موادپوهنه
د موادو ساینس چې له څو ګونو رشتو څخه جوړه ساحه ده، د نویو موادو په ځانګړې توګه د جامدو موادو ډیزاین او د هغه استخراج ځان کې را نغاړي. دې څانګې ته په عام ډول د موادو علم او انجینري هم ویل کېږي، چې د انجینرۍ د ګټورو توکو پر جوړولو ټینګار کوي او د موادو فزیک د مادي ملکیتونو د تشریح کولو لپاره د فزیک پر کارولو ټینګار کوي. د موادو ساینس د روښانتیا په دور کې خپلې فکري ریښې لري، دا هغه وخت وو چې څیړونکو د کیمیا، فزیک، او انجنیري تحلیل پیل کړ ترڅو په فلزاتو او معدنیاتو کې د لرغونو، رجحاناتو پر مشاهدو وپوهیږي. د موادو ساینس لاهم د فزیک ، کیمیا او انجینرۍ لخوا تر اغیز لاندې ده. د بیلګه په توګه اکاډمیک بنسټونه د اوږدې مودې راهیسې د اړوندو برخو د فرعي ساحې په توګه ګڼل کېږي. د ۱۹۴۰ لسیزې په پیل کې د موادو علم په پراخه کچه د ساینس او انجینرۍ د ځانګړي ساحې په توګه پېژندل شوې او په ټوله نړۍ کې لویو تخنیکي پوهنتونونو د دې مطالعې لپاره ښوونځي جوړ کړل.[۱][۲]
د موادو ساینس پوهان ټینګار کوي تر څو پوه شي د موادو تاریخ (پروسس)، ځانګړنې او فعالیت د هغو پر جوړښت څنګه اغېز کوي. د پروسس کولو- جوړښت- ځانګړنو په اړیکو پوهېدل د موادو تمثیل بلل کېږي. دا تمثیل په مختلفو څېړنیزو ساحو کې د نانو ټکنالوژۍ، بایومټریال او فلزپوهنې په شمول د پوهاوي د پرمختګ لپاره کارېږي.
د موادو ساینس هم د قانوني انجنیرۍ او د ناکامۍ د تحلیل، موادو، محصولاتو، جوړښتونو یا اجزاو د څېړلو یوه برخه ده، چې ناکامېږي یا د هدف په توګه کار نه کوي، د شخصي ټپ یا د ملکیت د زیان لامل کېږي. د پوهاوي لپاره دا ډول څېړنې مهمې دي، لکه د بېلابېلو هوایي ټکرونو او پېښو لاملونه.
تاریخچه
سمولد یوې ټاکلې ساحې د موادو انتخاب تر ډېره یو مشخص ټکی لري. د ډبرې دوره، د برونزو دوره، د اوسپنې دوره او د فولادو د دورې په څېر، که څه هم دا خپل سري مثالونه دي. د موادو ساینس د انجینرۍ او پلي شوي ساینس یو له پخوانیو ډولونو څخه دی چې د سیرامیک جوړولو او د هغې د اصلي مشتق فلزاتو څخه ترلاسه کیږي. د عصري موادو ساینس په مستقیم ډول له فلزاتوڅخه را منځته شوي، چې هغو پخپله له کان کیندنې او (اټکلی) له سیرامیکونو او مخکې له اور کارولو وده کړې. د موادو په پوهېدو کې یو لوی پرمختګ د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې هغه وخت رامنځته شو، چې امریکایی ساینسپوه جوشیا ویلارډ ګیبس وښوده، چې په مختلفو پړاوونو کې په اتومي جوړښت پورې اړوند ترموډینامیکې ځانګړنې د موادو له فزیکي ځانګړنو سره تړاو لري. د فضا دسرعت د عصري موادو ساینس مهم عناصر تولید کړل. د فلزي مرکباتو په انجینرۍ او د سیلیکا او کاربن په موادو پوهېدل، چې د فضا د وسایطو په جوړولو کې کارېږي او د ځای سپړلو توان لري. د موادو ساینس د انقلابي ټیکنالوژیو لکه ربړونو، پلاستیکونو، سیمي کنډکټرونواو بایومیټریالونو له پراختیا سره مرسته کړې او وده یې ورکړې ده.[۳][۴]
