منظره د ځمکې د یوې ساحې هغه لیدل کېدونکې ځانګړنې، د ځمکې شکلونه او له طبیعي یا مصنوعي ځانګړنو سره یې د ادغام یا یوځای کېدو ډول دی چې د ښکلاوو د جذابیت له نظره د پام وړ ګرځي. په منظره کې له جیوفزیکي نظره د ځمکنیو شکلونو فزیکي عناصر لکه غرونه، غونډۍ؛ ډنډې اوبه لکه سیندونه، رودونه، د اوبو ډپونه او سمندرونه؛ انساني عناصر لکه د ځمکې د کارولو بېلابېلې بڼې، ودانۍ، جوړښتونه، روښنایۍ او اقلیمي شرایط شاملېږي. منظرې د انسان د حضور هغه فزیکي منشاء او فرهنګي پوښښ رانغاړي چې د زریزو په جریان کې رامنځته شوي دي او د خلکو او هغو ځایونو د ترکیب انعکاس دی چې د ځايي او ملي هویت لپاره بنسټیز اهمیت لري.[۱]

د منظرې د ماهیت په مرسته د هغو خلکو تصور څرګندېږي چې په هغه منظره کې اوسېږي او هغه احساس څرګندېږي چې یوه سیمه له بلې سیمې بېلوي. منظرې کېدای شي د کرنیزو ځمکو، یوه منظره‌يي پارک یا وحشي طبیعت په اندازه بېلابېلې وي. ځمکه ګڼې منظرې لري چې د قطبي سیمو کنګلیزې منظرې، غرنۍ منظرې، د وچو او پراخو دښتو منظرې، د ټاپوګانو او ساحلي سیمو منظرې، د ګڼو ځنګلونو منظرې او د معتدلو او ګرمو سیمو کرنیزې منظرې د بېلګې په توګه یادولی شو. د ځمکې په یوه ساحه کې د لیدل کېدونکو ځانګړنو اصلاح ته د منظرو طراحي ویل کېږي.

فزیکي منظرهسمول

جیو مورفولوژي: د منظرې فزیکي تکاملسمول

جیو مورفولوژي د توپوګرافیکو (topographic) او بېتیمېټریکو (bathymetric) ځانګړنو د سرچینې او تکامل علمي څېړنه ده چې د فزیکي یا کیمیاوي پروسو له لارې د ځمکې په سطحه کې یا د ځمکې سطحې ته نږدې رامنځته کېږي. د جیو مورفولوژۍ پوهان هڅه کوي پوه شي چې ولې منظرې هغسې ښکاري لکه دي چې. د دې تر څنګ هڅه کوي د ځمکې د بڼې پر تاریخچه او ډینامیک پوه شي او د ساحوي څېړنو، فزیکي تجربو او احصایوي بېلګو له لارې د بدلونونو اټکل وکړي. د جیو مورفولوژۍ پوهان د فزیکي جغرافيې، ځمک‌پوهنې، ځمک‌سنجنۍ، انجنیري جیولوژۍ، لرغون پېژندنې، اقلیم پوهنې او جیوتخنیکي انجنیرۍ په برخو کې کار کوي. د لېوالتیاوو دا پراخ بنسټ په دې برخه کې له ډېرو څېړنیزو ډولونو او لېوالتیاوو سره مرسته کوي.[۲]

د ځمکې سطحه د منظره جوړوونکو سطحي پروسو او هغو جیولوژيکي پروسو د ترکیب په مرسته اصلاح کېږي چې د ځمکې د جوړښتي یا تکتونیک لوړوالي او ناستي لامل کېږي او ساحلي جغرافیه جوړوي. په سطحي پروسو کې اوبه، باد، کنګل، اور او د ځمکې د سطحې ژوندي موجودات شاملېږي، د دې تر څنګ هغه کیمیاوي غبرګونونه هم په کې شامل دي چې خاوره جوړوي او د موادو خواص، د جاذبې تر قوې لاندې د توپوګرافیک بدلون سرعت او نور عوامل بدلوي. ډېری دغه عوامل د اقلیم تر کلکې اغېزې لاندې دي. په جیولوژيکي پروسو کې د غرونو راپورته کېدل، د اتشفشانونو وده، د ځمکې د سطحې په ارتفاع کې ایزوسټاټیک بدلونونه او د هغو ژورو رسوبي حوزو جوړېدل شاملېږي چې په هغو کې ځمکه سقوط کوي یا لوېږي او د منظرې د نورو برخو په خرابو یا فاسدو موادو سره ډکېږي. له دې امله د ځمکې سطحه او د هغې توپوګرافي له جیولوژيکي پروسو سره د اقلیمي، هایدلوژيکي او بیولوژيکي اقداماتو یوه تقاطع ده.

