منځنۍ دوره کې اسونه


د منځنۍ دورې اسونه اسونو د لويوالي، جوړښت او د ډول له مخې له معاصر اس څخه توپير درلود او په منځنۍ کچه يو څه کوچني وو. دوی د خپلو معاصرو جوړو په پرتله د ټولنې پر واندې زيات مرکزي هم وو او د جګړې، کرنې او لېږد رالېږد لپاره اړين وو.

په پايله کې د اس مشخصو ډولونو وده وکړه، چې زياتره يې هيڅ معاصر برابر يا سيال نه لري. په داسې حال کې چې د معاصر اس د جنسونو او د اس ساتنې اصالت د منځنيو پېړيو د هرې شننې لپاره خورا مهم يا حياتي دی، چې څېړونکی هم د لرغون پېژندنې د يو ليکلي يا انځوريز مستند په پام کې نيولو ته اړتيا لري.

د منځنيو پېړيو اسونو د کارونې په پرتله د جنس له مخې په خورا لږه کچه توپير درلود. همدا د دوی په بېلګې په ډول د جنګي اسونو، د سپرلۍ اسونو او د ګاډۍ اسونو په توګه د دوی د تشرېح کولو لامل شول. د دوی د اصل ځای (لکه هسپانوي اسونه) ته هم نسبت ورکول شوی دی، مګر څرګنده نه ده، چې دا يې يو جنس ته وايي او که بېلابېلو جنسونو ته. د منځنيو پېړيو د اسنادو او ادبياتو د هر څېړنې پر مهال يوه بله راپورته کېدونکې ستونزه د دې دورې د ژبو نرمي يا د بدلون کولو وړتيا ده، چې د يو څيز لپاره په کې بېلابېل ويوکي، يا په سرچپه ډول بېلابېلو څېزونو ته په کې يو ويی کارېدلی شي. د ګړندي اس “Courser” او جنګي اس “Charger” ويوکي ان د يو سند دننه د يو بل پر ځای کارول شوي دي او بل دا چې يادو سندونو کې يوه حماسه يا جنګي بوللـه ښايي په بې باوره ډول د هرې موخې لپاره د کارېدونکي عادي اس “rouncey” په اړه خبرې وکړي او بله يې مهارت او نرموالی وستايي.

د اس ساتنې د توکو برخه کې د پام وړ تيکنالوژيکي پرمختګونو چې زياتره له نورو کلتورونو څخه دود شوي دي، د جګړې او کرنې دواړو برخو کې د پام وړ بدلونونو ته لاره هواره کړه. په ځانګړي ډول د کلک کرل شوي زين لپاره پرمختللې طرحې او همدا راز د رکاب، نعل او د اس غاړه د منځنيو پېړيو د ټولنې مهم پرمختګونه وو.

د پايلې په توګه ويلی شو چې د تاريخپوهانو له لورې رامنځته شوې نظريې او انګېرنې څرګندې نه دي او د اس د لويوالي او د مثل توليد په څېر زياتو موضوعګانو په اړه بحث لا هم توند دی او د موضوع په اندازه د پوهېدنې په موخه بايد له يو شمېر سرچينو سره سلا وشي.

د مثل تولید

سمول

د رومي سترواکۍ د پرېوتنې او د لرغونې منځنيو پېړيو پرمهال د غوره توليد مثل د ونډې ډېری برخې چې د لرغونې دورې پر مهال يې وده کړې وه، د نااداره شوي توليد مثل له امله له لاسه وتلې وه او د راتلونکو پېړيو په اوږدو کې بايد له سره جوړه شوی وی. په لويديځ کې دا ښايي د پياده نظام پر بنسټ جګړه باندې د انګرېزانو او سکاندناويانو د يو څه باور له امله و، چې اسونه په کې يوازې د سپرلۍ او څار يا ښکار لپاره کارول کېدل. [۱][۲]

