منطقي مثبت اندي

منطقي مثبت اندي یا مثبت اندېشي چې وروسته منطقي تجربه اندي یا هغه علم چې پر تجربه ولاړ وي هم وبلل شوه او دواړه په نوې مثبت اندۍ هم پېژندل کېږي، په لوېديځه فلسفه کې یو خوځښت و چې اصلي مقصد يې د اصل ثابتول دي (چې د معنا د ثابتولو یو اصل هم بلل کېدای شي). د پوهې دې تیورۍ وښودله چې یوازې هغه خبرې چې د مستقیمې کتنې له لارې یا هم د منطقي سند له مخې ثابتېدای شي، د حقیقت د ارزښت وړاندې کولو، معلوماتو یا هم د واقعي منځ‌پانګې په توګه منل کېدای شي. د ۱۹۲۰مو کلونو په وروستیو کې فیلسوفانو، څېړونکو او ریاضي پوهانو برلېن او ویانا کړۍ یا سېرکلونه رامنځته کړل چې په دغو دوو ښارونو کې يې د منطقي مثبت اندۍ فکرونه وکرل.[۱]

د ۱۹۳۰مو کلونو په اوږدو کې په ګڼو اروپايي پلازمېنو کې له غوړېدو سره دغه غورځنګ هڅه وکړه پر علمي فلسفه د فلسفې د بدلولو له لارې د راپیدا شویو نه ثابتېدونکو ادعاوو او ګونګې ژبې له امله رامنځته شوې پېچلتیاوې ختمې کړي چې منطقي مثبت اندي يې د تجربي علومو د جوړښت او بنسټونو په لور ګام ګڼي او ښه بېلګه يې د البرټ انېشټین د نسبیت عمومي تیوري ده. سره له دې چې دا تیوري غواړي د تجربي علم له لارې په مطالعه او تطبيق د فلسفې ستونزې هوارې کړي، خو منطقي مثبت اندي په ناسمه توګه د داسې غورځنګ په توګه وپېژندل شوه چې کولی شي علمي بهیر منظم کړي او سخت معیارونه پرې تطبيق کړي.[۲]

له دویمې نړیوالې جګړې وروسته دغه غورځنګ یو څه ارامه بڼه خپله کړه چې تر ډېره یې مشري «کارل هېمپل» وکړه. هغه د نازېزم د راپورته کېدو پر مهال امریکا ته کډوال شوی و. په وروستیو کلونو کې د دغه غورځنګ اصلي بدنه چې لا هم حل شوې نه ده، د فیلسوفانو له سختو نیوکو سره مخ شوه، په تېره بیا د «وېلارډ ون اورمن کواین»، «کارل پاپر» او حتا خپله په غورځنګ کې دننه کسانو لکه هېمپل له‌خوا. په ۱۹۶۲ کال کې د «توماس کوهن» د مشهور کتاب "د علمي انقلابونو جوړښت" د فلسفي تمرکز په برخه کې ستر بدلون راوړ. په ۱۹۶۷ کال کې فيلسوف «جان پسمور» منطقي مثبت اندي "مړه، یا داسې مړه لکه یو فلسفي خوځښت چې مري" وبلله.[۳]

سرچینې سمول

مثبت اندو د «لوډویګ وټګېنسټین» د ژبې له لومړنۍ فلسفې څخه د ثابتولو اصل یا هم بې معنایي را اخیستې وه. لکه څرنګه چې د «ارنسټ ماش» په اثارو کې ښکاره شوې چې ذهن یوازې واقعي یا بالقوه حس کېدونکې تجربه درک کولی شي، هغو کسانو چې پر تجربي انداز يې باور درلود، د هر څه لپاره حس کېدونکې تجربه بنسټ وبلله. نور اغېز بیا د «پېرسي برېډمن» له اثارو څخه راغی چې عمل‌پالنه یا اپرېشنلېزم يې رامخې ته کړی او وايي چې فزيکي تیوري هغه څه دي چې په لابراتوار کې له علمي لارو چارو تېرېږي او بیا پرې ازموينې او اټکلونه تطبيقېږي. په اثبات پالنه کې یوازې هغه شیان علمي دي چې ثابتېږي او هماغه معنا لرونکي هم دي، په داسې حال کې چې نه ثابتېدونکي غیر علمي او بې معنا دي. غیر علمي لاره لکه څرنګه چې په مېتافزيک او اخلاقو کې دي، فیلسوفانو ته کار نه ورکوي او نه هم د نوي علم په ترتیب او رامنځته کېدو کې اغېز لرلی شي.