له ۱۹۶۰ لسیزې مخکې زیاتره پېښې د مواد پوهنې د فلزاتو یا سیرامیک انجینرۍ څانګې وې، چې د ۱۹مې او ۲۰مې پېړۍ په پیل کې په فلزاتو او سیرامیکونو ټینګار ته اشاره کوي. په متحده ایالاتو کې د موادپوهنې وده د پرمختللي څېړنیزې پروژې د ادارې له خوا په یوه برخه کې کتل شوې وه، چې د ۱۹۶۰ لسیزې په لومړیو کې یې « د موادو په علومو کې د بنسټیزو څېړنو او روزنې ملي پروګرام د پراخولو لپاره» د پوهنتون - کوربه شویو لابراتوارونو د لړۍ مالي ملاتړ وکړ. د مېخانیکي انجینرۍ په مقابل کې د نوي مادي ساینس ساحه له ماکرو کچې نه د موادو نښه کولو ته ډېر پام کوي. دا کار په هغې طریقه کوي، چې مواد د مایکروسکوپیکې کچې د چلند د پوهې پر بنسټ ډیزاین شوي دي. د اټومي او مالیکولر پروسو او همدارنګه د موادو د ټولیزوځانګړنو ترمنځ د اړیکو د پراخې پوهې له امله د موادو ډیزاین د ځانګړو مطلوبو خواصو پر بنسټ رامنځته شو. له هغه وخت راهیسې، د موادو ساینس ساحه پراخه شوې چې د موادو ټول ډولونه پکې شامل دي، د سیرامیک په ګډون، پولیمر، سیمیکمډکټر، مقناطیسي مواد، بایومیټریالونه، او نانومیټریالونه، کوم چې عموما په دریوډلو ویشل شوي: سیرامیک، فلزونه او پولیمر نه عبارت دي. په وروستیو لسیزو کې د موادو په ساینس کې مهم بدلون د نویو موادو د موندلو، د موادو د ځانګړتیاوو او په پېښو د پوهېدو لپاره د کمپیوټر د ظاهر جوړونې فعاله کارول دي.[۵][۶]
بنسټونه
سمولمواد یوه ماده ده (تر ډېره د جامدې؛ خو په نورو کې متراکم شوی پړاو شاملېدای شي) چې د ځانګړو موخو لپاره کارول کیږي. زموږ په شاوخوا کې بې شمېره مواد شته، چې له ودانیو او موټرونو نیولې تر فضایی الوتکو پورې په هر څه کې موندل کېدای شي. د موادو اصلي ټولګي فلزات، سیمیک مډکټرونه، سیرامیکونه او پولیمر دي. په وده لرونکو او پرمختللو توکو کې نانومیټریالونه، بایومیټریالونه او د انرژۍ د موادو څو ډوله شامل دي. [۷][۸][۹]
د موادو ساینس بنسټ د موادو د جوړښت، د موادو د جوړولو لپاره د پروسس لارې چارې او په اخر کې د موادو د ځانګړنو ترمنځ د تعامل مطالعه ده. د دې مغلق ترکیب د کارولو په ترڅ کې د موادو د تولید فعالیت شروع کیږي. د ډېر اوږدوالي په مقیاس کې ډېرې ځانګړنې د موادو پر فعالیت اغېز کوي، مایکرو جوړښت د اجزاوو د کیمیاوي عناصرو له ډلې او میکروسکوپي ځانګړنې د پروسس له ډلې دي. د ساینسپوهانو موخه دا ده، چې د ترموډینامیک او کایناتیک موادو له قوانینو سره په ګډه په موادو پوه شي او اصلاح پکې راولي.