که څه هم استثناات وو؛ په ۷ پېړۍ کې د ميرووېنګيا “Merovingian” يوې پاچاهۍ لا هم د رومي اس د مثل توليد لږ تر لږه يو فعال مرکز ساتلی و. هسپانويانو هم زيات غوره اسونه ساتلي دي، چې يو څه يې د اس د توليد مثل خاورې په توګه د سيمې د تاريخي نامتووالي او يو څه يې د ۸ او ۱۵ پېړيو تر منځ د مسلمانانو له لورې د ايبري ټاپووزمې د بريا اړوند کلتوري اغېزو له امله دي. [۳][۴]

د منځنيو پېړيو د جنګي اسونو اصليتونه نامعلوم دي، که څه هم باور کېږي چې دوی د جينيت په نوم د کوچني هسپانوي اس له لارې بارب او عربي اصل درلود، چې د معاصر فريسي او اندلسي اس سلف يا نيکه و. دا هم شونې ده چې د شرقي اسونو نورې سرچينې د ايران او اناتوليا له نيسايي اصل څخه تر لاسه شوې وي، چې  ترکمن اس شونی خپل يا اصل دی. د شرقي اس يو بل ډول له صليبيانو څخه بېرته راوړل شوی دی. هسپانوي اسونه که له هر نسل څخه وي، مګر خورا ګران بيه وو. په حقيقت کې الامن کې د “spanjol” ويی د کيفيت لرونکو جنګي اسونو لپاره اصطلاح شوه. که څه هم د المان ادبي سرچينې يې د سکندناويا ښه اسونو لپاره هم کاروي. فرانسې هم د جګړې غوره اسونه توليد کړل. ځيني پوهان دا چاره هلته په پياوړې فيوډالي ټولنې پورې تړي، مګر يوه برابره شونې تشرېح د رومي اس د نسل اخېستنې تاريخ اغېز دی، چې د ميرووېنګيانو له لورې ساتل شوی دی او په ۷۳۲ز کال د ګرځښتونو جګړه “Battle of Tours” کې پر اسلاميه اميه بريدګرو باندې د چارلس مارتيل په بريالي کېدلو کې نيول شوي ارزښتناک شرقي او هسپانوي اسونه هم د فرانسې د جنګي اسونو د توليد برخه جوړوي. له يادې جګړې څخه وروسته کارولينګيانو د خپلو درنو سپارو فوځيانو په زياتولو پيل وکړ، چې په پايله کې يې د وښو د توليد لپاره ځمکه ونيوله او د نمانځنې برخه له څارويو څخه اسونو ته بدلون راغی. [۵][۶][۷][۸][۹]

دا چې د بريالۍ جګړې په موخه د اس د نسل اخېستنې اهميت درک شوی و، د نسل اخېستنې پلان شوې خپرونې زياتې شوې. زياتره بدلونونه هسپانيه باندې د صليبيانو او مراکش د بريدونو له لارې د اسلامي کلتور د اغېز له امله وو او عربانو هم د وييز يا شفاهي دود له لارې د خپلو بارب او عربي اسونو پراخه شجرې وساتلې. په ثبت شوي اروپايي تاريخ کې ځيني لرغوني ليکلي نسبونه د کارتوسي “Carthusian”’ راهبانو له لورې ساتل شوي وو، چې دوی د هغو خلکو له منځه وو چې د هسپانوي جينيت نومي اس نسل يې تر لاسه کړ. دا چې دوی ليک او لوست کولی شو، د همدې له امله يې په پاملرنې سره اسناد وساتل؛ روحيانيونو ته په ځانګړي ډول هسپانيه کې د اشرافو د باوري غړو له لورې د اسونو د پالنې دنده ورکړل شوې وه. انګليستان کې د جنګې اسونو عامه سرچينه د ځنګلي لوړې ځمکې ټټو يا يابوان وه، چې د سيترسيانو “Citercians” په ګډون د اسونو د روزونکو له لورې د اس چلونې د مبارزې يا سپکو سپارو عسکرو د کارونې لپاره په کلني ډول راټول شوي وو، چې يو له دې نسل څخه د فيل په نوم ټاټو “Fell pony” و، چې پښت يې له فريسي سره ورته و. [۱۰][۱۱][۱۲]

