منفي آزادي

منفي آزادي د نورو خلکو له لاسوهنې څخه آزادي ده. په بنسټيز ډول د منفي آزادي اړیکه د بهرنيو بنديزونو څخه آزادي ده او له مثبتې آزادي (د ځواک او سرچينو په لاس کې نیول، څو يو څوک وکولای شي خپلې وړتياوې تر سره کړي) سره په ټکر کې ده. توپير يې د «يشعيا برلن» د ۱۹۵۸ز کال په درس کې چې د «د آزادي دوه تصورونه» په نوم روښانه کړ.

تولکتنه سمول

«د آزادي منفي تصور ... تر ټولو زیات په عموم ډول د آزادو جمهوري ټولنو په ځانګړو قانوني آزاديو په ازاده دفاع کې اټکل شوی دی، لکه د حرکت آزادي، د دين ازدي او د بيان ازادی او یا د پلار پاله يا اخلاق پاله دولت پر ضد په استدلال کې. همدا راز ډېر ځله ړ شخصي ملکيت حق څخه د دفاع په برخه کې هم کار ځينې اخستل کېږي، که څه هم ځينو د دې ادعا مخالفت کړی چې ګوندې شخصي شتمني خامخا منفي آزادي پیاوړي کوې».[۱][۲]

«چارلس ټيلر» روښانه کړې چې منفي آزادي داسې یو تصور دی، کوم چې ډېر ځله په سیاسي فلسفه کې کارول کېږي. دا هغه اند دی چې وايي آزادي دا معنا چې څه دې زړه غواړي، بې له بهرنيو خنډونو څخه يې تر سره کولای شې. په دې تصور له دې امله نيوکه شوې چې دا ډېر ساده دی او د فرد خپل-ځان پېژندنې اهميت په محاسبه کې نه نيسي. له همدې امله، «ټيلر» وړانديز کړی چې منفي آزادي له يوې فلسفي اصطلاح څخه لږ څه زیات اند دی او حقيقي آزادي هغه مهال تر لاسه کېدای شي، کله چې مهمې ټولنيزې او اقتصاي نابرابرۍ هم په نظر کې ونيول شي. هغه منطقي مثبته آزادي د منفي او مثبتې دواړو آزاديو د تر لاسه کولو د يوې وسيلې په توګه وړانديز کړې ده او دا په دې ډول چې په هغو نابرابريو غلبه پیدا شي چې موږ يې سره وېشلي يو. د ټيلر په باور، منفي آزادي هغه وړتیا ده چې يو څوک وکولای شي خپلې موخې تر سره کړي. منفي آزادي د نورو له لاسوهنې څخه آزادي ده.[۳]

تاريخچه سمول

د «تاماس هوبس» په باور: «آزاد انسان هغه څوک دی، چې په هغو کارونو کې چې د خپل ځواک او عقل په مټ يې کولای شي، د هغې په کولو کې خنډ پیدا نه شي چې د هغه خوښه ده» (ليويتن، ۲ برخه، XXI څپرکی؛ په دې ډول هغه په منفي معنا سره د آزادي پر لور اشاره کوي).

«کلون اډرين هيلوټيوس» په روښانه ډول لاندې نقطې څرګندې کړي: «خپلواک انسان هغه دی، څوک چې په اوسپنه کې بند نه وي، نه په زندان کې بندي و، نه د يو مريي په توګه د سزا له وېرې د چا له خوا وېرل شوی وي ... دا یواځې د آزادي کمښت نه دی، نه هغه څوک دی چې د يو شاهين په توګه الوت وکړي يا د يو وهيل ماهي په توګه ولامبي». سربېره پر دې، جان جای، په ۲ شمېره فدرالي لیکنه کې ويلي چې: «د حکومت د حتمي اړتيا څخه زيات هېڅ شی يقيني نه دی او دا تر دې بريده مسلم حقيقت دی چې په څه ډول او کله هم منځ ته راوړل شي، خلک بايد خپل ځینې طبيعي حقوق وسپاري، تر څو په هغوی کې مطلوبه اختيارات ځای کړای شي». د جای موخه په دې ډول ښه روښانه شي چې د «طبيعي حقوقو»  ځای «منفي آزادي» ونيسي، ځکه په دې ځای کې دليل دا دی چې د يو مشروع حکومت اختياران او واکونه تر يو بريده زموږ په منفي آزادي د لګول شويو محدودیتونو د منلو څخه تر لاسه کېږي.

