ميري ريټر بيرډ

ميري ريټر بيرډ (5 اګست، 1876 – 14 اګست، 1958) یوه امریکايي تاريخپوهه، ليکواله، د ښځو د رايې ورکولو د حق فعاله او د ښځو د تاريخ ارشيف ساتونکې وه، څوک چې همدا راز د خپل ژوند په اوږدو کې د ټولنيز عدالت پلوې هم وه. د پرمختګ د پړاو د يوې سمونپالې په توګه، «بيرډ» د مزدورانو او ښځو د حقوقو په خوځښتونو کې فعاله وه. د خپلو مهمو اثارو هر يو On Understanding Women (1931)، America Through Women's Eyes (سمونکې، 1933) او Woman as Force in History: A Study in Traditions and Realities (1946) په ګډون، نوموړې په تاریخ کې د ښځو د ونډې په اړه ګڼ کتابونه ليکلي دي. سربېره پر دې، نوموړې له خپل مېړه تاريخ پوه «چارلس اسټن بيرډ» سره د اوو نصابي کتابونو په ليکلو کې همکاري کړې، چې د يادولو وړ يې The Rise of American Civilization (1927) په دوه جلدونو کې، او America in Midpassage: A Study of the Idea of Civilization (1939) او The American Spirit (1942) دي، چې وروستي دوه يې د The Rise of American Civilization د لړۍ درېيم او څلورم جلدونه دي. د Basic History of the United States په نوم يو مستقل کتاب  د دوی تر ټولو زيات پلورل شوی اثر و.

د شلمې پېړۍ په لومړيو لسيزو کې، «بيرډ» په فعال ډول د نولسم ترميم ملاتړ وکړ، او د ښځو رايې ورکولو حق له ګڼو سازمانونو سره ښکېل وه، چې Women's Trade Union League، Equality League of Self-Supporting Women (چې وروسته د Women's Political Union نوم ورکړل شو)، New York City Suffrage Party او Wage-Earners' Suffrage League په نومونو سازمانونه پکې شامل وو. نوموړې د Congressional Union for Woman Suffrage (چې وروسته د National Woman's Party نوم ورکړل شو) په نوم سازمان د سلاکارۍ پلاوي غړې هم وه. نوموړې يو وخت د The Woman Voter او The Suffragist په نوم خپرونو مسئوله مديره هم وه.

د ښځو په تاریخ کې لېوالتيا له «بيرډ» سره مرسته وکړه چې په 1935ز کال کې په نيويارک ښار کې د World Center for Women's Archives د جوړولو لپاره کار وکړي. که څه هم دا مرکز په 1940ز کال کې بند شو، چې تر ډېره بريده يې لامل داخلي ستونزې او د پانګې کمښت و، د هغې هڅو ګڼ همکاران او پوهنتونونه وهڅول چې د ښځو د تاریخ اړوند تاریخچې راټولې کړي. «بيرډ» په «راډکلف» او «سمت» کالجونو کې د ښځو د تاريخ د ارشيف د ابتدايي پرمختګ په برخه کې يوه سلاکاره وه، د کوم په پايله کې چې د پرمختللو زده کړو لپاره په «راډکلف» انستيتيوټ، او هارورډ پوهنتون کې په امريکا کې د ښځو د تاريخ په اړه د Arthur and Elizabeth Schlesinger کتابتون او په Smith College کې د صوفيا سمت ټولګه (Sophia Smith Collection) جوړ شول.

د ژوند لومړي کلونه

سمول

د کورنۍ مخينه

سمول

ميري ريټر د 1876ز کال د اګست په پنځمه نېټه د انډيانا ايالت په انډياناپولس کې زېږېدلې وه، د مور نوم يې نارسيسا (Lockwood) او د پلار نوم يې «ايلي فوسټر ريټر» و. نوموړې د دې کورنۍ څلورم بچی او تر ټولو مشره لور وه.[۱]

د ميري مور د کينټاکي په «پاريس» کې زېږېدلې او د کينټاکي په «تورنټن» کې د «بروک ويل» اکاډمۍ څخه فارغه شوې وه. نوموړې په 1861ز کال کې د انډيانا ګرين کيسل (چېرته چې ايسبري موقعيت درلود چې اوس DePauw پوهنتون دی) ته له خپلې کورنۍ سره له کوچېدو مخکې په کينټاکي کې د ښوونکې په توګه دنده تر سره کړې وه.[۲][۳][۴]

