تر مړينې وروسته حضرت رسول الله صلى الله عليه وسلم په نكاح كړه . حضرت ميمونه رضي الله عنها دهجرت په يو پنځوسم كال په سرف نومې ځای كې وفات شوه ,چيري چې يې دنكاح خطبه ويلی شوې وه ,دجنازي لمونځ يې دخپلي خور زوي (خوريي) حضرت عبدالله بن عباس رضي الله عنه اداكړاو همهغه قبر ته ښكته كړه . انا لله وانا اليه راجعون . رضي الله عنها وعنهن .

ميمونه بنت الحارث
(اراگونېسي: مَيْمُونَة بِنْت ٱلَحَارِث ٱلْهِلَالِيَّة‎ د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ميمونه بنت الحارث
ميمونه بنت الحارث

د شخص معلومات
پيدايښت ۰۵۹۲
مړینه ډيسمبر 672 (79–80 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اموي خلافت   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت عربان   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ميړه محمد (۰۶۲۹–۸ جون ۰۶۳۲)[۱]  د (P26) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
وروڼه او خوندې
عملي ژوند

دا هم وگوري

  1. سرليک: Маймуна бинт Харис — نشرونه لخوا د: Islamskiy enciklopedicheskiy slovar