يو اند چې د منفي او مثبتې آزادي تر منځ د توپير اټکل کوي، د «جی ايف ډبليو هيګل» د «د يواځې حق دايره» په نوم ليکنه وه (د د حق فلسفې عناصر په نوم لیکنه کې يې دا اند غزولی دی)، کوم چې هغه څه منځ ته راوړی چې اوسمهال ورته منفي آزادي ويل کېږی او د هغې په پايله کې د هغه د «یواځې» او «منفي آزادي» تر منځ توپير.[۴][۵]

د «اينګلوفون» په تحليلي روايت کې، د منفي او مثبتې آزادي تر منځ توپير د «اشعيا برلين» له خوا د نوموړي د ۱۹۸۵ز کال د «د آزادي دوه تصورات» په نوم درک کې وړاندې شوی و. د برلن په اند، توپير يې تر ډېره بريد هپه سياسي روايت کې اېښودل شوی دی. د برلين په ټکو، «په منفي معنا سره آزادي کې دې پوښتنې ته ځواب ويل شامل دي چې: هغه کوم حدود دي، په کوم کې چې موخه کس – يو څوک يا د خلکو یوه ډله – دی يا په هغې کې پرېښودل شي یا هغه څه کولای شي يا هغه بايد څه وي، بې له دې چې نور خلک په کې مداخله وکړي».په منفي آزادي باندې محدوديتونه د يو شخص له خوا تپل کېږي، نه د طبيعي لاملونو يا ناوړتيا په مټ.[۶]

د فراکفورټ ښوونځي روانپوه او بشرپال فلسفي «ايرک فورم» په ۱۹۴۱ز کال کې د «د آزادي وېره» په نوم خپل تصنيف کې د منفي او مثبتې آزادي تر منځ داسې توپیر وړاندې کړل، کوم چې د برلين له ليکنې څخه له يوې لسيزې هم مخکې دی. فروم د انسانيت د ارتقا تر څنګ راپورته کېدونکې آزادي دوه ډولونو تر منځ توپير له داسې شعوري فعاليت څخه لرې بولي، کوم چې د ژويو ښکته بڼو ته توپير ورکوي. هغه استدلال کوي چې د آزادي دا اړخ «په دې ځای کې د آزادي لپاره د آزادي په منفي معنا سره نه دی کارول شوی، بلکې د آزادي اخستلو په منفي معنا سره کارول شوی د، د معنا چې د هغه د کارونو د شعوري ارادې څخه آزادي». د فروم په باور، بيا نو منفي آزادي د بشريت د پيل ښودنه د یوې داسې نوعې په توګه کوي، کوم چې د خپل شون په اړه پوهه لري او له بنسټيز شعور څخه ازاد دی.[۷]

د منفي او مثبتې آزادي تر منځ توپير ځینو ټولنپالو او مارکسيستانو فيلسوفانو ظاهري بللی دی، څوک چې دا دليل وړاندې کوي چې مثبت او منفي آزادي په عملي ډول سره نه شي بېلېدای، يا دا چې يو له بل پرته نه شي موجودېدای. خو هغه نه ټولنپال دی او نه مارکسيست دی، برلين وړاندې استدلال کوي:

له دې وروسته بايد د شخصي ژوند او دولتي واکمنۍ تر منځ ليکه راکاږل شي. دا لیکه بايد چېرته راکاږل شي، دا د بحث مووضع ده، په حقيقت کې دا چنې وهل دي. خلک تر ډېره يو تر بل پورې تړلي دي او د هېڅ انسان کار تر دې بريده شخصي نه ده چې کله هم د نورو په ژوند کې خنډ پیدا نه کړي. د پايک ماهي آزادي د ماینو ماهي لپاره مرګ دی؛ د ځينو خپلواکي بايد د نورو تر محدوديتونو پورې وتړل شي.[۸][۹]

انارکو-پانګوال انديال «تبور مچان» د منفي ازدۍ په دفاع کې وايي چې «دا د اخلاقي غوراوي او په دې ډول د انسان د غوړېدو (ودې) لپاره اړينه ده»، ادعا کوي چې «دا هغه مهال خوندي وي، کله چې انساني ټولنې فردي غړيو ژوند، د رضاکارانه کار (یا آزادي) او شتمنۍ درلودلو حقوق، هغه ډول تر لاسه شي، څنګه چې په نړيواله کچه منل شوي، څار شوي او دفاع ځينې شوې ده».