د منظرې په اړه انساني تصورات او څرګندونېسمول

چیني باغونه د منظره‌يي باغونو د طراحۍ یا جوړولو یو ډول دی چې په تېرو څه باندې درې زره کلونو کې یې تکامل کړی دی. په دې باغونو کې د چیني سترواکانو او د سترواکانو د کورنیو د غړو پراخ باغونه شاملېږي چې د خوشحالۍ او رواني لذت لپاره جوړ شوي دي؛ د دې تر څنګ ځینې نور باغونه هم شته چې پوهانو، شاعرانو، پخوانیو دولتي چارواکو، سرتېرو او سوداګرو د تفکر او له بیرونۍ نړۍ څخه د تېښتې په موخه جوړ کړي دي. دوی به د طبیعت او انسان تر منځ د همغږۍ څرګندولو لپاره د باغ په طراحۍ یا ډیزاین کې ایډیالې میناتوري منظرې جوړولې. له یوه معمولي چینايي باغ څخه دېوالونه چاپېر وي او یو یا څو حوضونه، ګونګشي ډبرې، ونې او ګلونه او د باغ په داخل کې یو لړ تالارونه لري چې د تاو راتاو لارو په مرسته سره وصل وي. ننداره چیان له یوې ودانۍ څخه بلې ودانۍ ته په تلو سره داسې صحنې ویني چې په ډېر دقت سره جوړې شوې وي.[۳][۴]

انګرېزي منظره‌يي باغ چې انګرېزي منظره‌يي پارک یا په ساده ژبه «انګرېزي باغ» هم بلل کېږي، د باغونو یو ډول دی چې د طبیعي منظرې په ډول ښکاري، که څه هم ښايي په پراخ ډول بیاځلي تنظیم شي. دغه ډول باغونه د اتلسمې پېړۍ په لومړیو کلونو کې په انګلستان کې را څرګند شول، په ټوله اروپا کې دود شول او د پارکونو او لویو باغونو د اصلي ډول یا سبک په توګه یې د اوولسمې پېړۍ د فرانسوي باغ ځای ونیو. انګرېزي باغ (او وروسته فرانسوي منظره‌يي باغ) د طبیعت ایډیاله منظره وړاندې کوي. د دغه ډول باغونو الهام د «کلوډ لورن» او «نیکولاس پوسین» له منظره‌يي نقاشیو، د ختیځ له هغو کلاسیکو چینايي باغونو چې د اروپايي مساپرو له‌خوا تشرېح شوي وو او د ژان ژاک روسو (۱۷۱۲-۱۷۷۸) له فلسفې څخه اخیستل شوی دی.[۵][۶][۷]

د منظرې معماريسمول

د منظرې معماري یوه ګڼ رشته‌يي څانګه ده چې بوتاني (بوټی پېژندنه)، بڼوالي، ښکلي هنرونه، معماري، صنعتي طراحي، ځمک‌پوهنه او ځکمني علوم، چاپېریالي ارواپوهنه، جغرافیه او ایکولوژي په کې شاملېږي. د منظرې د یوه معمار په فعالیتونو کې د عمومي پارکونو له جوړولو نیولې د پوهنتوني ساحو او د شرکتونو د اداري پارکونو تر پلانونې، او د استوګنیزو املاکو له طراحۍ نیولې د ودانیو تر طراحۍ پورې فعالیتونه، د لویو دښتو مدیریت او د تخریب شویو منظرو جوړونه شاملېږي. د منظرې معماران پر بېلابېلو ودانیو کار کوي چې لویې یا کوچنۍ، ښاري، نیمه ښاري او کلیوالې ودانۍ په کې شاملېږي او په سختو او نرمو موادو کار کوي، د دې تر څنګ ایکولوژيکي پایدارۍ ته هم پاملرنه کوي.

د منظرې هنرسمول

د منظرې انځورګريسمول

د منظرې په ډېریو انځورونو کې انساني فعالیتونه یا ډېر کم څرګند دي یا هېڅ څرګند نه دي او په داسې ډول پنځول شوي دي چې د طبیعت خالص انځور دی او انساني اغېزې نه لري؛ د دې په مقابل کې مشخص ځمکني شکلونه، اوبه او هوا او چاپېریالي رڼاوې څرګندوي. د ډېرو نورو هنرونو په څېر د منظرې د انځور تعریفونه پراخ دي او ښايي ښاري چاپېریالونه، صنعتي سیمې او د طبیعت عکاسي په کې شامل وي. د منظرو د مشهورو انځورګرانو په ډله کې کې د «انسل اډمز»، «ګالن روول»، «اډوارډ وسټون»، «بن هاین»، «مارک ګري» او «فرډ جوج» نومونه یادولی شو.[۸]

سرچينېسمول

  1. New Oxford American Dictionary.
  2. Summerfield, M.A., 1991, Global Geomorphology, Pearson Education Ltd, کينډۍ:ISBN.
  3. Michel Baridon, Les Jardins - paysagistes, jardiners, poḕts. p. 348
  4. Records of the 21st conference of the UNESCO World Heritage Committee, describing Classical Chinese garden design and the gardens of Suzhou.
  5. Yves-Marie Allain and Janine Christiany, L'Art des jardins en Europe, Citadelles and Mazenod, Paris, 2006.
  6. Boults, Elizabeth and Chip Sullivan (2010). Illustrated History of Landscape Design. John Wiley and Sons. د کتاب پاڼې 175. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-470-28933-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Lucia Impelluso, Jardins, potagers et labyrinthes, Mondatori Electra, Milan
  8. Mary Warner Marien (2006). Photography: A Cultural History. Laurence King Publishing. Page 136.