مولانا امتیاز علي خان عرشي

مولانا امتیاز علي خان عرشي د هند د اتهر پردیش ایالت د رامپور د سیمې یو پښتون عالم او څیړونکی و. نوموړی د مختارعلي خان زوی، د اکبر علي خان لمسی او د مشرف خان کړوسی دی. دده کورنۍ داتلسمې پیړۍ په دویمه نیمایی کې دپښتونخوا د سوات له سیمې نه هندوستان ته راغله او دهند داتهر پردیش دایالت دروهیلکهنډ دسیمې په رامپور کې میشته شوه .داهغه وخت و چې په هندوستان کې د مغولو واکمني مخ په ځوړتیا وه او دهند په هره سیمه کې ملوک الطوایفي وه . په دغه وخت کې دهند په رو هیلکهنډ کې هم د پښتنو یو ریاست شتون درلود چې نواب علی محمد خان یې نواب او مشر و. دعرشي نیکه مشرف خان خپله پلرنۍ دنده چې پوځي دنده وه پریښودله او دعلم او ادب لاره یې غوره کړه .پښتو دده مورنۍ ژبه وه خو ددې تر څنګ په فارسي ،اردواو عربي ژبو هم پوهیده .د عرشي پلار مختار علي خان هم په علم او فضل کې دشهرت خاوند و چې لومړی یې پو ځی دنده درلودله او بیا دمالیاتو په څانګه کې یې سرکاري ملازمت کاوه او تر هغه وروسته یې دآسونو سوداګري کوله . دعرشي د مور کورنې هم یوه عالمه او فاضله کورنۍ وه .مورنی نیکه یې غلام قادرخان په پښتو او فارسي او عربي ژبو کې مهارت درلوداو غلام قادرخان او کورنۍ یې د احمدشاه بریلوي مریدان وو نوځکه مولانا امتیازعلي خان هم دبریلوي مسلک پیروي کوله .

مخینه:

سمول

مولانا امتیازعلي خان عرشي د ۱۹۰۴ زیږدیز کال د دسمبر دمیاشتې په اتمه نیټه په رامپور کې زیږیدلی و . په دوه نیم کلنۍ کې یې مور مړه شوه او پلار یې دویم واده وکړ.

زدکړې:

سمول

مولانا امتیاز علي خان عرشي په پنځه کلنۍ کې په مدرسه کې شامل شو او د پښتو ژبې تر څنګ یې د فارسي او عربي ژبو په زده کړه هم پیل وکړ.په دیارلس کلنۍ کې یې ګلستان ، بوستان ، یو سف زلیخا او سکندرنامه ولوستل.دده داستادانونه یو مشهور استاد عبدالرشیدخان و عبدالرشیدخان دهغې سیمې دمشهور عالم مولانا عبدالحق خیر آبادي له شاګردانو نه و. مولانا عرشي د عربي ژبې زده کړه دمولانا عبدالرشید خان نه وکړه ، عرشي تر یوې مودې پورې دمطلع العلوم دمدرسې شاګرد و اوودغې مدرسې دمشر مولوي سعید احمد نه یې په عربي ژبه کې نور تبحر هم ترلاسه کړ. مولانا عرشي په ۱۹۲۳ زیږدیز کال د پنجاب له پو هنتون نه د( مولوي فاضل ) دزده کړود سند د ترلاسه کولو لپاره دلاهور په اورینټل کالج کې داخله وکړه . په هغه وخت کې ددغه کالج مشهور پوهان او عالمان مولانا سعید طلحه په تفسیر کې ، مولانا عبدالعزیز میمن په ادب کې او مولانا نجم الدین په معقولاتو کې په تدریس بوخت ول.نو د داسې سترو عالمانو په شتون کې دعرشي لپاره دعلمي زده کړوښه زمینه برابره وه. له همدې کبله و چې عرشي په ۱۹۲۴ زیږدیز کال کې دهمدې کالج نه د(مولوي فاضل )علمي سند ترلاسه کړ او بیا یې د(منشي فاضل)علمي سند هم په لاس راوړ.ترهغه وروسته په انګریزي ادبیاتو کې یې هم ډیګري وکړه.