تعریفونه سمول

منطقي مثبت اندۍ ته ځینې وخت ممنوع خبرې یا نه لیدل کېدونکي هم ویل شوي، لکه مایکروسکوپيک څیزونه یا هم د عامل په څېر فکري یا هم عمومي اصول، خو دا مبالغه ده. پر ځای يې ډېری نوي مثبت اندان نه لیدل کېدونکي څیزونه مېتافوريک یا مثالي بولي: مستقيمې کتنې په لنډو یا غیرمستقيمو کې راځي. تیوريکي اصطلاحات معنا د تفاهم د اصولو له لارې له کتنیزو اصطلاحاتو څخه اخلي او په دې ډول به تیوريکي قوانین تجربي قوانینو ته راکوز شي. د «برټرنډ رسل» منطق‌پالنه بیا ریاضي منطق ته را کوزوي او د فزيک ریاضيکي فورمولونه سمبولیک منطق ته اړوي. د رسل د منطقي اتوم‌پالنې له مخې عادي ژبه به د معنا په بېلابېلو واحدونو وېشل کېږي. منطقي بیا را رغېدل بیا پر معیاري شویو بدیلونو بدلېدای شي چې دا ټول په شریکه منطقي ژبنی جوړښت رامنځته کوي. یوه علمي تیوري يې د ثابتولو له مېتود سره یوځای کېږي چې په دغه ډول منطقي ریاضي یا تجربوي عملیې تر سم او ناسم پورې پرې ثابتېدای شي.[۴]

پرمختګ سمول

د ۱۹۳۰مې لیسیزې په وروستیو کې منطقي مثبت اندان له جرمني او اسټریا (اتریش) څخه بریتانیا او متحدو ایالتونو ته وتښتېدل. تر هغه پورې «ډېریو ماش» فزیومینالېزم له اوټو نیوراټ فزیکیزم سره ځای پر ځای کړی و چې د ساینس محتویات حقیقي یا احتمالي احساسات نه دي، بلکې داسې موجودات دي چې په عامه توګه د لیدلو وړ دي. روډولف کارنیپ چې د ویانا په حلقه کې یې منطقي مثبتیت رامنځته کړی، د هغه څه په لټه کې و چې تایید پر ساده تایید بدل کړي. په ۱۹۴۵ کال کې د دویمې نړیوالې جګړې په پای ته رسېدو سره منطقي مثبت اندي یو څه نرمه شوه، منطقي تجربوېزم په لویه کچه په امریکا کې د «کارل هېمپل» له‌خوا رهبري کېده چې د ساینسي تشرېحاتو د پوښښ د قانون ماډل یې تشرېح کړ. منطقي مثبت اندي د تحلیلي فلسفې پر یوه لوی بنسټ بدله شوه او په انګلیسي‌ژبې نړۍ کې یې فلسفي تسلط پیدا کړ، په داسې حال کې چې په ۱۹۶۰مه لسیزه کې يې پر ساینس په ځانګړې توګه پر ټولنیزو علومو اغېزه کوله. بیا هم دا غورځنګ د خپلو اصلي ستونزو په حل کولو کې پاتې راغی او پر اصولو یې په زیاتېدونکې توګه د «ویلارډ وان اورمن کوین»، «نوروډ هانسن»، «کارل پاپر»، «توماس کوهن» او «کارل هېمپل» له‌خوا نیوکې وشوې.[۵][۶][۷][۸]