د دې معلومول هم ستونزمن دي، چې د جنګي اسونو د نسل د لړۍ پر وړاندې هغه مهال څه پېښ شول، چې له امله يې دا ډول د ۱۷ پېړۍ پر مهال له ثبت څخه ورکېدونکي ښکاري. ډېری معاصر ليکل شوي نسلونه د منځنيو پېړيو له «ستر اس» سره د يو څه اړيکې ادعا کوي او ځيني تاريخپوهان د پيرچيرون “Percheron”، بلجيمي “Belgian” او “Suffolk Punch” غوندي نسلونه د جنګي اسونو شونی اولاد ګڼي. که څه هم نور تاريخپوهان دا نظريه ځکه نه مني، چې تاريخي ثبت يا سند وړانديز کوي چې د منځنيو پېړيو جنګي اس د معاصر ډراوټ اس په پرتله يو بېل ډول و. دا ډول نظريه ښايي وړانديز وکړي، چې جنګي اسونه يو ځل بيا د سړې وينې لرونکو کاري اسونو سره دوه رګه شوي وو، که څه هم جنګي اسونه او په ځانګړي ډول د ډیزاستر په نوم ډول يې د خپلې تودې يا ګرمې وينې طبيعت له امله نامتو وو. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د اسونو ډولونه

سمول

د دورې په اوږدو کې اسونه ډېر لږ (په نادر ډول) د نسلونو په توګه وګنل شول او د نسل پر ځای د هغوی د کارونې د موخې او فزيکي کړو وړو په روښانه کولو سره د ډول له مخې راپېژندل شوي وو. ډېری پېژندنې سمې نه وې يا يې د بدلون شونتيا درلوده. له نږدې ۱۳ پېړۍ څخه وړاندې لږ نسب ليکونه ليکل شوي وو. په دې ډول منځنيو پېړيو کې اسونو لپاره زياتره اصطلاحات هغو نسلونو ته نه ويل کېدل، چې موږ يې اوس پېژنو، مګر پر ځای يې د اس د کارونې موخه او فزيکي بڼه بيانوله. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

سرچينې

سمول
  1. Bennet et al., pp. 19-21
  2. Carey et al., p. 112
  3. Nicolle, p. 267
  4. Bennett (1998), Needs page numbers
  5. Bennett, Deb (2004) "The Spanish Mustang: The Origin and Relationships of the Mustang, Barb, and Arabian Horse" Archived 6 May 2008 at the Wayback Machine.. Frank Hopkins. Retrieved 2008-08-14.
  6. Bumke, p. 178
  7. Gies & Gies, p. 88
  8. Bennet et al., pp. 71-72
  9. British Percheron Horse Society. "History of the British Percheron Horse Society" Archived 2020-02-23 at the Wayback Machine.. British Percheron Horse Society. Retrieved 2008-08-14.
  10. Hyland (1998), p. 15
  11. Edwards Needs page numbers
  12. Bennett, Deb (2004) "The Spanish Mustang: The Origin and Relationships of the Mustang, Barb, and Arabian Horse" Archived 6 May 2008 at the Wayback Machine.. Frank Hopkins. Retrieved 2008-08-14.
  13. Carey et al., p. 113
  14. See e.g.: Clark, p. 23 and Prestwich, p. 30
  15. Gies & Gies, p. 88
  16. Prestwich, p. 30
  17. Gravett, p. 59
  18. Eustach Deschamps, 1360, quoted by Oakeshott (1998), p. 11
  19. Oakeshott (1998), p. 11
  20. Clark, p. 29