مولوي نورالحق مظهري
مولوي نورالحق مظهري
پيژندنه
سمولمولوي نورالحق مظهري د ملا لعل محمد آخند زوی او د اخترمحمد مرحوم لمسی دی.
زېږېدنه
سمولمولوي نورالحق مظهري په 1359 سپوږميز کال کي د فراه په ولايت بالابلوک ولسوالۍ شيوان په کلي کي په متدينه مسلمانه کورنۍ کي دنيا ته سترګي روڼي کړې.
د ژوند پيل
سمولپدې خاطر چي پدې وخت کي په افغانستان کي د کمونستانو انقلابونه او د شورويانو يرغل وو په هيواد کي ژوند ډېر سخت وو نو ددوی کورنې هم د نورو افغانانو په څېر ايران ته مهاجر سوه چي پدې وخت کي مولوي صاحب د دوو کالو وو د هجرت په ديار کي يې لومړنۍ زدکړي او ليک لوست د خپل پلار څخه حاصل کړ.
د زده کړو دوام
سمولددې وروسته چي ددوی کورنې د هجرت څخه افغانستان ته ستانه سوه د څه مدې وروسته يې پلار دده د مشر ورور مولوي محمد حسن صاحب سره د زدکړو د دوام لپاره د ايران د اهل سنتو ښار زاهدان ته واستوی څلور کاله يې هلته درسونه وويل، کله چي په افغانستان کي د طالبانو اسلامي تحريک حاکم سو او په هيواد کي د ننه ډېري مدرسې جوړي سوې مولوي صاحب هم د نورو طالبانو په څېر خپل هيواد ته ستون سو او په هيواد کي د ننه يې خپلو زدکړو ته دوام ورکړ او د زدکړو تر څنګ یې د خپل مسلمان وولس لپاره په ګڼو برخو کي د خپل توانه سره سم خدمتونه هم کول تر څو چي د امريکايي اشغال په سبب د طالبانو اسلامي تحريک ړنګ سو او د څه وخت لپاره ديني مدرسې وتړل سوې.
ددې وروسته مولوي صاحب ايران ته او بيا پاکستان ته د خپلو زدکړو د دوام لپاره سفرونه وکړه چي بالاخره په 2004 ميلادي کي د پاکستان په کويټه ښار کي د مظهرالعلوم ديني مدرسې څخه د لوی دورې د احاديثو څخه فارغ سو او د فراغت پګړۍ يې پر سرکړه.
نومړي په خپل علمي سفرونو کي د ديني علومو تر څنګ چي مقصودي يې ويل په عصري علومو کي هم ډېره لاس رسي پيدا کړېده.
ليکلي آثار
سمولسره ددې چي د نوموړي مخي ته ګڼي ستونزي او نا برابر شرايط راغلي دي خو بيا يې هم ډېر علمي او معلوماتي آثار ليکلي دي:
لیکل سوي آثار
سمول1 – گروههاي گمراه
2 – غندل سوي انسانان
3 – ډېر ولور نيکمرغي ده که بدمرغي؟
4 – ازالة الشبهات في حجاب النسوة المسلمات
5 – د شبهاتو ازاله( د حنفي مذهب او لا مذهب ترمينځ مناظره)
7 – حل المسائل
8 – د نيکټايي شرعي حکم
9 – استعداد قوي
10 – مقالات مظهريه(درې ټوکه)
11 – جمع الازهار في الآيات والاحاديث والآثار
12 – فکري جګړه
ژباړل سوي آثار
سمول1 – تعليمات ديني اطفال
2 – طفل خوب
چاپ سوي آثار
سمولله بده مرغه چي د اقتصادي ستونزو له کبله تر اوسه تنها د د مولوي صاحب درې آثار چاپ سویدي نور یې همداسي بې چاپه پاته دي.
اوسني مصروفيتونه
سمولنوموړی د فراغت څخه بيا تردې دمه پوري دديني علومو په خدمت باندي بوخت دی چي د اوس لپاره د تجويدالقرآن ديني مدرسه کي د ديني علومو په تدريس باندي مصروف دی او او د تعلیم الاسلام راډیو فراه څانګي مسئوليت په غاړه لري.
نوموړي د تحصيل په دوره کي د ديني فرهنګي کارونو سره ډېره مينه درلودل چي د فراغت وروسته يې هم په همدې لاره کي خپل خدمت ته دوام ورکړی دی او د ګڼو ويب پاڼو او پاڼو لپاره په مختلفو موضوګانو کي افتخاري مقالې ليکي.
تر سره کړي دندي:
دولتي دندي
سمولمظهري صاحب د اسلامي امارت په چوکاټ کي د فتحي څخه مخکي د عالي تحصيلاتو ادارې د سویل لوېديځي حلقې مرستيال وو او د فتحي وروسته تر 1444/4/1 هـ ق پوري په فراه ولايت کي د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازی وو.
خصوصي دندي
سمولمظهري صاحب تقريبا 8 کاله کیږي چې په فراه ولايت کي د تعليم الاسلام راډیو مدير مسئول پاته سوی دی او تقریبا 16 کاله یې د تجویدالقرآن قلعه زمان مدرسه کي تدریس کړی.
نوموړی د ځوانانو او محصلينو د اصلاح لپاره په حقيقي او مجازي نړۍ کي ګڼ شمېر جلسات او ګروپونه هم لري چي په هره برخه کي خپلو مينوالو ته مشورې او معلومات ورکوي.