ریښې سمول

ژبې سمول

د ځوان «لوډويګ ویټګېنسټین» اثر ("Tractatus Logico-Philosophicus") فلسفه د ژبې د کره کتنې په توګه معرفي کړه او د درک کېدونکي او بې‌معنا علمي محبث تر منځ توپیر یې په تیوريکي لحاظ ممکن وښود. هغه د واقعیت د تیورۍ د تنظیم په مقابل کې د واقعیت د تیورۍ د غبرګون خبره مطرح کړه. ويټګینسټین د ثابتولو د اصل پر ځینو بڼو هم خپل اغېز پرېښود. د هغه په دکترین کې واقعیتونه او منطق یو بل ته ورته کارېږي چې منطقي مثبت اندي يې هم په پراخه کچه مني چې هغوی هم د ویټګينسټین د احتمال د تفسیر او بیان تر اغېز لاندې راغلي وو او که څه هم چې د نیورات په وینا ځینې منطقي مثبت اندو د هغه تیوري داسې بللې چې ډېر مېتافزيک په کې دی.[۹][۱۰][۱۱]

منطق پالنه سمول

ګاټالب فرېج ریاضي د منطق تر کچې راټیټول پیل کړل او له «برټرانډ رسل» سره یوځای يې دوام ورکړ، خو په منطق‌پالنه کې يې لېوالتیا کمه شوه او رسل بیا له «الفرید نارت وایټ هېډ» سره دوام ورکړ او په خپل اثر «پرېنسيپا متمتیکا» يې ځینې نور ریاضيکي منطقي مثبت اندي هم وهڅول چې په دې کې «هانز هان» او «رودولف کارنپ» هم شامل وو. د کانرپ مېتافزيکي ضد بیا د رسل د بڼو تیوري وکاروله. کارنپ داسې نړیواله ژبه مطرح کړه چې ریاضي یې بیا راجوړولی شوه او له همدې امله يې فزيک پر کود لیکلی شو. خو د «کرټ ګوډېل» د نابشپړتیا تیورۍ وښوده چې دا تر ځینو بې ارزښته قضیو پرته په نور شیانو کې ممکنه نه ده او د «الفرډ ترسکي» د نه تعریفېدنې تیورۍ بیا تر منطقه د ریاضۍ د راښکته کولو ټولې هیلې په اوبو لاهو کړې. له دې سره سره د کارنپ د ۱۹۳۴ کال په اثر کې مطرح شوې ژبې هم ونه‌کړای شول چې یوه منطقي نړیواله ژبه وګرځي. له دې سره سره د «کارل هېمپل» په ګډون منطقي مثبت اندي د منطق‌پالنې ملاتړ ته دوام ورکړ.[۱۲][۱۳]

تجربوېزم سمول

په جرمني کې د هېګیانو مېتافزيک یو مطرح غورځنګ و او له هېګلیانو وروسته د «برډلي» په څېر کسانو واقعیت د داسې مېتافزيکي جوړښتونو له مخې تشرېح کړ چې بنسټ يې تجربي دی او د مثبت اندۍ لپاره غبرګون په کې راځي. د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې د "بېرته کانت ته" په نامه یو غورځنګ هم راپیل شو. د اېرنسټ ماش مثبت اندۍ پوره ډېر اغیز ښندلی دی.[۱۴]

