آرنۍ غورنۍ پرانيستل
دوتنه:مولوي گل رحمن ديوبندي.jpg
مولوي گل رحمن ديوبندي

مولوي گل رحمن دیوبندي (۱۹۳۲ ز. - ۱۹۹۶ ز.) (انگرېزي:Mawlawi Gul Rahman Dewbandi) د افغانستان يو ديني مخور عالم، پښتون مجاهد، د افغانستان د اسلامي گوند د علماؤ غړی، شاعر او ليکوال ؤ.

نيوليک

مخينه

نوموړی د غلام رسول خان زوی د ننگرهار د روداتو د ولسوالۍ د مرکز حصارشاهي په شاه رسول نومي (کوچیانو) کلي کې په ۱۹۳۲ زیږیز کال کې زیږیدلي دی. په قوم نته خیل (مومند) او په خټه پښتون دی.

زده کړې

مولوې گل رحمن خپله لمړنۍ ښوونه د پیښور په دیني مدرسو کې تر سره کړي. خپلې لوړې زده کړې یې د هند په مشهورې مدرسې دیوبند کې سر ته رسولي او بیا ېې خپله پیژندنه د همدې مدرسې پورې اړونده کړې او د مولوي گل رحمن دیوبندي په نامه شهرت و موند. نوموړی په خپل کلي کې د کلي (د کوچیانو د مولوي صاحب) په نامه هم یادیده.

ځانگړتیاوې

مولوي گل رحمن دیوبندي هلته په د یوبند کې د خپلو دیني زده کړو تر څنگ په یوناني طب کې هم تخصص پیدا کړ او ورسره یې د فلسفې او سیاست پوهه هم تر لاسه کړه او بیرته د پیښور له لارې خپل ټاټوبي ته را ستون شو

دندې

مولوي گلرحمن دیوبندي د دیوبند نه د فراغت وروسته په خپلې ولسوالۍ کې د یو ښه مدرس په څیر دیني زده کونکو طالبانو ته د درس او تدریس لړۍ پیل کړه خو د وخت د غوښتنو او اقتصادي ستونزو د حل په خاطر یې د روداتو د ولسوالۍ په بازار کې یو کتاب پلورنځی پرانست او تر څنگ یې د یوناني طب دنده هم پیل کړه. همدا راز یې د ولسوالۍ د ستر مرکزي جومات په خطابت او امامت کې هم پوره بسپنه کوله.

په ۱۹۷۸ زیږیز کال کې یې د کمونستي رژیم د بربریت نه د خلاصون په خاطر پاکستان ته لیږد وکړ او دلته یې د مجاهدینو په صفوفو کې هم د جنوب شرق د حوزي د مجاهد په څیر او هم یې د حزب اسلامي افغانستان د علماؤ په منځ کې د مفتي په حیث کار وکړ.

دخپل ژوند په آخري وختونو کې یې د اتحاد العلماء افغانستان د شوری غړی او د هغوي د فتوی د څانگې مشر و.

ستونزې او بندي خانې

د دیوبند په مدرسه کې د فلسفي د زده کړې او هلته د سوسیالیزم او اسلام تر منځ د مقایسوي مطالعې وروسته ، کله چې په هیواد کې د خلق او پرچم د ډلو له خوا د سوسیالیزم له پاره تبلیغات پیل شول نو ښاغلي مولوي گلر حمن د نورو دیني علماؤ په پرتله د اسلام له آنده د سوسیالیزم او کمونیز م په هکله دپوره معلوماتو په درلودلو او داسلام پر خلاف د هغوې د منفی تبلیغاتو د مخنیوی په جرم د وخت دکمونستې رژیم له اړخه بندی او تري تم شو. ان تردې چې دنوروترې تم شوو بندیانو په څیریې دشهادت دعا هم واخستل شوه . خو د ددووکالو نه پس په داسې حال کې ددننگرهار د یولسمې فرقي د پلیگون څخه را خوشي کړل شو چې کالي یې په تن کې رژیدلې او د ډیرې کمزورتیا له لاسه یې د تگ وړتیا یې له لاسه ورکړې وه . او بیا هلته د ولسوالۍ په مرکز کې یې د لږې دمې وروسته د خپلې پاته کورنۍ سره دپاکستان په لور لیږد وکړ

کورنۍ

کورنۍ یې د کمونست رژیم لخوا د هغه د نیولو او تري تم کولو سره سم د هغه درې نور زامن، هر یو خلیل الرحمن ( پي، ایچ ډي)، جمیل الرحمن (د اقتصاد ماسټر)، حفیظ الرحمن د انجینرۍ د پوهنځي د آخري سمسټر محصل هم د کمونست رژیم د واکدارانو لخوا ونیول شول. خو خلیل الرحمن او جمیل الرحمن د یوه کال او شپږ میاشتو د بندي کیدو وروسته را پریښول شول اما انجنیر حفیظ الرحمن د کمونستانو لخوا د اسلامي غورځنگ د زیات شمیر نورو فعالینو سره یو ځای په نامالومه ځاې کې په ډله ایزه توگه په شهادت ورسېد.

مولوي گل رحمن دیوبندې پنڅه زامن لري چې د هغې له ډلې څخه یې مشر زوې قريب الرحمن سعيد نومېږي چې د جهاد په لیکو کې او هم په فرهنگي امورو کې ځانگړی ځای لري او تر ټولو کشر یې د اقتصاد دیپلوم لرونکی سلیم الرحمن «مولوي زاده» دی چې په هغه وخت کې د عمر د کمښت له امله د کمونسټانو د رژیم د نیولو څخه په امن پاتې شوی.

ليکنې

مولوي گلر حمن دیوبندې ددینې او فلسفي علومو تر څنگ د لیکوالۍ او شاعرۍ وړتیا هم درلوده. خپلې زیاتې لیکنې به یې ،چې د ادبي او دیني کیسو په څیر ترتیبولې ، د هغه وخت د ننگرهار ورځپاڼې ته ېې لیږلي. د مولوي گل رحمن د اشعارو ټولگه چې په یوې سترې لیکچه کې یې پخپله لیکلي و هلته په روداتو کې د نوموړي په کور دبمباريؤ له کبله بې درکه شوه . خو هغه خپل دکډوالۍ ژوند د مجاهدینو په خدمت او دهغوې د پوښتنو په ځوابولو کې تیر کړ . په کډوالۍ کې ېې د سنگر دمفتي (مفتي سنگر) ترنامه دوه ټوکه کتابونه په دواړو پښتو او دري ژبو ولیکل چې ډیر زیات د مجاهدینو او مهاجرینو په منځ کې خپاره او شهرت ېې وموند .

مړينه

مولوي گلرحمن دیوبندې هملته د هجرت په دیار کې په ۱۹۹۶زیږدیز کال د اپریل د میاشتې په ۲۷مه د ورپیښې ناروغۍ له امله ددې فانې نړۍ د ژوند څخه سترگې پټې کړې او د الله ج درحمت غیږې ته ورستون شو. اوبیا دهغه د دینې وصیت سره سم هملته د هجرت په دیار کې خاورو ته وسپارل شو.

دشعر نمونه یې

کينډۍ:د شعر پای

شات خواږه دي خو مریض ته به دا څه معلوم شي دا خو مریض دی خو مریض ته به ترخه معلوم شي
چې لمر راخیژي رڼا کاندې جهان ټول شوپرک ته به د لمر وړانگه په څه معلوم شي
یو محمد دې چې رهبر د ټول جهان دې اې گل رحمانه موعند ته به دا څه معلوم شي