منفي آزادي او واک: هوبز او لاک سمول

شونې ده، څوک پوښتنه کړي «د خلکو د آزادي هيله د واک د اټکلي اړتيا سره څنګه يو ځای کېدای شي؟» د دې پوښځتنې ځواب د بېلا بېلو انديالانو له خوا د آزادي په اړوند د هغوی د نظريې د پوهېدو لپاره د وېش يوه لیکه وړاندې کوي، بلکې همدا راز د په زړه پورې تصوراتو يوه ټولګه لکه واک، برابري او انصاف.

هوبز او لاک د دې پوښتنې لپاره يو اغېزناک او استازی حل وړانې کوي. د پيل د نقطې په توګه، دواړه په دې متفق دي چې بايد یوه کرښه راکاږل شي او په څرګند ډول داسې يوه سيمه وټاکل شي، چېرته چې هر څکو د خپلې خوښې، هيلو او ارزوګانو سره سم، بې له کوم خنډ څخه کار وکړای شي. دا سيمه د آزادي سپېڅلی خای روښانه کوي. خو دوی باور لري چې هېڅ ټولنه له ځينې اختياراتو څخه پرته ممکنه نه ده، په کوم ځای کې چې د اختياراتو څخه موخه د بېلا بېلو پايلو تر منځ د ټکر مخه نيول وي او په همدې بنسټ، د دې لپاره چې د هر فرد آزادي د سيمې تر منځ پولې وټاکل شي، چېرته چې د هغه د آزادي سيمه پيل او پای ته رسېږي. د هوبز او لاک تر منځ اختلاف د سیمې د حد په برخه کې دی. هوبز چې د انساني طبيعيت په اړه يې منفي اند خپل کړی دی، دليل وړاندې کوي چې د انسانانو په داخل کې د ځنګلي، وحشي او فاسدو غوښتنو د مخنیوي لپاره د يو پياوړي اختيار اړتيا ده. يواځې يو پیاوړی اختيار کولای شي د همېښنۍ او دايمي ګډوډۍ د څرګندېدونکي ګواښ مخه نیولی شي. خو له بلې خوا لاک باور درلود چې: په ټوله کې انسانان له بديو څخه ډېر ښه دی او په همدې بنسټ د انفرادي آزادي لپاره په پراخه کچه سيمه پرېښودل کېدای شي.[۱۰]

سرچينې سمول

  1. Carter, Ian (March 22, 2022). Zalta, Edward N. (المحرر). The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University – عبر Stanford Encyclopedia of Philosophy. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Cf. Cohen, G. A., 1991, Capitalism, Freedom and the Proletariat.
  3. Charles Taylor, “What’s Wrong With Negative Liberty,” in Philosophy and the Human Sciences: Philosophical Papers, vol. 2 (Cambridge: Cambridge University Press, 1985), 211–229.
  4. George Klosko, History of Political Theory: An Introduction: Volume II: Modern (2nd ed.), Oxford University Press, 2013, p. 465: "we should note that Hegel's realization of the distance between his own and the traditional liberal conception of freedom, which he calls "abstract freedom," is clear in his embrace of positive freedom [in PR §149A".
  5. Eric Lee Goodfield, Hegel and the Metaphysical Frontiers of Political Theory, Routledge, 2014: "Hegel's collective vision of positive liberty in and through Sittlichkeit is reduced to no more than the "mischief" and "mystification" of an amoral, regressive and anti-liberal political vision."
  6. Berlin, I. (1958). "Two Concepts of Liberty." In Isaiah Berlin (1969): Four Essays on Liberty. Oxford: Oxford University Press.
  7. Erich Fromm, The Fear of Freedom (London: Routledge & Kegan Paul Ltd., 1966):26.
  8. Berlin, I. (1958). "Two Concepts of Liberty." In Isaiah Berlin (1969): Four Essays on Liberty. Oxford: Oxford University Press.
  9. Carter, Ian (March 22, 2022). Zalta, Edward N. (المحرر). The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University – عبر Stanford Encyclopedia of Philosophy. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "John Locke: Second Treatise of Civil Government, Chapter 4". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)