علمي او ادبي چوپړ:

سمول

مولانا عرشي لا کوچنی و چې دشعر او شاعرۍ مینه ورسره پیداشوه . په پیل کې ده په شاعرۍ کې د تاج تخلص کاوه ،خو بیایې د عرشي تخلص ځانته غوره کړ.ده په شعر او شاعرۍ کې زیاتره غزل ته پاملرنه کوله ،خو ځینې رباعی ګانې یې هم لیکلي دي. عرشی زیاته موده درامپور د پښتنو دمشهورکتابتون رضا لا ئبررۍ مشر پاتې شو. لکه چې دمخه وویل شول پښتو دعرشي مورنۍ ژبه وه او ددې تر څنګ په عربي ، اردو ،عربي او فارسي ژبو هم پو هیده.نوموړي په یادو ژبو کې ګڼ شمیر چاپ اثار پرېښي.

چاپ اثار:

سمول

د نوموړي دځینو مشهورو کتابونو نومونه څه په دا ډول دي

۱-انتخاب غالب : داردو دژبې دمشهور شاعر مرزا اسدالله خان غالب دهلوي دشعرونو مجموعه ده چې مولانا عرشي پرې سریزه او حاشیې لیکلي دي اوداکاریې په۱۹۴۳ زیږدیزکال کې بشپړکړی دی.

۲-نادرات شاهي : دا په اصل کې دهند دمغولي واکمن جلا الدین شاه دویم شاه عالم مړ ۱۸۰۶ زیږدیز دیوان دی چې عرشي پرې دوه شپیته پاڼیزه سریزه کښلې ده .

۳- فرهنګ غالب : مولانا عرشي په دې کتاب کې دغالب شعري ترکیبونه تشریح کړي دي .داکتاب په ۱۹۴۷ زیږدیز کال کې چاپ شوی دی.

۴- وقایع عالمشاهي : داکتاب دمغولي واکمن دویم عالم شاه دزمانې دیوه ستر مورخ کنور پریم کشور فراقي له خوالیکل شوی دی .په دغه کتاب کې دمرهټه وو دجګړې پيښې او واقعات راغونډشوي دي او مولانا عرشي پر دغه کتاب عالمانه سریزه کښلې ده او ګټور حواشي او تعلیقات یې پرېورزیات کړي دي .

۵- پر بابري تاریخ حواشي : دغه اثر زین الدین خوافي له خوا چې دبابر دزمانې مورخ و لیکل شوی دی چې درې خطي نسخې يې اوس هم شته.یوه دلندن په بریټیش میوزیم ، دویمه نسخه یې دپیرس ( پاریس) په ملي کتابتون او دریمه نسخه یې درامپور په رضا لائبرري (کتابتون) کې خوندي ده .ارواښاد عرشي پردې کتاب حواشي او تعلیقات کښلي دي او یوه هر اړخیزه سریزه یې پرې لیکلې ده .

۶ ـ په پښتو کې دتذکیر او تانیث مساله : داهغه په زړه پورې مقاله ده چې ارواښاد عرشي پر هغو کلماتو بحث کړی دی چې مذکراو مونث دي او دپښتو ژبې له لارې اردو ته ورننوتلي دي . دمولانا عرشي دا مقاله په ۱۹۴۷ زیږدیز کال کې په اورینټل کالج میګزین لاهور کې چاپ شوې ده . عرشي سربیره پر دې چې په پښتو ښه پوهیده په فارسي ژبې یې هم ښه شاعري کړې ده .