جوړښت
سمولد موادو جوړښت په دې ډګر کې له مهمو برخو څخه ګڼل کیږي. د تعریف له مخې، ساحه د« هغو اړیکو چې د موادو د جوړښتونو او ځانګړنو ترمنځ شتون لري» په څېړنې پورې اړه لري. د موادو ساینس له اتومي کچې نه ترمیکرو کچې پورې د موادو جوړښت ارزوي. د موادو ځانګړتیا هغه پروسه ده چې د موادو ساینس پوهان د موادو جوړښت د هغه په وسیله ارزوي. په دې کې د ایکس شعاعو، الکترونونو یا نیوټرونونو سره توپیر او د سپیکټروسکوپي مختلف ډولونه او کیمیاوي تحلیلونه لکه رامان سپیکټروسکوپي، د انرژي د وېش سپیکټروسکوپي ، کروماتګرافي، حرارتي تحلیل، د الکترون مایکروسکوپ تحلیل او داسې نور مېتودونه شامل دي. [۱۰][۱۱]
جوړښت په مختلفو کچو مطالعه کیږي
اټومي جوړښت
سمولاټومي جوړښت د موادو له اتومونو سره تعامل کوي او د تنظیم څرنګوالی ارزوي، ترڅو مالیکولونو، کرسټالونو او نورو ته وده ورکړي. د موادو زیاتره برېښنايي، مقناطیسي او کیمیاوي ځانګړنې له دې جوړښت نه رامنځته کېږي. د اوږدوالي مقیاس چې په انګسټروم (Å) کې شامل دی. کیمیاوي اړیکې او اټومي ترتیب (کریسټالوګرافي) د هر ډول موادو د ځانګړنو او چلند د مطالعې لپاره بنسټیز دي.
تړل
سمولد دې لپاره چې په مادي جوړښت او د هغه له ځانګړنو سره د تړاو په اړه په بشپړه توګه پوه شو، د موادوساینس پوه باید وڅیړو چې څنګه مختلف اتومونه، ایونونه او مالیکولونه له یو بل سره تنظیم شوي او تړل شوي دي. دا د کوانټم کیمیا یا کوانټم فزیک مطالعه او کارولو ته اړتیا لري. د جامد حالت فزیک، د جامد حالت کیمیا او فزیکي کیمیا هم د اړیکو او جوړښت په مطالعه کې رول لري.
سرچينې
سمول- ↑ Eddy, Matthew Daniel (2008). The Language of Mineralogy: John Walker, Chemistry and the Edinburgh Medical School 1750–1800. Ashgate. خوندي شوی له اصلي څخه په 2015-09-03.
- ↑ Smith, Cyril Stanley (1981). A Search for Structure. MIT Press. ISBN 978-0262191913.
- ↑ Defonseka, Chris (2020). Polymer Fillers and Stiffening Agents: Applications and Non-traditional Alternatives (in انګليسي). Berlin: Walter de Gruyter GmbH & Co KG. p. 31. ISBN 978-3-11-066999-2.
- ↑ Psillos, Dimitris; Kariotoglou, Petros (2015). Iterative Design of Teaching-Learning Sequences: Introducing the Science of Materials in European Schools (in انګليسي). Dordrecht: Springer. p. 79. ISBN 978-94-007-7807-8.
- ↑ Martin, Joseph D. (2015). "What's in a Name Change? Solid State Physics, Condensed Matter Physics, and Materials Science" (PDF). Physics in Perspective. 17 (1): 3–32. Bibcode:2015PhP....17....3M. doi:10.1007/s00016-014-0151-7. S2CID 117809375.
- ↑ Channell, David F. (2017). A History of Technoscience: Erasing the Boundaries between Science and Technology (in انګليسي). Oxon: Routledge. p. 225. ISBN 978-1-351-97740-1.
- ↑ "For Authors: Nature Materials" Archived 2010-08-01 at the Wayback Machine.
- ↑ Callister, Jr., Rethwisch. "Materials Science and Engineering – An Introduction" (8th ed.). John Wiley and Sons, 2009 pp.5–6
- ↑ Callister, Jr., Rethwisch. Materials Science and Engineering – An Introduction (8th ed.). John Wiley and Sons, 2009 pp.10–12
- ↑ Zagorodni, Andrei A. (2006). Ion Exchange Materials: Properties and Applications (in انګليسي). Amsterdam: Elsevier. pp. xi. ISBN 978-0-08-044552-6.
- ↑ Defonseka, Chris (2020). Polymer Fillers and Stiffening Agents: Applications and Non-traditional Alternatives (in انګليسي). Berlin: Walter de Gruyter GmbH & Co KG. p. 31. ISBN 978-3-11-066999-2.