پلار يې د «ريچل» (جسپ) او «جيمز ريټر» زوی و. نوموړي د انډيانا ايالت د انډياناپولس لوېديځ لور ته په «هينډرکس» ولسوالۍ کې د خپلو والدينو په کرونده ځای کې زېږېدلی او ستر شوی و. له 1859 څخه تر 1861ز کال پورې د انډياناپولس د Northwestern Christian  پوهنتون (اوس Butler پوهنتون) کې له زده کړو وروسته، نوموړی د 1861ز کال د اپريل په مياشت کې د امریکا په ځمکنيو قواوو کې شامل شو، او د امريکا د کورنۍ جګړې له پيل ډېر ژر وروسته د انډيانا د شپاړسم پلي کنډک سره يوځای شو. «ايلي ريډر» وروسته د 1863ز کال د جون په مياشت کې له وياړ سره له پوځ له رخصت کېدو مخکې د انډيانا نهه اويام پلي کنډک ته تبديل شوی و. له پوځي خدمت وروسته، نوموړی د «ايسبري» په پوهنتون کې داخل شو، او په 1865ز کال کې يې د لسانس سند تر لاسه کړ. هغه د «ګرين کيسل» له اوسېدونکې «نارسيسا لاک ووډ» سره په 1866ز کال کې واده وکړ. د جګړې پر مهال د سترګو د کمزورې کېدو له امله، «ايلي ريټر» په خپلې مېرمنې «نارسيسا» متکي و، تر څو د حقوقي زده کړې پر مهال هغه ته لوستل وکړي. کله چې هغه په 1866ز کال کې د انډيانا د حقوقپوهانو ټولنه کې بريالی شو، «ريټر» کورنۍ انډياناپولس ته وکوچېده، چېرته چې «ايلي» د قانون دنده پر مخ وړه. سربېره پر دې هغه د الکولي څښاکو د مصرف د مخنیوي په خوځښت کې هم فعال و، او په 1883ز کال کې، د انډيانا په ملي ځواک کې ډګروال شو.[۵][۶]

زده کړه او فکري پرمختګ

سمول

«ميري ريټر» په انډياناپولس کې دولتي ښوونځی ولوست او په 1893ز کال کې په خپل ښوونځي کې د ممتازې په توګه د Shortridge له عالي ليسې فارغه شوه. د شپاړس کلنۍ په شا اوخوا کې، نوموړې په 1893ز کال کې د DePauw په پوهنتون کې داخله شوه، چېرته چې د هغې پلار او د هغې نورو خوېندو وروڼو زده کړې کړې وې، او د Kappa Alpha Theta ښځو ټولنې غړې شوه. هغې د خپل ښوونځي د مشرې په توګه هم کار کړی و.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

«ريټر» په 1897ز کال کې له DePauw پوهنتون څخه په فلسفه کې د لسانس (phB) سند تر لاسه او فارغه شوه. وروسته «ريټر» وويل چې هغه په DePauw کې د ښځو په ټولنه کې له دوه خوېندو څخه الهام اخيستی و، چا چې تر دوديزو زده کړو او د ښځو تر فعالیتونو پورې محدوديدو څخه انکار کړی و. په «ريټر» يو بل ابتدايي اغېز کونکی د هغې المانی پروفيسر «هنري بي لونګډن» و، چا چې د هغې د الماني ژبې په زده کړو کې کلتور، ادب او فلسې ته ځای ورکړ، او خپلو محصلينو ته يې وويل چې خپلو زده کړو ته په پراخه تناظر کې وګوري.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

په کالج کې د زده کړو پر مهال، «ريټر» د يو ټولګيوال زده کونکي او په راتلونکي کې د خپل مېړه «چارلس اسټن هيرډ» سره وليدل او اړيکې يې ورسره پيدا شوې. «بيرډ» چې اصلاً د انډيانا د «هينري» ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و، د يو شتمن کروندګر او د ځمکو د پانګوال زوی و. په Spiceland اکاډمۍ (په هنري ولسوالۍ کې د کواکر يو ښوونځي)  کې له داخلې وروسته، «بيرډ» په 1894ز کال کې په DePauw پوهنتون کې داخل شو، او په 1898ز کال کې د Phi Beta Kappa فارغ التحصيل شو.[۱۷]

واده او کورنی ژوند

سمول

په 1897ز کال کې DePauw پوهنتون څخه تر فراغت وروسته، «ريټر» په «ګرين کيسل» کې په يوه دولتي عالي ليسه کې د الماني ژبې د ښوونکې په توګه دنده تر لاسه کړه، په داسې حال کې چې «بيرډ» چې هغه مهال د هغې کوژدن و، په 1898ز کال کې انګلستان ته ولاړ، تر څو په اکسفرډ پوهنتون کې مافوق لسانس زده کړې تعقيب کړي. نوموړي په 1899ز کال کې متحده ايالاتو ته له ستنېدو مخکې، د Ruskin Hall (اوس Ruskin کالج) په جوړولو کې هم مرسته وکړه، کوم چې د کارمندې طبقې د خلکو لپاره يو ويړيا پوهنتون و.[۱۸]

دوی د 1900ز کال په مارچ مياشت کې واده وکړ. یوه مياشت وروسته دوی انګلستان ته ولاړل، چېرته چې په لومړيو کې په اکسفرډ کې اوسېدل، وروسته مانچسټر ته ولاړل، هلته چارلس خپلو زده کړو ته دوام ورکړ او د Ruskin Hall د ترويج د ډيپارټمنټ د رئيس په توګه يې کار وکړ. د دوی د دوه بچيانو څخه د دوی لور، «ميريم» په 1901ز کال په مانچسټر کې وزېږېده.[۱۹][۲۰]