د بېنوا لیک ته د عرشي ځواب:

سمول

په ۱۹۵۶ زیږدیز کال کله چې دپښتو ژبې مشهور شاعر او لیکوال او پیاوړی محقق او څیړونکي ارواښاد استا د عبدالروف بینوا په نوي ډهلي کې د افغانستا ن په سفارت کې دکلتوري چارو مشراو مطبوعاتي مدیر ونو ده ارواښاد امتیاز علي خان عرشي ته چې په هغه وخت کې درامپور در ضا لائبررۍ ( کتابتون ) مشر و یو لیک واستاوه او دپښتو ژبې د مشهور شاعر قاسم علي خان آپریدي فرخ آبادي د دیوان مایکرو فلم یا کاپی او نقل یې ځینې وغوښت، خو مولانا امتیاز علي خان عرشي ده ته په فارسي کې د شعر په ژبه داسې ځواب ورکړ چې زه به داستاد بینوا دلیک په ځواب کې دده فارسي شعر راوړم او بیا به دهغه شعر ژباړه ګرانو لو ستونکوته په پښتو وړاندې کړم چې زموږ دپښتونخوا پښتانه ورونه هم پرې پوه شي. بنام عبدالروف بینوا مدیر مطبوعاتي سفارت افغانستان در دهلي ۲۱ جنوري ۱۹۵۶ میلادي صبا زعرشی دلخسته نزار ونژند سلام شوق به استاد بینوا برسان پس از ګزارش آداب راه عجز ونیاز بحضرتش زمن این حرف مدعا برسان که ای بلند نظر ، خرده بین ونکته شناس تراسزد که عطارد به تو سلام کند نواختي چو من بند ه را به نا مه لطف مرارسد فلک پیر احترام کند کلام قاسم افغان فرخ آبادي درین خزینه آثار بیش قیمت ما برای طالب این لهجه نیاکانم بحالتی است مهیا ګویا وه وا نوشته ای که برای تو نقل دیوانش بګیرم و به جناب تو اش روانه کنم یقین شناس درین کار اختیارم نیست معاف دار که این فرض را اداکنم کرم نما وبه نواب رامپور نویس کلید باب مرادت بدستش افتادست چو پرسي اجرت نقلش همي توانم ګفت که بیش از صد ویک روپیه نخواهد رفت داستاد عبدالروف بینوا دلیک په ځواب کې دعرشي صیب ددې فارسی شعر پښتو ژباړه : ای دسبا باده زما خوار او عاجز بنده له خوا په سلګونو سلامونه استاد بینوا ته ورسوه ترسلام او ادب او درناویو وروسته زما له خو انه هغه ښاغلي ته ووایه چې ای دلوړ نظرخاوند ه او ای پوه او عالم انسانه ته ددې وړتیالري چې عطارد تاته سلام وکړي ماته مو چې کوم دمينې لیک رالیږلی دی نوزه ورته دد رناوي او قدر په سترګه ګورم تاسو چې زما نه دقاسم علي خان افغان آپریدي کلام ( دیوان) غوښتی دی او هغه زموږ سره ددې کتابتون په قیمتی او ګران بیه خزانه کې خوندي دی اوزما دنیکونو په ژبه لیکل شوی دی هغه خو دلته شته چې تاسو ته یې یوه کاپي یا نقل درولیږم خو باوروکړئ چې ددې خبرې واک او اختیار له ما سره نشته او ماته به بخښنه کوئ چې ستاسو دا فرض نه شم ادا کولی نو مهرباني وکړئ او د رامپور نواب ته یو لیک واستوئ ستاسو ددې غو ښتنې کلي( چابي ) دهغه په لاس کې ده که رانه وپوښتې چې ددې دیوان دنقلولو او کاپي کولو اجوره او مزد به څو روپۍ وی؟ نوهمدومره ویلی شم تر یو سلو یو روپيو نه زیات نه دی.

مړینه:

سمول

مولانا امتیاز علي خان عرشي په ۲۱ فروري ۱۹۸۱ میلادي کې د ۷۶ کلنۍ په عمر کې له دې نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې.