منهاج الدين گهيځ

منهاج الدين گهيځ د هېواد له تكړه ژورناليستانو او ليكوالو څخه و چې د پياوړي ملي او اسلامي اند واند خاوند و او د همدې كرښې له مداره يې د خپلې مبارزې وړانگې غوړولې، د گهيځ په نامه يې يوه اوونيزه خپرونه راوويسته چې د اسلامي فكر و خيال د خورېدا او د ملي گټو د خونديتوب لپاره يې مبارزه كوله او “ادعوا الى سبيل ربك بالموعظه حسنه” تگلار يې خپله كړې وه.

منهاج الدين گهيځ

مخينه

منهاج الدين د كندوز ولايت د خان اّباد ولسوالۍ له يوې روڼ فكرې او پوهه پالونكې كورنۍ سره تړاو لري، په 1922 كال د بدخشان په فيض اّباد كې يې سترگې وغړولې، پلار يې قاضي برهان الدين لوى عالم و چې همدا وخت (1922) يې په بدخشان كې په رسمي دنده ترسره كوله. قاضي برهان الدين يو وخت د “خان اّباد” جريدې مسووليت هم پر غاړه لاره. د منهاج الدين كورنۍ له خوگياڼيو څخه د كندوز ولايت د خان اّباد ولسوالۍ ته كوچېدلې او هلته مېشته وه.

زده کړې

منهاج الدين گهيځ خپلې لومړنۍ زده كړې له پلاره په خپل كاله كې تر سره كړي او بيا وروسته د خان اّباد په ښوونځي كې شامل شو، چې هملته په خان اّباد كې و. وروسته كابل ته لاړ او په كابل دارالمعلمين كې شامل شو چې هغه وخت په پغمان كې و، له همدې دارالمعلمين څخه فارغ شو او په غږزي ليسه كې د ښوونكي په توگه په دنده بوخت شو.

دندې

په غږزي ليسه كې يې تر ډېره وخته د ښوونكي په توگه كار وكړ، بيا وروسته د اريانا په بارچالانۍ شركت كې په كابل كې په كار پيل وكړ، د حج پر وخت د همدغه شركت له خوا د حاجيانو د مېلمه پالنې لپاره د سعودي عربستان په جده كې د همدې شركت د استازي په توگه وټاكل شو. شهيد گهيځ څلورو وروڼه لرل چې مشر يې همدى و، كشر ورور يې ښاغلي استاد سعدالدين شپون د گوربت پرله پسې اتمې گڼې په خپله يوه مركه كې د گهيځ په اړه وايي: “گهيځ د ژورې مطالعې خاوند و، ډېره ښه روانه انگرېزي يې لوسته او ويله، يو دنياوي سړى و”. گهيځ د همدې ژورې او پراخې مطالعې له مخې راوړاندې شو او د “گهيځ” رڼا يې خوره كړه. گهيځ يوه خپلواكه اوونيزه جريده وه چې د منهاج الدين گهيځ په امتياز او مسووليت يې د 1347ل كال د دلوې پر 2مه نېټه په خپرونو پيل وكړ او پر همدغه ورځ يې لومړۍ گڼه چاپ كړه، چې د گهيځ جديت او مسووليت ترې له ورايه څرگندېږي.

گهيځ د هېواد، سيمې او نړۍ پر حالاتو په زړه پورې ليكنې خپرولې، د واكمنو او عام ولس پاملرنه يې خپلو مسووليتونه ته را اړوله، ارواښاد صباح الدين كشككي د دههْ قانون اساسى افغانستان په 54 مخ كې دغه اړخ ته يوى ځاى داسې اشاره كوي: “د 1973 ل كال د جنوري پر 2مه نېټه شفيق په خپل يوه مطبوعاتي كنفرانس كې وويل: دا د حكومت دنده ده چې په هېواد كې د اسلام ضد تمايلاتو مخنيوى وكړي. گهيځ جريدې د شفيق د دغو څرگندونو په اړه په يوه تبصره كې وليكل چې د صدر اعظم دغه څرگندونې په دې ارزي چې پر هغو تبصره وشي، ځكه مخكينيو حكومتونو اسلامي مسايلو ته رښتينې پاملرنه نه ده كړې او زموږ په ټولنه كې يې د ديني اصولو انحرافات يوازې د سياسي ألو تر منځ د نظر اختلاف بللى. گهيځ وليكل ديني مسايلو ته د پخوانيو حكومتونو د ناپامۍ له امله چې زموږ پر ټولنه يې څومره ناوړه اغېز كړى د دغو د مخنيوي لپاره د صدراعظم شفيق په څېر زړورتيا او صريحه لهجه د زيات ارزښت وړ ده”. رښتيا هم كه زموږ سياستوالو د خپلې ټولنې كلتور او دستور په پام كې نيولى واى او همغسې مبارزه او چلند يې كړاى وى، نو ټولنه به مو له دومره سترو بدبختيو سره نه مخامخېده. خو گهيځ د خپلې ټولنې پر نبض پوهېدلى و، هغسې چلند او مبارزه يې كوله چې ولس يې بيداروه او په خپله همدې مبارزه كې مخ په وړاندې لاړ، دومره چې سور ښكېلاكگر يې وارخطا كړ او د ده د وژلو پلان يې جوړ كړ، ښاغلى كشككي په دې اړه بيا ليكي: “نخستين مدير اين جريده در زمستان 1972 بطور اسرار اّميز كشته شد، تفنگداران (به) منزل او در يك جيب روسى بدون نمبر پليت اّمده بودند، جريدهْ كاروان واقعاً شهادت او را به تفصيل نشر كرد ولى هر گز اعلان نشد كه چه كس دسيسه قتل او را چيده بود”. او “حقيقت التواريخ” (افغانستان از امير كبير تا رهبر كبير) د گهيځ د شهادت په اړله ليكي: يكى ديگر از واقعات مهم و مبهم دوران محمد ظاهرشاه شهادت منهاج الدين گهيځ، صاحب امتياز و مسوول جريدهْ ازاد و ملى به نام گهيځ كه به صورت بسيار سرى و مرموز صورت گرفت، قاتل در ظاهر شناخته نه شد، اما از اينكه نشرات و جرايد اكثر به ضد احزاب كمونستى و ضد اهداف استعمار روسيه شوروى نشرات ميكرد، همه به اين باور بود كه قتل او از طرف سازمان جاسوسى كى جى بى شوروى صورت گرفته باشد، بعدها گفته مى شد كه اين قتل توسط افسر كوماندوى بالاحصار لومړى بريد فيض محمد مسعودى و همكار اشتراك “ابلوف” عضو سفارت شوروى كه مامور كى جى بى بود صورت گرفت. مخكې له دې چې شهيد منهاج الدين د “گهيځ” په خپرولو پيل وكړي، د ويښ ځلميانو يو فـعال غړى و، همدا وخت چې دى د ويښ ځمليانو غړى و د پلخمري په نساجي فابريكه كې يې كار كاوه، دا هغه و چې په ويښ زليمانو كې د ده د كارنده فعاليت له امله دى له دندې گوښه كړاى شو. بيا څه وخت وزگار و، او په خپل كلي (خان اّباد) كې يې دوكان درلود. كله چې منهاج الدين د گهيځ په خپرونو لاس پورې كړي، نو همدا وخت يې د ارزاقو په رياست كې كار كاوه او هم يې گهيځ چلاوه، يانې گهيځ يوه بيدارونكې رڼا او ويښوونكى غږ و، نه د مادي منابعو د لاسته راوړنې وسيله. گهيځ يو داسې بيداروونكى غږ و چې دنيا يې د عقبا توششه گڼله، دين او دنيا يې د پوهې پر ورښمين مزي نښلول. په همدې اړه پو لومړۍ گڼه كې ليكي: “موږ د اسلام مقدس دين د ساينس، تخنيك او د ځمكې پر مخ د ترقۍ او پرمختگ لپاره د هر ډول امكاناتو څخه د كار اخيستلو او د فضا د يوې برخې د تسخيرولو مخالف نه گڼو او دغه راز عقيده لرو چې په هرې ټولنې كې صالح او سالم تمدن او د پوهې او ساينس له ليارې د انسان پرمختگ هېڅكله د اسلام د سپېڅلي دين په مخ كې خنأ نه شي كېدى، بلكې زموږ پوره باور دى چې د بشريت د رفاهيت او هوساينې لپاره د خداى(ج) اوامرو ته غږړه ايښودل او په ژوندانه كې فعاليت كول دواړه لازم دي.” د دين او اسلام په اړه د افغانانو بلهارۍ ته داسې اشاره كوي لكه دغه لاندې پاراگراف چې له نن څخه كابو 33 كاله پخوا يې ليكلى چې له اوسني حال سره وړ دى: “دا ليدل شوي چې په شرق كې د افغانانو په څېر هېڅ قوم د اسلام دين، د خپرېدو لپاره خپل سرونه نه دي قربان كړي او نه هېڅ قوم د غرب سياسي او مذهبي استعمار ته دومره كلكه څپېړه وركړې ده. تاريخ شاهد دى چې زموږ خلكو د خپلو معتقداتو او عنعناتو د ساتنې په لار كې سختې قربانۍ وركړي دي، د هېواد اوسنى نسل دا مكلفيت لري چې خپل ټول ديني او ملي نواميس د خپل ژوند په بيه وساتي.” د گهيځ له شهادت وروسته د جريدې خپرونې د دوه نيمو مياشتو لپاره وځنأېدې، بيا وروسته د 1351ل كال د ليندۍ پر 26مه نېټه گهيځ جريده د مولوي عبدالرب احدي وردگ په مسووليت خپرونې پيل كړې. ښاغلى شهرت ننگيال چې د گهيځ ياد په نامه يې پر گهيځ كتاب كښلى د گهيځ جريدې د ليندۍ د 6مه نېټه د 2مخ د گهيځ په اړه د يوې ليكنې اقتباس كړى: شخصى بود متواضع، باحوصله، صريح اللهجه، داراى منطق، و استدلال قوى، با جرئت و شهات، مهمان نواز و با دوستان خيلى صميمى، در زنده گى ساده و بى تكلفى را خوش داشت، بخدا توكل داشت و در راه مبارزه اسلامى چون كوه پا بر جا بود، به علماء احترام و ارادت زيات داشت، مگر وختيكه ميديد بعضى از اّنها از صف مبارزه اسلامى عقب رفته اند خيلى متاثر ميگرديد. خو له بده مرغه هېواد دښمنو د دغه غږ ازانگې او انعكاس و نه شو زغملى، او د 1351 كال د وإي پر 16ماښام يې گهيځ په خپل كاله كې پر شهادت ورساوه.

اخځليكونه