سرچينې سمول

  1. Peter Godfrey-Smith. (2010). Theory and Reality : an Introduction to the Philosophy of Science. University of Chicago Press. OCLC 748357235. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-282-64630-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Michael Friedman, Reconsidering Logical Positivism (New York: Cambridge University Press, 1999), p. xiv.
  3. Passmore, John. 'Logical Positivism', The Encyclopedia of Philosophy, Paul Edwards (ed.). New York: Macmillan, 1967, 1st edition
  4. Sarkar, S; Pfeifer, J (2005). The Philosophy of Science: An Encyclopedia. 1. Taylor & Francis. د کتاب پاڼې 83. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0415939270. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Smith, L.D. (1986). Behaviorism and Logical Positivism: A Reassessment of the Alliance. Stanford University Press. د کتاب پاڼې 314. LCCN 85030366. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0804713016. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جنوري ۲۰۱۶. The secondary and historical literature on logical positivism affords substantial grounds for concluding that logical positivism failed to solve many of the central problems it generated for itself. Prominent among the unsolved problems was the failure to find an acceptable statement of the verifiability (later confirmability) criterion of meaningfulness. Until a competing tradition emerged (about the late 1950s), the problems of logical positivism continued to be attacked from within that tradition. But as the new tradition in the philosophy of science began to demonstrate its effectiveness—by dissolving and rephrasing old problems as well as by generating new ones—philosophers began to shift allegiances to the new tradition, even though that tradition has yet to receive a canonical formulation. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Bunge, M.A. (1996). Finding Philosophy in Social Science. Yale University Press. د کتاب پاڼې 317. LCCN lc96004399. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0300066067. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جنوري ۲۰۱۶. To conclude, logical positivism was progressive compared with the classical positivism of Ptolemy, Hume, d'Alembert, Comte, John Stuart Mill, and Ernst Mach. It was even more so by comparison with its contemporary rivals—neo-Thomism, neo-Kantianism, intuitionism, dialectical materialism, phenomenology, and existentialism. However, neo-positivism failed dismally to give a faithful account of science, whether natural or social. It failed because it remained anchored to sense-data and to a phenomenalist metaphysics, overrated the power of induction and underrated that of hypothesis, and denounced realism and materialism as metaphysical nonsense. Although it has never been practiced consistently in the advanced natural sciences and has been criticized by many philosophers, notably Popper (1959 [1935], 1963), logical positivism remains the tacit philosophy of many scientists. Regrettably, the anti-positivism fashionable in the metatheory of social science is often nothing but an excuse for sloppiness and wild speculation. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Popper, Falsifiability, and the Failure of Positivism". 7 August 2000. Archived from the original on ۰۷ جنوري ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جون ۲۰۱۲. The upshot is that the positivists seem caught between insisting on the V.C. [Verifiability Criterion]—but for no defensible reason—or admitting that the V.C. requires a background language, etc., which opens the door to relativism, etc. In light of this dilemma, many folk—especially following Popper's "last-ditch" effort to "save" empiricism/positivism/realism with the falsifiability criterion—have agreed that positivism is a dead-end. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: رابط غير صالح (link)
  8. See "Vienna Circle" Archived 10 August 2015 at the Wayback Machine. in Stanford Encyclopedia of Philosophy.
  9. For summary of the effect of Tractatus on logical positivists, see the Entwicklung der Thesen des "Wiener Kreises" Archived 9 November 2006 at the Wayback Machine..
  10. For example, compare "Proposition 4.024" of Tractatus, asserting that we understand a proposition when we know the outcome if it is true, with Schlick's asserting, "To state the circumstances under which a proposition is true is the same as stating its meaning".
  11. "Positivismus und realismus", Erkenntnis 3:1–31, English trans in Sarkar, Sahotra, ed, Logical Empiricism at its Peak: Schlick, Carnap, and Neurath (New York: Garland Publishing, 1996), p. 38.
  12. Jaako Hintikka, "Logicism", in Andrew D Irvine, ed, Philosophy of Mathematics (Burlington MA: North Holland, 2009), pp. 283–84.
  13. See Rudolf Carnap, "The elimination of metaphysics through logical analysis of language", Erkenntnis, 1932;2, reprinted in Logical Positivism, Alfred Jules Ayer, ed, (New York: Free Press, 1959), pp. 60–81.
  14. Frederick Suppe, "The positivist model of scientific theories", in Scientific Inquiry, Robert Klee, ed, (New York: Oxford University Press, 1999), pp. 16–24.