په 1902ز کال کې، متحده ايالاتو ته د ستنېدو له پرېکړې وروسته، «بيرډ» کورنۍ په نيويارک ښار کې مېشته شوه، چېرته چې دوی دواړه د کولمبيا پوهنتون د سياسي علومو په پوهنځي کې د محصلينو په توګه شامل شول. تر 1904ز کال پورې، «ميري ريټر بيرډ» په ټولنيزو علومو کې خپلو زده کړو ته د پای ټکی ايښی و، او د ښځو د رايې ورکولو د حق په خوځښت کې ډېره فعاله شوه. د دوی زوی «وليام» په 1907ز کال کې وزېږېد، دا هغه کال و چې دوی د «کنيکټيکټ» په «ملفورډ» کې د شپاړسو خونو لرونکی يو کور راونيو، چېرته به چې دوی ډېر وخت د ميلمنو ميلمه پالنه کوله.[۲۱][۲۲]

سرچينې

سمول
  1. Sources disagree on whether there were six or seven children in the Ritter family. See: Barbara K. Turoff (1979). Mary Ritter Beard as Force in History. Monograph series/Wright State University. Dayton, Ohio: Wright State University. p. 7. OCLC 906341769. Also: Ann J. Lane, ed. (1988). Mary Ritter Beard: A Sourcebook. Boston, Massachusetts: First Northeastern University Press. p. 14. ISBN 1-55553-029-X. Lane identified two older brothers, Halstead and Roscoe; Ruth, the youngest of the Ritter children; and two other brothers, Dwight and Herman, no order of birth given, but made no mention of another sibling. Herman Ritter died while a senior at DePauw University. See also: "Biographical" note in Mary Ritter Beard Papers Finding Aid. Sophia Smith Collection. Smith College. Archived from the original on 2019-06-08. نه اخيستل شوی 2019-09-23. The "Biographical" note indicates that Mary Ritter was the third of six children, which neglects to count her younger brother Raymond, who died on January 28, 1887, at the age of five (see WPA Death Index for Indiana, Vol. H2, p. 209; and Raymond's burial record in the family plot via Findagrave.com). Both the 1900 and 1910 U.S. Federal Census enumerations also state that seven children had been born to Narcissa.
  2. Jacob Piatt Dunn and G. H. H. Kemper (1919). Indiana and Indianans: A History of Aboriginal and Territorial Indiana and the Century of Statehood. Vol. III. Chicago: American Historical Society. p. 1262.
  3. Catherine E. Forrest Weber (Winter 2003). "Mary Ritter Beard: Historian of the Other Half". Traces of Indiana and Midwestern History. Indianapolis: Indiana Historical Society. 15 (1): 7. نه اخيستل شوی August 22, 2019.
  4. Lane, ed., Mary Ritter Beard (1988), pp. 13–14.
  5. Catherine E. Forrest Weber (Winter 2003). "Mary Ritter Beard: Historian of the Other Half". Traces of Indiana and Midwestern History. Indianapolis: Indiana Historical Society. 15 (1): 7. نه اخيستل شوی August 22, 2019.
  6. Jacob Piatt Dunn and G. H. H. Kemper (1919). Indiana and Indianans: A History of Aboriginal and Territorial Indiana and the Century of Statehood. Vol. III. Chicago: American Historical Society. p. 1262.
  7. "Mary Ritter Beard" (PDF). Indiana Commission for Women. نه اخيستل شوی August 19, 2019.
  8. Yael Ksander (March 10, 2008). "Mary Ritter Beard". Moment of Indiana History. Indiana Public Media. نه اخيستل شوی August 19, 2019.
  9. Weber, pp. 8–9.
  10. Sarah Bair, "Mary Ritter Beard," in Margaret Smith Crocco and O.L. Davis Jr., ed. (2002). Building a Legacy: Women in Social Education, 1787–1984. Silver Spring, Maryland: National Council for the Social Studies. pp. 41–42. Archived from the original on 2020-04-10. نه اخيستل شوی 2019-09-23.
  11. Lane, ed., Mary Ritter Beard (1988), p. 16.
  12. Lane, ed., Mary Ritter Beard (1988), p. 16.
  13. Weber, pp. 8–9.
  14. Nancy F. Cott (2000). "Beard, Mary Ritter". American National Biography. Oxford University Press. (Subscription required)
  15. Lane, ed., Mary Ritter Beard (1988), p. 16.
  16. "Mary Ritter Beard, Kappa Alpha Theta". National Panhellenic Conference. March 11, 2016. نه اخيستل شوی August 22, 2019.
  17. Weber, pp. 8–9.
  18. Weber, pp. 8–9.
  19. Sarah Bair, "Mary Ritter Beard," in Margaret Smith Crocco and O.L. Davis Jr., ed. (2002). Building a Legacy: Women in Social Education, 1787–1984. Silver Spring, Maryland: National Council for the Social Studies. pp. 41–42. Archived from the original on 2020-04-10. نه اخيستل شوی 2019-09-23.
  20. Weber, pp. 8–9.
  21. Weber, pages 9–10.
  22. Weber, pp. 8–9.