موزاییک هغه هنر دی چې د ګڼو شمېرو رنګو شګو، خښتو او یا ښیښو د راټولولو څخه یو انځور جوړ کړل شي. دغو غړیو ته د مزاییک ډبرې او جوړکړي انځور ته د مزاییک انځور ویل کېږي.


د موزاییک پېښلیک سمول

لرغونپوه ایلیوس سپارتیانو د خپل د پېښلیک په کتاب کې کاږي چې په دریمه پېړۍ کې کومودوس (۱) خپل د ماڼۍ د ننوتځی په دالان کې د پسنیوس نیګر د رومیانو د قوماندان د ماسیفون په کړنلاره انځور جوړ کړی و. ماسیفون لاتیني ټکی دی چې وروسته په موزاییک اوښتی دی. ځینې نور پوهان په دې اند دي چې موزاییک نوم د موز (۲)د ټکی څخه اخیستل شوی. ښایي دا به سمه او څه ناڅه به رښتیا ته نژدې وي.

د نامه څخه چې ورتېر شو، په کلکه ویلای شو چې په لرغوني منځني ختیځ کې د مخزېږد په کابو ۲۵۰۰ کې د سومر او د اشور په واکمنيو کې د اورک (نننی ورکه – اعراق) په سیمو کې په دېوالونو رنګیځه رسمونو او انځوورونه څکول کېدل چې د ودانۍ په ښکلا او سینګار کې خورا اړین ول. دوی، څو په بڼې اوږدې د خټو خښتې جوړولې، یو سر یې رنګېده او بیا یې پخولې. رنګونه په ډېرو وختونو کې سپین، تور او سره وو. وروسته د پخېدو یې خښتې په اوږدو په خټین دېوال کې د یوه کرښندي له مخه دننه کولې او رنګه شويو سرونو د دېوال پر مخ یو رنګیځه انځور جوړاوه. دغه سیستم د ننني موزاییک بنسټ شو. وروسته یونانیانو دې ته وده ورکړه او په تورو او سپینو ډبرو یې پلې لارې او د ودانیو پوړونه سینګار کړل.

د اسلام د مبارک دین د خپرېدو سره په مزاییک کې هم پرمختګ وشو او لوی تر لویه پرمختګ دا و چې دغه ښیښه ییزه او د کاشي کولو ګټمن چار د مزاییکو د کمکیو ډبرو څخه سترې شوې او د ودانیو مخونه په سینګار شول. دغو لویو ډبرو ته نن د کاشي خښتې وايي. د دغه چار یوه ځانګړې او ښه بېلګه به د هرات جامع جومات وي.


نوټ:

  1. م. ا. کومودوس انتونیوس (په انګلرېزۍ: Commodus)- د زیږیدیز ۱۸۰ - ۱۹۲ د روم ټولواکمن و.
  2. موز (په انګلرېزۍ: The Muse)- د لرغوني یونان په خیالي کیسو کې د دوی د خدای زیوس نهه لورانې نومېدې.


د موزاییک د انځور جوړونه سمول

موزاییک په ډوله جوړېږي: یو هغه چې انځور ګر د کار په ډګر کې سوب وي او انځور خښټې یو په یو ځای پر ځای کېږي. دوهم ډول کې انځور په کارخونه کې د کاغذ پر پاڼه څکول کېږي د موزاییک ډبرې په منعکس ډول پر انځور نښلول کېږي او بیا ټول انځور د سیمټو په ډېوال او یا په پوړ نښلوي او کاغذ په اوبو خوړنوي او لرې کوي. دغه مېتود په لویه کچه په پخواني شوروي اتحاد کې کارېده.

سرچينې سمول

  • ښيښه په ودانۍ کې کتاب